ښه مديريت، غوره پايلې

 

ژباړن: انبيا ژمن

بريالي مديران او د کار څښتن بايد پوه وي چې د څه ډول پايلو په لټه کې دي. په واقعيت کې همدا پايلې دي چې د وګړو د پرېکړې په اړه پانګه بلل کېږي او د کار  په وروستيو کې ماته يا برياليتوب ټاکي.

معمولاً په کاري تړونونو يا د کار په پېژندنه کې هغه غوښتونکې موخې او پايلې چې مديران يې بايد په لټه کې وي، ذکر کېږي او په ډاډه توګه د دوى د کړنو په اړه د راتلونکو پرېکړو لپاره معيار ګرځي. پايلې هغه څه دي چې مديران يې په اړه حقوق تر لاسه کوي.

ډېرى د کار څښتن او مديران د خپلو غوښتنو اړوندو پايلو په اړه بې پروا کېږي او له اصلي تګلوري څخه وزي. زه په ښه ترتيب سره د مديرانو لپاره د (د لومړيتوبونو د مديريت څرنګوالى) په نامه کار ځايونه او کارلارې چمتو کوم. په دې کار ځايونو کې په پيل کې له دوى څخه غواړم چې د البومونو په لويو سينګاري کاغذونو کې خپله کاري ‎طرحه وليکي. ډېرى د دوى د کاغذ ټول مخ د خپلو کارونو او دندو په څرنګوالي سره داسې ‌ډکوي چې د کار  په پاى کې يې خپله هم نه ورته پام کېږي چې څه پلان يې جوړ کړى. وروسته له دوى څخه غواړم چې خپل لومړيتوبونه او د دغو لومړيتوبونو بنسټيزې پايلې چې دوى يې په لټه کې دي، د چليپا يعنې د ضرب په علامې سره نښه کړي. دوى له ټولو يادو شوو کړنو او دندو څخه ۵ يا ۶ او يا له دې نه هم لږ رقمونه ټاکي. په دې ترتيب سره د کار په پايلو کې پوهېږي چې بنسټيزو موخو او لومړيتوبونو ته يې کافي وخت نه دى ورکړى او هڅه کوي خپل لوى مديران چې دوى يې په ډېرو دندو او کارونو سره له خپلو بنسټيزو موخو څخه لرې ساتلي دي، ورټي چې البته حق لري. خو مديران ډېرې دندې په لاندې دلايلو سره مني:

۱- نه غواړي«نه« ووايي.

۲- نورو ته د کار سپارلو په اړه ډاډ نه لري.

۳- مينه لري چې کار خپله ترسره کړي.

زه په دې کار ځايونو کې هڅه کوم مديرانو ته ښوونه وکړم چې څنګه کولاى شي د لويو مديرانو په مرسته خپل ځان او نور ملګري له غير اړينو دندو او کارونو څخه چې له بنسټيزو موخو او غوښتل شوو پايلو سره هېڅ اړيکه نه لري، وساتي.

ډېرى مديران فکر کوي چې لوى مديران يې د نه برياليتوب ټکي پېژني او په دې دليل سره چې خپله يې بې شمېره وړې دندې دوى ته سپارلې دي او د دوى د نه برياليتوب لامل شوې دي، له غوښتنې سره سمو پايلو ته د نه رسېدلو بښنه يې مني. خو اجازه راکړئ په صادقانه توګه تاسو ته ووايم چې دوى هېڅکله دا کار نه کوي! ځينې مديران هم فکر کوي چې پانګه وال او د مالي چارو مديران د دوى د کار نه برياليتوب مني. خو بايد ووايو چې پانګه وال يوازې غواړي چې واوري تاسو چې د کوم څيز ژمنه کړې ده، هغه ته رسېدلي ياستى. بريالي مديران او د کار څښتن هغه کسان دي چې خپل ټول غم او فکر په غوښتونکو پايلو باندې اچوي او په دې لاره کې هېچا او هېڅ څيز ته اجازه نه ورکوي چې دې پايلو ته د رسېدو په اړه د دوى مخنيوى وکړي. البته بايد له ياده ونه باسو چې ټاکل شوو پايلو ته پاملرنه دومره وي چې کاري ډله مو يې اړين ګڼي. ځينې وخت خپل ملګري هغوى ته د يوازې کوچنيو او وړو کارونو په سپارلو سره خوښ وي.

