د کیڼ لاسو په اړه ۲۳ جالب حقایق

د کیڼ لاسو په اړه ۲۳ جالب حقایق
ژباړه:عبدالتواب خپلواک
زموږ او ستاسي په نړۍ کي ډېری کیڼ لاسي کسان سته،دا چي ولي یو څوک کیڼ لاسی سي؟سبب یې د محیط او جینونو تر منځ مختلطي اړیکي دی،پلټونکو موندلې هغه کسان چي ډېر وخت په کیڼ لاس کار کوي نسبت راسته لاسو کسانو ته بېل د مغزو وایرینګ لري.
 د کیڼ لاسو په اړه ۲۳ په زړه پوري حقایق:
1.    د نړۍ ۵-۱۰ ٪ سلنه کسان کيڼ لاسي دي.
2.    د کیڼ(LEFT) کلمه دanglo-saxon د (lyft) ويي څخه اخیستل سوی ویی(لغت) دی چي د مات سوي یا کمزوري په معنی دی.
3.    کیڼ لاسي کسان ډېر کله د دماغ د ښي طرف څخه ګټه اخلي.
4.    په امریکا کي ۳۰ میلیونه کسان په چپه/کیڼ لاس خورک کوي.
5.    د متحده ایلاتو څلور ولسمشران کیڼ لاسي وه.
6.    کيڼ لاسي کسان د نورو په نسبت ۳ ځلي زیات د شرابي کیدو میلان لري.
7.    کیڼ لاسي کسان په ټینیس،لامبو او سوک وهلو کي ښه وي.
8.    کیڼ لاسي کسان د خپلو ښي/راسته لاسو همغاړو په نسبت ۲۶٪ ډېره شتمني لاسته راوړی سي.
9.    په پخوا کي کیڼ لاسي والی د یاغیتوب،شیطان نښي،عصبي لیونيتوب،تندلاریتوب نښه ګڼل کېده او همدا ډول جرم او همجسبازۍ ته د میلان نښه وه.
10.    په پیشوګانو،موږکانو او مږو کي هم کيڼ لاسي او ښی لاسي (کیڼ پنجه او ښی پنجه )سته.
11.    ډیري هغه ښځي چي تر ۴۰ کلنۍ وروسته حامله کېږي،شاید کیڼ لاسی بچي وزېږوي.
12.    د آپولو(د امریکا د هوايي بېړیو لړۍ) یو هوانورد هم(asrtonaut) کیڼ لاسی وو.
13.    کیڼ لاسي کسان د حساسیت او نفس تنګۍ په وړاندي ډېر حساس دي.
14.    کیڼ لاسي کسان په ریاضیاتو او انجینرۍ کي ډېر پیاوړي دي.
15.    تر ټولو اوږد لغات په کیڼ لاس کارولو سره لیکل کېږي.
16.    کيڼ لاسي ښځي ۶ میاشتي وروسته بلاربښټ ته میلان ښيي.
17.    یوه نوې څېړنه ښيي چي که کيڼ لاسي کسان خپل کيڼ لاس زخمي کړي نو ډېر ژر به په راسته لاس سره عادت سي.
18.    ملکه الیزابیت ۲ ،مور یې او شهزاده چارلیس او ویلیام کيڼ لاسي وه.
19.    کیڼ لاسي کسان اکثره د بویولو د حس د نه شتون څخه کړېږي.
20.    اساما بن لادن او د نړۍ مشهور قاتلین او تښتونکي (بوسټن سټرینګلیس او جاک )کيڼ لاسي وه.
21.    د کیڼ لاسو کسانو د کيڼ لاسي والي لمانځني نړیواله ورځ د اګسټ ۱۳ مه ده.
22.    کیڼ لاسي کسان نسبت راسته لاسو کسانو ته ډېر جذباتي،او ژر قهرېدونکي دي.
23.    کیڼ لاسي نسبت ښي لاسو ته تر اوبو لاندي ښه لیدل کولای سی.

وروستۍ ليکني

کب له سره خوسا کیږي دیوه هیواد زعامت اومشرتابه دخپل ولس په برخلیک اود هغود ژوند په نیکمرغۍ اوبد مرغۍ نیغ پر نیغه اغیزه لري که دهیواد دواکمنانوسرونه کدو سرونه نه وي نوباید خپل ځانونه د وړ اوکارنده شخصیتونوپه توګه دتاریخ په پاڼو کې تثبیت اوپه ډاګه کړي ځکه دهغو د هژمونی اوواکمنی مهال تلپاتې نه وي په یو ډول د ډولونودمرګ له حتمي پدیدې سره مخامخ کیږي اود هغوفزیکي موجودیت ته دپای ټکۍ ږدي خودهغومعنوي اړخ مثبت اویا منفي کرکټرمرګ نه لري هغو چې هیواد اوولس ته یې دچوپړ،عدالت اوصداقت تله درنه ده تل درنه اوپه درنښت یادیږي دهغوکارنامې اواندیښني داړوند ولس اوملت لپاره ځلیدونکي مشالونه اوڅراغونه دي اوپر ...
