د کار او استراحت تر منځ توازن

موږ د ژوند د چلولو لپاره کار کوو او باید کار وکړو. فزیکي کار، دفتري کار، مطالعه او تفکر ټول په کار کې حسابېږي. که هر ډول کار کوو، استراحت او تفریح ته پکې ضرورت لرو، مسلسل او ډېر ستړی کار زموږ ژوند او روغتیا ته ضرر رسوي. زموږ خالق زموږ بدن او روح دواړه داسې جوړ کړي دي چې د ډېر فوق العاده قوت لرونکي دي، خو د استراحت لارې یې هم ورته جوړې کړې او راښودلې دي. د خوب لپاره شپه بهترین فرصت دی چې د ورځې په جریان کې بایللې انرژي معاوضه او ستړیا مو جبران کړو. سهار وختي پاڅېدل او ښه پلانګذاري مو د ټولې ورځې کار اسانوي، تر غرمې لږ مخکې نیم ساعت خوب مو انرژی له سره نوې کوي. د کار په منځ کې موقوت عبادتونه (مثلا د ماسپښين او مازیګر لمونځونه) راته د ذکر او ارام نور فرصتونه دي. تر هرو ۵۰ دقیقو کار وروسته لس دقیقې استراحت زموږ د کار حاصل زیاتوي. البته دولتونو او موسسو د استراحت لپاره قوانین جوړ کړي او کارکوونکو ته یې د ورځې په منځ کې د کاري وقفې، د رخصتۍ ساعتونه، د اونۍ رخصتۍ، کلنۍ تفریحي، جبراني رخصتۍ او نور حقوق ورکړي دي.

د غرمې تر غذا لږ مخکې نیم ساعت خوب سنت دی چې قیلوله ورته وایي. دا خوب انرژي نوې کوي او بدن تازه کوي. اوس ځینې هیوادونه (لکه کاناډا) پدې غور کوي چې څنګه کارکوونکو ته د کار په منځ کې د نیم ساعت خوب زمینه برابره کړي، دوی تر څېړنو وروسته دې نتیجې ته رسېدلي دي چې دغه نیم ساعت خوب او ارام د کارکوونکو د کار حاصل او اغېزناکتوب زیاتوي. شدید فزیکي کار زموږ د بدن اکسیجن په زیاته اندازه مصرفوي، له مصرف شوي اکسیجن څخه ځینې مالیکولونه د ازادو راډیکالونو په شکل اوړي چې د بدن د حجرو جدار تخریبوي. د دغو ازادو رادیکالونو د مخنیوي لپاره د هغو خوراکونو خوړل پکار دی چې انټي اکسیډانټ مواد لکه ویټامین ای، اي، سي او کروټين لري. د استراحت او کار تر منځ یو مناسب تناوب هم د دغه خطر د مخنیوي لپاره ضرور دی. فزیکي کار د انسان بدن مقاوم کوي، خو دومره شدید باید نه وي، چې بدن له کاره وغورځوي. که تر یو ساعت وروسته لس دقیقې استراحت وکړای شي، تر هغه ډېر کار کولی شو، چې مسلسل څو ساعته کار وکړو. بله موضوع داده چې د فزیکي کار شدت او دوام باید په تدریجي ډول زیات کړو. دفتري کارونه چې اوس زیاتره له کمپیوټر سره ملګري دي، هم په ترتیب سره سر ته رسول پکار دي، که ټوله ورځ د کمپیوټر سکرین ته کېنو، مغز او ‌ذهن مو تر سخت فشار لاندې راځي او د تشویش او سودا سره مخ کېږو. په دفتري کار کې هم باید ۵۰ دقیقې کار او ۱۰ دقیقې استراحت وکړو، یعنې له مېزه پاڅېږو، په دفتر کې ورو ورو وګرځو، فکر مو د ورو خو ژور تنفس له لارې ارام کړو. تر وسه وسه باید کوښښ وکړو چې د غرمې ډوډۍ له ملګرو سره په ګډه وخورو او پکې خوش طبعه اوسو. اودس مو بدن او ذهن تازه کوي او دعا او لمونځ مو ذهن او روح. باید د کار په منځ کې د خپل وخت عبادت قضا نکړو، په ارام او دقت سره خپل عبادت وکړو. د کار نظم او ترتیب هم باید هېر نکړو، په مهمو موضوعاتو د تمرکز له لارې باید تشویش ته لار ور نکړو. کوم کارونه چې مهم ندي د لږ وخت لپاره یې له فکره وباسو او چې کله مهم کارونه خلاص شول، بیا یې تر سره کړو. بله مهمه خبره داده چې د کار په اصلي ساعتونو کې پخپل رسمي کار تمرکز وکړو، فیسبوک، شخصي