خوب څه شى دى؟

ژباړه: عطاء الله خان حیران

په دې کې شک نه شته،چې نوي تهذيبنواو ډېروبختياو شوق،پرمختگ اوهمدارنگ دذوقونو لوړمعیارپه مسلسه توگه دننۍ ورځې انسان له چلنج سره مخ کړى دى. نوې غوښتنو اوخوندونوله نني انسان څخه جسماني اوروحاني راحت اوسکون اخستى دى. دننۍ ورځې انسان کړه وړه لکه ديوه ماشين په څېرد مادي اړتياوې، خوشحالي اوخواهشاتودپوره کولوپه هڅه کې دى. نودغوکارنودننۍ ورځې انسان په ژوندکې خوراډېربدلونونه راوستي دي هغه بدلونونه دادي چې له انسان څخه يې فطري سکون په بشپړه توگه ا خستى دى په مسلسله توگه جسماني ستړيا، خام خوبي اوپه ټولنيزواوکورنۍ ستونزوکې بې سارې بختياو دانسان جسماني اوعصابي صحت خوراډېرمتاثره کېږي اوله همدسره انسان په رتگه رنگ اعصابي اوجسماني، اروايي نارغيوباندې اخته شي، جسماني ناارمي،ذهني ستړيا،دمغي فشار په انسان کې ناهيلي،زړ ه بدوالى رامځته کوي له دې سره سر ه ذهني ځواک له کاره لويږي حتادفلج کېدوخطره ورته پېښيږي. جسماني ځواک ذهني ناذکي اودخوشحليولپاره ارام ډېرضروري دى اودارام لپاره خوب دقدرت يوه په زړه پورې نعمت دى. تاسې بايد له دغه نعمت څخه په بشپړه تگه گټه واخلى. پروخت خوب اوپروخت له خوبه پاڅېدل دوخت ښه اړتيا او اوصول اوقدرتي طريقه ده تاسې خپل خوبونه بې ځايه مه خرابه وى لکه په ټي وي بې ځايه بنډارنوباندې مه خرابوى. هره ورځ انساته لږ ترلږه ٦ _٨ ساعته ارام ډېرضروري دى. کله چې ستاسې خوب پوره شي له هغه نه ورسته که موخيال کړى وي په تاسې کې دکارکولو نوى صلاحيت اوځواک پيداکېږي. دشپې دژر ويده کېدو اودسهار وختي پاڅېدو عدتونه په خپله په ځان کې پيداکړى، که دغه قدرتي زرين اوصول موترپښولاندې کړل نوخپل صحت سره سره به موخپلې ټولې خوشحالۍ په سيندلاهوکړي وي.

