لنډه کیسه : ټینګ حلبي سرتېری

لیکوال : هانس کریستین اندرسن

پښتوکوونکی : یوسف هېواددوست

یوه ورځ له ورځو ، پنځه ویشت حلبي سرتیري ول چې کېدای شو ورته ، وروڼه وویل شي ،ځکه ټول له یوې پخوانۍ څمڅۍ څخه جوړ شوي ول .ډول او څېرې یې داسې وې چې ټولو وسله پر اوږو

درلوده ،مخامخ یې کتل او رسمي سره او شنه کالي یې ډېر ښایسته ول.یوه ورځ هغه وخت چې د هغې قطعۍ سر پورته شو چې دوي په کې ول ،لومړنۍ خبره یې چې واورېده دا ، وه چې : (( حلبي سرتېری !)).دا د هغه کوچني هلک غږ و چې له خوښۍ نه یې خپل دواړه لاسونه سره پړقول ، ځکه دا سرتیري یې د هغه د زېږېدو په ویاړ ، ورته اخیستي ول .هغه له قطعۍ څخه سرتیري راووېستل او د میز پر سر یې کتار کړل .ټول سرتیري یو بل ته ورته ول .، پرته له یو تن څخه چې له نورو څخه یې لږ توپیر درلود .همدغه یو تن ، یوازې یوه پښه درلوده ، ځکه په همدغه وخت کې پر ده باندې حلبي نور خلاص شوي ول او نور حلبي نه و چې د ده دویمه پښه بشپړه کړي ، خو هغه په خپلې هماغې یوې پښې داسې پیاوړی ولاړ و ، لکه چې دا نور ، پر دوو پشو ولاړ ول .هغه بېجوړې و.د مېز پر سر د لوبو ډېر توکي ایښودل شوي و ، خو هغه څه چې ډېر ترسترګو کېدل ، هغه کاغذي ماڼۍ وه . دکوچنیو کړکیو څخه یې کېدای شول چې د کوټو دننه ولیدل شي .د ماڼۍ مخکې د یوې کوچنۍ هیندارې شا او خوا ته ونې ولاړې وې چې دا هینداره لکه ویاله ښکارېده او یو شمېر مومیایي شوې زاڼې د هیندارې پر مخ ښکارېدې چې لامبو یې کوله او انځورونه یې اوبو کې لیدل کېدل .هر څه ډېر ښایسته و، خو تر ټولو ښایسته هغه کوچنۍ نجلۍ وه چې د ماڼۍ د پرانیستي ، ور ، څنګ ته ولاړه وه .هغه یې هم له کاغذ څخه جوړه کړې وه .لمنه یې د ، وال له ټوټو او د اوږو پر سر یې شین رنګه نری شال پروت غوړېدلی و ، چې په منځنۍ برخه کې یې د هغې د څېرې په کچه دمریو یوه روښانه نښه ایښې وه ناوکۍ خپل دواړه لاسونه د نڅا په حال کې پاس پرانیتي ول.یوه پښه یې دومره پورته نیولې وه چې ګوډ حلبي سرتیري نشو کولای هغه وګوري ،فکر یې کاوه چې ناوکۍ هم لکه دی ، یوه پښه لري ،خو ناوکۍ یوه نڅاګره وه .

حلبي سرتیري فکر وکړ چې : (( کېدای شي هغه زما مېرمنه شي ...خو هغه ډېره ځانګړې ده . په یوې ماڼۍ کې ژوند کوي ، خو زه یوازې یوه قطعۍ لرم چې هلته پنځه ویشت سرتېرو ته ځای دی .هغې ته هلته ځای نشته او د دې ترڅنګ دا مهمه ده چې زه هغه وپېژنم )).نو ځکه خو حلبي سرتیري د مېز پر سر د ایښودل شوی قطعۍ له دننه څخه په خپل ټول قد سره ځان پورته کړ چې که وکولای شي هغه وړه ناوکۍ وګوري ، چې ، د انډول د له لاسه ورکولو پرته په یوه پښه ولاړه وه.

