لنډه کیسه:غبرګون

د خوشال کونړي مزاروال لیکنه
جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې خاتونه سره د دوو لوڼو او یوه بوتکي زویه، د خپلوانو واده ته تللي، پلار یې حسن خان اکا په کور

کې له خپلې لور سره پاتې دی، خو د ماښام په لمانځه کې، د پورې کلي توکل اکا  د مېرمنې، د ناڅاپي مړینې له کبله،  چې د دوی له نږدې خپلوانو څخه وه،خبرېږي. د لمانځه وروسته په منډه کور ته راځي. لور له پېښې خبروي. لور یې ورته وایي:
- پلاره! خپل هغه، چې په بده ورځ  پکار شي، او بیا توکل کاکا خو داسې سړی دی، چې په ښې بدې کې کلک راته ولاړ دی. تر ټولو ړومبی رارسېږي. نو بیا تاسې خو بویه ژر تر ژره ورشئ، چې د غمونو بوج خو یې لږشانې سپک شي. پلار یې وایي:
 - زه خو تاسې یوازې نشم پرېښودلای. که ځان سره مو بیایم، کور به څنګه شي؟ نه چې په کومه بلا واوړي..... خولور یې له ځنډه پرته وایي:
- زه به په کور کې پاتې شم!  زما په باب اندېښنه مه کوئ! سپی خو کور کې شته. خو له ځانه سره بیا موسکۍکېږي. د وربل ویښتان یې چې په سترګه راپرېوتي دي ، د ښي لاس په ګوتو پورته کوي، او د غوږ له پاسه یې ږدي، او خپلې خبرې لاپسې غځوي:
- پلاره! ډېره اندېښنه مه کوه! د وسلې په چلولو پوهېږمه! او بیا یې هغه ورځې مخې ته نیغې ودرېږي، چې پلار به یې دې ته اړ ایسته، چې وسله ترې واخلي. او د نښې ویشتل ترې زده کړي. بختورې ته د هغوی په کلا د راسواره غره ناو، د وسلې د زده کړې، او د نښې نیولو مناسب ویشتنځای وو، چې اوس به یې کله ناکله  ګیدړان، شرمښان، زرکې او سوۍ په نښه کولې.....
د حسن خان اکا زړه د خپلې لور په خبرو اوبه وڅښلې. تګ ته یې هوکړه وکړه. د تندي ګونځې یې خورې غوندې شوې. وې ویل:
((چې داسې ده نو، پام کوه پام دې د خدای وي  .راشه!  د کلا لویه دروازه وتړه. سپی هم ایله کړه. ګوره چې چاته دروازه بېرته نه کړې.  ولو که هر څوک وي.))  دا یې وویل. له کوره ووت، او پورې کلي ته پورېوت.
بختورې لویې دروازې ته لوي کلف واچولو. لاړه سپی یې په انګړکې خوشې کړ. سپی نه وو .سم ځناور وو. د غره په لیوانو یې هم سترګه نه سوځېده. خپله لاړه. په کټ کې نیولې شان پرېوته. هغه چېرې هم د شپې له خوا یوازې نه وه پاتې شوې.....
بختوره چې عمر به یې د شلو- دوه ویشتو کلونو تر منځ وو، بې درېغه پیمخې وه. جګه ونه، غټې د هوسۍ سترګې چې د تورولو په وخت کې به نورې هم زړه وړونکې کېدې، نرۍ پوزه، سپین ته نږدې غنم رنګې، تور ګېډی ویښتان، او په غوښو پټ تن.....