زه له داسې پلورونکو سره مخامخ شوم چې وايي: «دا د پېرودونکي په غاړه ور اچوم» يا خدمت رسوونکي عوامل پېرودونکي ته وايي: «د وېش يا مالي چارو له مسؤول سره په دې اړه خبرې کوم». له ځانه وپوښتى چې د دې وګړو چلند له تاسو سره موخو ته د رسېدو په اړه مرسته کوي که نه؟ که ځواب منفي دي، مه پرېږدئ په دې ‌ډول کار وکړي. خپلې موخې خپلې کاري ډلې ته روښانه کړئ خو موخو ته د رسېدو په اړه پرېږدئ چې دوى په آزاده توګه لارې وټاکي. البته منظور مې دا نه دى چې د خپلې پلورنې عوامل تشويق کړئ، توکي په هره بيه چې زړه يې غواړي وپلورئ يا پرېږدئ چې مشر پخوونکى (آشپز) له ناغوښتو لومړنيو توكو څخه استفاده وکړي يا همدارنګه څرګنده ده چې اجازه نه ورکوئ چې انجينر ځينو ظوابطو ته په نه پاملرنې سره د وسايلو ساتنه وکړي چې نورو ته وېره رامنځ ته کړي. ويل شوى مطلب يوازې په دې مانا دى چې بايد له خپل هوښيار ځواک څخه استفاده وکړئ او په نابرياليو پلانونو عمل ونکړئ. کېداى شي ستاسو کاري عامل يا مسؤول ټاکل شوو موخو ته د رسېدو په اړه بېله لار ولري خو دا د هغوى د کاري لارې د ناسمۍ په مانا نه ده. زه خپله په کرته کرته د داسې راکړې ورکړې شاهد وم چې د پلورونکي لارې زما د پېرودنې له لارې سره توپيره درلود. په دې سره راکړه ورکړه په ښه توګه ترسره ده او پلورونکي له خپلې پېرودنې څخه خوښ دي. په دې موکو کې معمولاً له راکړې ورکړې نه وروسته له پلورونکي سره د هغه د کاري تګلوري په اړه خبرې کوم. بله بېلګه دا چې څه موده مخکې د کوټې د نيولو په اړه يوه هوټل ته تللى وم، چې د مالوماتي خونې مسؤول زما د اډکلن (یو ډول عطر) بوى  خوښ شو او د هغه د نامه په اړه يې له ما څخه پوښتنه وکړه ترڅو خپل يوه ملګري ته د هغه په څېر يو وپېري. په واقعيت کې دا کار مراجعينو ته د ښه راغلاست په اړه د هغوى د کار يوه برخه نه وه. حتى ځينې مديران د کار کوونکو او پېرودونکو تر منځ دا ډول صميمانه اړيکې نه خوښوي. خو اجازه راکړئ تاسو ته يو څه ووايم. د پېرودونکي په سرليک له دې چلند څخه خوښ شوم او همدا لامل شوه چې ورځ په خوښۍ سره پيل کړم. زما په اند دا ډول چلند د ځينو مالوماتي مسؤولينو له وچ او رسمي چلند څخه غوره دى، چې په لويو هوټلونو کې ليدل کېږي. ما د دوى له هوټل څخه د خوښۍ انګېرنه تر لاسه کړه او که زه د هغه هوټل مدير واي په رښتينې ډول دا به همغه پايله وه چې غوښتله مې. بريالي مديران خپلې غوښتونکې پايلې او موخې خپلې کاري ډلې ته څرګندوي او اجازه ورکوي چې هر څوک له خپلې لارې هغو پايلو ته لاسرسى پيدا کړي. البته دا په دې مانا نه ده چې هېڅ څارنه او کنټرول يې بايد ونکړي او له ټولو مسايلو څخه ناخبره وي. بلکې بايد د خپلې کاري ډلې کړنې له نېږدې څخه وګورئ او ملاتړ يې وکړئ. زما په اند د برياليو مديرانو او د کار د څښتنو دوې مهمې ځانګړتياوې عبارت دي له:

۱- سپارل شوي کارونه او دندې ترسره کوي.