سپیني خبرې او شریرې څیرې کلونه پخوا مې دقومونو اوقبایلودعالي جرګې دمرکزي شورا دمنشي په توګه د ولسي اوجرګه ییزي دندې ویاړ درلود .یوي پراخې ولسي غونډه کې دګډون په موخه دخوست ولایت دصبریو ولسوالۍ اړوند درنه ،مجرب اوپوه سپین ږیري اروښاد متقاعد ډګروال حسین خان صبري ته چې دکابل په کارته نو کې استوګن و،ورغلم. هغه خورا مهربانه،خواخوږی اومهربان شخصیت واو له درنه روغبړوروسته مې په خورا ادب اودرنښت هغه ته دګډون بلنه ورکړه.هغه خدای بښلي ماته تل وراره ویلې او راته کټ،کټ له خندا شین شو. له لږسوچ وروسته یې راته وویل: کومه جرګه ؟ اودڅه لپاره جرګه؟ په ځواب کې مې ورته وویل چې په هیواد کې دسم سمکي ،هراړخیز ...
آلله اکبرـ آلله اکبر دخوارملا آذان واورئای دمظلوم اوکړیدلي هیواد خونړي افغانستان درنو،درنوعالمانو،پوهانو،شمله ورومشرانواوباتوروکشرانو،خویندواووروڼواســـــلام علیکم ورحمته الله وبرکاته اما بعد!په کلو اوبانډوکې داخبره عامه اودژبوپه سرده چې دخوار ملا آذان څوک نه اوري.خودغټوږیرواوډبلو پګړیوسمیع الحق ناحق اوفضل الرحمان نارحمان اودهغو په څیردانسانیت اواسلامیت ضد غټ خیټوملایانودمسلمان اوافغان وژنې کفري فتواوې دتورپنجاب له منبرونوصادرې اودادی زموږ دجنتي وطن څخه یې توردوزخ جوړکړی دی ښکلی کابل په وینورنګ اودهیواد په ګوټ،ګوټ کې دوینوویالې بهیږي .په عامواوخاصو ...
وسله وال پوځ اوپه مورچلوکې ډزېدافغانستان وسله وال پوځ ملي اردو،ملي پولیس اوامنیتي ځواکونواولښکرو شمیرټول ټال درې لکه دوه پنځوس زرو۳۵۲۰۰۰تنوته رسیږي اووسله وال پوځ په اوو۷ قول اردوګانوکې تنظیم اوجوړشوی دی .نـنګرهار۲۰۱ لمبرسیلاب قول اردو پکتیا ۲۰۳ تندر قول اردوهرات ۲۰۷ ظفر قول اردوکندهار۲۰۵ اتل قول اردوبلخ ۲۰۹ شاهین قول اردوهلمند۲۱۵ میوند قول اردواودهوایي ځواکونو قول اردواوداوسله وال ځواکونه په زرګونو،زرګونوبلوکونو،ټولیو،کنډکونو،لواګانواوفرقوکې ځای پرځای شوي دي اوداهغه اردوده چې دافغانستان دحرب په تاریخ کې په درجنو،درجنوجنرالان چې زیاتره یې مسلکي نظامي زده کړي نه لري اوپه تنظیمي زور اوسوټي ...
په وینولړلۍ اسلام داسلام آباد دخنجرپه څوکهشیطان آباد اسلام اباد دلوی شیطان په کرغیړنولاسونوداسلام دبدنامی اودمسلمانانودکړولو،وژلواوسپکولوپه موخه رامنځته شوی اودا لامل دی چې لاتراوسه داسلامي قانون اوشریعت پرځای انګلیسي مدني قانون واکمن دی اودتش په نوم داسلام په نامه ډول،ډول ترهګرې،تروریستي ځناورې او وحشي ډلې،ټپلي اوځان مرګي لیوني سپي روزي اودبې وجدانه اوبې ایمانه پاکستاني مفتیانوپه فتوا یې دافغان مسلمان ولس دوژنې اوتباهۍ لپاره ګوماري چې دادی نـن ورځ دروژې دمطهرې اوعبادتي میاشتې په لومړۍ ورځ یې دسپیڅلوخوستیوروژتیانوویني په خورا سترقساوت اوبربریت وبهولې په خدای،رسول اواسلام مین غیرتي خوستیان یې ...