تر ډېره خوب نه ورتلو. د سوچونو په نړۍ کې سرګردانه وه. ټوله نړۍ یې خپله وه. د نن شپې یوازیتوب په لاس ورکړې وه. د مشغولتیا لپاره یې څوک نه درلودل. یوازې سوچونو سره یې زړه خواله کوله. مشغولېدله. تر هر څه ړومبی یې هغه زېړی مازیګری سترګو ته ودرېد، چې له زیات ټینګار وروسته یې له پلاره ټوپک واخیست. د لومړي وار لپاره یې په ټوپک نښه نیوله، او ډز یې کاوه. زړه یې بې واره درزېده، ته به وی، له سینې بوټ راوځي.  د ډز کولو په وخت کې یې دواړه سترګې پټې کړې. خداې خبر، کوم ځای یې وویشته. یوه شېبه یې په شونډو خوښۍ ونڅېدې. ښایسته شېبه په اند کې شوه. بیا د مستې ځوانۍ په ګلبڼ ورسمه شوه. د کلي یو یو خیالور ځوان یې تر سترګو تېروو. خو په یوه یې هم سترګې نه خوږېدې. او یا به داسې برېښېدله. همداسې د ځوانۍ په خوږو خوږو سوچونوکې اخوا دېخوا ګرځېده. ځکه یوازې پاتې وه. خوب هم نه غوښتل، چې د سوچونو تناب یې پرې کړي. ګونډې یې ورته وهلې وې. د انتظار شېبې یې ورته وېستې....
شپې نیمې ته ځان جوړاوه چې د بختورې سترګې مرغۍ مرغۍ شوې. لاس یې لاټین ته ورووړ. غوښتل یې چې رخصت یې کړي، خو زړه ته یې څه پرېوتل. د لاټین روښنایي یې کمه کړه. د خوب تابیا یې ونیوه، او سترګې یې پټې شوې.
بختورې به لا یوه سترګه خوب نه وو کړی، چې سپي بده ورځ ونښلوله. هیبت وهلې له خوبه راپورته شوه. سپي خوله په خوله نه ایښوده. شور او زوږ یې جوړکړی وو .کله  یې کونجونو ته غپل. کله به یې منډې کړې د کلا په تمبو به یې خپړې لګولې. د بختورې رنګ زېړ زبېښلی وتښتېد. ترهه او واهمه یې په تن ننوته.
یخني  پسې واخیسته. ژامنې یې وړچېدې. ژبه یې په تالو کې وچه وچه شوه. وېرې او ډار یې د ذهن او روان واګي د سوچونو په لورراښکودل. له ځانه سره یې وویل:
ـ  (( موږ خو له چا سره دښمني نه لرو. پلار خو مې هم بې بدو سړی دی. غټ ورونه  هم نه لرم، چې چا ته به یې په سپکه کتلي وي. له پخوانو او خاورې شوو هم راته کومه بدي نه ده پاتې، چې اوس یې غچ اخیستل غواړي. نو دا به څوګ وي؟)).
بېرته یې اند تغیر مومي. وایي:
- (( اوس خو د جوارو وخت دی. کېدای شي کوم غرنی ځناور: ګیدړ یا شکوڼ پټیو ته د شټو، او ټانټو خوړلو لپاره راښکته شوی وي، او وروسته یې دېخوا مخه کړي وي …..)) .له  دې سره نوره هم تسلي کیږي، وایي:
- کېدای شي لارویان وي……  بېرته له ځانه سره سر خوځوي وایي:
 که داسې وي، نو سپی ولې په تمبو خوله لګوي، زوږ یې ولې ټوله کلا په سر راخیستې؟
په دې وخت کې یې پام  دیوال ته اوړي. سترګې یې په ۳۰۳ بور انګریزي سرپوخ ټوپک لګیږي، کوم چې په خونه کې د هغې ښي لاس ته په دېوال ځوړند دی. نوره هم د ترهې او وهم په شوي مخې ته ځي، زړه ورته وایي:
- څه به وي چې پلار یې په دې ورځو کې تازه له ولسوالۍ راوړی. څه به یې اورېدلي وي. او بیا یې په دې ورځو کې د مشرانو مرموزې مړینې ذهن ته تداعي کېږي. غلې وایي:
- (سل دې ومره، خو د سلو سر نه). کلی خو په مشرانو راټول دی. دوی د کلي ستنې، بشونه، او برجونه دي، چې د کلي ښې بدې ته یې اوږې ورکړي……
خو ځغلند ه یې فکر په دې ورستیو ورځو کې نارامیو ته اوړي. د تېرو کفن کشو نه اوسني ورته بدتر، او داړونکي برېښي. ځکه دوی اوس په ولاړه د انسانانومرۍ پرې کوي. تندي، او تازه زېږدي بچي څیرې، دوه ځایه، او دوه پلې کوي. سپین ږیري په ماینونو او بمونو کښینوي، او الوزوي یې.... او له دې سره یې د خپل کلي دوه مشران هر یو ګلاب شاه او علي شاه اکا هم سترګو ته مخامخ درېږي.....