الهي فرمان دى _ هغه يوالله (ج) دى چاچې شپه ستاسې لپاره پرده پوښه اودخوب،راحت اوسکون لپاره پيداکړې ده او ورځ يې دويښتيادگرځېدو اودکارلپاره پيداکړې ده ولې هغوى نه پوهېږي چې ماشپه ستاسې دسکون لپاره پيداکړې ده او همدارنگ ورځ مې د(محنت مشقت) لپاره رڼاکړې ده. جالينوس چې يومشهور حکيم دى هغه ويلي دي.خوب دجسم دارام لپاره اودخوړو دتحليل لپاره ډېرضروري دى. سهارترډېره ناوخته خوب جسمي کمزورتيااوهمدارنگ ذهني پراگندې رامنځته کوي خودماسپښين اودغرمې ترمنځ يوساعت خوب چې دانسانيت لارښودحضرت محمد(ص ) سنت هم دي ډېرفايده لري دنوي څېړنوپراساس خوب دصحت،حسن اوښکلا لپاره ډېرضروري دى. يوجرمنى ليکوال جرگن زولى ويلي چې کم خوب انسان ډېرژرزړه وي  همداسې دې ته ورته نورو پوهانو دويناپه مطابق، که انسان په دوام داره توگه بې خوبه پاتې شي اوهمداسې عدت وگرځي نوداانسان به نه يواځې جې ورزمره ژوند به يې له ستونزو ډک وي له دې سره سره به دته ډول ډول نفسياتي، جسماني، اروايي،فشار، دزړه ناروغۍ، دهضمې خرابى اوعصابي … ناورغيواخته کېږي، دغه د بې خوبحى اصل لامل د شپې تر ډېره تلويزون کتل، کلبونه، ښودلي چې دغه شان زموږ د خوبونو د وخت خيال نه دى ساتلى. هغوى ټول په دې ټينگار کوي چې بايد پراخت ويده او پروخت را وېښ شي، د انسانيت لار ښود د حضرت محمد(ص) خپلو امت ته د خوب اداب ورښي فرمايي د ماسختن د لمانځه نه وروسته ژر ويده شئ زموږ په ژوند کې د تاوتريخوالي او همدا رنگ د ډول ډول ناروغيو همدا وجه کېداى شي، چې موږ د اسلام د سپېڅلي دين او د انسانيت لارښود حضرت محمد(ص) لارښونې مو له پامه غورځولي او يا مو هېرې کړي.له قيلولې نه جسم سکون ميلاويږي دماغ ځواکمن او عقل تېزېږي قيلوله د ماسپښين د خوراک نه وروسته د لږ ساعت لپاره خوب د وايي پوهانو ډاکترانو هم دا منلې ده. خو د يادونې وړ ده چې د ورځې په ساعتونو ساعتونو خوب د صحت لپاره سخت مضر دى. ورځ د محنت مشقت او د کار لپاره الله(ج) پيدا کړې ده، چې انسان خپل ورځني کارونه پکې په ښه توگه پر مخ بوځي او شپه يې د خوب ارام لپاره پيدا کړې ده، چې ورځنى ستړيا مو ورباندې رفه شي. په دې اساس کله چې مو د ماسختن لمونځ وکړ بايد ژر تر ژره خپل ځانونه د خوب غېږې وسپاري فرض وکړۍ چې کله خوب نه درتلو پام کوى چې د خوب درمل و نه کاروئ. د خوب د نه راتو په صورت کې بايد خپل ذهن تش کړئ. خپل جسم سست پرېږدئ په ښۍ اړخ سملۍ او خپل ښۍ لاس د رخسار لاندې کړئ او د الله (ج) ذکر وکړئ، الله(ج) الله (ج) له ځانه سره وايي په دې سره به انشاءالله ډېر ژر تاسې ته خوب خپله غېږ پرانځي دا د بې خوبى ازميل شوى روهاني علاج دى که په اوداسه کې ياست آيات الکرسي تلاوت کړئ، بې له شکه ټوله شپه به له دښمن او د شيطان له شره وژغورل شئ په امن کې به وى انشاءالله.

د خوب لپاره يو څو گډورې مشورې:

١- د شپې د خوب لپاره او د سهر د پاسېدو لپاره يو خاص وقت وټاکئ او ورباندې په کلکه توگه عمل وکړئ.

٢- د شپې له مخې کوښښ وکړئ، چې کم خوراک وکړئ، چې ژر هضمه شي.

٣ – د شپې له ويده کېدو تر مخه مشروب يانې چاى يا داسې نور شيان ډېر مه سکى.

٤ – د شپې د خوراک نه وروسته څلوېښت قدمه واخلئ او د سهر مهال ورزش هېر نه کړئ.

٥ – له ويده کېدو نه وړاندې سترگې پټې کړئ او خپل جسم سست پرېږدئ.

٦ – که خوب نه درتلو نو د خپلې خوښې گټور کتاب مطالعه وکړئ.

٧ – له خوبه مخکې په نيم گرمو اوبو باندې ولامبئ او ښه عطر وکاروئ.

