سالمه کورنۍ

رفیع الله ستانکزی

 

په تېر پسې...
په تېرو ليکنو کې مو درې ډوله کورنۍ در وپېژندلې، چې هرې کورنۍ خپلې ستونزې لرلې، اوس څلورمه کورنۍ درپېژنو، چې دا کورنۍ د اولاد روزنې په برخه کې تر ټولو سالمه کورنۍ ده او يقيناًً چې د دې کورنۍ اولادونه به سالم وي. اوس به ستاسې مخې ته د سالمې کورنۍ ټولې ښې ځانګړنې کېږدو:

۱-  د دې کورنۍ غړي ژوندي او مينه ناک دي او د دوی ټولې کړنې يو ډول له مانا ډکې کړنې دي.
۲-  د دې کورنۍ غړي خپلې ستونزې او ناآرامۍ او همدارنګه خپلې ټولې خوښۍ د کورنۍ د نورو غړو سره شريکوي.
۳-  د دې کورنۍ غړي له معقولې او پر ځای وېرې نه ډارېږي او پوهېږي، چې ښايي له دې سره سره نورې تېروتنې هم ولري، نو د دې په پار خپل معقول او پر ځای دلايل وړاندې کوي او همدا يې د لا پرمختګ او د تجربې د ترلاسه کولو لامل کېږي.
۴-  د کورنۍ هر غړی يو بل ته احترام لري او يو بل سره ښه ډېره مينه لري. دغه مينه دوی ته يو ډول خوښي ور په برخه کوي.
۵-  له یو او بل سره د کورنۍ د غړو اړيکې همغږې او ښې دي او په همدومره مينه له يو او بل سره خبرې اترې هم کوي.
۶-  کله چې په دې کورنۍ کې آرامي خوره وي او ټول غړي آرامه وي؛ نو دا آرامي او سکوت د وېرې او ډار سکوت يا آرامي نه ده، بلکې ارام بښونکې او اراموونکې ده. البته تاسې به په هغو کورنيو کې چې بېلګې يې مخکې وړاندې شوې  ليدلي وي، چې ډېری داسې سکوتونه يا آرامۍ د وېرې لامله وي، خو دا کورنۍ داسې سکوت د ارام بښلو لپاره جوړوي.
۷-  کله چې په دې کورنۍ کې خبرې اترې او غږونه وي، نو دا غږونه د مانا  لرونکي حرکت مانا ورکوي، نه بې ځايه غوغا چې د نورو د غږونو د غلي يا خفک کولو لپاره وي.
۸- د کورنۍ هر غړی د خپل سالم حق په لرلو سره پوهېږي، چې خپل غږ نورو ته رسولی شي او په دې اړه د آرامۍ او سکوت فشار زغمولو ته اړتيا نشته.  
۹-  که کله هم د دې کورنۍ کوم غړي په یوه مجلس کې د خبرو کولو وخت نه وي پيدا کړی؛ دا يوازې د وخت د کمي لامله کېدای شي، نه د نورو د بې پامۍ او زړه تنګۍ لامله، ځکه چې داسې کورنۍ د يو بل نظر ته ډېر احترام لري او د يو او بل د نظر اورېدو څخه وېره هم په زړه کې نه لري.
۱۰-  د کورنۍ غړي په ډېرې آسانۍ سره يو بل ته مينه ورکوي او د خپلو ماشومانو په غېږ کې نيول ورته اړين او حتمي کار برېښي، له دې سره يې په مينه او ډاډ ورکولو هم نازوي.
۱۱-  د دې کورنۍ غړي له يو او بل سره په رښتينولۍ او مينې خبرې کوي او په ډېرې لېوالتيا د يو او بل خبرې اوري، ځکه چې یو او بل ته رښتيني دي او يو او بل ته ډېره لېوالتیا ښيي.