ایمیل، ملګرو ته تلیفون او نور کارونه په وزګارو ساعتونو کې وکړو. څومره چې کولی شو له سکرین سره خپل تماس کم کړو. که چاره ترې نلرو، په روغو او صحي طریقو سره یې استعمال کړو، چې د سترګو او اسکلیت له ناروغیو مو وساتي او تشویشونو سبب مو نه شي. نظامي دندې زیاتره تر ملکي هغو سختې دي، خو داسې نظامي جنرالان لیدل شوي دي چې تر ۶۵ کلونو زیات و، خو هر ورځ یې ۱۵ ساعته کار کاوه. سبب یې همدا د کار او استراحت تر منځ تناسب و. لوی ساینسپوه او کاشف اډیسون به تر معمولو انسانانو ډېر زیات کار کاوه، خو ویل یې چې تر هر چا ډېر استراحت کوي. مخکې تر دې چې به سخت ستړی شو، استراحت به یې کاوه. موږ هم باید همدغسې وکړو. زما د لامبو تجربې هم دا را زده کړې ده چې که مسلسله او تېزه لامبو به مو ووهله، ډېر ژر به ستړي کېدو، خو که به مو په داسې تکتیک لامبو ووهله چې د اوبو په منځ کې د لږې شیبې لپاره خپل بدن نرم او ارام پرېږدو، د اوږده وخت لپاره مو لامبو وهلی شوه. یو وخت داسې راغی چې په ستړیا به هیڅ نه پوهېدو. د بدن د ارامولو او سستولو تکتیکونه باید زده کړو، چې څنګه له شخوالي او عضلي تشنج څخه بدن ازاد او ارام او استراحت مو ګټور کړو. له دوستانو سره یو ځای ل د باندې تفریح ته وخت ورکول هم ګټور دي. له دوستانو سره مو اړیکي پیاوړې کېږي، مینه او باور مو تر منځونو زیاتېږي او د رسمي کارونو ستړیا مو له منځه ځي. له کورنۍ سره تفریح ته تلل موږ او زموږ ماشومانو ته د خوښۍ او ارام فرصت برابروي او په ماشومانو کې جرئت او تحرکیت پیدا کوي. د کار او کور توازن ته لار اواروي. بدن او فکر مو رغوي. کار که هر څومره ډېر وکړو، ښه دی، خو د کار او استراحت تناسب او تناوب باید زده کړو چې هم مو بدن روغ، فعال او ځوان پاتې شي، هم مو فکر او ذهن ارام او خوشاله وي او هم مو کار اغېزناک او ګټور وي.

ليكوال: ډاکټر محمد ابراهیم شینواری

وروستۍ ليکني

په ډانګ پیلي سپیني خبرېافغان ولس په ۱۹ پیړۍ ۲۰ پیړۍ او دادی په ۲۱ پیړی کې دنړیوالوسترو ښکیلا کي ځواکونودستراتیژیکي استعماري موخو په خصمانه  لوبو ا و شیطاني چلوټو په جال کې کیوتی او په ټولو پړاوونو کې یې  په خورا  بې رحمی او بې ساري قساوت لکه رودونه ویني بهیدلي اوسنی پړاو یې زړه بوږنوونکی اوټول هیواد کلي اوبانډي دوینو په حمام بدلي شوي دي اودجګړې ښکیلې غاړې پخپله افغانان لکه دسونګ دتوکو په څیر په کې سوځي او زما په اند دا دبشریت  په  تاریخ  کې هغه ستره جګړه ده چې د ځمکې دکرې دلسګونو،لسګونو بیلا بیلو هیوادونود دې وطن د بچیو په ویر اوخونړي ناورین کې په بې رحمۍ برخه ...
زوریدلواو ویرجنو هیواد وا لوته د پام وړڅوټکېدبشریت په تاریخ کې دانسانانو لوی قاتل اووژونکی جنګیزمغول دی چې اصلي نوم یې تموجین دپولاداوکلک په مانا اودواکمنی په مهال جنګیزخان دی چې دشاه جهان اولوی خان په مانادی.دغه خونړي انسان دخپلې واکمنی په ظالمانه پړاو کې دځمکې دکرې ټول ټال ۱۱ یوولس سلنه بشریت له منځه یووړدښځینه اونارینه سرونوڅخه د لوړوکله منارونوپه جوړولوکې یې ساری نه درلود او په دې ډول یې دترهې اوویرې په خپرولوسره دښارونواوبشري مدنیتونوپه چورلټ نړولوکې داسیا،افریقا اواروپا ترلویو وچو پوري وحشیانه یرغلونه تر سره کړهغه دخپلې زوکړې په ټاټوبي په یوه نامالوم مرګ ومړاودهغه دقبر دپاسه په ...
