د فيل په غوږ کې ويده حکومت

د فيل په غوږ کې ويده حکومت

پاکستان تيری کوي خو افغان حکومت اخطار ورکوي

وروسته له هغې چې د پاکستان په سیند ایالت د سیون ولسوالۍ په لال شهباز قلندر زیارت کې خونړی ځانمرګی بريد وش؛ د دغه هېواد پوځ د "ردالفساد" په نوم پوځي عملیات پیل کړل. د پاکستان پنجابي حکومت د دغو عملياتو په نوم په زرګونو افغانان او پښتانه وربړول، سپک کړل او زندانونه يې پرې ډک کړل. د هغو انځورونو او ويډيوګانو له مخې چې په رسنیو کې خپرې شوې څرګنديږي چې پاکستاني پولیس په پنجاب کې مېشت افغانان همداراز پښتانه چې ډيری یې د پښتونخوا او قبایلو اوسېدونکي دي، نیسي، وهي او ټکوي او سپکې سپورې ورته کوي. دغلته پاکستاني پولیس ځايې اوسيدونکي افغانان او پښتانه ټېله کوي، په ډډو یې په لرګیو وهي او د پولیسو په موټرونو کې یې وراچوي. همداراز په ځينو سيمو کې پاکستاني پوليس د پښتنو موټرونه په کنداغونو وهي او هغوی په بې عزتۍ سره له موټرونو ښکته کوي او د پوليسو جيپ ته يې اچوي.

همداراز په پاکستان کې تر وروستيو بريدونو وروسته د پاکستان حکومت له افغانستان سره ټولې دروازې هم د تګ راتګ پر مخ تړلې دي. د پوره لسو ورځو په تيريدو اوس هم د ډیورنډ پر کرښه د پاکستان له لوري جوړې شوې دروازې د مسافرو پر مخ تړل شوي دي. په تورخم دروازه کې بند پاتې مسافرو کې کوچنيان، سپين ږيري، ناروغان، د ودونو ناوې او د مړو جنازې شتون لري چې د پاکستان حکومت يې هيڅ يو ته له تورخم دروازې د اوښتلو او راوښتلو اجازه نه ورکوي. د افغان چارواکو په وينا په تېرو لسو ورځو کې یې اووه ځلې له پاکستاني سرحدي چارواکو سره د لارې د خلاصولو پر سره خبرې کړې، خو بې پایلې پای ته رسېدلې دي.

د لعل شهباز قلندر په زيارت کې تر بريد وروسته پاکستانیو ځواکونو د افغانستان د ختیځو ولایتونو ننګرهار او کونړ پر یو شمېر سیمو توغندیز بریدونه پیل کړي دي، چې له امله یې په دواړو ولایتونو کې سلګونه کورنۍ د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي، یو شمېر کسانو په‌ کې خپل ژوند له لاسه ورکړی او ځینې یې ټپیان هم دي. په دغو بریدونو کې د ملکي وګړو ګڼ کورونه هم ویجاړ شوي دي. يواځې د کونړ ولایت مقام د مالوماتو له مخې تر اوسه د یاد ولایت پر دانګام، سرکاڼو او خاص کونړ ولسوالیو د پاکستانیو ځواکونو له لوري شاوخوا درې سوه توغندي ویشتل شوي، چې تر اوسه پکې د دوه وژل شويو او همدومره ټپيانو راپور ورکړل شوی. همداراز د ننګرهار په لعلپورې ولسوالۍ د ۴ سوو څخه زیات توغندي را توغول شوي، چې له امله یې د ۳ سوو څخه زیاتې کورنۍ بې ځایه شوي او څلور ګلالي کوچني ماشومان ټپیان شوي دي.

پاکستان په ډيرې سپين سترګۍ ټول ډيپلوماټيک اصول مات کړل او د انسانيت ټولې پولې يې ونړولې خو افغان حکومت لا هم د ډيپلوماټیک حل زمزمې کوي او يا بې عمله اخطارونه ورکوي. پاکستان درګرده په دغه هيواد کې يې د ميشتو افغانانو او پښتنو په مقابل کې اپارټايد ترسره کوي خو افغان حکومت چې د ډيورنډ کرښې او تر آټکه د پښتنو د خاورې دعوه ګير دی؛ نه يې په پاکستان کې د ځوريدونکو افغانانو او نه هم د پښتنو پوښتنه وکړه، پاکستان عملاً لګيا دی په افغان خاورې تيری کوي، توغنديز بريدونه کوي او بې ګناه افغانان مو راته وژني خو افغان حکومت خپلو بې عمله اخطارونو ته ملا تړلې ده او بس.

