خرما او پر بدن یې اغېزې

خرما چې علمي نوم یې Phoenix dactylifera او په انګلیسي کې ورته Date وایي، ډېره لرغونې او پخوانۍ مېوه ده، چې نوم یې د مسلمانانو په سپېڅلي کتاب (قرآن عظیم الشان) کې ۴۲ ځله یاد شوی دی. د ونې لوړوالی یې تر ۲۵ مترو پورې رسېږي، د وزر په څېر سترې پاڼې لري، ګلان یې مستطیل ډوله، چې د ساقې په وروستۍ برخه او د پاڼو ترڅنګه را څرګندېږي. د دې مېوې د پیدایښت ځای په سمه توګه نه دی څرګند، خو ویل کېږي، چې د یادې مېوې ونه د لومړي ځل له پاره په بین النهرین او سعودي عربستان کې وکرل شوه. دغه راز څېړونکي وایي، چې د خرما ونه د ځمکې پېژندنې په دویمه دوره کې پیدا شوې ده. خرما ډېر ګټور خواړه دي، چې ډېرې معدني مالګې لري، لکه : ګوګړ فاسفورس، کلسیم، مګنیزیم او په ډېره پیمانه اوسپنه، یوه اندازه د B، A او C ویټامینونه، قندونه، سلولوز، البومین او شحمیات هم لري. که له شیدو سره ګډ شي، نو انرژي لرونکي خواړه دي. شهوت ډېروي، پښتورګي او ملا پیاوړي کوي.

اومه خرما اورۍ کلکوي او اسهال دروي. مګنیزیوم لري، نو د سرطان مخنیوی کوي. د پالوانانو او سپورټ مینانو له پاره ګټور خواړه دي. د اسلام ستر لارښود حضرت نبي کریم (ص) به خرما له سړو شیانو لکه بادرنګ، تره او …… نوره سره خوړله. د خرما ونه بې شمېره خواص لري او کولای شو ووایو، چې د دې ونې له ټولو برخو څخه ګټه اخیستلی شو، یو عربي متل دی، چې وایي: د خرما ونې خواص د کال د ورځو په اندازه دي. د خرما ونې له پاڼو څخه ټوکرۍ او له مېوې څخه یې شراب جوړېږي، لکه څنګه چې پوهېږو خرما یوازینۍ مېوه ده، چې په سارا کې شتون لري او د دې ونې طبیعت یې سارایي خلکو ته ورکړی دی، چې خپلې ټولې اړتیاوې ترې پوره کړي. اعراب له ډېرې پخوا زمانې په دې باور وو، چې خرما د لمر انرژي زېرمه کوي او دا انرژي د خرما خوړلو په وسیله بدن ته لېږدول کېږي. په هر ۱۰۰ ګرامه خرما کې لاندې مواد شتون لري : ۱ ـــ پروټین ……………….. ۲ ګرامه ۲ ـــ مګنیزیم ……….. ۰/۲۶۲ ملي ګرامه ۳ ـــ سودیم ………………… ۴/۱ ملي ګرامه ۴ ـــ پوتاشیم ……………… ۷۵۴ ملي ګرامه ۵ ـــ ویټامین B1 ……….. ۰/۰۵۲ ملي ګرامه ۶ ـــ ویټامین B2 ……… ۰/۰۶۶ ملي ګرامه ۷ ــــ ویټامین B3 ……… ۱/۲۷۴ ملي ګرامه ۸ ـــ فاسفورس ……….. ۶۳۸ ملي ګرامه ۹ ـــ ویټامین C ……….. ۰/۴ ملي ګرامه ۱۰ ـــ ویټامین E ……… ۰/۰۵ ملي ګرامه ۱۱ ـــ ویټامین K ……… ۲/۷ میکرو ګرامه ۱۲ ـــ مس ……………. ۰/۲۱ ملي ګرامه ۱۳ ـــ سلفر ………….. ۵۱/۶ ملي ګرامه ۱۴ ـــ کلورین ………… ۲۹۰ ملي ګرامه ۱۵ ـــ فولیک اسید …….. ۱۹ میکرو ګرامه ۱۶ ـــ اوسپنه ………….. ۱/۰۲ ملي ګرامه ۱۷ ـــ ویټامین B6 …….. ۰/۱۶۰ ملي ګرامه ۱۸ ـــ پولاد …………… ۱/۶۱ ملي ګرامه ۱۹ ـــ خواږه …………. ۷۰ ګرامه ۲۰ ــــ انرژي ………… ۲۷۰ کالوري. د روغتیا پالانو (ډاکټرانو) له لید لوري خرما ډېرې ګټې لري، چې په لاندې توګه پرې رڼا اچول کېږي : ـــ معدې ته قوت ورکوي او بدن غټوي. ـــ وینه زیاتوي ـــ د بدن د کمزورتیا د له منځه وړلو له پاره باید په شیدو کې وخوټول شي او بیا دې وخوړل شي. ـــ ماغزه او زړه پیاوړی کوي. ـــ خرما یو پوټکی لري، چې د بدن د غوړو په راکمولو او د پروټینو په پوره کولو کې اغېزمن رول لوبوي. ـــ نویو څېړنو ښودلې، چې خرما غوسه او تاوتریخوالی لرې کوي او آرامتیا را منځته کوي. ـــ خرما د ملا درد او د غړو نارامتیا له منځه وړي. ـــ ویل کېږي، که چېرې په شیدو کې خرما وخوټول شي، نو سینه نرموي، د بډوډو درملنه کوي او د وېښتانو د تویېدو مخنیوی کوي. ـــ په تازه شیدو کې د خرما مخلوط د جنسي ځواک په لوړولو او پیاوړي کولو کې اغېزمن رول لري. ـــ په هغو سیمو کې، چې د دې مېوې مصرف زیات دی، دا مېوه کولای شي، چې د سرطان ناروغی مخنیوی وکړي. ـــ خرما د معدې اضافي تېزاب له منځه وړي، نو له همدې امله ټولو ته ګټوره مېوه ده

ليكوال: عطا محمد میاخېل.

وروستۍ ليکني

په ډانګ پیلي سپیني خبرېافغان ولس په ۱۹ پیړۍ ۲۰ پیړۍ او دادی په ۲۱ پیړی کې دنړیوالوسترو ښکیلا کي ځواکونودستراتیژیکي استعماري موخو په خصمانه  لوبو ا و شیطاني چلوټو په جال کې کیوتی او په ټولو پړاوونو کې یې  په خورا  بې رحمی او بې ساري قساوت لکه رودونه ویني بهیدلي اوسنی پړاو یې زړه بوږنوونکی اوټول هیواد کلي اوبانډي دوینو په حمام بدلي شوي دي اودجګړې ښکیلې غاړې پخپله افغانان لکه دسونګ دتوکو په څیر په کې سوځي او زما په اند دا دبشریت  په  تاریخ  کې هغه ستره جګړه ده چې د ځمکې دکرې دلسګونو،لسګونو بیلا بیلو هیوادونود دې وطن د بچیو په ویر اوخونړي ناورین کې په بې رحمۍ برخه ...
زوریدلواو ویرجنو هیواد وا لوته د پام وړڅوټکېدبشریت په تاریخ کې دانسانانو لوی قاتل اووژونکی جنګیزمغول دی چې اصلي نوم یې تموجین دپولاداوکلک په مانا اودواکمنی په مهال جنګیزخان دی چې دشاه جهان اولوی خان په مانادی.دغه خونړي انسان دخپلې واکمنی په ظالمانه پړاو کې دځمکې دکرې ټول ټال ۱۱ یوولس سلنه بشریت له منځه یووړدښځینه اونارینه سرونوڅخه د لوړوکله منارونوپه جوړولوکې یې ساری نه درلود او په دې ډول یې دترهې اوویرې په خپرولوسره دښارونواوبشري مدنیتونوپه چورلټ نړولوکې داسیا،افریقا اواروپا ترلویو وچو پوري وحشیانه یرغلونه تر سره کړهغه دخپلې زوکړې په ټاټوبي په یوه نامالوم مرګ ومړاودهغه دقبر دپاسه په ...