۲- دندې او کارونه له تر ټولو آسانه او کم فشاره لارې په استفادې سره ترسره کوي. دې مسلې ته ارزښت له هغې خوا دى چې که وغواړي کارکوونکي کنټرول کړي او ټول اړ باسي چې کارونه ستاسو له تګلارې سره سم ترسره کړي، کولاى شي ډېر فشاري واقع شي. له بلې خوا په دې کار سره د هغوى انګېزه کم رنګه کوئ او موخو ته لاسرسى ستونزمن کوئ.

وروستۍ ليکني

په ډانګ پیلي سپیني خبرېافغان ولس په ۱۹ پیړۍ ۲۰ پیړۍ او دادی په ۲۱ پیړی کې دنړیوالوسترو ښکیلا کي ځواکونودستراتیژیکي استعماري موخو په خصمانه  لوبو ا و شیطاني چلوټو په جال کې کیوتی او په ټولو پړاوونو کې یې  په خورا  بې رحمی او بې ساري قساوت لکه رودونه ویني بهیدلي اوسنی پړاو یې زړه بوږنوونکی اوټول هیواد کلي اوبانډي دوینو په حمام بدلي شوي دي اودجګړې ښکیلې غاړې پخپله افغانان لکه دسونګ دتوکو په څیر په کې سوځي او زما په اند دا دبشریت  په  تاریخ  کې هغه ستره جګړه ده چې د ځمکې دکرې دلسګونو،لسګونو بیلا بیلو هیوادونود دې وطن د بچیو په ویر اوخونړي ناورین کې په بې رحمۍ برخه ...
زوریدلواو ویرجنو هیواد وا لوته د پام وړڅوټکېدبشریت په تاریخ کې دانسانانو لوی قاتل اووژونکی جنګیزمغول دی چې اصلي نوم یې تموجین دپولاداوکلک په مانا اودواکمنی په مهال جنګیزخان دی چې دشاه جهان اولوی خان په مانادی.دغه خونړي انسان دخپلې واکمنی په ظالمانه پړاو کې دځمکې دکرې ټول ټال ۱۱ یوولس سلنه بشریت له منځه یووړدښځینه اونارینه سرونوڅخه د لوړوکله منارونوپه جوړولوکې یې ساری نه درلود او په دې ډول یې دترهې اوویرې په خپرولوسره دښارونواوبشري مدنیتونوپه چورلټ نړولوکې داسیا،افریقا اواروپا ترلویو وچو پوري وحشیانه یرغلونه تر سره کړهغه دخپلې زوکړې په ټاټوبي په یوه نامالوم مرګ ومړاودهغه دقبر دپاسه په ...
د دووخویندو زړه بوږنوونکي غمیزههو! هغه دوه مبارزې وطنپالې اوزړورې خویندې یادوم چې دخپل دردیدلي،کړیدلي اوجګړه ځپلي ولس دسوکالۍ اوهوسایې په موخه یې خپل پلرني هیواد ته دچوپړملاوې وتړلې دلرغوني اوتاریخي ویاړلي اودپامیردلوړوڅوکوپه څیر دسر هسکي بدخشان د خاش له سمسورې سیمي یې دملي پولیسوپه لیکوکې دندې پیل کړې.څه موده وروسته دمسلکي لوړوزده کړولپاره دترکیې هیواد ته واستول شوې اودشپږمیا شتنۍ مسلکي کورس له اکمال وروسته دتیرې خونړۍ اوویرجنې روژۍ په میا شت کې خپل پلرني ټاټوبي ته راستنې شوې او په دې هیله چې دخپلې خوږې کورنۍ په خوږه غیږه کې به دخپلو وروڼو،خویندو،موراوپلارسره داخترڅوشپې اوورځې په خوښۍ تیرې ...
