ښاغلی دونالد ترومپ !

سرخلاصۍ لیک
ښاغلی دونالد ترومپ !
ښې چارې.
وایې په یوه کلیواله سیمه کې په کروندو شنه غنم ولاړ اوپټې له شنو سابواوترکاریوډک و.چې ناڅاپه پاس په هسک کې توري وریځې راپیدا اودتالندې بریښنا په قمچینوداسمان غورهاری پیل اوپه شیبه کې په ښیرازه کروندودتورو وریځوڅخه سخته ږلۍ په اوریدوشوه.کروندګرولاسونه لپه نیولي دشنوغنموشنوسابواوترکاریوله غمه لړزیدل.دکلي ملاصیب ترکلیوالوزیات خپل ځان خدای (ج) ته نیږدې باله اودګوتې په ښورولو یې په چوف اوپوف پیل وکړاودږلۍ په لورخپله ګوته ښوروي.ږلۍ لاسخته اوغټه شوه .کلیوالوملاته په زغرده وویل :
چې بې ځایه ګوته دې مه څنډه ږلۍ دې لاسخته اوغټه کړه.
ستاسودریځ ،غورزې پرزې که دې خوا نه خړیږي هماغه کلیوال مکار ملاته ورته دي چې په افغانستان کې دې دخونړۍ جګړې ږلۍ لاسخته اوراغټه کړه .دټولټاکنوپه لومړیوشپو اوورځو کې ګرده افغانان خوشاله ول چې ګني دامریکا نوي ولس مشر دترهرګرواو بنسټګروترورستانوځاله اوروزنځایونه پیژندلي اوپه ښکاره موپه خپلوویناووکې پاکستان ته ګوت څنډنه کوله اوهوډمن واست چې په پاکستان کې به دتروریزم جر ړې وباسی .د داعش،طالب اوالقاعده له شر اوفساده به افغان ولس وژغوری.خوله بده مرغه ستاسودزعامت په مهال له تور پنجاب لاتور لیونۍ سپی جوړشوی اوپه خپلولاسپوڅواومزدوروبړیڅوترهګرویې په افغانستان کې دجنګ جګړواو وینو بهولولوبه لاپراخه اوخونړۍ کړه.اوستاسودواکمنی په لنډه موده کې دادی دافغانستان ولس دوه ځلې ملي ماتم اعلان اودهیواد په ګوټ،ګوټ کې دویر اوغم ټغر ویړدی اوپه پاکستان ستاسوغورزې پرزې دومره بابیزه شمیري چې درجن ،درجن روسي جنرالان اوڅارګریې خپل هیوادته رابللي اود ډیورند دشیطاني کرښې په غاړو کې دترهګروپه تسلیح اوسمبا لولوبوخت دي اودا لوبه دامریکا ټولوپوځي چارواکوته څرګنده اوستاسو دفاع وزیرجنرال جیمزټامیس اوپه افغانستان کې دناتواوامریکایې ځواکونولوی قوماندان جنرال نیکولسن هم دپاکستان په ملتیا له طالبانوسره دروسانوپوځي مرستې په ډاګه کړي دي .
داعشیانو دسردارمحمد داودخان په پوځي روغتون اوطالبانود بلخ د۲۰۹شاهین قول اردوپه ځان مرګووحشیانه بریدونوبې ساري تراژیدي اوغمیزه رامنځته چې ټولو ټال ۲۵۰ تنه افغانان شهیدان اوپه سلګونوټپیان شول .په دواړوزړه بوږنوونکوغمیزوسرتاسري ماتم اوملي ویر اعلان اودهغه په پایله کې دافغانستان دفاع وزیرعبدا لله حبیبي اولوی درستیزقدم شاه شهیم له خپلودندواستعفا ورکړه اوورسره جوخت دتخارولایت دترقد ولسوالي هم دطالبانو په لاسوکې ولویده اودا داچین په غرنۍ سیمه کې دمور بم ثمرې دي .پاکستاني څارګر دموربم په اړه ادعا کوي چې د داعشیانو اوترهګروطالبانوځالۍ دافغانستان په دنـنه کې دي اوپاکستان خپل ځان سپین جرګ بولي اولکه چې پخوایې هم داسامه بن لادن په پلمه دافغانستان په دنـنه کې په توره بوره او نوروپښتون میشتوسیمو کې درنې بمباری اوخونړي عملیات ترسره کړي بې ګناه خلک لویان اوماشومان وژل شوي هغه اسامه چې په پاکستان کې دپوځیانوپه غیږه کې اوسیده اودهغه په نوم پاکستاني څارګروپه میلاردونوډالر له توراوباما څخه ترلاسه کړل .ملاعمر،ملامنصور،ملاحقاني اوشیخ الظواهري په پاکستان کې استوګن اوپه زرګونودترهرګرودروزلومرکزونه اومدرسې د ډیورند دمنحوسي اوفرضي کرښې په هغه غاړه کې فعالې اوشتون لري.