بیا یې د کلي مشران یاد ته ورځي چې څو ورځې وړاندې د خپل پلار په ګډون  له حکومتي مشرانو سره غوږونه نږدې کوي. ټوپکې اخلي، او د کلي د امنیت لپاره د پوستو او امنیتي کمر بند د جوړولو په اند کې کېږي ،  چې څرنګه د کلي د سر سړي او ټول کلی خوندي کړي. او د ویرژلو پېښو مخه ونیسي.....
اوس نو بختورې ته د خپل سپي ګواښونه، لاسلګی ، او بده ورځ بې څه نه مالومېده. د زړه درزا یې په زیاتېدو شوه. حلق یې وچ وچ شو. او ورسره یوځای د سوچونو، وهم،  او ورهم  تورتم ځنګله ته ننوته:
ناببره د کلا د لویې دروازې  پنډې تمبې بېرته کیږي. یوه ډله شونډک تړلي، چې ګردنۍ یې په غاړه دي. له خپلو وسلو سره انګړ ته راننوځي. یو شمېر له کلا بیرون څارنه کوي. دوه تنه د انګړ له دننه نه بیا هم لویه دروازه څاري. څو تنه دویم پوړ ته راپورته کېږي. ګوري چې پرته له یوې پېغلې بنده ذات په کور کې نشته. شیطاني وسوسې یې په مغزو ټونګې پیلوې. د هوسونو تنورونه یې لمبې کوي. لوخړې ترې پورته کیږي. د اور سپرغۍ یې په رګونو ورننوځي. په اونیو اونیو، او میاشتو میاشتو په غرونو، سمڅو، او سوړو کې اوسېدلي. هر یو د خپلو زړونو بړاس ویستل غواړي. رګ رګ یې د زړه یخېدل غواړي. د هر یوه تن سرې سکروټې دی. خړوبول یې غواړي. د ډلې مشر د ټولو نه زیات په مستۍدی. سترګۍ یې شوي. بې اختیاره ملاوستنی له شونډکه لرې کوي. ټول ببر دی. یوازې سترګې یې ځلیږي. د هوسونو خونړی دریاب یې غولۍ وهي. موسکی کیږي. زیړغاښونه یې له ورایه پام ځانته را اړوي. وایي:
- هلکانو نن خپله تنده ماتوو. خامخا یې ماتوو. خپل زړونه یخوو . د زړونو له یخولو وروسته بیا دغه نازک او ښکلی ستونی خفه کوو. وژنو یې ، چې پلار ته یې عبرت شي. هغه آریانه ولاړه ده. د تېري کوونکو خبرې اوري. زړه یې اور اخلي  .د ځانوژنې رو ګودر لټوي، چې په دې کې د سپي غورځې پرزې او لاس لګونه یې د سوچونو تنابونه پرې کوي. لکه پاڼه رېږدي. سپینې یې تښتي. وټی خولې یې د سینې په دښتې او غونډیو پشکې وهي. لکه ترهېدلې، او نیول شوې هوسۍ آریانه ده. نه چې د پلار پښتو او شمله یې له خاورو سره خاورې شي. نه چې په سپینه لمنه یې تور داغ لګېږي. نه چې سپکه وړۍ اوسپکه سپانده شي. د خلکو پېغورونه، مخ توری. بې پتي، او شرم یې سترګو ته ودرېږي. نوره یې هم غریونیسي. سا یې په مرۍ کې بنده بنده کېږي. د اندېښنو دریاب یې څپې وهي. هغه لکه خاشاک او نېزوڼی له ځانه سره اخلي. څپه په څپه یې ولي. د څپو په سر د خپل تور بخت ویر کوي، او په ناهیلۍ سره وایي:
- ته ګوره زما تور بخت ته! بیا هم له خپل تور بخت نه سر ټکوي  . وایي:
¬-  په ژوند کې، کله هم د شپې له خوا  په کور کې یوازې نه ده پاتې شوې. خو چې نن پاتې ده، بیا داسې کانې را منځ ته کېږي.....