د دووخویندو زړه بوږنوونکي غمیزههو! هغه دوه مبارزې وطنپالې اوزړورې خویندې یادوم چې دخپل دردیدلي،کړیدلي اوجګړه ځپلي ولس دسوکالۍ اوهوسایې په موخه یې خپل پلرني هیواد ته دچوپړملاوې وتړلې دلرغوني اوتاریخي ویاړلي اودپامیردلوړوڅوکوپه څیر دسر هسکي بدخشان د خاش له سمسورې سیمي یې دملي پولیسوپه لیکوکې دندې پیل کړې.څه موده وروسته دمسلکي لوړوزده کړولپاره دترکیې هیواد ته واستول شوې اودشپږمیا شتنۍ مسلکي کورس له اکمال وروسته دتیرې خونړۍ اوویرجنې روژۍ په میا شت کې خپل پلرني ټاټوبي ته راستنې شوې او په دې هیله چې دخپلې خوږې کورنۍ په خوږه غیږه کې به دخپلو وروڼو،خویندو،موراوپلارسره داخترڅوشپې اوورځې په خوښۍ تیرې ...
کب له سره خوسا کیږي دیوه هیواد زعامت اومشرتابه دخپل ولس په برخلیک اود هغود ژوند په نیکمرغۍ اوبد مرغۍ نیغ پر نیغه اغیزه لري که دهیواد دواکمنانوسرونه کدو سرونه نه وي نوباید خپل ځانونه د وړ اوکارنده شخصیتونوپه توګه دتاریخ په پاڼو کې تثبیت اوپه ډاګه کړي ځکه دهغو د هژمونی اوواکمنی مهال تلپاتې نه وي په یو ډول د ډولونودمرګ له حتمي پدیدې سره مخامخ کیږي اود هغوفزیکي موجودیت ته دپای ټکۍ ږدي خودهغومعنوي اړخ مثبت اویا منفي کرکټرمرګ نه لري هغو چې هیواد اوولس ته یې دچوپړ،عدالت اوصداقت تله درنه ده تل درنه اوپه درنښت یادیږي دهغوکارنامې اواندیښني داړوند ولس اوملت لپاره ځلیدونکي مشالونه اوڅراغونه دي اوپر ...
سپیني خبرې او شریرې څیرې کلونه پخوا مې دقومونو اوقبایلودعالي جرګې دمرکزي شورا دمنشي په توګه د ولسي اوجرګه ییزي دندې ویاړ درلود .یوي پراخې ولسي غونډه کې دګډون په موخه دخوست ولایت دصبریو ولسوالۍ اړوند درنه ،مجرب اوپوه سپین ږیري اروښاد متقاعد ډګروال حسین خان صبري ته چې دکابل په کارته نو کې استوګن و،ورغلم. هغه خورا مهربانه،خواخوږی اومهربان شخصیت واو له درنه روغبړوروسته مې په خورا ادب اودرنښت هغه ته دګډون بلنه ورکړه.هغه خدای بښلي ماته تل وراره ویلې او راته کټ،کټ له خندا شین شو. له لږسوچ وروسته یې راته وویل: کومه جرګه ؟ اودڅه لپاره جرګه؟ په ځواب کې مې ورته وویل چې په هیواد کې دسم سمکي ،هراړخیز ...
آلله اکبرـ آلله اکبر دخوارملا آذان واورئای دمظلوم اوکړیدلي هیواد خونړي افغانستان درنو،درنوعالمانو،پوهانو،شمله ورومشرانواوباتوروکشرانو،خویندواووروڼواســـــلام علیکم ورحمته الله وبرکاته اما بعد!په کلو اوبانډوکې داخبره عامه اودژبوپه سرده چې دخوار ملا آذان څوک نه اوري.خودغټوږیرواوډبلو پګړیوسمیع الحق ناحق اوفضل الرحمان نارحمان اودهغو په څیردانسانیت اواسلامیت ضد غټ خیټوملایانودمسلمان اوافغان وژنې کفري فتواوې دتورپنجاب له منبرونوصادرې اودادی زموږ دجنتي وطن څخه یې توردوزخ جوړکړی دی ښکلی کابل په وینورنګ اودهیواد په ګوټ،ګوټ کې دوینوویالې بهیږي .په عامواوخاصو ...