ښاغلی جمهور ریس ډونالد ټرمب!
که تاسوپخپلوکړوژمنواو ویناوو کې رښتیني واست دپاکستان دلوی شیطان په غیږه کې دا توري ځالې وځپی څونړۍ ته په ډاګه شي چې پاکستان دبشریت اوانسانیت ضد ویروسونه روزي اوپه افغانستان اوسیمه کې دنا ارامی اوخونړۍ افغان وژونکي جګړې څرګند اورسوا شوی لامل دی اوجیمزتیمیس ۲۰۱۷ کال له سونزواوجګړوډک کال بللی اوهیله ده چې سپینه ماڼۍ دتشوغولوونکولاپو شاپو پرځای دافغان ولس رښتیني ملګرتیا اونـنګې ته راودانګي دسیمي اونړۍ سترابلیس تورپنجاب ته دعبرت درس ورکړي اوکنه تورپنجاب اوکریلملین به افغانستان درته دویم ویتنام جوړاوستاسوپه دوستی کې به افغان ولس دتلپاتې ماتم غمجنې ساندې بولي.
ستاسودرښتینوګامونواوغوڅوهڅوداجراپه هیله.
بسم الله اکبري
۲۵/۴/۲۰۱۷

وروستۍ ليکني

په ډانګ پیلي سپیني خبرېافغان ولس په ۱۹ پیړۍ ۲۰ پیړۍ او دادی په ۲۱ پیړی کې دنړیوالوسترو ښکیلا کي ځواکونودستراتیژیکي استعماري موخو په خصمانه  لوبو ا و شیطاني چلوټو په جال کې کیوتی او په ټولو پړاوونو کې یې  په خورا  بې رحمی او بې ساري قساوت لکه رودونه ویني بهیدلي اوسنی پړاو یې زړه بوږنوونکی اوټول هیواد کلي اوبانډي دوینو په حمام بدلي شوي دي اودجګړې ښکیلې غاړې پخپله افغانان لکه دسونګ دتوکو په څیر په کې سوځي او زما په اند دا دبشریت  په  تاریخ  کې هغه ستره جګړه ده چې د ځمکې دکرې دلسګونو،لسګونو بیلا بیلو هیوادونود دې وطن د بچیو په ویر اوخونړي ناورین کې په بې رحمۍ برخه ...
زوریدلواو ویرجنو هیواد وا لوته د پام وړڅوټکېدبشریت په تاریخ کې دانسانانو لوی قاتل اووژونکی جنګیزمغول دی چې اصلي نوم یې تموجین دپولاداوکلک په مانا اودواکمنی په مهال جنګیزخان دی چې دشاه جهان اولوی خان په مانادی.دغه خونړي انسان دخپلې واکمنی په ظالمانه پړاو کې دځمکې دکرې ټول ټال ۱۱ یوولس سلنه بشریت له منځه یووړدښځینه اونارینه سرونوڅخه د لوړوکله منارونوپه جوړولوکې یې ساری نه درلود او په دې ډول یې دترهې اوویرې په خپرولوسره دښارونواوبشري مدنیتونوپه چورلټ نړولوکې داسیا،افریقا اواروپا ترلویو وچو پوري وحشیانه یرغلونه تر سره کړهغه دخپلې زوکړې په ټاټوبي په یوه نامالوم مرګ ومړاودهغه دقبر دپاسه په ...