د شپې ټول سرتیري د قطعۍ په مینځ کې کېښودل شول او د کور خاوندان په خوب ویده شول .اوس نو د لوبو دغو توکو ، په پیل وکړ چې خپلو کې لوبې وکړي .یو بل سره د لیدو ، جګړو او د چشن نیولو لوبې .حلبي سرتېرو هم د قطعۍ په مینځ کې شور ماشور ګډ کړی و ، ځکه هغوي هم غوښتل چې په جګړه کې ښکېل شي ، خو نه یې شو کولای چې د قطعۍ سر خلاص کړي .تختې ښکته او پورته کېدې او د تابلو پر مخ پنسل ښکته او پورته لوېده .هغوي دومره نارې ـ سورې پورته کړې چې سایره ( یوډول مرغۍ ـ مترجم ) هم له خوبه راپاڅېده او په چه چه ږیلو یې پیل وکړ .یوازې هغو کسانو چې له خپل ځای څخه یې ټکان و نه خوړ ، یو یې هم حلبي سرتیری او بل یې کوچنۍ نڅاګره وه چې د خپلې پښې په غټه ګوته ولاړه وه .دواړو خواوو ته یې خپلې مټې پرانیستې وې ، او ها خوا حلبي سرتېری هم په یوه پښه ولاړ و ، او یوه شېبه یې هم سترګې له کوچنۍ نڅاګرې نه لرې کولې . ساعت د دوولس بجو غږ وکړ او د قطعۍ یوې خوا ته والوت او نور پرته له یو تور پیري بل څه نه ول .تور پیري وویل : (( حلبي سرتېریه !سترګې دې وغړوه )) خو حلبي سرتیري داسې وښودله چې ګواکې څه یې نه دي اورېدلي .پیري وویل : (( ډېر ښه ، صبر وکړه چې سهار شي ))، کله چې سهار شو او حلبي سرتیري او هلکان ویښ شول ، حلبي سرتیری یې د کړکۍ څنګ ته کېښود .څرګنده نه شوه چې دا د تور پیري له لاسه و او که د باد چې یو ناڅاپه کړکۍ پرنیستل شوه او حلبي سرتیری له دریم پوړ څخه لاندې راولوېد .هر څه ډېر ژر پېښ شول .حلبي سرتېری پر سر په ځمکه ولګېد ، پښه یې په هوا کې پاتې شوه او د نیزې سر یې د پلي لارې په تیږو ورننوت .

د کور خادم او د کورنۍ کوچنی هلک لاندې لاړل چې پسې وګرځي .په داسې حال کې چې لږ پاتې و چې تر پښو لاندې یې کړي ، هغوی دی و نه لید .که سرتیري چیغې کړې وای چې زه دلته یم ، نو ګمان کېده چې هغوي یې ومومي ،خو دا له هغه سره نه وه ښه چې له پوځی کالیو سره داسې په لوړ غږ نارې وکړي .ورښت په ورېدو پیل وکړ او د باران څاڅکي دومره تیز او ګړندي ورېدل لکه د ګولیو په شان .کله چې د ګولیو ورېدل پای ته ورسېد ،ها خوا له لارې دوه کوڅه ډبه هلکان راورسېدل او یو یې وویل : (( او هو ! هلته ګوره ! حلبي سرتېری .دا باید بېړۍ وچلوي .)) .هغوي د ورځپاڼې له کاغذ څخه یوه بېړۍ جوړه کړه ، حلبي سرتېری یې په کې دننه کېښود او بېړۍ یې په ږیاله کې پءېښوده ، او دا په داسې حال کې و چې خپله د ویالې پر غاړه روان ول او لاسونه یې پړکول .

خدایه ! څه سترې څپې !د اوبو څه بهیر!اوبه چې روانې وي او کاغذي بېړۍ هم ورسره پورته او ښکته الوتله .کله به پر خپل ځان راتاوېده او حلبي سرتیري ته به یې سرخوږی پیدا کړ ، خو هغه په داسې حال کې چې مخامخ یې کتل ،ټوپک یې پر اوږو و،ټینګ ولاړ و او ټکان یې نه خوړ .