نور یې هم  د زړه بوج لاپسې درنیږي، وایي:
- له چا به یې مالومات تر لاسه کړی وي، چې نن په کور کې یوازې ده ، او پرته له هغې هیڅوګ نشته؟
له زړه یې تور لوګی راپورته کېږي. بې درېغه یې له خولې راووځي:
- د تورمخو دې خونه میراته شي. بېرته ځانته وایي:
 - ښېرې څه ګټه لري، او کله ځای نیسي. اوس هسې هم اوبه له ورخه تېرې دي. یوه لاره پاتې ده، او هغه دا چې د پلار عزت او ابرو یې له خاورو سره خاورې نشي.
- نه! داسې به نه کیږي. چېرې هم نه. په ژوندینې نه……
زړه ته یې قوت ورځي. د لېنګو ګړزا او ړچېدنه یې ودرېږي. په زړه کې پرېکړ ه کوي. په دیوال ځوړند سرپوخ ته ګوري. کټ پښې ته پرته ګردنۍ راپورته کوي. غاړې ته یې اچوي. دېوال ته ودرېږي. سرپوخ ټوپک را اخلي. د ټوپک ججوره ډکوي. بیا یوه ګولۍ له ګردنۍ را اخلي. ښکته پورته ورته ګوري. له نورو ګولیو یې بیلوي. مخامخ په ټټر یې ځړوي. د ځان لپاره. د خپلې حیا د ژغورلو لپاره. له غورځېدو څخه د خپل پلار د پګړي د بچولو لپاره..... روانیږي. د لاټین څنګ ته ورځي. هغه رخصتوي. تپه تیاره جوړېږي، او د یو سرتېري په شان په ترصد او څارنې لاس پورې کوي.
منټ  دوه نه تېرېږي چې په دې کې بیا سپي د کلا په لویو تمبو ورځغلي. له تمبو سره په جاغو کېږي. خو دا وار یې پوره راغلې وي. د تمبو له درز نه یو درز کېږي. ګولۍ په خوله کې خوري. غپا یې په ستونې کې زندۍ کیږي. ګولۍ یې له مغزو تېر  و بېر وځي. ماغزه یې باد باد او شیندل کېږي. ټول انګړ یې ماغزه نیسي. دیوالونه په مغزو اخېړ کیږي. ټول کور ورته ماغزه ماغزه ښکاري. د مغزو نالۍ یې د ذهن په لور منډې وهي. د بختورې زړه ارې ارې شي. نینې نینې، او وسوځي. خپل همسنګری له لاسه ورکوي. وېره او ډار یې نوره هم په خپله غېږه کې نیسي، نوره هم یې زبېښي  .غلې په زړه کې وایي:
- تا خو خپل پور پرې کړ. خپل دین دې ادا کړ. خپله مینه او وفاداري دې سر ته ورسوله. اوس زما وار دی. بیاد سرپوخ لټ کښېکاږي. ګولۍ د ټوپک شپېلۍ ته ور دننه کوي. په سوچ کې ځي. زړه کې وایي: ¬¬ـ ښه دی چې راکټ ماکټ نه لري. که نه نو وختي به یې د کلا تمبې الوزولې وای. زما په خیال له خبرېدو سره،  سرکاوته او اله پته راروان شوي چې زه په کور کې یوازې یمه…….. بیا له ځانه سره وایي