۱۲-  د دې کورنۍ هر غړی په آزاد ډول له يو او بل سره خبرې کوي او خپلې اندېښنې له يو او بل سره شريک کوي، هغه اندېښنې که د دوی  خپلې ناکامۍ، زیانونه، وېرې او په بل پرځای نیوکه کوي دا ټول ورسره شريکولای شي او کېدای شي په ګډه سره ورته ډېره معقوله او سمه حل لار ولټوي.
۱۳-  د دې کورنۍ غړي د خپل هر کار لپاره مخکې له مخکې د ټولو په مشوره يو پلان جوړوي او د هماغه پلان سره سم پرمخ ځي، خو که کله ورته کوم خنډ پېښ شو، د دغه خنډ د مخنيوي په پار ټول سره لاس په کار کېږي او پرته له وېرې يې له ټولوڅخه د حل لار غواړي، له دې لارې کولای شي، په ډېرې آسانۍ سره خپلې ټولې ستونزې حل کړي.
۱۴-  په دې کورنۍ کې له بل هرشي نه، انساني ژوند او بشري احساسونه د پام  او احترام وړ وي.
۱۵-  په کورنۍ کې مور او پلار ځان لارښود ګڼي، نه ريس يا ملک. دوی غواړي، چې خپلو اولادونو ته څنګه په راتلونکي ژوند کې د يوه واقعي انسان په توګه ژوند کول وروښيي.
۱۶-  د دې کورنۍ هر غړی د خپلو تېروتنو او ستونزو په اړه هماغسې خبرې اترې کوي؛ لکه څنګه چې يې د خپلو برياوو او ګټو په اړه خبرې کوي.
۱۷-  د دې کورنۍ د مشرانو يا مور او پلار کړنې هم هماغسې دي، لکه څنګه چې خپلو اولادونو ته نصيحت کوي، نه دا چې دوی وايي يو څه او کوي بل څه.
۱۸-  د دې کورنۍ مور او پلار د يوه ښه مدير او يا مشر يا لارښود په ډول د وخت په نسبت حساس وي او د دې په تمه وي، چې څنګه له يوه ټاکلي مهاله وړ ګټه واخيستل شي او له خپلو اولادونو سره خبرې وکړي.
۱۹-  د دې کورنۍ د کوم غړي له تېروتنې که زيان رامنځ ته شو هغه هم په ناغوښتي ډول، نو مور او پلار او نور مشران يې ترڅنګ درېږي، سمه لار ورته ښيي او د تېروتنې يا زيان لامل ورته ښيي. په داسې وخت کې زيانمن کس ډېره ښه زده کړه کولای شي او همدا  درس یې د راتلونکي لپاره ستر عبرت جوړېدای شي.
۲۰-  د دې کورنۍ مشران يا مور او پلار پوهېږي، چې د دوی اولادونه په قصدي ډول بد نه کوي او يا ستونزې نه جوړوي،  که يې د اولادونو خرابکاريو او بديو ته پآم شو، نو دې پايلې ته رسېږي، چې کومه پېښه شوې او يا هم کومه ستونزه ور پېښه شوې؛ بیا د دغې ستونزې د حل په پار لاس په کار کېږي.
۲۱-  د دې کورنۍ مشران يا مور او پلار په دې پوهېږي، چې د دوی اولادونه هغه وخت ښه زده کړه کولای شي، کوم وخت چې ځان با ارزښته او مهم وګڼي او همدارنګه پوه شي، چې دوی نورو  ته او نور دوی ته ډېر ارزښت لري.
۲۲-  د دې کورنۍ مشران په دې پوهېږي، چې کولای شي د ماشومانو د رټلو او رشخند کولو له لارې د هغوی کړنو ته بدلون ورکړي، خو په دې هم پوهېږي، چې د دغو کړنو يانې رټلو او رشخند وهلو اغېزې به يې تر ډېره په  ذهن کې پاتې شي او بيا په ډېرې آسانۍ او چټکۍ سره نه رغېږي، ولې پرځای يې د ستونزې اصلي جرړې ته ځي او په آرامۍ سره يې د دلايلو په وړاندې کولو پوهوي، چې اغېزمنه لار يې هم همدا ده.