د دووخویندو زړه بوږنوونکي غمیزههو! هغه دوه مبارزې وطنپالې اوزړورې خویندې یادوم چې دخپل دردیدلي،کړیدلي اوجګړه ځپلي ولس دسوکالۍ اوهوسایې په موخه یې خپل پلرني هیواد ته دچوپړملاوې وتړلې دلرغوني اوتاریخي ویاړلي اودپامیردلوړوڅوکوپه څیر دسر هسکي بدخشان د خاش له سمسورې سیمي یې دملي پولیسوپه لیکوکې دندې پیل کړې.څه موده وروسته دمسلکي لوړوزده کړولپاره دترکیې هیواد ته واستول شوې اودشپږمیا شتنۍ مسلکي کورس له اکمال وروسته دتیرې خونړۍ اوویرجنې روژۍ په میا شت کې خپل پلرني ټاټوبي ته راستنې شوې او په دې هیله چې دخپلې خوږې کورنۍ په خوږه غیږه کې به دخپلو وروڼو،خویندو،موراوپلارسره داخترڅوشپې اوورځې په خوښۍ تیرې ...
کب له سره خوسا کیږي دیوه هیواد زعامت اومشرتابه دخپل ولس په برخلیک اود هغود ژوند په نیکمرغۍ اوبد مرغۍ نیغ پر نیغه اغیزه لري که دهیواد دواکمنانوسرونه کدو سرونه نه وي نوباید خپل ځانونه د وړ اوکارنده شخصیتونوپه توګه دتاریخ په پاڼو کې تثبیت اوپه ډاګه کړي ځکه دهغو د هژمونی اوواکمنی مهال تلپاتې نه وي په یو ډول د ډولونودمرګ له حتمي پدیدې سره مخامخ کیږي اود هغوفزیکي موجودیت ته دپای ټکۍ ږدي خودهغومعنوي اړخ مثبت اویا منفي کرکټرمرګ نه لري هغو چې هیواد اوولس ته یې دچوپړ،عدالت اوصداقت تله درنه ده تل درنه اوپه درنښت یادیږي دهغوکارنامې اواندیښني داړوند ولس اوملت لپاره ځلیدونکي مشالونه اوڅراغونه دي اوپر ...
سپیني خبرې او شریرې څیرې کلونه پخوا مې دقومونو اوقبایلودعالي جرګې دمرکزي شورا دمنشي په توګه د ولسي اوجرګه ییزي دندې ویاړ درلود .یوي پراخې ولسي غونډه کې دګډون په موخه دخوست ولایت دصبریو ولسوالۍ اړوند درنه ،مجرب اوپوه سپین ږیري اروښاد متقاعد ډګروال حسین خان صبري ته چې دکابل په کارته نو کې استوګن و،ورغلم. هغه خورا مهربانه،خواخوږی اومهربان شخصیت واو له درنه روغبړوروسته مې په خورا ادب اودرنښت هغه ته دګډون بلنه ورکړه.هغه خدای بښلي ماته تل وراره ویلې او راته کټ،کټ له خندا شین شو. له لږسوچ وروسته یې راته وویل: کومه جرګه ؟ اودڅه لپاره جرګه؟ په ځواب کې مې ورته وویل چې په هیواد کې دسم سمکي ،هراړخیز ...
آلله اکبرـ آلله اکبر دخوارملا آذان واورئای دمظلوم اوکړیدلي هیواد خونړي افغانستان درنو،درنوعالمانو،پوهانو،شمله ورومشرانواوباتوروکشرانو،خویندواووروڼواســـــلام علیکم ورحمته الله وبرکاته اما بعد!په کلو اوبانډوکې داخبره عامه اودژبوپه سرده چې دخوار ملا آذان څوک نه اوري.خودغټوږیرواوډبلو پګړیوسمیع الحق ناحق اوفضل الرحمان نارحمان اودهغو په څیردانسانیت اواسلامیت ضد غټ خیټوملایانودمسلمان اوافغان وژنې کفري فتواوې دتورپنجاب له منبرونوصادرې اودادی زموږ دجنتي وطن څخه یې توردوزخ جوړکړی دی ښکلی کابل په وینورنګ اودهیواد په ګوټ،ګوټ کې دوینوویالې بهیږي .په عامواوخاصو ...