اوس نو د انګړ په دیوالونو راپورته کېدل یې یوازینۍ لاره ده. هغه هم د لویې دروازې د ښي اړخ په دیوال احتمال زیات دی، ځکه د نورو په نسبت لږکوټې خنډی دی. بختوره  زیاته پاملرنه همدې دیوال ته اړوې. د سپي له مړینې وروسته یوه شېبه کراره کراري کېږي. لکه یرغلګرو چې د خوښۍ جشن چوپ چاپ، او په سکوت سره نیولی وي. ته به وای هر څه په درانه خوب ویده دي. په کلا راسور غر او ناو ویده دی. په غره کې د ګیدړانو، شرمښانو، او نور و ټولو خزندو زړونه درېدلي دي. د غره د پلوڅو، غوړاسکو، او نورو بوټو تر څنګ  له مماڼو او ګورګورو ساه ختلې. دغه شان د آسمان ستورو سترګې نه رپولې. سپوږمۍ مخ په تور پلو پټ کړی وو. چوپه چوپتیا وه..... خو داسې نه وه. ټول غوږ غوږ ول. ټول ګوته په غاښ ول. ټولو د پېښې ننداره کوله....
بختورې همداسې سترګې په خنډي دیوال ګنډلې وې. د خپلو دوه سترګو تر څنګ یې دوه نورې پور کړې وې. چې په دې کې د پښو ښکالو اوري. بختوره  نورې هم سترګې برندې نیسي. لږه شېبه نه وي تېره شوي چې سر له خنډي دیواله راپورته کېږي. دبختورې د ټوپک شپېلۍ مخکې له مخکې په هماغه لورې وي. زړه کې وایي: پرېږده چې لږشانې نور هم راپورته شي. اوس نو په تیاره کې سم مالومیږي. د بلۍ سرته په راپورته کېدو سره بختوره د ټوپک غوټۍ د هغه په ټټر تینګوې . یو درز کېږي. سړی د زړه په غولي لګېږي. د انګړ منځ ته راغورځي. د سپي څنګ ته پرېوځي. رغړي، را رغړي. ترپکې وهي. خراری یې انګړ په سراخلي. وینې یې پشکې وهي. د سپي له وینو سره یوځای کېږي، او شېبه پس د وینو په ډنډ کې خراری غلی شي. ډزې بیا زور اخلي. د ګولیو باران جوړېږي. بختور ه  ځان د برنډې دیوال ته غلی نیسي. ښایسته غوټه شېبه ډزې روانې وي. بېرته کراره کراري رامنځ ته کیږي. بختوره بیا دغه له رمز نه ډک سکوت ته په اند کې کېږي. خو سترګې له څاره نه باسي. کله یې د حواسو لړۍ لاندې انګړ ته ښکته ورځي. ځغلنده د وینو په تالاو کې د مړي جسد له سپي سره یو ځای له نظره تېروي. بېرته په زړه کې وایي:
- دوی به بیا لاره ګودر لټوي، چې څرنګه کلا ته راننوځي. خپل کسات واخلي. او خپل مړی له ځانه سره ولېږدوي.... د سوچونو په تلي کې اخوا دیخوا سرګردانه وي، چې په دې کې بیا کیش کړپ اوري. پسېدل یې تر غوږو رارسي. د خنډي دیوال له بر سر نه بیا سر را ښکاره کېږي. یو کوښښ کوي چې راپورته شي. په خرپ او ترپ سره ځان انګړ ته راوغورځوي. خو بختوره بیا د سترګو په رپ کې  سړی له پښو غورځوي. جسد د دیوال څټ ته لویږي. بیا د ډزو اورښت زور اخلي. لاندې چم هم په ډزو لاس پورې کوي. په تېري کوونکو ځمکه سره کیږي.. د بختورې سره په جګړه بوخت کسان د ځانونو د ژغورلو لپاره د تېښتې لار غوره کوي. آن داچې د کلا څټ ته د خپل ملګري مړی هم ترې پاتې کیږي. نور نو سپېدو چاودېدو ته هیڅ نه دي پاتي.د سهارنۍ خړې په لګېدو سره کلیوال د بختورې دوی کلا ته ځانونه رارسوي. د بختورې په اننګو کې د خوښۍ وینه په ځغلېدو راځي. کلیوال د یوې اتلې په څېره کې خپله بختوره ویني.
