دمور شيدوسره د ماشوم تغذيه

 ډاكتر پاينده محمد ارغندابى

هغه ميندى چه كومه روغتيايي ستونزه نلري بايد هڅه وكړي ترڅو خپلو كوچنيانو ته لږ تر لږه تر شپږ مياشتنۍ پورې خپلې شيدې وركړي . دمور شيدې وكوچنيانو ته ډيرې ګټې لري ،دمورشيدې په كافي اندازې سره خوړني مواد لري چې كوچني ته وده وركوي او په يوه غښتلي اوروغ رمټ كوچني يي بدلوى. دمور په شيدوكې ځينې داسې اړين توکي (ضروري مواد) هم شته چې كوچنی د مكروبونو اوناروغيوڅخه ساتي . په هغو ميندوكې چې كوچنيانو ته خپلې شيدې وركوي، د سرطان دځينو ډولونو ډير لږ واقعات ليدل شوي دي. ځيني داسې حالتونه هم شته چې بايد مور خپل كوچني ته شيدې ورنكړي .د ساري په ډول، كله چې مور په ايدز يا فعال توبركلوز اخته وي بايدكوچني ته خپلى شيدې ورنكړي، داځكه چې دمكروب د لېږدولو خطر پكې شته . ځيني درمل، غيرمجاز درمل او الكول هم دمور په شيدوكې تېرېږي او دماشوم روغتيا اغېزمنه کوي.

دمور په شيدو سره دتغذيي ګټې:
دمور شيدې دكوچنيو ماشومانو لپاره ډېر ښه طبيعى خواړه دي، داځكه چې دهغوى دغوړو، قند اوپروټينو دمناسبو اندازو له كبله يي هضم آسانه دى، همدارنګه دمورشيدې دداسى موادو درلودونكي دي چې دمكروبونو په وړاندې دبدن مقاومت زياتوي،او پرهغه سربېره د ماشوم د  ودې  لپاره ډيرې مناسبې دي.
تر شپږمياشتينۍ پورې بل كوم خواړه اصلاٌ ضرور نه دي او تر شپږ مياشتينۍ وروسته داډيره اړينه ده چې لږلږ نور خواړه هم ماشوم ته وركړل شي خو دمور شيدې به اصلي خواړه وي،حتى دژوند په دوهم كال كې هم دمور شيدې دماشوم په وده كې مهم رول لوبوى .
دمور دشيدو نورې ګټې دادي:
-   دمور دشيدو څخه پروټين، اوسپنه اونورخوړني مواد ترنورو شيدو په پرتله ښه جذبيږي.
-   دمور دشيدو جوړښت دكوچني دعمر سره سم اود هغه داړتياپه تناسب بدلون مومي (پداسى حال كې چې وچې شيدې ثابت تركيب لري).
-   هغه نوي زېږېدلی كوچنى چې دمور شيدې خوري، دشيدو سره سره اورږه هم خوري، اورږه ( يااغوز يا كانډياتى ) هغه شيدې دي چې تر زېږون (ولادت) وروسته دلمړيو دريو څخه تر پنځوورځو پورى ترشح كېږي. چه دا اورږه ښه تغذيوي اومعافيتي ځانګړتياوې لري(دساري په توګه نوزوكړى دانتان په وړاندې ساتي او دويټامين آ (A) مقدار يې تر معمولوشيدو چې تر اورږووروسته ترشح كيږي ډير دى.)
-  دمورشيدې تل پاكې اوصحي دي، داځكه چې په مستقيمه توګه دمور د تيو څخه دكوچني خولې ته داخلېږي، نورې شيدې كيداى شي په آسانۍ سره  دلوښو په وسيله ، په لاسونو اونوروتوکو سره ککړې  شي ( خوبيا هم كه دمور دشيدوپرته دنورو شيدو وركول اړين وي بايد لمړی هغه ښه جوش كړای شي).
-   دمورشيدې كوچنى دناروغيو په وړاندې ساتي (داځكه چه داسى مواد لري چې دټوخي اوذكام دميكروب او داسهال دميكروبونو ضد دي).
