چي ګډ ولیکل سي ښه دي که بېل؟

چي ګډ ولیکل سي ښه دي که بېل؟ / لیکوال: نذیر احمد رښتینی

سربلونه/ سریني یا پیشنه ها (prepositions)  او اوستربلونه/ پسینه ها (postpositions) د کلمو او مورفیمونو سره یوزای نه سي لیکل کېدای، منګر ددې خلاپ(خلاف) تاړي / وندونه (Affixes) بیا په کلمو او مورفیمو سره ګډ لیکل کیږي.

سربلونه او اوستربلونه هغه ناخپلواکي او نه ګرادنېدونکي مورفیمونه دي، چي په یوازي ځان کومه مانا نه لري، خو د مانا لرونکو کلمو او مورفیمو سره د یوځایوالي په حالت کي خپله مانا او مپهوم (مفهوم) ورکوي.

ـ سربلونه/ سریني یا پیشنه ها (prepositions) هغه ناخپلواک مورفیمونه دي چي په جملو او فقرو کي تر یوه نوم او نومځري دمخه راځي او د هغه حالت مالوموي؛ لکه: (که، چي،ته، تر، پر، په، د) په دې بېلګو کي: که کندهار ته ولاړې ما خبر کړه، چي کتاب دي چاپېدئ پر ما ږغ وکړه، ته به تر کمه داسي بیده ئې، تر چوکۍ لاندي پروت دئ، پر احمد مي سلام وایه، په پور ئې نه ورکوم، د لیکلو وړ ده.

ـ اوستربلونه/ پسینه ها (postpositions)  هغه ناخپلواک مورفیمونه دي چي په جملو او فقرو کي تر یوه نوم او نومځري وروسته راځي؛ لکه:  (کي، له پاره، د پاره، پسې، سربېره، باندي، پوري، څخه، سره او هم) په دې مثالو کي: په پوهنتون کي یم، د کور له پاره دئ، ستا د پاره دئ، په دوی پسې ئې وایم، پر چای سربېره هندواڼه خوړول تاوان لري، زموږ په کور پوري ئې کور دئ، زه به ئې د دوی څخه واخلم، په متالیه (مطالعه) سره مالومات ډېریږي او احمد هم راسره دئ.

سربلونه او اوستربلونه هیڅکله باید په بله کلمه/ مورفیم ګډه نه سي، ځکه دلته ښکاره د زورکي (ه/ә) فونیم/ اواز د مینځه وړل کیږي. نو په هیڅ ژبني قانون کي څوک نه سي کولای چي د کلمې مانا لرونکی فونیم دي د غیري لیکني معیار په خاطر د مینځه یوسي؛ لکه ځیني بیلګي به يې په لاندي چوکاټ کي وښیو، چي اول شکل به ئې سم او دویم به ئې ناسم وي.

سم

ناسم

په کار

پکار

په دې

پدې

په ناز

پناز

په خیر

پخیر

ناوې ته ځم

ناوېته ځم

له دې

لدې

له مخي

لمخي

له پاره

لپاره

له خوا

لخوا

له ما

لما

له تا

لتا

پوهاند دوکتور مجاویر احمد زیار پخپله یوه لیکنه کې څو شکلو ته د ګډو لیکلو روا والی ورکړی، چي وايي "يو لړ وييکي سره په خپلو منځو کې يا له خپلواکو توکيو سره ځکه يوځای ليکل کېږي چې د يو يوازېني چار يا مانا لپاره سره په غونډله (جمله) کې تل پرله پېيلې راځي؛ لکه: پکښې (درآن)، داغسي، هماغسي، همغسي، همدارنګه، همدا، همداسي، همدغه ، همده، همدې، هماغه، همدی، لاسته راوړل، لاسته راوړنه، لاس ته راوړل، مینځته راوړل، مینځته راتګ، رامخته کول – کېدل، همدارنګه، همدا ډول، پایته رسول، یا په ( ستړي مسئ، خدای مکړه یا خدای دې نکړي) په ډول ګړونو کي لیکل کیږي."

کله کله سربلونه او اوستربلونه که ګډ ولیکل سي څو تاوانه پېښوي:                     

اول: التباس پېښوي.