لیکوال: حمیدالله حمیدي

وروستۍ ليکني

په ډانګ پیلي سپیني خبرېافغان ولس په ۱۹ پیړۍ ۲۰ پیړۍ او دادی په ۲۱ پیړی کې دنړیوالوسترو ښکیلا کي ځواکونودستراتیژیکي استعماري موخو په خصمانه  لوبو ا و شیطاني چلوټو په جال کې کیوتی او په ټولو پړاوونو کې یې  په خورا  بې رحمی او بې ساري قساوت لکه رودونه ویني بهیدلي اوسنی پړاو یې زړه بوږنوونکی اوټول هیواد کلي اوبانډي دوینو په حمام بدلي شوي دي اودجګړې ښکیلې غاړې پخپله افغانان لکه دسونګ دتوکو په څیر په کې سوځي او زما په اند دا دبشریت  په  تاریخ  کې هغه ستره جګړه ده چې د ځمکې دکرې دلسګونو،لسګونو بیلا بیلو هیوادونود دې وطن د بچیو په ویر اوخونړي ناورین کې په بې رحمۍ برخه ...
زوریدلواو ویرجنو هیواد وا لوته د پام وړڅوټکېدبشریت په تاریخ کې دانسانانو لوی قاتل اووژونکی جنګیزمغول دی چې اصلي نوم یې تموجین دپولاداوکلک په مانا اودواکمنی په مهال جنګیزخان دی چې دشاه جهان اولوی خان په مانادی.دغه خونړي انسان دخپلې واکمنی په ظالمانه پړاو کې دځمکې دکرې ټول ټال ۱۱ یوولس سلنه بشریت له منځه یووړدښځینه اونارینه سرونوڅخه د لوړوکله منارونوپه جوړولوکې یې ساری نه درلود او په دې ډول یې دترهې اوویرې په خپرولوسره دښارونواوبشري مدنیتونوپه چورلټ نړولوکې داسیا،افریقا اواروپا ترلویو وچو پوري وحشیانه یرغلونه تر سره کړهغه دخپلې زوکړې په ټاټوبي په یوه نامالوم مرګ ومړاودهغه دقبر دپاسه په ...
د دووخویندو زړه بوږنوونکي غمیزههو! هغه دوه مبارزې وطنپالې اوزړورې خویندې یادوم چې دخپل دردیدلي،کړیدلي اوجګړه ځپلي ولس دسوکالۍ اوهوسایې په موخه یې خپل پلرني هیواد ته دچوپړملاوې وتړلې دلرغوني اوتاریخي ویاړلي اودپامیردلوړوڅوکوپه څیر دسر هسکي بدخشان د خاش له سمسورې سیمي یې دملي پولیسوپه لیکوکې دندې پیل کړې.څه موده وروسته دمسلکي لوړوزده کړولپاره دترکیې هیواد ته واستول شوې اودشپږمیا شتنۍ مسلکي کورس له اکمال وروسته دتیرې خونړۍ اوویرجنې روژۍ په میا شت کې خپل پلرني ټاټوبي ته راستنې شوې او په دې هیله چې دخپلې خوږې کورنۍ په خوږه غیږه کې به دخپلو وروڼو،خویندو،موراوپلارسره داخترڅوشپې اوورځې په خوښۍ تیرې ...
کب له سره خوسا کیږي دیوه هیواد زعامت اومشرتابه دخپل ولس په برخلیک اود هغود ژوند په نیکمرغۍ اوبد مرغۍ نیغ پر نیغه اغیزه لري که دهیواد دواکمنانوسرونه کدو سرونه نه وي نوباید خپل ځانونه د وړ اوکارنده شخصیتونوپه توګه دتاریخ په پاڼو کې تثبیت اوپه ډاګه کړي ځکه دهغو د هژمونی اوواکمنی مهال تلپاتې نه وي په یو ډول د ډولونودمرګ له حتمي پدیدې سره مخامخ کیږي اود هغوفزیکي موجودیت ته دپای ټکۍ ږدي خودهغومعنوي اړخ مثبت اویا منفي کرکټرمرګ نه لري هغو چې هیواد اوولس ته یې دچوپړ،عدالت اوصداقت تله درنه ده تل درنه اوپه درنښت یادیږي دهغوکارنامې اواندیښني داړوند ولس اوملت لپاره ځلیدونکي مشالونه اوڅراغونه دي اوپر ...
سپیني خبرې او شریرې څیرې کلونه پخوا مې دقومونو اوقبایلودعالي جرګې دمرکزي شورا دمنشي په توګه د ولسي اوجرګه ییزي دندې ویاړ درلود .یوي پراخې ولسي غونډه کې دګډون په موخه دخوست ولایت دصبریو ولسوالۍ اړوند درنه ،مجرب اوپوه سپین ږیري اروښاد متقاعد ډګروال حسین خان صبري ته چې دکابل په کارته نو کې استوګن و،ورغلم. هغه خورا مهربانه،خواخوږی اومهربان شخصیت واو له درنه روغبړوروسته مې په خورا ادب اودرنښت هغه ته دګډون بلنه ورکړه.هغه خدای بښلي ماته تل وراره ویلې او راته کټ،کټ له خندا شین شو. له لږسوچ وروسته یې راته وویل: کومه جرګه ؟ اودڅه لپاره جرګه؟ په ځواب کې مې ورته وویل چې په هیواد کې دسم سمکي ،هراړخیز ...