۲۹ - ۱۲ -۲۰۱۵
            ۸ - مرغومي - ۱۳۹۴
د ګرېستېد ښار
ډنمارک

وروستۍ ليکني

په ډانګ پیلي سپیني خبرېافغان ولس په ۱۹ پیړۍ ۲۰ پیړۍ او دادی په ۲۱ پیړی کې دنړیوالوسترو ښکیلا کي ځواکونودستراتیژیکي استعماري موخو په خصمانه  لوبو ا و شیطاني چلوټو په جال کې کیوتی او په ټولو پړاوونو کې یې  په خورا  بې رحمی او بې ساري قساوت لکه رودونه ویني بهیدلي اوسنی پړاو یې زړه بوږنوونکی اوټول هیواد کلي اوبانډي دوینو په حمام بدلي شوي دي اودجګړې ښکیلې غاړې پخپله افغانان لکه دسونګ دتوکو په څیر په کې سوځي او زما په اند دا دبشریت  په  تاریخ  کې هغه ستره جګړه ده چې د ځمکې دکرې دلسګونو،لسګونو بیلا بیلو هیوادونود دې وطن د بچیو په ویر اوخونړي ناورین کې په بې رحمۍ برخه ...
زوریدلواو ویرجنو هیواد وا لوته د پام وړڅوټکېدبشریت په تاریخ کې دانسانانو لوی قاتل اووژونکی جنګیزمغول دی چې اصلي نوم یې تموجین دپولاداوکلک په مانا اودواکمنی په مهال جنګیزخان دی چې دشاه جهان اولوی خان په مانادی.دغه خونړي انسان دخپلې واکمنی په ظالمانه پړاو کې دځمکې دکرې ټول ټال ۱۱ یوولس سلنه بشریت له منځه یووړدښځینه اونارینه سرونوڅخه د لوړوکله منارونوپه جوړولوکې یې ساری نه درلود او په دې ډول یې دترهې اوویرې په خپرولوسره دښارونواوبشري مدنیتونوپه چورلټ نړولوکې داسیا،افریقا اواروپا ترلویو وچو پوري وحشیانه یرغلونه تر سره کړهغه دخپلې زوکړې په ټاټوبي په یوه نامالوم مرګ ومړاودهغه دقبر دپاسه په ...
د دووخویندو زړه بوږنوونکي غمیزههو! هغه دوه مبارزې وطنپالې اوزړورې خویندې یادوم چې دخپل دردیدلي،کړیدلي اوجګړه ځپلي ولس دسوکالۍ اوهوسایې په موخه یې خپل پلرني هیواد ته دچوپړملاوې وتړلې دلرغوني اوتاریخي ویاړلي اودپامیردلوړوڅوکوپه څیر دسر هسکي بدخشان د خاش له سمسورې سیمي یې دملي پولیسوپه لیکوکې دندې پیل کړې.څه موده وروسته دمسلکي لوړوزده کړولپاره دترکیې هیواد ته واستول شوې اودشپږمیا شتنۍ مسلکي کورس له اکمال وروسته دتیرې خونړۍ اوویرجنې روژۍ په میا شت کې خپل پلرني ټاټوبي ته راستنې شوې او په دې هیله چې دخپلې خوږې کورنۍ په خوږه غیږه کې به دخپلو وروڼو،خویندو،موراوپلارسره داخترڅوشپې اوورځې په خوښۍ تیرې ...