دوم: لیکدود ته ئې تاوان رسیږي.

درېيم: سهي او ناسهي شکل نه ورڅخه مالومېږي.

څلورم: ډېر وخت د یوه فونیم یا اواز د مینځه تللو سبب ګرځي؛ لکه په وړاندي سوي مثالو کي.

پينځم: راتلونکی نسل ددې پېړۍ د لیکدود سم او ناسم نه سي مالومولای.

هر کله چي د یو کار تر ګټي تاوان ډېر وي باید هغه ته نور روشت ورنه کړل سي او هر څونده ژر چي ئې کار درول کیږي د ولس په ګټه وي. خو کله که بیخي ګټه نه وي او یومخیزه تاوان وي، نو بیا خو باید ژر او په ټپه ودرول سي. ځکه خو د سربلونو او اوستربلونو ګډه لیکنه د ژبي په تاوان ده او ګټه ګرسریځه نه لري.

ها، که چیري موږ نوي لغات جوړوني ته متوجې کیږو هلته بیا د اشتقاقي او ترکیبي حالت له مخي چي هغه د یوې ګډي مانا او مپهوم د پاره سره را یوځای کیږي او کارېږي – موږ مجبور یو چي (پوهن تون) به داسي بېل نه لیکو؛ بلکه (پوهنتون) ګډ لیکو، چي دا مثال په تاړو کي ښه واضح کېدای سي.

ـ تاړي / وندونه (Affixes) هم د ناخپلواکو مورفیمو د کورنۍ څخه دي، دا تاړي هغه مقید مورفیمونه دي، چي د خپلواکو کلمو او مورفیمو د (سر، مینځ او پای) سره په یوځای کېدو نوې کلمه ومینځته راوړي او پر درې ډوله دي (مختاړي/ Prefixes، مینځتاړي/ Infixes او وروستاړي/ Suffixes) ؛ لکه: (نا، بې، هم، شا، خوا، خر، و، کم، بد، یو، نیم، را، در او الف) په دې بېلګو کي: ناپوه، بې هوشه، هملاری، شاکړوپی، خوابد، خرغوږی، ما وخندل، کمبخته، بدشکله، یووزری، نیم ژواندی، راتلل، درتلل، مخامخ، دا ئې مختاړي، مینځتاړی او دا ئې هم وروستاړی؛ لکه: ( ام / əm [زه ځم/zә jam  ې/e [ ته ځې/ je ]، ي/i [دوی ځي/ dway ji]، ئ/ əy[ورځئ / wrjəy]، و/u [موږ ځو/ moẓ̌  ju].

منګر په همدې تاړو کي د نهي (مه) او نفي (نه) مختاړي هم شامل دي، چي دا باید هیڅکله (ماسیوا له څو مستثناتو) په ورپسې کړ (فعل)پوري ونه لیکل سي؛لکه: زه ئې دلته اول سم او دوهم ناسم شکلونه کاږم.

                                               سم

ناسم

مه کوه

مکوه

مه ښوروه

مښوروه

مه پرېږده

مپرېږده

مه لیکه

ملیکه (نویشته نه کو)

مه ورځه

مورځه (نه رو)

مه ئې وایه

مېوایه

مه تښته

متښته

استثنايي حالتونه (خدای مکړه یا خدای دې نکوي، ستړی مسې.)

- په همدې ترتیب د نفي د مختاړو ګډول په ورپسې کړو (افعالو) پسې یوه سهو ده، چي زه به ئې ځیني بیلګي درته وښیم، چي اول شکلونه به ئې سم او دویم به ئې ناسم وي.

د نفي د تورو سم شکلونه

ناسم

نه کوم

نکوم

نه لرم

نلرم

نه لیکم

نلیکم

نه استوم

ناستوم(ارسال نه مي کنم) التباس پېښوي د ناستوم(شیسته بودم) سره.

نه وي

نوي(نه مي باشد) التباس پېښوي د نوي (جدید) سره

نه خورم

نخورم

نه کوو

نکوو

نه لرو

نلرو

نه سم کولای

نسم کولای

کولای نه سم

کولای نسم

ونه سم کولای

ونسم کولای

رابه نه سم

رابه نسم

وابه نه وړم

وابه نوړم ...