یو ناڅاپه بېړۍ د خځلو مینځ ته ورننوتله او هر څه داسې تیاره شول لکه د هغې قطعي په شان چې کور کې وه .حلبي سرتیري له ځان سره فکر وکړ : (( اوس نو نه پوهیږم چې چېرې به لاړ شم؟ هوکې!ټوله د تور پیري ګناه ده .اوه ...که کوچنۍ نڅاګره له ما سره په دې بېړۍ کې وای ، نو هغه وخت به هم دا ځای داسې تیاره وای ؟)) .په دې وخت کې له اوبو څخه هغه موږک راورسېد چې په دې خځلو کې یې ژوند کاوه . موږک وپوښتل : (( د تېرېدو اجازه لیک لرئ ؟ د تېرېدو اجازه لیک دې راوښیه !))حلبي سرتیري څه و نه ویل او یوازې په خپل ټوپک لا ټینګ ونښت .کاغذي بېړۍ وشلېده او دا په داسې حال کې ده چې موږک په لامبو کولو سره ورپسې غاښونه چیچل او د لرګیو او وښو پر سر یې همدا نارې وهلې چې : (( مخه یې و نیسئ !مخه یې ونیسئ ، مالیه یې نده ورکړې ، د تېرېدو اجازه لیک یې نه دی راښودلی ...)) ، خو د اوبو بهیر ګړندی او لا پسې ګړندی کېده . حلبي سرتیري لا هم کولای شول د ورځې هغه روښنایي مخامخ وګوري چې د خځلو په پای کې ښکارېده .خو د غړمبا یو غږ یې واورېد چې هر زړور سړی یې هم له ډار سره مخامخ کاوه .ښه فکر وکړئ ، هغه ځای کې چې د ویالو بهېدل پای ته ورسیږي ، هلته د اوبو واښه د یو لوی کانال مینځ ته ولېدل ، او دا د حلبي سرتیري لپاره هماغومره له خطر څخه ډکه وه چې ، لکه د اوبو په یوې سترې شرشرې کې د وړو کښتیو چلول .حلبي سرتېری کانال ته دومره نږدې شوی و چې نور نو درېدلی نه شو .کښتۍ هم په داسې حال کې ګړندۍ روانه وه چې ، حلبي سرتیري ځان ډېر ټینګ نیولی و .هیچا و نه لید چې کښتۍ د سترګو په یو رپ کې ، درې ـ څلور ځلې تاو راتاوه شوه او تر خولې له اوبو ډکه شوه او روانه وه چې ډوبه شي .حلبي سرتیری تر ستوني په اوبو کې ډوب و او کښتۍ لاپسې ډوبېده . کاغذي کښتۍ بیخي ورو ، شوه او دا هغه وخت و چې اوبه یې سرته رسېدلې وې . حلبي سرتېری په دې وخت کې د هغې کوچنۍ نڅاګرې په فکر کې شو چې نور نو نشي کولای هېڅکله هم هغه بیا وګوري او دغې پخوانۍ سندرې یې په غوږونو کې انګازې کولې چې : (( ای جنګیالیه ! خپلې لارې ته دې ادامه ورکړه .مرګ ستا هرکلي ته راغلی ! )) .کاغذ ټوټې ټوټې شو او حلبي سرتېری د اوبو مینځ ته راولوېد ، خو یو ستر کب هغه وخوړ.اوه د کب خېټه څومره تیاره ده و آن له هغو خځلو هم ډېره تیاره .ډېر تنګه او کوچنۍ ، خو حلبي سرتیري په داسې حال کې چې اوږد غزېدلی و او ټوپک یې پر غاړه و ، لا هم ټینګ او پیاوړی و .کب په چټکتیا سره هرې خوا ته ، لامبو کوله .ځان یې دېخوا او ها خوا راتاواوه ،خو په پای کې غلی شو او یو ناڅاپه ، لمریزو وړانګو د هغه دننه روښانه کړ .روښنایي ښه روښانه وځلېده او یو چا چیغه کړه : (( حلبي سرتېری ! )).

کب یې نیولی ، او بازار کې یې خرڅ کړی و ،او یوې کارګرې نجلۍ هغه پېرودلی او د کب خېټه یې په جړې سره پرانیستې وه .نجلۍ په خپلو ګوتو سره حلبي سرتېری راپورته کړ او له ځان سره یې د هرکلي کوټې ته یووړ، او هلته ټول د هغه سړي د لیدو لېوال ول چې د کب دننه یې سفر کړی و ، خو حلبي سرتېری له دې حال څخه خوښ نه و .سرتېری یې د میز پر سر کېناوه او هلته نو یوه عجیبه نړۍ وه .په هماغه کوټه کې و ، چې مخکې له دې هم هلته و .هماغه هلکان ول او د میز پر سر د لوبو توکي .باعظمته ماڼۍ ، کوچنۍ ښایسته نڅاګره چې لا هم په یوه پښه له پرانیستو مټو سره ، نېغه ولاړه و. حلبی سرتېری زښت زیات تر اغېزې لاندې راغلی و .غوښتل یې وژاړي ، خو دا یې شان کې نه و.حلبي سرتیري کوچنۍ نڅاګرې ته وکتل او هغې هم سرتیري ته ، خو یو هم څه و نه ویل .