  دلرو اوبرو پښتنودغیرت اونـنګ شیبې رښتیا یې ویلي چې اوبه په ډانګ نه بیلیږي اوګډ پښتون په ډیورنډ نه بیلیږي.هغه تش په نوم مکار اوتصنعي ډیورند چې دادی دګردې اروپا د۵۱۰ میلیوني وګړودمتحد اویوموټي باوري اوځواکمن سازمان یا په بله ژبه داروپا داتحادیې پارلمان مرستیال مشروتلي اوپیاوړي دپلومات ښاغلي رشارډ چارنیکي داکرښه مصنوعي اوغیرطبیعي کرښه بللي اوداروپا یي ټولنې په میاشتنۍ کې یې په زغرده اوډاګه دهغه ابطا ل اعلان کړاوپه څرګندومستدلواو منطقي ټکو کې یې دهغه جدي ارزونه غوښتي او ویلي یې دي چې د دې کرښې اوسیمي څخه دنړیوالې ترهګری او تروریزم مرکزجوړشوی او د دې وخت رارسیدلی چې د ډیورند کرښې ته بیا ...
افغانستان به څنګه جوړشي؟ دتاریخ داوږده بهیراودپیړیو،پیړیوپه بیلا،بیلوپیړیوکې زموږګران اولرغونۍ هیواد اریانا،خراسان اومعاصر افغانستان دخونړیوبلوسو،وحشیانه یرغلونواوتاړاکونوسره مخامخ شوی اود دي خاورې تاریخ اوجغرافیه په سرو وینوخړوب شوي ده.دعروس البلاد،ام البلاد،اشرف البلاد اوفرهنګ البلاد ښارونه دبرمیال لرغوني مدنیت اثاراوبې سارې فرهنګي پنځونې دچپاولګرواویرغلګروپه تورولښکرو وران ویجاړشوي اولوټ شوي دي اودخپل شتون په اوږده واټن اوتاریخي پړاوونو کې یې بشپړامن اوسوکالي نه ده په برخه شوي ان چې زبون اونامرده بشریت ضد دوښمن پخپله استعماري خونړۍ توره دافغان بدن دوه ټوټې ...
دنوید مختار(مردار) څارګردسفرپایلې کابل ته دپاکستان دپوځي استخباراتوای،اس،ای دریس نوید مردارله سفرڅخه دوه ورځې وروسته بیا دتورپنجاب تورولیونیوسپیودتاریخي اولوی کندهاردسپین بولدک په چم ګاونډ دوه کیلومتری کې دلقمان اونظر پردووکلود داړلواوبلوسلوکرغیړن یرغل کړی چې بې له ځنډه دهیواد دغیورواووطنپالومبارزوځواکونواوجسوروزمریودغاښ ماتوونکي اوریزمریزکوونکي ځواب اوغوڅ ګوزار سره مخامخ شوي دجګړي په تاوده ډګر کې لکه ګیدړان اوشغالان له خپلودووپوځي ټانکونوتښتیدلي چې دافغان زمریوپه خرپ کې داورلوخړه اودتوروپنجابیانودتوروڅیروته ورته تور لوګي اوتوري،شنې لوخړې ترې پورته اودتورولوګویوتورو څپو دپنجابیانودتورانجام ...
دزړه له تله په مینه اوسپیڅلي احساس له ټولودرنو،قدرمنو،پتمنواو ویاړلویارانو،دوستانو اوملګروڅخه منـندوی اولاس په دوعا یم چې د ډنمارک،ناروې اوسویډن په لور ، اسکاندیناوي ښکلو اوښیرازه هیوادونوپه لورد خاطروډک سفر په اړه یې راته لاسونه لپه کړي اودوستانه مینه ناککومینټونه یې کښلي بیا ،بیا منـنه ،خوښنه او ورسره جوخت تاسوته سوکاله،خوشاله،برمیاله اوسوبمن ژوندغواړم {pdf=http://afghannang.com/pdf/norway-akbari.pdf|100%|950|http://afghannang.com/pdf/norway-akbari.pdf}
سرخلاصۍ لیک ښاغلی دونالد ترومپ ! ښې چارې. وایې په یوه کلیواله سیمه کې په کروندو شنه غنم ولاړ اوپټې له شنو سابواوترکاریوډک و.چې ناڅاپه پاس په هسک کې توري وریځې راپیدا اودتالندې بریښنا په قمچینوداسمان غورهاری پیل اوپه شیبه کې په ښیرازه کروندودتورو وریځوڅخه سخته ږلۍ په اوریدوشوه.کروندګرولاسونه لپه نیولي دشنوغنموشنوسابواوترکاریوله غمه لړزیدل.دکلي ملاصیب ترکلیوالوزیات خپل ځان خدای (ج) ته نیږدې باله اودګوتې په ښورولو یې په چوف اوپوف پیل وکړاودږلۍ په لورخپله ګوته ښوروي.ږلۍ لاسخته اوغټه شوه .کلیوالوملاته په زغرده وویل : چې بې ځایه ګوته دې مه څنډه ږلۍ دې لاسخته اوغټه کړه. ستاسودریځ ،غورزې پرزې که دې ...