کب له سره خوسا کیږي دیوه هیواد زعامت اومشرتابه دخپل ولس په برخلیک اود هغود ژوند په نیکمرغۍ اوبد مرغۍ نیغ پر نیغه اغیزه لري که دهیواد دواکمنانوسرونه کدو سرونه نه وي نوباید خپل ځانونه د وړ اوکارنده شخصیتونوپه توګه دتاریخ په پاڼو کې تثبیت اوپه ډاګه کړي ځکه دهغو د هژمونی اوواکمنی مهال تلپاتې نه وي په یو ډول د ډولونودمرګ له حتمي پدیدې سره مخامخ کیږي اود هغوفزیکي موجودیت ته دپای ټکۍ ږدي خودهغومعنوي اړخ مثبت اویا منفي کرکټرمرګ نه لري هغو چې هیواد اوولس ته یې دچوپړ،عدالت اوصداقت تله درنه ده تل درنه اوپه درنښت یادیږي دهغوکارنامې اواندیښني داړوند ولس اوملت لپاره ځلیدونکي مشالونه اوڅراغونه دي اوپر ...
سپیني خبرې او شریرې څیرې کلونه پخوا مې دقومونو اوقبایلودعالي جرګې دمرکزي شورا دمنشي په توګه د ولسي اوجرګه ییزي دندې ویاړ درلود .یوي پراخې ولسي غونډه کې دګډون په موخه دخوست ولایت دصبریو ولسوالۍ اړوند درنه ،مجرب اوپوه سپین ږیري اروښاد متقاعد ډګروال حسین خان صبري ته چې دکابل په کارته نو کې استوګن و،ورغلم. هغه خورا مهربانه،خواخوږی اومهربان شخصیت واو له درنه روغبړوروسته مې په خورا ادب اودرنښت هغه ته دګډون بلنه ورکړه.هغه خدای بښلي ماته تل وراره ویلې او راته کټ،کټ له خندا شین شو. له لږسوچ وروسته یې راته وویل: کومه جرګه ؟ اودڅه لپاره جرګه؟ په ځواب کې مې ورته وویل چې په هیواد کې دسم سمکي ،هراړخیز ...
آلله اکبرـ آلله اکبر دخوارملا آذان واورئای دمظلوم اوکړیدلي هیواد خونړي افغانستان درنو،درنوعالمانو،پوهانو،شمله ورومشرانواوباتوروکشرانو،خویندواووروڼواســـــلام علیکم ورحمته الله وبرکاته اما بعد!په کلو اوبانډوکې داخبره عامه اودژبوپه سرده چې دخوار ملا آذان څوک نه اوري.خودغټوږیرواوډبلو پګړیوسمیع الحق ناحق اوفضل الرحمان نارحمان اودهغو په څیردانسانیت اواسلامیت ضد غټ خیټوملایانودمسلمان اوافغان وژنې کفري فتواوې دتورپنجاب له منبرونوصادرې اودادی زموږ دجنتي وطن څخه یې توردوزخ جوړکړی دی ښکلی کابل په وینورنګ اودهیواد په ګوټ،ګوټ کې دوینوویالې بهیږي .په عامواوخاصو ...