وسله وال پوځ اوپه مورچلوکې ډزېدافغانستان وسله وال پوځ ملي اردو،ملي پولیس اوامنیتي ځواکونواولښکرو شمیرټول ټال درې لکه دوه پنځوس زرو۳۵۲۰۰۰تنوته رسیږي اووسله وال پوځ په اوو۷ قول اردوګانوکې تنظیم اوجوړشوی دی .نـنګرهار۲۰۱ لمبرسیلاب قول اردو پکتیا ۲۰۳ تندر قول اردوهرات ۲۰۷ ظفر قول اردوکندهار۲۰۵ اتل قول اردوبلخ ۲۰۹ شاهین قول اردوهلمند۲۱۵ میوند قول اردواودهوایي ځواکونو قول اردواوداوسله وال ځواکونه په زرګونو،زرګونوبلوکونو،ټولیو،کنډکونو،لواګانواوفرقوکې ځای پرځای شوي دي اوداهغه اردوده چې دافغانستان دحرب په تاریخ کې په درجنو،درجنوجنرالان چې زیاتره یې مسلکي نظامي زده کړي نه لري اوپه تنظیمي زور اوسوټي ...
په وینولړلۍ اسلام داسلام آباد دخنجرپه څوکهشیطان آباد اسلام اباد دلوی شیطان په کرغیړنولاسونوداسلام دبدنامی اودمسلمانانودکړولو،وژلواوسپکولوپه موخه رامنځته شوی اودا لامل دی چې لاتراوسه داسلامي قانون اوشریعت پرځای انګلیسي مدني قانون واکمن دی اودتش په نوم داسلام په نامه ډول،ډول ترهګرې،تروریستي ځناورې او وحشي ډلې،ټپلي اوځان مرګي لیوني سپي روزي اودبې وجدانه اوبې ایمانه پاکستاني مفتیانوپه فتوا یې دافغان مسلمان ولس دوژنې اوتباهۍ لپاره ګوماري چې دادی نـن ورځ دروژې دمطهرې اوعبادتي میاشتې په لومړۍ ورځ یې دسپیڅلوخوستیوروژتیانوویني په خورا سترقساوت اوبربریت وبهولې په خدای،رسول اواسلام مین غیرتي خوستیان یې ...
  دلرو اوبرو پښتنودغیرت اونـنګ شیبې رښتیا یې ویلي چې اوبه په ډانګ نه بیلیږي اوګډ پښتون په ډیورنډ نه بیلیږي.هغه تش په نوم مکار اوتصنعي ډیورند چې دادی دګردې اروپا د۵۱۰ میلیوني وګړودمتحد اویوموټي باوري اوځواکمن سازمان یا په بله ژبه داروپا داتحادیې پارلمان مرستیال مشروتلي اوپیاوړي دپلومات ښاغلي رشارډ چارنیکي داکرښه مصنوعي اوغیرطبیعي کرښه بللي اوداروپا یي ټولنې په میاشتنۍ کې یې په زغرده اوډاګه دهغه ابطا ل اعلان کړاوپه څرګندومستدلواو منطقي ټکو کې یې دهغه جدي ارزونه غوښتي او ویلي یې دي چې د دې کرښې اوسیمي څخه دنړیوالې ترهګری او تروریزم مرکزجوړشوی او د دې وخت رارسیدلی چې د ډیورند کرښې ته بیا ...
افغانستان به څنګه جوړشي؟ دتاریخ داوږده بهیراودپیړیو،پیړیوپه بیلا،بیلوپیړیوکې زموږګران اولرغونۍ هیواد اریانا،خراسان اومعاصر افغانستان دخونړیوبلوسو،وحشیانه یرغلونواوتاړاکونوسره مخامخ شوی اود دي خاورې تاریخ اوجغرافیه په سرو وینوخړوب شوي ده.دعروس البلاد،ام البلاد،اشرف البلاد اوفرهنګ البلاد ښارونه دبرمیال لرغوني مدنیت اثاراوبې سارې فرهنګي پنځونې دچپاولګرواویرغلګروپه تورولښکرو وران ویجاړشوي اولوټ شوي دي اودخپل شتون په اوږده واټن اوتاریخي پړاوونو کې یې بشپړامن اوسوکالي نه ده په برخه شوي ان چې زبون اونامرده بشریت ضد دوښمن پخپله استعماري خونړۍ توره دافغان بدن دوه ټوټې ...