یوناڅاپه یو کوچني هلک ، حلبي سرتېری رااوچت کړ او په دېوال کې یې د اور بخارۍ ته ورواچوو او پرته له دې چې ووایي ولې ؟خامخا د تور پیري ګناه وه چې !حلبي سرتیری ټول سور خوټېدلی و او په دردونکي توګه وداغل شو ، خو نه پوهېده چې دا د اور او یا که د مینې له لمبو وریت شوی .ټول رنګونه یې ورک شول ، خو نه وه څرګنده چې دا رنګونه د سفر له امله ورک شول او که له غمه .هغه لیدل چې ویلي کیږي ، او لا هم ټوپک ترغاړې تینګ ولاړ و او د کوچنۍ نڅاګرې ننداره یې کوله .یو ناڅاپه ور ، پرانیستل شو .باد په کوچنۍ نڅاګرې ولګېد او هغه لکه یوه ښاپېرۍ د حلبي سرتیري خوا ته د اور مینخ ته وروالوته،همالته پرې اور والګېد ، وریته شوه او پای ته ورسېده .حلبي سرتېری هم ویلې او په یوې وړې ټوټې بدل شو .

بله ورځ چې کارګرې نجلۍ ایرې ټولولې ، هغه یې د یو کوچني زړه په ډول وموند او له کوچنۍ نڅاګرې چه څه پاتې ول ، هغه توره او سوځېدلې چنډه .    پای