"استاد زیار هم وايي: چي د ( د نهي "مه" او د نفي"نه") ټوليزي قاعدې له مخي د کړ/ فعل سه ونه نښلول سي او باید بېل ولیکل سي؛ لکه: ... که نه، د ټوليز دوی يا قاعدې له مخې د غه دوه توکه (مه، نه) له کړ سره نښلول سم نه دي اوبايد جلا وليکل شي، لکه: نه خورم، نه خورو، نه کوم، نه کوو، نه لرم، نه لرم، نه شم کولای، يا کولای نه شم، ونه شم کولای، را به نه شم، وابه نه وړم... ."

ددې نفي او نهي د تاړو ګډول په ورپسې کړو یا افعالو پسې عین د سربلونو او اوستربلونو په شان مشکل زېږوي.

 

اخیست لیکونه

۱ـ هاشمي، سید محی الدین، محقق، پښتو ژبي لنډ ګرامر (صرف – نحوه)، د اریک د ګرځنده کتابتون اداره، ۱۳۸۳ل. پېښور

۲ـ روهیال، مطیع الله، د ژبپوهني اساسات، د ژبو او ادبیاتو پوهنځی، کندهار: کال ۱۳۹۴ل.

۳ـ زیار، مجاویر احمد، دوکتور، پوهاند، پښتو پښویه( پایځوړ: د ژبپوهني بنسټونه او غږپوهنه)، درېيم چاپ، دانش خپرندویه ټولنه تخنیکي څانګه: ۱۳۸۴ل.