وسله وال پوځ اوپه مورچلوکې ډزېدافغانستان وسله وال پوځ ملي اردو،ملي پولیس اوامنیتي ځواکونواولښکرو شمیرټول ټال درې لکه دوه پنځوس زرو۳۵۲۰۰۰تنوته رسیږي اووسله وال پوځ په اوو۷ قول اردوګانوکې تنظیم اوجوړشوی دی .نـنګرهار۲۰۱ لمبرسیلاب قول اردو پکتیا ۲۰۳ تندر قول اردوهرات ۲۰۷ ظفر قول اردوکندهار۲۰۵ اتل قول اردوبلخ ۲۰۹ شاهین قول اردوهلمند۲۱۵ میوند قول اردواودهوایي ځواکونو قول اردواوداوسله وال ځواکونه په زرګونو،زرګونوبلوکونو،ټولیو،کنډکونو،لواګانواوفرقوکې ځای پرځای شوي دي اوداهغه اردوده چې دافغانستان دحرب په تاریخ کې په درجنو،درجنوجنرالان چې زیاتره یې مسلکي نظامي زده کړي نه لري اوپه تنظیمي زور اوسوټي ...
په وینولړلۍ اسلام داسلام آباد دخنجرپه څوکهشیطان آباد اسلام اباد دلوی شیطان په کرغیړنولاسونوداسلام دبدنامی اودمسلمانانودکړولو،وژلواوسپکولوپه موخه رامنځته شوی اودا لامل دی چې لاتراوسه داسلامي قانون اوشریعت پرځای انګلیسي مدني قانون واکمن دی اودتش په نوم داسلام په نامه ډول،ډول ترهګرې،تروریستي ځناورې او وحشي ډلې،ټپلي اوځان مرګي لیوني سپي روزي اودبې وجدانه اوبې ایمانه پاکستاني مفتیانوپه فتوا یې دافغان مسلمان ولس دوژنې اوتباهۍ لپاره ګوماري چې دادی نـن ورځ دروژې دمطهرې اوعبادتي میاشتې په لومړۍ ورځ یې دسپیڅلوخوستیوروژتیانوویني په خورا سترقساوت اوبربریت وبهولې په خدای،رسول اواسلام مین غیرتي خوستیان یې ...
  دلرو اوبرو پښتنودغیرت اونـنګ شیبې رښتیا یې ویلي چې اوبه په ډانګ نه بیلیږي اوګډ پښتون په ډیورنډ نه بیلیږي.هغه تش په نوم مکار اوتصنعي ډیورند چې دادی دګردې اروپا د۵۱۰ میلیوني وګړودمتحد اویوموټي باوري اوځواکمن سازمان یا په بله ژبه داروپا داتحادیې پارلمان مرستیال مشروتلي اوپیاوړي دپلومات ښاغلي رشارډ چارنیکي داکرښه مصنوعي اوغیرطبیعي کرښه بللي اوداروپا یي ټولنې په میاشتنۍ کې یې په زغرده اوډاګه دهغه ابطا ل اعلان کړاوپه څرګندومستدلواو منطقي ټکو کې یې دهغه جدي ارزونه غوښتي او ویلي یې دي چې د دې کرښې اوسیمي څخه دنړیوالې ترهګری او تروریزم مرکزجوړشوی او د دې وخت رارسیدلی چې د ډیورند کرښې ته بیا ...
افغانستان به څنګه جوړشي؟ دتاریخ داوږده بهیراودپیړیو،پیړیوپه بیلا،بیلوپیړیوکې زموږګران اولرغونۍ هیواد اریانا،خراسان اومعاصر افغانستان دخونړیوبلوسو،وحشیانه یرغلونواوتاړاکونوسره مخامخ شوی اود دي خاورې تاریخ اوجغرافیه په سرو وینوخړوب شوي ده.دعروس البلاد،ام البلاد،اشرف البلاد اوفرهنګ البلاد ښارونه دبرمیال لرغوني مدنیت اثاراوبې سارې فرهنګي پنځونې دچپاولګرواویرغلګروپه تورولښکرو وران ویجاړشوي اولوټ شوي دي اودخپل شتون په اوږده واټن اوتاریخي پړاوونو کې یې بشپړامن اوسوکالي نه ده په برخه شوي ان چې زبون اونامرده بشریت ضد دوښمن پخپله استعماري خونړۍ توره دافغان بدن دوه ټوټې ...