وروستۍ ليکني

په ډانګ پیلي سپیني خبرېافغان ولس په ۱۹ پیړۍ ۲۰ پیړۍ او دادی په ۲۱ پیړی کې دنړیوالوسترو ښکیلا کي ځواکونودستراتیژیکي استعماري موخو په خصمانه  لوبو ا و شیطاني چلوټو په جال کې کیوتی او په ټولو پړاوونو کې یې  په خورا  بې رحمی او بې ساري قساوت لکه رودونه ویني بهیدلي اوسنی پړاو یې زړه بوږنوونکی اوټول هیواد کلي اوبانډي دوینو په حمام بدلي شوي دي اودجګړې ښکیلې غاړې پخپله افغانان لکه دسونګ دتوکو په څیر په کې سوځي او زما په اند دا دبشریت  په  تاریخ  کې هغه ستره جګړه ده چې د ځمکې دکرې دلسګونو،لسګونو بیلا بیلو هیوادونود دې وطن د بچیو په ویر اوخونړي ناورین کې په بې رحمۍ برخه ...
زوریدلواو ویرجنو هیواد وا لوته د پام وړڅوټکېدبشریت په تاریخ کې دانسانانو لوی قاتل اووژونکی جنګیزمغول دی چې اصلي نوم یې تموجین دپولاداوکلک په مانا اودواکمنی په مهال جنګیزخان دی چې دشاه جهان اولوی خان په مانادی.دغه خونړي انسان دخپلې واکمنی په ظالمانه پړاو کې دځمکې دکرې ټول ټال ۱۱ یوولس سلنه بشریت له منځه یووړدښځینه اونارینه سرونوڅخه د لوړوکله منارونوپه جوړولوکې یې ساری نه درلود او په دې ډول یې دترهې اوویرې په خپرولوسره دښارونواوبشري مدنیتونوپه چورلټ نړولوکې داسیا،افریقا اواروپا ترلویو وچو پوري وحشیانه یرغلونه تر سره کړهغه دخپلې زوکړې په ټاټوبي په یوه نامالوم مرګ ومړاودهغه دقبر دپاسه په ...
د دووخویندو زړه بوږنوونکي غمیزههو! هغه دوه مبارزې وطنپالې اوزړورې خویندې یادوم چې دخپل دردیدلي،کړیدلي اوجګړه ځپلي ولس دسوکالۍ اوهوسایې په موخه یې خپل پلرني هیواد ته دچوپړملاوې وتړلې دلرغوني اوتاریخي ویاړلي اودپامیردلوړوڅوکوپه څیر دسر هسکي بدخشان د خاش له سمسورې سیمي یې دملي پولیسوپه لیکوکې دندې پیل کړې.څه موده وروسته دمسلکي لوړوزده کړولپاره دترکیې هیواد ته واستول شوې اودشپږمیا شتنۍ مسلکي کورس له اکمال وروسته دتیرې خونړۍ اوویرجنې روژۍ په میا شت کې خپل پلرني ټاټوبي ته راستنې شوې او په دې هیله چې دخپلې خوږې کورنۍ په خوږه غیږه کې به دخپلو وروڼو،خویندو،موراوپلارسره داخترڅوشپې اوورځې په خوښۍ تیرې ...
کب له سره خوسا کیږي دیوه هیواد زعامت اومشرتابه دخپل ولس په برخلیک اود هغود ژوند په نیکمرغۍ اوبد مرغۍ نیغ پر نیغه اغیزه لري که دهیواد دواکمنانوسرونه کدو سرونه نه وي نوباید خپل ځانونه د وړ اوکارنده شخصیتونوپه توګه دتاریخ په پاڼو کې تثبیت اوپه ډاګه کړي ځکه دهغو د هژمونی اوواکمنی مهال تلپاتې نه وي په یو ډول د ډولونودمرګ له حتمي پدیدې سره مخامخ کیږي اود هغوفزیکي موجودیت ته دپای ټکۍ ږدي خودهغومعنوي اړخ مثبت اویا منفي کرکټرمرګ نه لري هغو چې هیواد اوولس ته یې دچوپړ،عدالت اوصداقت تله درنه ده تل درنه اوپه درنښت یادیږي دهغوکارنامې اواندیښني داړوند ولس اوملت لپاره ځلیدونکي مشالونه اوڅراغونه دي اوپر ...
سپیني خبرې او شریرې څیرې کلونه پخوا مې دقومونو اوقبایلودعالي جرګې دمرکزي شورا دمنشي په توګه د ولسي اوجرګه ییزي دندې ویاړ درلود .یوي پراخې ولسي غونډه کې دګډون په موخه دخوست ولایت دصبریو ولسوالۍ اړوند درنه ،مجرب اوپوه سپین ږیري اروښاد متقاعد ډګروال حسین خان صبري ته چې دکابل په کارته نو کې استوګن و،ورغلم. هغه خورا مهربانه،خواخوږی اومهربان شخصیت واو له درنه روغبړوروسته مې په خورا ادب اودرنښت هغه ته دګډون بلنه ورکړه.هغه خدای بښلي ماته تل وراره ویلې او راته کټ،کټ له خندا شین شو. له لږسوچ وروسته یې راته وویل: کومه جرګه ؟ اودڅه لپاره جرګه؟ په ځواب کې مې ورته وویل چې په هیواد کې دسم سمکي ،هراړخیز ...