۴-  http://www.zyar.net/

وروستۍ ليکني

په ډانګ پیلي سپیني خبرېافغان ولس په ۱۹ پیړۍ ۲۰ پیړۍ او دادی په ۲۱ پیړی کې دنړیوالوسترو ښکیلا کي ځواکونودستراتیژیکي استعماري موخو په خصمانه  لوبو ا و شیطاني چلوټو په جال کې کیوتی او په ټولو پړاوونو کې یې  په خورا  بې رحمی او بې ساري قساوت لکه رودونه ویني بهیدلي اوسنی پړاو یې زړه بوږنوونکی اوټول هیواد کلي اوبانډي دوینو په حمام بدلي شوي دي اودجګړې ښکیلې غاړې پخپله افغانان لکه دسونګ دتوکو په څیر په کې سوځي او زما په اند دا دبشریت  په  تاریخ  کې هغه ستره جګړه ده چې د ځمکې دکرې دلسګونو،لسګونو بیلا بیلو هیوادونود دې وطن د بچیو په ویر اوخونړي ناورین کې په بې رحمۍ برخه ...
زوریدلواو ویرجنو هیواد وا لوته د پام وړڅوټکېدبشریت په تاریخ کې دانسانانو لوی قاتل اووژونکی جنګیزمغول دی چې اصلي نوم یې تموجین دپولاداوکلک په مانا اودواکمنی په مهال جنګیزخان دی چې دشاه جهان اولوی خان په مانادی.دغه خونړي انسان دخپلې واکمنی په ظالمانه پړاو کې دځمکې دکرې ټول ټال ۱۱ یوولس سلنه بشریت له منځه یووړدښځینه اونارینه سرونوڅخه د لوړوکله منارونوپه جوړولوکې یې ساری نه درلود او په دې ډول یې دترهې اوویرې په خپرولوسره دښارونواوبشري مدنیتونوپه چورلټ نړولوکې داسیا،افریقا اواروپا ترلویو وچو پوري وحشیانه یرغلونه تر سره کړهغه دخپلې زوکړې په ټاټوبي په یوه نامالوم مرګ ومړاودهغه دقبر دپاسه په ...
د دووخویندو زړه بوږنوونکي غمیزههو! هغه دوه مبارزې وطنپالې اوزړورې خویندې یادوم چې دخپل دردیدلي،کړیدلي اوجګړه ځپلي ولس دسوکالۍ اوهوسایې په موخه یې خپل پلرني هیواد ته دچوپړملاوې وتړلې دلرغوني اوتاریخي ویاړلي اودپامیردلوړوڅوکوپه څیر دسر هسکي بدخشان د خاش له سمسورې سیمي یې دملي پولیسوپه لیکوکې دندې پیل کړې.څه موده وروسته دمسلکي لوړوزده کړولپاره دترکیې هیواد ته واستول شوې اودشپږمیا شتنۍ مسلکي کورس له اکمال وروسته دتیرې خونړۍ اوویرجنې روژۍ په میا شت کې خپل پلرني ټاټوبي ته راستنې شوې او په دې هیله چې دخپلې خوږې کورنۍ په خوږه غیږه کې به دخپلو وروڼو،خویندو،موراوپلارسره داخترڅوشپې اوورځې په خوښۍ تیرې ...
کب له سره خوسا کیږي دیوه هیواد زعامت اومشرتابه دخپل ولس په برخلیک اود هغود ژوند په نیکمرغۍ اوبد مرغۍ نیغ پر نیغه اغیزه لري که دهیواد دواکمنانوسرونه کدو سرونه نه وي نوباید خپل ځانونه د وړ اوکارنده شخصیتونوپه توګه دتاریخ په پاڼو کې تثبیت اوپه ډاګه کړي ځکه دهغو د هژمونی اوواکمنی مهال تلپاتې نه وي په یو ډول د ډولونودمرګ له حتمي پدیدې سره مخامخ کیږي اود هغوفزیکي موجودیت ته دپای ټکۍ ږدي خودهغومعنوي اړخ مثبت اویا منفي کرکټرمرګ نه لري هغو چې هیواد اوولس ته یې دچوپړ،عدالت اوصداقت تله درنه ده تل درنه اوپه درنښت یادیږي دهغوکارنامې اواندیښني داړوند ولس اوملت لپاره ځلیدونکي مشالونه اوڅراغونه دي اوپر ...
سپیني خبرې او شریرې څیرې کلونه پخوا مې دقومونو اوقبایلودعالي جرګې دمرکزي شورا دمنشي په توګه د ولسي اوجرګه ییزي دندې ویاړ درلود .یوي پراخې ولسي غونډه کې دګډون په موخه دخوست ولایت دصبریو ولسوالۍ اړوند درنه ،مجرب اوپوه سپین ږیري اروښاد متقاعد ډګروال حسین خان صبري ته چې دکابل په کارته نو کې استوګن و،ورغلم. هغه خورا مهربانه،خواخوږی اومهربان شخصیت واو له درنه روغبړوروسته مې په خورا ادب اودرنښت هغه ته دګډون بلنه ورکړه.هغه خدای بښلي ماته تل وراره ویلې او راته کټ،کټ له خندا شین شو. له لږسوچ وروسته یې راته وویل: کومه جرګه ؟ اودڅه لپاره جرګه؟ په ځواب کې مې ورته وویل چې په هیواد کې دسم سمکي ،هراړخیز ...