په داسې حال کې چې د تيرو څو ورځو راهيسې پر افغان خاوره توغنديز بريدونو لړۍ پيل کړې، په سلګونو هيوادوال مو خپلو کورنو پريښودو ته اړ شوي او په لسګونو نورو ته د سر او مال زيان اوښتی دی؛ افغان حکومت وايې د افغانستان پر يوه لوېشت خاوره به هم چا ته د تېري اجازه ورنه کړي. په خيتځ زون کې د سرحدي پوليسو قوماندان محمد ایوب حسين خېل ويلي هيچا ته به د هيواد پر يوه لوېشت خاوره هم د تجاوز اجازه ورنکړي. نه پوهیګم چې افغان حکومت د تيري په تعريف نه پوهيږي او که د پاکستان توغنديز بريدونه ورته تيری نه ښکاري؟ که چيري افغان حکومت ته د پاکستان لخوا پر افغان خاورې توغنديز بريدونه تيری او تجاوز معلوميږي نو بيا ولې عملاً نه لاس په کار کيږي؟ ولس خو د حکومت هر راز هکارۍ ته چمتو دی نو بيا حکومت د چا امر ته په تمه دی؟ که حکومت مو مجبوريت لري او د پاکستان په مقابل کې د بلمثل عمل لپاره زړه نه ښه کوي نو ولس ته دې په خپلې مجبورۍ اعتراف وکړي چې ولس په خپله د خپل دښمن په مقابل کې لاس په کار شي. نور د پاکستان د بريدونو او هلته د ميشتو افغانانو د سپکاوي په مقابل کې پاکستان ته د افغان ولس د صبر کاسه ډکه شوې ده. ولس نور هيڅ ډول ډيپلوماټيک حل نه غواړي او بايد حکومت ژر تر ژره د پاکستان د تيري مخه ونيسي کنې ولس به په خپله لاس په کار شي.

اصلي موضوع دا ده چې افغان حکومت په دغه ډول پوچو اخطارونو يواځې د خلکو احساسات کابو کوي او د ولس له غبرګونه ځان ساتي خو په عمل کې يې تر اوسه هيڅ داسې اقدام نه دی کړی چې کم تر کمه د پاکستان د تيري په مقابل کې يې د ولس سترګې نيولي وای.