۲۳- که کله د دې کورنۍ ماشومان يا اولادونه يو کار ترسره کوي او يا هم د هغه کار د سمولو په پار وخت ته اړتيا ولري، مور او پلار يې په ډېره سړه سينه وخت ورکوي او د وخت ورکولو ترڅنګ يې نور هم ښه کار کولو ته هڅوي او د ستونزو د خلاصۍ په پار ورسره مرسته کوي.  

۲۴-  مور او پلار پوهېږي، چې د هر انسان په ژوند کې ستونزې وي، ځکه چې بې له ستونزو او ربړو ژوند ناممکن دی؛ نو د همدې لپاره د هرې تازه او نوې ستونزې لپاره حل لار پيدا کوي او خپلو ماشومانو يا اولادونو ته يې هم ورښيي، چې څنګه د ستونزو د حل په برخه کې د خلاقيت او نوښت څخه کار واخلي.

۲۵-  د دې کورنۍ مور او پلار پوهېږي، چې ژوند د بدلون له ځانګړنو برخمن دی او د همدې لپاره دا مني، چې اولادونه يې د ژوند بېلابېل پړاوونه وهي او هېڅ وخت يې هم د ودې او پرمختګ مخه نه ډب کوي.

لنډيز
په ځينو څېړنو کې ښوول شوې، چې له هرو سلو کورنيو څخه یوازې څو کورنۍ (درې يا څلور کورنۍ) په دې پوهېږي، چې څنګه د خپلې کورنۍ مشري او ساتنه وکړي. د خفه کورنۍ محصول يا توليد ناروغ اولادونه، نهيلي، ځانغوښتي، معتاد او ...... دي او ډېری غړي يې د اروايي ناروغيو ښکار وي او ډېری داسې ناروغان چې اروايي ستونزې،  معتادي، يوازېتوب خوښوونکي او .... لري؛ په همداسې خپه او ځورېدونکو کورنيو کې رالوی شوي وي.
کولای شو، چې د آزادې، بلا پسې، خفه او ځوروونکې او سالمې کورنۍ ځانګړنې داسې چاڼ کړو.

د لومړنيو درېو کورنيو ستونزې:
۱- د دې کورنۍ هر غړی خپل ځانته په ډېرې ټيټې کچې د احترام او ارزښت قایل دی او يا د دې دول کورنیو غړي خپل ځان او يا د کورنۍ نورو غړو ته هېڅ ارزښت نه ورکوي.
۲- له يو او بل سره نامستقيمې او په بشپړه توګه ناسمې او پېچلې اړيکې لري.
۳- د کورنۍ مقررات او قاعدې وچې، وګړنيزې، نه رغېدونکې او تلپاتې دي.
۴- د نورې ټولنې سره يې اړيکې تړلې، نهيلې کوونکې او د ډار په بنسټ ترسره کېږي.

سالمه کورنۍ
1-     د دې کورنۍ هر غړی خپل ځانته معقوله اندازه او په منطق ولاړ ارزښت او احترام قايل دی.
2-    مستقيمې، څرګندې، چټکې او د رغېدنې په فلسفه ولاړې اړيکې سره لري.
3-    د کورنۍ قاعدې او مقررات منطقي، انساني او تغيرمنونکې دي.
4-    له نورې ټولنې سره پرانيستې، سالمې او خوښي بښونکې اړيکې لري.
دا بحث خو ډېر وخت او ډېره څېړنه غواړي خو په لنډو او څلورو برخو کې تاسې ته يو څه معلومات وړاندې شول، ښايي نور دوستان يې په اړه ډېر معلومات وړاندې کړي.

په دې هيله خپله دا ليکنه پای ته رسوم، چې سالمه کورنۍ ولرﺉ او يا هم سالمه کورنۍ جوړه کړئ.

 

 