کب له سره خوسا کیږي دیوه هیواد زعامت اومشرتابه دخپل ولس په برخلیک اود هغود ژوند په نیکمرغۍ اوبد مرغۍ نیغ پر نیغه اغیزه لري که دهیواد دواکمنانوسرونه کدو سرونه نه وي نوباید خپل ځانونه د وړ اوکارنده شخصیتونوپه توګه دتاریخ په پاڼو کې تثبیت اوپه ډاګه کړي ځکه دهغو د هژمونی اوواکمنی مهال تلپاتې نه وي په یو ډول د ډولونودمرګ له حتمي پدیدې سره مخامخ کیږي اود هغوفزیکي موجودیت ته دپای ټکۍ ږدي خودهغومعنوي اړخ مثبت اویا منفي کرکټرمرګ نه لري هغو چې هیواد اوولس ته یې دچوپړ،عدالت اوصداقت تله درنه ده تل درنه اوپه درنښت یادیږي دهغوکارنامې اواندیښني داړوند ولس اوملت لپاره ځلیدونکي مشالونه اوڅراغونه دي اوپر ...
سپیني خبرې او شریرې څیرې کلونه پخوا مې دقومونو اوقبایلودعالي جرګې دمرکزي شورا دمنشي په توګه د ولسي اوجرګه ییزي دندې ویاړ درلود .یوي پراخې ولسي غونډه کې دګډون په موخه دخوست ولایت دصبریو ولسوالۍ اړوند درنه ،مجرب اوپوه سپین ږیري اروښاد متقاعد ډګروال حسین خان صبري ته چې دکابل په کارته نو کې استوګن و،ورغلم. هغه خورا مهربانه،خواخوږی اومهربان شخصیت واو له درنه روغبړوروسته مې په خورا ادب اودرنښت هغه ته دګډون بلنه ورکړه.هغه خدای بښلي ماته تل وراره ویلې او راته کټ،کټ له خندا شین شو. له لږسوچ وروسته یې راته وویل: کومه جرګه ؟ اودڅه لپاره جرګه؟ په ځواب کې مې ورته وویل چې په هیواد کې دسم سمکي ،هراړخیز ...
آلله اکبرـ آلله اکبر دخوارملا آذان واورئای دمظلوم اوکړیدلي هیواد خونړي افغانستان درنو،درنوعالمانو،پوهانو،شمله ورومشرانواوباتوروکشرانو،خویندواووروڼواســـــلام علیکم ورحمته الله وبرکاته اما بعد!په کلو اوبانډوکې داخبره عامه اودژبوپه سرده چې دخوار ملا آذان څوک نه اوري.خودغټوږیرواوډبلو پګړیوسمیع الحق ناحق اوفضل الرحمان نارحمان اودهغو په څیردانسانیت اواسلامیت ضد غټ خیټوملایانودمسلمان اوافغان وژنې کفري فتواوې دتورپنجاب له منبرونوصادرې اودادی زموږ دجنتي وطن څخه یې توردوزخ جوړکړی دی ښکلی کابل په وینورنګ اودهیواد په ګوټ،ګوټ کې دوینوویالې بهیږي .په عامواوخاصو ...