آلله اکبرـ آلله اکبر دخوارملا آذان واورئای دمظلوم اوکړیدلي هیواد خونړي افغانستان درنو،درنوعالمانو،پوهانو،شمله ورومشرانواوباتوروکشرانو،خویندواووروڼواســـــلام علیکم ورحمته الله وبرکاته اما بعد!په کلو اوبانډوکې داخبره عامه اودژبوپه سرده چې دخوار ملا آذان څوک نه اوري.خودغټوږیرواوډبلو پګړیوسمیع الحق ناحق اوفضل الرحمان نارحمان اودهغو په څیردانسانیت اواسلامیت ضد غټ خیټوملایانودمسلمان اوافغان وژنې کفري فتواوې دتورپنجاب له منبرونوصادرې اودادی زموږ دجنتي وطن څخه یې توردوزخ جوړکړی دی ښکلی کابل په وینورنګ اودهیواد په ګوټ،ګوټ کې دوینوویالې بهیږي .په عامواوخاصو ...
وسله وال پوځ اوپه مورچلوکې ډزېدافغانستان وسله وال پوځ ملي اردو،ملي پولیس اوامنیتي ځواکونواولښکرو شمیرټول ټال درې لکه دوه پنځوس زرو۳۵۲۰۰۰تنوته رسیږي اووسله وال پوځ په اوو۷ قول اردوګانوکې تنظیم اوجوړشوی دی .نـنګرهار۲۰۱ لمبرسیلاب قول اردو پکتیا ۲۰۳ تندر قول اردوهرات ۲۰۷ ظفر قول اردوکندهار۲۰۵ اتل قول اردوبلخ ۲۰۹ شاهین قول اردوهلمند۲۱۵ میوند قول اردواودهوایي ځواکونو قول اردواوداوسله وال ځواکونه په زرګونو،زرګونوبلوکونو،ټولیو،کنډکونو،لواګانواوفرقوکې ځای پرځای شوي دي اوداهغه اردوده چې دافغانستان دحرب په تاریخ کې په درجنو،درجنوجنرالان چې زیاتره یې مسلکي نظامي زده کړي نه لري اوپه تنظیمي زور اوسوټي ...
په وینولړلۍ اسلام داسلام آباد دخنجرپه څوکهشیطان آباد اسلام اباد دلوی شیطان په کرغیړنولاسونوداسلام دبدنامی اودمسلمانانودکړولو،وژلواوسپکولوپه موخه رامنځته شوی اودا لامل دی چې لاتراوسه داسلامي قانون اوشریعت پرځای انګلیسي مدني قانون واکمن دی اودتش په نوم داسلام په نامه ډول،ډول ترهګرې،تروریستي ځناورې او وحشي ډلې،ټپلي اوځان مرګي لیوني سپي روزي اودبې وجدانه اوبې ایمانه پاکستاني مفتیانوپه فتوا یې دافغان مسلمان ولس دوژنې اوتباهۍ لپاره ګوماري چې دادی نـن ورځ دروژې دمطهرې اوعبادتي میاشتې په لومړۍ ورځ یې دسپیڅلوخوستیوروژتیانوویني په خورا سترقساوت اوبربریت وبهولې په خدای،رسول اواسلام مین غیرتي خوستیان یې ...
  دلرو اوبرو پښتنودغیرت اونـنګ شیبې رښتیا یې ویلي چې اوبه په ډانګ نه بیلیږي اوګډ پښتون په ډیورنډ نه بیلیږي.هغه تش په نوم مکار اوتصنعي ډیورند چې دادی دګردې اروپا د۵۱۰ میلیوني وګړودمتحد اویوموټي باوري اوځواکمن سازمان یا په بله ژبه داروپا داتحادیې پارلمان مرستیال مشروتلي اوپیاوړي دپلومات ښاغلي رشارډ چارنیکي داکرښه مصنوعي اوغیرطبیعي کرښه بللي اوداروپا یي ټولنې په میاشتنۍ کې یې په زغرده اوډاګه دهغه ابطا ل اعلان کړاوپه څرګندومستدلواو منطقي ټکو کې یې دهغه جدي ارزونه غوښتي او ویلي یې دي چې د دې کرښې اوسیمي څخه دنړیوالې ترهګری او تروریزم مرکزجوړشوی او د دې وخت رارسیدلی چې د ډیورند کرښې ته بیا ...
افغانستان به څنګه جوړشي؟ دتاریخ داوږده بهیراودپیړیو،پیړیوپه بیلا،بیلوپیړیوکې زموږګران اولرغونۍ هیواد اریانا،خراسان اومعاصر افغانستان دخونړیوبلوسو،وحشیانه یرغلونواوتاړاکونوسره مخامخ شوی اود دي خاورې تاریخ اوجغرافیه په سرو وینوخړوب شوي ده.دعروس البلاد،ام البلاد،اشرف البلاد اوفرهنګ البلاد ښارونه دبرمیال لرغوني مدنیت اثاراوبې سارې فرهنګي پنځونې دچپاولګرواویرغلګروپه تورولښکرو وران ویجاړشوي اولوټ شوي دي اودخپل شتون په اوږده واټن اوتاریخي پړاوونو کې یې بشپړامن اوسوکالي نه ده په برخه شوي ان چې زبون اونامرده بشریت ضد دوښمن پخپله استعماري خونړۍ توره دافغان بدن دوه ټوټې ...