آلله اکبرـ آلله اکبر دخوارملا آذان واورئای دمظلوم اوکړیدلي هیواد خونړي افغانستان درنو،درنوعالمانو،پوهانو،شمله ورومشرانواوباتوروکشرانو،خویندواووروڼواســـــلام علیکم ورحمته الله وبرکاته اما بعد!په کلو اوبانډوکې داخبره عامه اودژبوپه سرده چې دخوار ملا آذان څوک نه اوري.خودغټوږیرواوډبلو پګړیوسمیع الحق ناحق اوفضل الرحمان نارحمان اودهغو په څیردانسانیت اواسلامیت ضد غټ خیټوملایانودمسلمان اوافغان وژنې کفري فتواوې دتورپنجاب له منبرونوصادرې اودادی زموږ دجنتي وطن څخه یې توردوزخ جوړکړی دی ښکلی کابل په وینورنګ اودهیواد په ګوټ،ګوټ کې دوینوویالې بهیږي .په عامواوخاصو ...
وسله وال پوځ اوپه مورچلوکې ډزېدافغانستان وسله وال پوځ ملي اردو،ملي پولیس اوامنیتي ځواکونواولښکرو شمیرټول ټال درې لکه دوه پنځوس زرو۳۵۲۰۰۰تنوته رسیږي اووسله وال پوځ په اوو۷ قول اردوګانوکې تنظیم اوجوړشوی دی .نـنګرهار۲۰۱ لمبرسیلاب قول اردو پکتیا ۲۰۳ تندر قول اردوهرات ۲۰۷ ظفر قول اردوکندهار۲۰۵ اتل قول اردوبلخ ۲۰۹ شاهین قول اردوهلمند۲۱۵ میوند قول اردواودهوایي ځواکونو قول اردواوداوسله وال ځواکونه په زرګونو،زرګونوبلوکونو،ټولیو،کنډکونو،لواګانواوفرقوکې ځای پرځای شوي دي اوداهغه اردوده چې دافغانستان دحرب په تاریخ کې په درجنو،درجنوجنرالان چې زیاتره یې مسلکي نظامي زده کړي نه لري اوپه تنظیمي زور اوسوټي ...
په وینولړلۍ اسلام داسلام آباد دخنجرپه څوکهشیطان آباد اسلام اباد دلوی شیطان په کرغیړنولاسونوداسلام دبدنامی اودمسلمانانودکړولو،وژلواوسپکولوپه موخه رامنځته شوی اودا لامل دی چې لاتراوسه داسلامي قانون اوشریعت پرځای انګلیسي مدني قانون واکمن دی اودتش په نوم داسلام په نامه ډول،ډول ترهګرې،تروریستي ځناورې او وحشي ډلې،ټپلي اوځان مرګي لیوني سپي روزي اودبې وجدانه اوبې ایمانه پاکستاني مفتیانوپه فتوا یې دافغان مسلمان ولس دوژنې اوتباهۍ لپاره ګوماري چې دادی نـن ورځ دروژې دمطهرې اوعبادتي میاشتې په لومړۍ ورځ یې دسپیڅلوخوستیوروژتیانوویني په خورا سترقساوت اوبربریت وبهولې په خدای،رسول اواسلام مین غیرتي خوستیان یې ...
  دلرو اوبرو پښتنودغیرت اونـنګ شیبې رښتیا یې ویلي چې اوبه په ډانګ نه بیلیږي اوګډ پښتون په ډیورنډ نه بیلیږي.هغه تش په نوم مکار اوتصنعي ډیورند چې دادی دګردې اروپا د۵۱۰ میلیوني وګړودمتحد اویوموټي باوري اوځواکمن سازمان یا په بله ژبه داروپا داتحادیې پارلمان مرستیال مشروتلي اوپیاوړي دپلومات ښاغلي رشارډ چارنیکي داکرښه مصنوعي اوغیرطبیعي کرښه بللي اوداروپا یي ټولنې په میاشتنۍ کې یې په زغرده اوډاګه دهغه ابطا ل اعلان کړاوپه څرګندومستدلواو منطقي ټکو کې یې دهغه جدي ارزونه غوښتي او ویلي یې دي چې د دې کرښې اوسیمي څخه دنړیوالې ترهګری او تروریزم مرکزجوړشوی او د دې وخت رارسیدلی چې د ډیورند کرښې ته بیا ...
افغانستان به څنګه جوړشي؟ دتاریخ داوږده بهیراودپیړیو،پیړیوپه بیلا،بیلوپیړیوکې زموږګران اولرغونۍ هیواد اریانا،خراسان اومعاصر افغانستان دخونړیوبلوسو،وحشیانه یرغلونواوتاړاکونوسره مخامخ شوی اود دي خاورې تاریخ اوجغرافیه په سرو وینوخړوب شوي ده.دعروس البلاد،ام البلاد،اشرف البلاد اوفرهنګ البلاد ښارونه دبرمیال لرغوني مدنیت اثاراوبې سارې فرهنګي پنځونې دچپاولګرواویرغلګروپه تورولښکرو وران ویجاړشوي اولوټ شوي دي اودخپل شتون په اوږده واټن اوتاریخي پړاوونو کې یې بشپړامن اوسوکالي نه ده په برخه شوي ان چې زبون اونامرده بشریت ضد دوښمن پخپله استعماري خونړۍ توره دافغان بدن دوه ټوټې ...