وسله وال پوځ اوپه مورچلوکې ډزېدافغانستان وسله وال پوځ ملي اردو،ملي پولیس اوامنیتي ځواکونواولښکرو شمیرټول ټال درې لکه دوه پنځوس زرو۳۵۲۰۰۰تنوته رسیږي اووسله وال پوځ په اوو۷ قول اردوګانوکې تنظیم اوجوړشوی دی .نـنګرهار۲۰۱ لمبرسیلاب قول اردو پکتیا ۲۰۳ تندر قول اردوهرات ۲۰۷ ظفر قول اردوکندهار۲۰۵ اتل قول اردوبلخ ۲۰۹ شاهین قول اردوهلمند۲۱۵ میوند قول اردواودهوایي ځواکونو قول اردواوداوسله وال ځواکونه په زرګونو،زرګونوبلوکونو،ټولیو،کنډکونو،لواګانواوفرقوکې ځای پرځای شوي دي اوداهغه اردوده چې دافغانستان دحرب په تاریخ کې په درجنو،درجنوجنرالان چې زیاتره یې مسلکي نظامي زده کړي نه لري اوپه تنظیمي زور اوسوټي ...
په وینولړلۍ اسلام داسلام آباد دخنجرپه څوکهشیطان آباد اسلام اباد دلوی شیطان په کرغیړنولاسونوداسلام دبدنامی اودمسلمانانودکړولو،وژلواوسپکولوپه موخه رامنځته شوی اودا لامل دی چې لاتراوسه داسلامي قانون اوشریعت پرځای انګلیسي مدني قانون واکمن دی اودتش په نوم داسلام په نامه ډول،ډول ترهګرې،تروریستي ځناورې او وحشي ډلې،ټپلي اوځان مرګي لیوني سپي روزي اودبې وجدانه اوبې ایمانه پاکستاني مفتیانوپه فتوا یې دافغان مسلمان ولس دوژنې اوتباهۍ لپاره ګوماري چې دادی نـن ورځ دروژې دمطهرې اوعبادتي میاشتې په لومړۍ ورځ یې دسپیڅلوخوستیوروژتیانوویني په خورا سترقساوت اوبربریت وبهولې په خدای،رسول اواسلام مین غیرتي خوستیان یې ...
  دلرو اوبرو پښتنودغیرت اونـنګ شیبې رښتیا یې ویلي چې اوبه په ډانګ نه بیلیږي اوګډ پښتون په ډیورنډ نه بیلیږي.هغه تش په نوم مکار اوتصنعي ډیورند چې دادی دګردې اروپا د۵۱۰ میلیوني وګړودمتحد اویوموټي باوري اوځواکمن سازمان یا په بله ژبه داروپا داتحادیې پارلمان مرستیال مشروتلي اوپیاوړي دپلومات ښاغلي رشارډ چارنیکي داکرښه مصنوعي اوغیرطبیعي کرښه بللي اوداروپا یي ټولنې په میاشتنۍ کې یې په زغرده اوډاګه دهغه ابطا ل اعلان کړاوپه څرګندومستدلواو منطقي ټکو کې یې دهغه جدي ارزونه غوښتي او ویلي یې دي چې د دې کرښې اوسیمي څخه دنړیوالې ترهګری او تروریزم مرکزجوړشوی او د دې وخت رارسیدلی چې د ډیورند کرښې ته بیا ...
افغانستان به څنګه جوړشي؟ دتاریخ داوږده بهیراودپیړیو،پیړیوپه بیلا،بیلوپیړیوکې زموږګران اولرغونۍ هیواد اریانا،خراسان اومعاصر افغانستان دخونړیوبلوسو،وحشیانه یرغلونواوتاړاکونوسره مخامخ شوی اود دي خاورې تاریخ اوجغرافیه په سرو وینوخړوب شوي ده.دعروس البلاد،ام البلاد،اشرف البلاد اوفرهنګ البلاد ښارونه دبرمیال لرغوني مدنیت اثاراوبې سارې فرهنګي پنځونې دچپاولګرواویرغلګروپه تورولښکرو وران ویجاړشوي اولوټ شوي دي اودخپل شتون په اوږده واټن اوتاریخي پړاوونو کې یې بشپړامن اوسوکالي نه ده په برخه شوي ان چې زبون اونامرده بشریت ضد دوښمن پخپله استعماري خونړۍ توره دافغان بدن دوه ټوټې ...