لیکنه : خوشحال آصفي

وروستۍ ليکني

کب له سره خوسا کیږي دیوه هیواد زعامت اومشرتابه دخپل ولس په برخلیک اود هغود ژوند په نیکمرغۍ اوبد مرغۍ نیغ پر نیغه اغیزه لري که دهیواد دواکمنانوسرونه کدو سرونه نه وي نوباید خپل ځانونه د وړ اوکارنده شخصیتونوپه توګه دتاریخ په پاڼو کې تثبیت اوپه ډاګه کړي ځکه دهغو د هژمونی اوواکمنی مهال تلپاتې نه وي په یو ډول د ډولونودمرګ له حتمي پدیدې سره مخامخ کیږي اود هغوفزیکي موجودیت ته دپای ټکۍ ږدي خودهغومعنوي اړخ مثبت اویا منفي کرکټرمرګ نه لري هغو چې هیواد اوولس ته یې دچوپړ،عدالت اوصداقت تله درنه ده تل درنه اوپه درنښت یادیږي دهغوکارنامې اواندیښني داړوند ولس اوملت لپاره ځلیدونکي مشالونه اوڅراغونه دي اوپر ...
سپیني خبرې او شریرې څیرې کلونه پخوا مې دقومونو اوقبایلودعالي جرګې دمرکزي شورا دمنشي په توګه د ولسي اوجرګه ییزي دندې ویاړ درلود .یوي پراخې ولسي غونډه کې دګډون په موخه دخوست ولایت دصبریو ولسوالۍ اړوند درنه ،مجرب اوپوه سپین ږیري اروښاد متقاعد ډګروال حسین خان صبري ته چې دکابل په کارته نو کې استوګن و،ورغلم. هغه خورا مهربانه،خواخوږی اومهربان شخصیت واو له درنه روغبړوروسته مې په خورا ادب اودرنښت هغه ته دګډون بلنه ورکړه.هغه خدای بښلي ماته تل وراره ویلې او راته کټ،کټ له خندا شین شو. له لږسوچ وروسته یې راته وویل: کومه جرګه ؟ اودڅه لپاره جرګه؟ په ځواب کې مې ورته وویل چې په هیواد کې دسم سمکي ،هراړخیز ...
آلله اکبرـ آلله اکبر دخوارملا آذان واورئای دمظلوم اوکړیدلي هیواد خونړي افغانستان درنو،درنوعالمانو،پوهانو،شمله ورومشرانواوباتوروکشرانو،خویندواووروڼواســـــلام علیکم ورحمته الله وبرکاته اما بعد!په کلو اوبانډوکې داخبره عامه اودژبوپه سرده چې دخوار ملا آذان څوک نه اوري.خودغټوږیرواوډبلو پګړیوسمیع الحق ناحق اوفضل الرحمان نارحمان اودهغو په څیردانسانیت اواسلامیت ضد غټ خیټوملایانودمسلمان اوافغان وژنې کفري فتواوې دتورپنجاب له منبرونوصادرې اودادی زموږ دجنتي وطن څخه یې توردوزخ جوړکړی دی ښکلی کابل په وینورنګ اودهیواد په ګوټ،ګوټ کې دوینوویالې بهیږي .په عامواوخاصو ...
وسله وال پوځ اوپه مورچلوکې ډزېدافغانستان وسله وال پوځ ملي اردو،ملي پولیس اوامنیتي ځواکونواولښکرو شمیرټول ټال درې لکه دوه پنځوس زرو۳۵۲۰۰۰تنوته رسیږي اووسله وال پوځ په اوو۷ قول اردوګانوکې تنظیم اوجوړشوی دی .نـنګرهار۲۰۱ لمبرسیلاب قول اردو پکتیا ۲۰۳ تندر قول اردوهرات ۲۰۷ ظفر قول اردوکندهار۲۰۵ اتل قول اردوبلخ ۲۰۹ شاهین قول اردوهلمند۲۱۵ میوند قول اردواودهوایي ځواکونو قول اردواوداوسله وال ځواکونه په زرګونو،زرګونوبلوکونو،ټولیو،کنډکونو،لواګانواوفرقوکې ځای پرځای شوي دي اوداهغه اردوده چې دافغانستان دحرب په تاریخ کې په درجنو،درجنوجنرالان چې زیاتره یې مسلکي نظامي زده کړي نه لري اوپه تنظیمي زور اوسوټي ...
په وینولړلۍ اسلام داسلام آباد دخنجرپه څوکهشیطان آباد اسلام اباد دلوی شیطان په کرغیړنولاسونوداسلام دبدنامی اودمسلمانانودکړولو،وژلواوسپکولوپه موخه رامنځته شوی اودا لامل دی چې لاتراوسه داسلامي قانون اوشریعت پرځای انګلیسي مدني قانون واکمن دی اودتش په نوم داسلام په نامه ډول،ډول ترهګرې،تروریستي ځناورې او وحشي ډلې،ټپلي اوځان مرګي لیوني سپي روزي اودبې وجدانه اوبې ایمانه پاکستاني مفتیانوپه فتوا یې دافغان مسلمان ولس دوژنې اوتباهۍ لپاره ګوماري چې دادی نـن ورځ دروژې دمطهرې اوعبادتي میاشتې په لومړۍ ورځ یې دسپیڅلوخوستیوروژتیانوویني په خورا سترقساوت اوبربریت وبهولې په خدای،رسول اواسلام مین غیرتي خوستیان یې ...