وروستۍ ليکني

په ډانګ پیلي سپیني خبرېافغان ولس په ۱۹ پیړۍ ۲۰ پیړۍ او دادی په ۲۱ پیړی کې دنړیوالوسترو ښکیلا کي ځواکونودستراتیژیکي استعماري موخو په خصمانه  لوبو ا و شیطاني چلوټو په جال کې کیوتی او په ټولو پړاوونو کې یې  په خورا  بې رحمی او بې ساري قساوت لکه رودونه ویني بهیدلي اوسنی پړاو یې زړه بوږنوونکی اوټول هیواد کلي اوبانډي دوینو په حمام بدلي شوي دي اودجګړې ښکیلې غاړې پخپله افغانان لکه دسونګ دتوکو په څیر په کې سوځي او زما په اند دا دبشریت  په  تاریخ  کې هغه ستره جګړه ده چې د ځمکې دکرې دلسګونو،لسګونو بیلا بیلو هیوادونود دې وطن د بچیو په ویر اوخونړي ناورین کې په بې رحمۍ برخه ...
زوریدلواو ویرجنو هیواد وا لوته د پام وړڅوټکېدبشریت په تاریخ کې دانسانانو لوی قاتل اووژونکی جنګیزمغول دی چې اصلي نوم یې تموجین دپولاداوکلک په مانا اودواکمنی په مهال جنګیزخان دی چې دشاه جهان اولوی خان په مانادی.دغه خونړي انسان دخپلې واکمنی په ظالمانه پړاو کې دځمکې دکرې ټول ټال ۱۱ یوولس سلنه بشریت له منځه یووړدښځینه اونارینه سرونوڅخه د لوړوکله منارونوپه جوړولوکې یې ساری نه درلود او په دې ډول یې دترهې اوویرې په خپرولوسره دښارونواوبشري مدنیتونوپه چورلټ نړولوکې داسیا،افریقا اواروپا ترلویو وچو پوري وحشیانه یرغلونه تر سره کړهغه دخپلې زوکړې په ټاټوبي په یوه نامالوم مرګ ومړاودهغه دقبر دپاسه په ...
د دووخویندو زړه بوږنوونکي غمیزههو! هغه دوه مبارزې وطنپالې اوزړورې خویندې یادوم چې دخپل دردیدلي،کړیدلي اوجګړه ځپلي ولس دسوکالۍ اوهوسایې په موخه یې خپل پلرني هیواد ته دچوپړملاوې وتړلې دلرغوني اوتاریخي ویاړلي اودپامیردلوړوڅوکوپه څیر دسر هسکي بدخشان د خاش له سمسورې سیمي یې دملي پولیسوپه لیکوکې دندې پیل کړې.څه موده وروسته دمسلکي لوړوزده کړولپاره دترکیې هیواد ته واستول شوې اودشپږمیا شتنۍ مسلکي کورس له اکمال وروسته دتیرې خونړۍ اوویرجنې روژۍ په میا شت کې خپل پلرني ټاټوبي ته راستنې شوې او په دې هیله چې دخپلې خوږې کورنۍ په خوږه غیږه کې به دخپلو وروڼو،خویندو،موراوپلارسره داخترڅوشپې اوورځې په خوښۍ تیرې ...
کب له سره خوسا کیږي دیوه هیواد زعامت اومشرتابه دخپل ولس په برخلیک اود هغود ژوند په نیکمرغۍ اوبد مرغۍ نیغ پر نیغه اغیزه لري که دهیواد دواکمنانوسرونه کدو سرونه نه وي نوباید خپل ځانونه د وړ اوکارنده شخصیتونوپه توګه دتاریخ په پاڼو کې تثبیت اوپه ډاګه کړي ځکه دهغو د هژمونی اوواکمنی مهال تلپاتې نه وي په یو ډول د ډولونودمرګ له حتمي پدیدې سره مخامخ کیږي اود هغوفزیکي موجودیت ته دپای ټکۍ ږدي خودهغومعنوي اړخ مثبت اویا منفي کرکټرمرګ نه لري هغو چې هیواد اوولس ته یې دچوپړ،عدالت اوصداقت تله درنه ده تل درنه اوپه درنښت یادیږي دهغوکارنامې اواندیښني داړوند ولس اوملت لپاره ځلیدونکي مشالونه اوڅراغونه دي اوپر ...
سپیني خبرې او شریرې څیرې کلونه پخوا مې دقومونو اوقبایلودعالي جرګې دمرکزي شورا دمنشي په توګه د ولسي اوجرګه ییزي دندې ویاړ درلود .یوي پراخې ولسي غونډه کې دګډون په موخه دخوست ولایت دصبریو ولسوالۍ اړوند درنه ،مجرب اوپوه سپین ږیري اروښاد متقاعد ډګروال حسین خان صبري ته چې دکابل په کارته نو کې استوګن و،ورغلم. هغه خورا مهربانه،خواخوږی اومهربان شخصیت واو له درنه روغبړوروسته مې په خورا ادب اودرنښت هغه ته دګډون بلنه ورکړه.هغه خدای بښلي ماته تل وراره ویلې او راته کټ،کټ له خندا شین شو. له لږسوچ وروسته یې راته وویل: کومه جرګه ؟ اودڅه لپاره جرګه؟ په ځواب کې مې ورته وویل چې په هیواد کې دسم سمکي ،هراړخیز ...