-   دمورشيدې  ۲۴ ساعته آماده وي اوهرڅومره يې چې كوچنى ډيرې وروى په هغومره اندازه ډيرې شيدى توليدېږي. خودمور دشيدونه پرته نورې شيدې بايد ترخوړلو دمخه حتما وايشول شي.دكوچنيو ماشومانو لپاره بايد جوش كړل شوې اوبه ورسره ګډې شي او حتى بوره هم ورسره ورزياته شي. دموردشيدو پرته نورې شيدې وخت نيسي، ‌‌ډېر زيار غواړي اوګرانې دي.
-   دمورشيدې رانيول نه غواړي اوترنورو شيدو ډيرې ارزانه دي، خومصنوعى شيدې بايد په بيه راونيول شي، پرهغه سربيره كله چې ماشوم دموردشيدوپرته نورې شيدې  خوري، ډير ناروغه كېږي اودهغه ددرملونې لپاره بايد ډيرې پېسې خرڅى شي.
-   دمور په شيدوسره تغذيه دموراوماشوم ترمنځ ځانګړي عاطفي اړيکې منځته راوړي، ماشوم ته دمحبت اوامنيت اومور ته درضايت ځانګړی احساس پيداكيږى،ځكه  نو:
 د مور شيد ې وركړئ او د بو تل شيدې مه وركوئ .
-   هغه مور چه خپل اولادپه خپلوشيدو تغذيه كوي دهغوى په بدن كى يوزيات شمير بدلونونه منځته راځي، له هغې جملې څخه درحم انقباض يا ټوليدل دى . ترولادت وروسته دهغوميندو مياشتنى عادت چې ماشوم ته خپلې شيدې ورکوي، دهغو ميندو په پرتله چې خپل كوچني ته دبوتل شيدې وركوي، دير وروسته شروع كيږي اوداميندې په معمولي ډول ډېرې وروسته حامله كېږي

وروستۍ ليکني

په ډانګ پیلي سپیني خبرېافغان ولس په ۱۹ پیړۍ ۲۰ پیړۍ او دادی په ۲۱ پیړی کې دنړیوالوسترو ښکیلا کي ځواکونودستراتیژیکي استعماري موخو په خصمانه  لوبو ا و شیطاني چلوټو په جال کې کیوتی او په ټولو پړاوونو کې یې  په خورا  بې رحمی او بې ساري قساوت لکه رودونه ویني بهیدلي اوسنی پړاو یې زړه بوږنوونکی اوټول هیواد کلي اوبانډي دوینو په حمام بدلي شوي دي اودجګړې ښکیلې غاړې پخپله افغانان لکه دسونګ دتوکو په څیر په کې سوځي او زما په اند دا دبشریت  په  تاریخ  کې هغه ستره جګړه ده چې د ځمکې دکرې دلسګونو،لسګونو بیلا بیلو هیوادونود دې وطن د بچیو په ویر اوخونړي ناورین کې په بې رحمۍ برخه ...
زوریدلواو ویرجنو هیواد وا لوته د پام وړڅوټکېدبشریت په تاریخ کې دانسانانو لوی قاتل اووژونکی جنګیزمغول دی چې اصلي نوم یې تموجین دپولاداوکلک په مانا اودواکمنی په مهال جنګیزخان دی چې دشاه جهان اولوی خان په مانادی.دغه خونړي انسان دخپلې واکمنی په ظالمانه پړاو کې دځمکې دکرې ټول ټال ۱۱ یوولس سلنه بشریت له منځه یووړدښځینه اونارینه سرونوڅخه د لوړوکله منارونوپه جوړولوکې یې ساری نه درلود او په دې ډول یې دترهې اوویرې په خپرولوسره دښارونواوبشري مدنیتونوپه چورلټ نړولوکې داسیا،افریقا اواروپا ترلویو وچو پوري وحشیانه یرغلونه تر سره کړهغه دخپلې زوکړې په ټاټوبي په یوه نامالوم مرګ ومړاودهغه دقبر دپاسه په ...