د دووخویندو زړه بوږنوونکي غمیزههو! هغه دوه مبارزې وطنپالې اوزړورې خویندې یادوم چې دخپل دردیدلي،کړیدلي اوجګړه ځپلي ولس دسوکالۍ اوهوسایې په موخه یې خپل پلرني هیواد ته دچوپړملاوې وتړلې دلرغوني اوتاریخي ویاړلي اودپامیردلوړوڅوکوپه څیر دسر هسکي بدخشان د خاش له سمسورې سیمي یې دملي پولیسوپه لیکوکې دندې پیل کړې.څه موده وروسته دمسلکي لوړوزده کړولپاره دترکیې هیواد ته واستول شوې اودشپږمیا شتنۍ مسلکي کورس له اکمال وروسته دتیرې خونړۍ اوویرجنې روژۍ په میا شت کې خپل پلرني ټاټوبي ته راستنې شوې او په دې هیله چې دخپلې خوږې کورنۍ په خوږه غیږه کې به دخپلو وروڼو،خویندو،موراوپلارسره داخترڅوشپې اوورځې په خوښۍ تیرې ...
کب له سره خوسا کیږي دیوه هیواد زعامت اومشرتابه دخپل ولس په برخلیک اود هغود ژوند په نیکمرغۍ اوبد مرغۍ نیغ پر نیغه اغیزه لري که دهیواد دواکمنانوسرونه کدو سرونه نه وي نوباید خپل ځانونه د وړ اوکارنده شخصیتونوپه توګه دتاریخ په پاڼو کې تثبیت اوپه ډاګه کړي ځکه دهغو د هژمونی اوواکمنی مهال تلپاتې نه وي په یو ډول د ډولونودمرګ له حتمي پدیدې سره مخامخ کیږي اود هغوفزیکي موجودیت ته دپای ټکۍ ږدي خودهغومعنوي اړخ مثبت اویا منفي کرکټرمرګ نه لري هغو چې هیواد اوولس ته یې دچوپړ،عدالت اوصداقت تله درنه ده تل درنه اوپه درنښت یادیږي دهغوکارنامې اواندیښني داړوند ولس اوملت لپاره ځلیدونکي مشالونه اوڅراغونه دي اوپر ...
سپیني خبرې او شریرې څیرې کلونه پخوا مې دقومونو اوقبایلودعالي جرګې دمرکزي شورا دمنشي په توګه د ولسي اوجرګه ییزي دندې ویاړ درلود .یوي پراخې ولسي غونډه کې دګډون په موخه دخوست ولایت دصبریو ولسوالۍ اړوند درنه ،مجرب اوپوه سپین ږیري اروښاد متقاعد ډګروال حسین خان صبري ته چې دکابل په کارته نو کې استوګن و،ورغلم. هغه خورا مهربانه،خواخوږی اومهربان شخصیت واو له درنه روغبړوروسته مې په خورا ادب اودرنښت هغه ته دګډون بلنه ورکړه.هغه خدای بښلي ماته تل وراره ویلې او راته کټ،کټ له خندا شین شو. له لږسوچ وروسته یې راته وویل: کومه جرګه ؟ اودڅه لپاره جرګه؟ په ځواب کې مې ورته وویل چې په هیواد کې دسم سمکي ،هراړخیز ...
آلله اکبرـ آلله اکبر دخوارملا آذان واورئای دمظلوم اوکړیدلي هیواد خونړي افغانستان درنو،درنوعالمانو،پوهانو،شمله ورومشرانواوباتوروکشرانو،خویندواووروڼواســـــلام علیکم ورحمته الله وبرکاته اما بعد!په کلو اوبانډوکې داخبره عامه اودژبوپه سرده چې دخوار ملا آذان څوک نه اوري.خودغټوږیرواوډبلو پګړیوسمیع الحق ناحق اوفضل الرحمان نارحمان اودهغو په څیردانسانیت اواسلامیت ضد غټ خیټوملایانودمسلمان اوافغان وژنې کفري فتواوې دتورپنجاب له منبرونوصادرې اودادی زموږ دجنتي وطن څخه یې توردوزخ جوړکړی دی ښکلی کابل په وینورنګ اودهیواد په ګوټ،ګوټ کې دوینوویالې بهیږي .په عامواوخاصو ...