آلله اکبرـ آلله اکبر دخوارملا آذان واورئای دمظلوم اوکړیدلي هیواد خونړي افغانستان درنو،درنوعالمانو،پوهانو،شمله ورومشرانواوباتوروکشرانو،خویندواووروڼواســـــلام علیکم ورحمته الله وبرکاته اما بعد!په کلو اوبانډوکې داخبره عامه اودژبوپه سرده چې دخوار ملا آذان څوک نه اوري.خودغټوږیرواوډبلو پګړیوسمیع الحق ناحق اوفضل الرحمان نارحمان اودهغو په څیردانسانیت اواسلامیت ضد غټ خیټوملایانودمسلمان اوافغان وژنې کفري فتواوې دتورپنجاب له منبرونوصادرې اودادی زموږ دجنتي وطن څخه یې توردوزخ جوړکړی دی ښکلی کابل په وینورنګ اودهیواد په ګوټ،ګوټ کې دوینوویالې بهیږي .په عامواوخاصو ...
وسله وال پوځ اوپه مورچلوکې ډزېدافغانستان وسله وال پوځ ملي اردو،ملي پولیس اوامنیتي ځواکونواولښکرو شمیرټول ټال درې لکه دوه پنځوس زرو۳۵۲۰۰۰تنوته رسیږي اووسله وال پوځ په اوو۷ قول اردوګانوکې تنظیم اوجوړشوی دی .نـنګرهار۲۰۱ لمبرسیلاب قول اردو پکتیا ۲۰۳ تندر قول اردوهرات ۲۰۷ ظفر قول اردوکندهار۲۰۵ اتل قول اردوبلخ ۲۰۹ شاهین قول اردوهلمند۲۱۵ میوند قول اردواودهوایي ځواکونو قول اردواوداوسله وال ځواکونه په زرګونو،زرګونوبلوکونو،ټولیو،کنډکونو،لواګانواوفرقوکې ځای پرځای شوي دي اوداهغه اردوده چې دافغانستان دحرب په تاریخ کې په درجنو،درجنوجنرالان چې زیاتره یې مسلکي نظامي زده کړي نه لري اوپه تنظیمي زور اوسوټي ...
په وینولړلۍ اسلام داسلام آباد دخنجرپه څوکهشیطان آباد اسلام اباد دلوی شیطان په کرغیړنولاسونوداسلام دبدنامی اودمسلمانانودکړولو،وژلواوسپکولوپه موخه رامنځته شوی اودا لامل دی چې لاتراوسه داسلامي قانون اوشریعت پرځای انګلیسي مدني قانون واکمن دی اودتش په نوم داسلام په نامه ډول،ډول ترهګرې،تروریستي ځناورې او وحشي ډلې،ټپلي اوځان مرګي لیوني سپي روزي اودبې وجدانه اوبې ایمانه پاکستاني مفتیانوپه فتوا یې دافغان مسلمان ولس دوژنې اوتباهۍ لپاره ګوماري چې دادی نـن ورځ دروژې دمطهرې اوعبادتي میاشتې په لومړۍ ورځ یې دسپیڅلوخوستیوروژتیانوویني په خورا سترقساوت اوبربریت وبهولې په خدای،رسول اواسلام مین غیرتي خوستیان یې ...
  دلرو اوبرو پښتنودغیرت اونـنګ شیبې رښتیا یې ویلي چې اوبه په ډانګ نه بیلیږي اوګډ پښتون په ډیورنډ نه بیلیږي.هغه تش په نوم مکار اوتصنعي ډیورند چې دادی دګردې اروپا د۵۱۰ میلیوني وګړودمتحد اویوموټي باوري اوځواکمن سازمان یا په بله ژبه داروپا داتحادیې پارلمان مرستیال مشروتلي اوپیاوړي دپلومات ښاغلي رشارډ چارنیکي داکرښه مصنوعي اوغیرطبیعي کرښه بللي اوداروپا یي ټولنې په میاشتنۍ کې یې په زغرده اوډاګه دهغه ابطا ل اعلان کړاوپه څرګندومستدلواو منطقي ټکو کې یې دهغه جدي ارزونه غوښتي او ویلي یې دي چې د دې کرښې اوسیمي څخه دنړیوالې ترهګری او تروریزم مرکزجوړشوی او د دې وخت رارسیدلی چې د ډیورند کرښې ته بیا ...
افغانستان به څنګه جوړشي؟ دتاریخ داوږده بهیراودپیړیو،پیړیوپه بیلا،بیلوپیړیوکې زموږګران اولرغونۍ هیواد اریانا،خراسان اومعاصر افغانستان دخونړیوبلوسو،وحشیانه یرغلونواوتاړاکونوسره مخامخ شوی اود دي خاورې تاریخ اوجغرافیه په سرو وینوخړوب شوي ده.دعروس البلاد،ام البلاد،اشرف البلاد اوفرهنګ البلاد ښارونه دبرمیال لرغوني مدنیت اثاراوبې سارې فرهنګي پنځونې دچپاولګرواویرغلګروپه تورولښکرو وران ویجاړشوي اولوټ شوي دي اودخپل شتون په اوږده واټن اوتاریخي پړاوونو کې یې بشپړامن اوسوکالي نه ده په برخه شوي ان چې زبون اونامرده بشریت ضد دوښمن پخپله استعماري خونړۍ توره دافغان بدن دوه ټوټې ...