د دووخویندو زړه بوږنوونکي غمیزههو! هغه دوه مبارزې وطنپالې اوزړورې خویندې یادوم چې دخپل دردیدلي،کړیدلي اوجګړه ځپلي ولس دسوکالۍ اوهوسایې په موخه یې خپل پلرني هیواد ته دچوپړملاوې وتړلې دلرغوني اوتاریخي ویاړلي اودپامیردلوړوڅوکوپه څیر دسر هسکي بدخشان د خاش له سمسورې سیمي یې دملي پولیسوپه لیکوکې دندې پیل کړې.څه موده وروسته دمسلکي لوړوزده کړولپاره دترکیې هیواد ته واستول شوې اودشپږمیا شتنۍ مسلکي کورس له اکمال وروسته دتیرې خونړۍ اوویرجنې روژۍ په میا شت کې خپل پلرني ټاټوبي ته راستنې شوې او په دې هیله چې دخپلې خوږې کورنۍ په خوږه غیږه کې به دخپلو وروڼو،خویندو،موراوپلارسره داخترڅوشپې اوورځې په خوښۍ تیرې ...
کب له سره خوسا کیږي دیوه هیواد زعامت اومشرتابه دخپل ولس په برخلیک اود هغود ژوند په نیکمرغۍ اوبد مرغۍ نیغ پر نیغه اغیزه لري که دهیواد دواکمنانوسرونه کدو سرونه نه وي نوباید خپل ځانونه د وړ اوکارنده شخصیتونوپه توګه دتاریخ په پاڼو کې تثبیت اوپه ډاګه کړي ځکه دهغو د هژمونی اوواکمنی مهال تلپاتې نه وي په یو ډول د ډولونودمرګ له حتمي پدیدې سره مخامخ کیږي اود هغوفزیکي موجودیت ته دپای ټکۍ ږدي خودهغومعنوي اړخ مثبت اویا منفي کرکټرمرګ نه لري هغو چې هیواد اوولس ته یې دچوپړ،عدالت اوصداقت تله درنه ده تل درنه اوپه درنښت یادیږي دهغوکارنامې اواندیښني داړوند ولس اوملت لپاره ځلیدونکي مشالونه اوڅراغونه دي اوپر ...
سپیني خبرې او شریرې څیرې کلونه پخوا مې دقومونو اوقبایلودعالي جرګې دمرکزي شورا دمنشي په توګه د ولسي اوجرګه ییزي دندې ویاړ درلود .یوي پراخې ولسي غونډه کې دګډون په موخه دخوست ولایت دصبریو ولسوالۍ اړوند درنه ،مجرب اوپوه سپین ږیري اروښاد متقاعد ډګروال حسین خان صبري ته چې دکابل په کارته نو کې استوګن و،ورغلم. هغه خورا مهربانه،خواخوږی اومهربان شخصیت واو له درنه روغبړوروسته مې په خورا ادب اودرنښت هغه ته دګډون بلنه ورکړه.هغه خدای بښلي ماته تل وراره ویلې او راته کټ،کټ له خندا شین شو. له لږسوچ وروسته یې راته وویل: کومه جرګه ؟ اودڅه لپاره جرګه؟ په ځواب کې مې ورته وویل چې په هیواد کې دسم سمکي ،هراړخیز ...
آلله اکبرـ آلله اکبر دخوارملا آذان واورئای دمظلوم اوکړیدلي هیواد خونړي افغانستان درنو،درنوعالمانو،پوهانو،شمله ورومشرانواوباتوروکشرانو،خویندواووروڼواســـــلام علیکم ورحمته الله وبرکاته اما بعد!په کلو اوبانډوکې داخبره عامه اودژبوپه سرده چې دخوار ملا آذان څوک نه اوري.خودغټوږیرواوډبلو پګړیوسمیع الحق ناحق اوفضل الرحمان نارحمان اودهغو په څیردانسانیت اواسلامیت ضد غټ خیټوملایانودمسلمان اوافغان وژنې کفري فتواوې دتورپنجاب له منبرونوصادرې اودادی زموږ دجنتي وطن څخه یې توردوزخ جوړکړی دی ښکلی کابل په وینورنګ اودهیواد په ګوټ،ګوټ کې دوینوویالې بهیږي .په عامواوخاصو ...