وسله وال پوځ اوپه مورچلوکې ډزېدافغانستان وسله وال پوځ ملي اردو،ملي پولیس اوامنیتي ځواکونواولښکرو شمیرټول ټال درې لکه دوه پنځوس زرو۳۵۲۰۰۰تنوته رسیږي اووسله وال پوځ په اوو۷ قول اردوګانوکې تنظیم اوجوړشوی دی .نـنګرهار۲۰۱ لمبرسیلاب قول اردو پکتیا ۲۰۳ تندر قول اردوهرات ۲۰۷ ظفر قول اردوکندهار۲۰۵ اتل قول اردوبلخ ۲۰۹ شاهین قول اردوهلمند۲۱۵ میوند قول اردواودهوایي ځواکونو قول اردواوداوسله وال ځواکونه په زرګونو،زرګونوبلوکونو،ټولیو،کنډکونو،لواګانواوفرقوکې ځای پرځای شوي دي اوداهغه اردوده چې دافغانستان دحرب په تاریخ کې په درجنو،درجنوجنرالان چې زیاتره یې مسلکي نظامي زده کړي نه لري اوپه تنظیمي زور اوسوټي ...
په وینولړلۍ اسلام داسلام آباد دخنجرپه څوکهشیطان آباد اسلام اباد دلوی شیطان په کرغیړنولاسونوداسلام دبدنامی اودمسلمانانودکړولو،وژلواوسپکولوپه موخه رامنځته شوی اودا لامل دی چې لاتراوسه داسلامي قانون اوشریعت پرځای انګلیسي مدني قانون واکمن دی اودتش په نوم داسلام په نامه ډول،ډول ترهګرې،تروریستي ځناورې او وحشي ډلې،ټپلي اوځان مرګي لیوني سپي روزي اودبې وجدانه اوبې ایمانه پاکستاني مفتیانوپه فتوا یې دافغان مسلمان ولس دوژنې اوتباهۍ لپاره ګوماري چې دادی نـن ورځ دروژې دمطهرې اوعبادتي میاشتې په لومړۍ ورځ یې دسپیڅلوخوستیوروژتیانوویني په خورا سترقساوت اوبربریت وبهولې په خدای،رسول اواسلام مین غیرتي خوستیان یې ...
  دلرو اوبرو پښتنودغیرت اونـنګ شیبې رښتیا یې ویلي چې اوبه په ډانګ نه بیلیږي اوګډ پښتون په ډیورنډ نه بیلیږي.هغه تش په نوم مکار اوتصنعي ډیورند چې دادی دګردې اروپا د۵۱۰ میلیوني وګړودمتحد اویوموټي باوري اوځواکمن سازمان یا په بله ژبه داروپا داتحادیې پارلمان مرستیال مشروتلي اوپیاوړي دپلومات ښاغلي رشارډ چارنیکي داکرښه مصنوعي اوغیرطبیعي کرښه بللي اوداروپا یي ټولنې په میاشتنۍ کې یې په زغرده اوډاګه دهغه ابطا ل اعلان کړاوپه څرګندومستدلواو منطقي ټکو کې یې دهغه جدي ارزونه غوښتي او ویلي یې دي چې د دې کرښې اوسیمي څخه دنړیوالې ترهګری او تروریزم مرکزجوړشوی او د دې وخت رارسیدلی چې د ډیورند کرښې ته بیا ...
افغانستان به څنګه جوړشي؟ دتاریخ داوږده بهیراودپیړیو،پیړیوپه بیلا،بیلوپیړیوکې زموږګران اولرغونۍ هیواد اریانا،خراسان اومعاصر افغانستان دخونړیوبلوسو،وحشیانه یرغلونواوتاړاکونوسره مخامخ شوی اود دي خاورې تاریخ اوجغرافیه په سرو وینوخړوب شوي ده.دعروس البلاد،ام البلاد،اشرف البلاد اوفرهنګ البلاد ښارونه دبرمیال لرغوني مدنیت اثاراوبې سارې فرهنګي پنځونې دچپاولګرواویرغلګروپه تورولښکرو وران ویجاړشوي اولوټ شوي دي اودخپل شتون په اوږده واټن اوتاریخي پړاوونو کې یې بشپړامن اوسوکالي نه ده په برخه شوي ان چې زبون اونامرده بشریت ضد دوښمن پخپله استعماري خونړۍ توره دافغان بدن دوه ټوټې ...