  دلرو اوبرو پښتنودغیرت اونـنګ شیبې رښتیا یې ویلي چې اوبه په ډانګ نه بیلیږي اوګډ پښتون په ډیورنډ نه بیلیږي.هغه تش په نوم مکار اوتصنعي ډیورند چې دادی دګردې اروپا د۵۱۰ میلیوني وګړودمتحد اویوموټي باوري اوځواکمن سازمان یا په بله ژبه داروپا داتحادیې پارلمان مرستیال مشروتلي اوپیاوړي دپلومات ښاغلي رشارډ چارنیکي داکرښه مصنوعي اوغیرطبیعي کرښه بللي اوداروپا یي ټولنې په میاشتنۍ کې یې په زغرده اوډاګه دهغه ابطا ل اعلان کړاوپه څرګندومستدلواو منطقي ټکو کې یې دهغه جدي ارزونه غوښتي او ویلي یې دي چې د دې کرښې اوسیمي څخه دنړیوالې ترهګری او تروریزم مرکزجوړشوی او د دې وخت رارسیدلی چې د ډیورند کرښې ته بیا ...
افغانستان به څنګه جوړشي؟ دتاریخ داوږده بهیراودپیړیو،پیړیوپه بیلا،بیلوپیړیوکې زموږګران اولرغونۍ هیواد اریانا،خراسان اومعاصر افغانستان دخونړیوبلوسو،وحشیانه یرغلونواوتاړاکونوسره مخامخ شوی اود دي خاورې تاریخ اوجغرافیه په سرو وینوخړوب شوي ده.دعروس البلاد،ام البلاد،اشرف البلاد اوفرهنګ البلاد ښارونه دبرمیال لرغوني مدنیت اثاراوبې سارې فرهنګي پنځونې دچپاولګرواویرغلګروپه تورولښکرو وران ویجاړشوي اولوټ شوي دي اودخپل شتون په اوږده واټن اوتاریخي پړاوونو کې یې بشپړامن اوسوکالي نه ده په برخه شوي ان چې زبون اونامرده بشریت ضد دوښمن پخپله استعماري خونړۍ توره دافغان بدن دوه ټوټې ...
دنوید مختار(مردار) څارګردسفرپایلې کابل ته دپاکستان دپوځي استخباراتوای،اس،ای دریس نوید مردارله سفرڅخه دوه ورځې وروسته بیا دتورپنجاب تورولیونیوسپیودتاریخي اولوی کندهاردسپین بولدک په چم ګاونډ دوه کیلومتری کې دلقمان اونظر پردووکلود داړلواوبلوسلوکرغیړن یرغل کړی چې بې له ځنډه دهیواد دغیورواووطنپالومبارزوځواکونواوجسوروزمریودغاښ ماتوونکي اوریزمریزکوونکي ځواب اوغوڅ ګوزار سره مخامخ شوي دجګړي په تاوده ډګر کې لکه ګیدړان اوشغالان له خپلودووپوځي ټانکونوتښتیدلي چې دافغان زمریوپه خرپ کې داورلوخړه اودتوروپنجابیانودتوروڅیروته ورته تور لوګي اوتوري،شنې لوخړې ترې پورته اودتورولوګویوتورو څپو دپنجابیانودتورانجام ...
دزړه له تله په مینه اوسپیڅلي احساس له ټولودرنو،قدرمنو،پتمنواو ویاړلویارانو،دوستانو اوملګروڅخه منـندوی اولاس په دوعا یم چې د ډنمارک،ناروې اوسویډن په لور ، اسکاندیناوي ښکلو اوښیرازه هیوادونوپه لورد خاطروډک سفر په اړه یې راته لاسونه لپه کړي اودوستانه مینه ناککومینټونه یې کښلي بیا ،بیا منـنه ،خوښنه او ورسره جوخت تاسوته سوکاله،خوشاله،برمیاله اوسوبمن ژوندغواړم {pdf=http://afghannang.com/pdf/norway-akbari.pdf|100%|950|http://afghannang.com/pdf/norway-akbari.pdf}
سرخلاصۍ لیک ښاغلی دونالد ترومپ ! ښې چارې. وایې په یوه کلیواله سیمه کې په کروندو شنه غنم ولاړ اوپټې له شنو سابواوترکاریوډک و.چې ناڅاپه پاس په هسک کې توري وریځې راپیدا اودتالندې بریښنا په قمچینوداسمان غورهاری پیل اوپه شیبه کې په ښیرازه کروندودتورو وریځوڅخه سخته ږلۍ په اوریدوشوه.کروندګرولاسونه لپه نیولي دشنوغنموشنوسابواوترکاریوله غمه لړزیدل.دکلي ملاصیب ترکلیوالوزیات خپل ځان خدای (ج) ته نیږدې باله اودګوتې په ښورولو یې په چوف اوپوف پیل وکړاودږلۍ په لورخپله ګوته ښوروي.ږلۍ لاسخته اوغټه شوه .کلیوالوملاته په زغرده وویل : چې بې ځایه ګوته دې مه څنډه ږلۍ دې لاسخته اوغټه کړه. ستاسودریځ ،غورزې پرزې که دې ...