وسله وال پوځ اوپه مورچلوکې ډزېدافغانستان وسله وال پوځ ملي اردو،ملي پولیس اوامنیتي ځواکونواولښکرو شمیرټول ټال درې لکه دوه پنځوس زرو۳۵۲۰۰۰تنوته رسیږي اووسله وال پوځ په اوو۷ قول اردوګانوکې تنظیم اوجوړشوی دی .نـنګرهار۲۰۱ لمبرسیلاب قول اردو پکتیا ۲۰۳ تندر قول اردوهرات ۲۰۷ ظفر قول اردوکندهار۲۰۵ اتل قول اردوبلخ ۲۰۹ شاهین قول اردوهلمند۲۱۵ میوند قول اردواودهوایي ځواکونو قول اردواوداوسله وال ځواکونه په زرګونو،زرګونوبلوکونو،ټولیو،کنډکونو،لواګانواوفرقوکې ځای پرځای شوي دي اوداهغه اردوده چې دافغانستان دحرب په تاریخ کې په درجنو،درجنوجنرالان چې زیاتره یې مسلکي نظامي زده کړي نه لري اوپه تنظیمي زور اوسوټي ...
په وینولړلۍ اسلام داسلام آباد دخنجرپه څوکهشیطان آباد اسلام اباد دلوی شیطان په کرغیړنولاسونوداسلام دبدنامی اودمسلمانانودکړولو،وژلواوسپکولوپه موخه رامنځته شوی اودا لامل دی چې لاتراوسه داسلامي قانون اوشریعت پرځای انګلیسي مدني قانون واکمن دی اودتش په نوم داسلام په نامه ډول،ډول ترهګرې،تروریستي ځناورې او وحشي ډلې،ټپلي اوځان مرګي لیوني سپي روزي اودبې وجدانه اوبې ایمانه پاکستاني مفتیانوپه فتوا یې دافغان مسلمان ولس دوژنې اوتباهۍ لپاره ګوماري چې دادی نـن ورځ دروژې دمطهرې اوعبادتي میاشتې په لومړۍ ورځ یې دسپیڅلوخوستیوروژتیانوویني په خورا سترقساوت اوبربریت وبهولې په خدای،رسول اواسلام مین غیرتي خوستیان یې ...
  دلرو اوبرو پښتنودغیرت اونـنګ شیبې رښتیا یې ویلي چې اوبه په ډانګ نه بیلیږي اوګډ پښتون په ډیورنډ نه بیلیږي.هغه تش په نوم مکار اوتصنعي ډیورند چې دادی دګردې اروپا د۵۱۰ میلیوني وګړودمتحد اویوموټي باوري اوځواکمن سازمان یا په بله ژبه داروپا داتحادیې پارلمان مرستیال مشروتلي اوپیاوړي دپلومات ښاغلي رشارډ چارنیکي داکرښه مصنوعي اوغیرطبیعي کرښه بللي اوداروپا یي ټولنې په میاشتنۍ کې یې په زغرده اوډاګه دهغه ابطا ل اعلان کړاوپه څرګندومستدلواو منطقي ټکو کې یې دهغه جدي ارزونه غوښتي او ویلي یې دي چې د دې کرښې اوسیمي څخه دنړیوالې ترهګری او تروریزم مرکزجوړشوی او د دې وخت رارسیدلی چې د ډیورند کرښې ته بیا ...
افغانستان به څنګه جوړشي؟ دتاریخ داوږده بهیراودپیړیو،پیړیوپه بیلا،بیلوپیړیوکې زموږګران اولرغونۍ هیواد اریانا،خراسان اومعاصر افغانستان دخونړیوبلوسو،وحشیانه یرغلونواوتاړاکونوسره مخامخ شوی اود دي خاورې تاریخ اوجغرافیه په سرو وینوخړوب شوي ده.دعروس البلاد،ام البلاد،اشرف البلاد اوفرهنګ البلاد ښارونه دبرمیال لرغوني مدنیت اثاراوبې سارې فرهنګي پنځونې دچپاولګرواویرغلګروپه تورولښکرو وران ویجاړشوي اولوټ شوي دي اودخپل شتون په اوږده واټن اوتاریخي پړاوونو کې یې بشپړامن اوسوکالي نه ده په برخه شوي ان چې زبون اونامرده بشریت ضد دوښمن پخپله استعماري خونړۍ توره دافغان بدن دوه ټوټې ...