وسله وال پوځ اوپه مورچلوکې ډزېدافغانستان وسله وال پوځ ملي اردو،ملي پولیس اوامنیتي ځواکونواولښکرو شمیرټول ټال درې لکه دوه پنځوس زرو۳۵۲۰۰۰تنوته رسیږي اووسله وال پوځ په اوو۷ قول اردوګانوکې تنظیم اوجوړشوی دی .نـنګرهار۲۰۱ لمبرسیلاب قول اردو پکتیا ۲۰۳ تندر قول اردوهرات ۲۰۷ ظفر قول اردوکندهار۲۰۵ اتل قول اردوبلخ ۲۰۹ شاهین قول اردوهلمند۲۱۵ میوند قول اردواودهوایي ځواکونو قول اردواوداوسله وال ځواکونه په زرګونو،زرګونوبلوکونو،ټولیو،کنډکونو،لواګانواوفرقوکې ځای پرځای شوي دي اوداهغه اردوده چې دافغانستان دحرب په تاریخ کې په درجنو،درجنوجنرالان چې زیاتره یې مسلکي نظامي زده کړي نه لري اوپه تنظیمي زور اوسوټي ...
په وینولړلۍ اسلام داسلام آباد دخنجرپه څوکهشیطان آباد اسلام اباد دلوی شیطان په کرغیړنولاسونوداسلام دبدنامی اودمسلمانانودکړولو،وژلواوسپکولوپه موخه رامنځته شوی اودا لامل دی چې لاتراوسه داسلامي قانون اوشریعت پرځای انګلیسي مدني قانون واکمن دی اودتش په نوم داسلام په نامه ډول،ډول ترهګرې،تروریستي ځناورې او وحشي ډلې،ټپلي اوځان مرګي لیوني سپي روزي اودبې وجدانه اوبې ایمانه پاکستاني مفتیانوپه فتوا یې دافغان مسلمان ولس دوژنې اوتباهۍ لپاره ګوماري چې دادی نـن ورځ دروژې دمطهرې اوعبادتي میاشتې په لومړۍ ورځ یې دسپیڅلوخوستیوروژتیانوویني په خورا سترقساوت اوبربریت وبهولې په خدای،رسول اواسلام مین غیرتي خوستیان یې ...
  دلرو اوبرو پښتنودغیرت اونـنګ شیبې رښتیا یې ویلي چې اوبه په ډانګ نه بیلیږي اوګډ پښتون په ډیورنډ نه بیلیږي.هغه تش په نوم مکار اوتصنعي ډیورند چې دادی دګردې اروپا د۵۱۰ میلیوني وګړودمتحد اویوموټي باوري اوځواکمن سازمان یا په بله ژبه داروپا داتحادیې پارلمان مرستیال مشروتلي اوپیاوړي دپلومات ښاغلي رشارډ چارنیکي داکرښه مصنوعي اوغیرطبیعي کرښه بللي اوداروپا یي ټولنې په میاشتنۍ کې یې په زغرده اوډاګه دهغه ابطا ل اعلان کړاوپه څرګندومستدلواو منطقي ټکو کې یې دهغه جدي ارزونه غوښتي او ویلي یې دي چې د دې کرښې اوسیمي څخه دنړیوالې ترهګری او تروریزم مرکزجوړشوی او د دې وخت رارسیدلی چې د ډیورند کرښې ته بیا ...
افغانستان به څنګه جوړشي؟ دتاریخ داوږده بهیراودپیړیو،پیړیوپه بیلا،بیلوپیړیوکې زموږګران اولرغونۍ هیواد اریانا،خراسان اومعاصر افغانستان دخونړیوبلوسو،وحشیانه یرغلونواوتاړاکونوسره مخامخ شوی اود دي خاورې تاریخ اوجغرافیه په سرو وینوخړوب شوي ده.دعروس البلاد،ام البلاد،اشرف البلاد اوفرهنګ البلاد ښارونه دبرمیال لرغوني مدنیت اثاراوبې سارې فرهنګي پنځونې دچپاولګرواویرغلګروپه تورولښکرو وران ویجاړشوي اولوټ شوي دي اودخپل شتون په اوږده واټن اوتاریخي پړاوونو کې یې بشپړامن اوسوکالي نه ده په برخه شوي ان چې زبون اونامرده بشریت ضد دوښمن پخپله استعماري خونړۍ توره دافغان بدن دوه ټوټې ...