آلله اکبرـ آلله اکبر دخوارملا آذان واورئای دمظلوم اوکړیدلي هیواد خونړي افغانستان درنو،درنوعالمانو،پوهانو،شمله ورومشرانواوباتوروکشرانو،خویندواووروڼواســـــلام علیکم ورحمته الله وبرکاته اما بعد!په کلو اوبانډوکې داخبره عامه اودژبوپه سرده چې دخوار ملا آذان څوک نه اوري.خودغټوږیرواوډبلو پګړیوسمیع الحق ناحق اوفضل الرحمان نارحمان اودهغو په څیردانسانیت اواسلامیت ضد غټ خیټوملایانودمسلمان اوافغان وژنې کفري فتواوې دتورپنجاب له منبرونوصادرې اودادی زموږ دجنتي وطن څخه یې توردوزخ جوړکړی دی ښکلی کابل په وینورنګ اودهیواد په ګوټ،ګوټ کې دوینوویالې بهیږي .په عامواوخاصو ...
وسله وال پوځ اوپه مورچلوکې ډزېدافغانستان وسله وال پوځ ملي اردو،ملي پولیس اوامنیتي ځواکونواولښکرو شمیرټول ټال درې لکه دوه پنځوس زرو۳۵۲۰۰۰تنوته رسیږي اووسله وال پوځ په اوو۷ قول اردوګانوکې تنظیم اوجوړشوی دی .نـنګرهار۲۰۱ لمبرسیلاب قول اردو پکتیا ۲۰۳ تندر قول اردوهرات ۲۰۷ ظفر قول اردوکندهار۲۰۵ اتل قول اردوبلخ ۲۰۹ شاهین قول اردوهلمند۲۱۵ میوند قول اردواودهوایي ځواکونو قول اردواوداوسله وال ځواکونه په زرګونو،زرګونوبلوکونو،ټولیو،کنډکونو،لواګانواوفرقوکې ځای پرځای شوي دي اوداهغه اردوده چې دافغانستان دحرب په تاریخ کې په درجنو،درجنوجنرالان چې زیاتره یې مسلکي نظامي زده کړي نه لري اوپه تنظیمي زور اوسوټي ...
په وینولړلۍ اسلام داسلام آباد دخنجرپه څوکهشیطان آباد اسلام اباد دلوی شیطان په کرغیړنولاسونوداسلام دبدنامی اودمسلمانانودکړولو،وژلواوسپکولوپه موخه رامنځته شوی اودا لامل دی چې لاتراوسه داسلامي قانون اوشریعت پرځای انګلیسي مدني قانون واکمن دی اودتش په نوم داسلام په نامه ډول،ډول ترهګرې،تروریستي ځناورې او وحشي ډلې،ټپلي اوځان مرګي لیوني سپي روزي اودبې وجدانه اوبې ایمانه پاکستاني مفتیانوپه فتوا یې دافغان مسلمان ولس دوژنې اوتباهۍ لپاره ګوماري چې دادی نـن ورځ دروژې دمطهرې اوعبادتي میاشتې په لومړۍ ورځ یې دسپیڅلوخوستیوروژتیانوویني په خورا سترقساوت اوبربریت وبهولې په خدای،رسول اواسلام مین غیرتي خوستیان یې ...
  دلرو اوبرو پښتنودغیرت اونـنګ شیبې رښتیا یې ویلي چې اوبه په ډانګ نه بیلیږي اوګډ پښتون په ډیورنډ نه بیلیږي.هغه تش په نوم مکار اوتصنعي ډیورند چې دادی دګردې اروپا د۵۱۰ میلیوني وګړودمتحد اویوموټي باوري اوځواکمن سازمان یا په بله ژبه داروپا داتحادیې پارلمان مرستیال مشروتلي اوپیاوړي دپلومات ښاغلي رشارډ چارنیکي داکرښه مصنوعي اوغیرطبیعي کرښه بللي اوداروپا یي ټولنې په میاشتنۍ کې یې په زغرده اوډاګه دهغه ابطا ل اعلان کړاوپه څرګندومستدلواو منطقي ټکو کې یې دهغه جدي ارزونه غوښتي او ویلي یې دي چې د دې کرښې اوسیمي څخه دنړیوالې ترهګری او تروریزم مرکزجوړشوی او د دې وخت رارسیدلی چې د ډیورند کرښې ته بیا ...
افغانستان به څنګه جوړشي؟ دتاریخ داوږده بهیراودپیړیو،پیړیوپه بیلا،بیلوپیړیوکې زموږګران اولرغونۍ هیواد اریانا،خراسان اومعاصر افغانستان دخونړیوبلوسو،وحشیانه یرغلونواوتاړاکونوسره مخامخ شوی اود دي خاورې تاریخ اوجغرافیه په سرو وینوخړوب شوي ده.دعروس البلاد،ام البلاد،اشرف البلاد اوفرهنګ البلاد ښارونه دبرمیال لرغوني مدنیت اثاراوبې سارې فرهنګي پنځونې دچپاولګرواویرغلګروپه تورولښکرو وران ویجاړشوي اولوټ شوي دي اودخپل شتون په اوږده واټن اوتاریخي پړاوونو کې یې بشپړامن اوسوکالي نه ده په برخه شوي ان چې زبون اونامرده بشریت ضد دوښمن پخپله استعماري خونړۍ توره دافغان بدن دوه ټوټې ...