یوازې یوه هیله

لنډه کیسه

خوشال کونړی مزاروال

ـ آرزو: پلاره! څو ورځې وړاندې مې ایټالیا ته د سفر په باره کېدر سره خبرې کړې وې.

ـ پلار: هو بچۍ! په یاد مې دي.

ـ آرزو: له خیره سره دې راروانې خالي ورځې ته مونږټول ټولګیوال له دوو استادانو سره روانیږو. تاته مالومه نه ده،چې زما پاسپورت تر کومې نېټې اعتبار لري؟ نه داسېچې د تګ په وخت کې سردردی راته پیدا شي. زه په بیړه کې یم. د جمنازیم(های سکول) د بس راتګ ته یوازې څو منټه پاتې دي. د بس تمځای ته باید ځان ورسومه. پاسپورت د خوب په خونه کې د جامو د المارۍ له پاسه په هغه جګري بکس کې دی.

ـ پلار: سمه ده بچۍ! زه به یې وګورم.

ـ آرزو: د خدای په آمان! ښه ورځ پلاره!

ـ پلار: د خدای په آمان! ښه ورځ!

مراد چې دا مهال یې سهارنۍ چای څښلې، له چای څښلو وروسته دویم پوړ ته پورته شو. د خوب خونې ته لاړ. بکس یې راښکته کوو چې بکس د برېښنا لهشیټ سره ولګېد. (بلا وه برکت یې نه). شیټ مات نه شو. پاسپورت یې راواخیست. پنځه میاشتې یې نور هم اعتبار درلود. زړه یې ولګېد. هغه یې بیرتهپرځای کېښود. د بکس په کونج کې یې سترګې په کاغذي خلطې ونښتې.راپورته یې کړه.د هغه د زده کړو اسناد ول. ټول یې یو یو له سترګو تېرول چې په دې وخت کې یې سترګې پر یوه زوړ قات شوي کاغذ پرېوتې. راپورته یې کړ. په کراره او احتیاط یې پرانیستو.له پرانیستلو سره جوخت یې د زړه بېړۍ پر سمندر ورګډه شوه. هغه یې له ځانه سره پورته کړ. درې څلور لسیزې وړاندې یې ویووړ:

خوشاله وو. زښت خوشاله. لوړېسیاسي او پوځي زده کړې یې پای ته رسولې وې. هیواد ته د خدمت په لور یې ګام پورته کاوه. دا داسې وخت وو، چې د هیواد په ګوټ ګوټ کې د سوکاله راتلونکې زمزمې کېدلې. د وږو تږو د لاسنیوي سندرې. مراد خپله هم دغو سندریزو ولولو ته څڼې غورځولې. اوړېده را اوړېده. ستړیا یې نه حس کوله. آن دا چې په شپو شپو به ورک وو. خو کله چې به یې کورنۍ په زړه راوورېده، اوکورته به راغی. خویندې به یې په سترګو کې نیغې ورننوتلې، اوخپل ورور به یې تنګاوه، چې ولې یې کور په یاد نه دی.مور و پلار ته به یې ویلچې نور داسې نه کېږي. با ید د کور ودانولو هتکړۍ)زولنې(ورواچوي. پښه یې بنده کړي. بیا به پخپله منډې راوهي.... له دې سره به یې مور و پلار ته ورغبرګه کړه، چې په غوږونو یې څپېړې ایښي دي، نه ویني چې ورور یې ځلمی شوی.له چا سره یې هډوغم نشته. بیا به موسکۍ شوې او د کنایې په ډول به یې وویل: څه یې کوئ؟ تنخوا میاشت په میاشت دررسیږي. هغه هم ټولې ترې پوره اخلئ. بیچاره جیب خرڅي هم نشي ډډې ته کولی.... له هغه وروسته یې مور و پلار په هڅه و هاند کې شول، چې کور یې ودان کړي. کوژده یې ورته وکړه. له کوژدې سره مراد په دې سوچ کې شو چې ډېر ژر یې واده کېدونکی دی، خو سرپنا او د سر سیوری نه لري. د کور لپاره یې خپلو مشرانو ته عرض پاڼه وړاندې کړه.له ټولو یې لاسلیکونه واخیستل، که چېرې د کور خاوند شي.

اوس یې د هماغې عرض پاڼې کاپۍ چې ډېره زړه شوېښکارېده، مخ ته نیولې وه. مراد ښه شېبه ورته سترګې څکې نیولې وې، او د تېر مهال له دردونو سره لوبېده. په هغه وخت کې مراد نه یوازې داچې خپل مراد ته ونه رسېد، تلی تندی یې په کرار، او د کور خاوند نه شو، بلکېورځ تر بلې له سختو تنګو سره مخ کېده. بدتري راروانه وه. د هیواد لمنې اور اخیستی وو. د اور لمبې له ورځې نه بلې ته زیاتېدې. د ناچارې ورځې یې خپله حیا تر کوره کړه. او بیا داسې وخت راغی چې یو سر دوه غوږه په اغوستو جامو کې له هیواده وووت. ګاونډي هیواد ته شو.پوره لس کاله یې هلته د اوسپنو نینې وچیچلې. څه نه ول چې ویې نکړل.د وږو، او نینو نه نیولې، د ممپلو،او ریوړیو پېر و پلور، او ان په سره اوړي کې د تناره تر پخلي او ډوډۍ خرڅلاوه پورې یو یو یې له سترګو تېر شول. بیا یې هغه ورځ سترګو ته نیغه ودرېدهچې تازه په تازه له پولې اوختی وو. د نفقې پیدا کولو لپاره یېد اونۍ په دننه کې ممپلي له رېوړیو سره په رېړۍ(کراچۍ) واچول.ورسرهیې هغه مازیګر مهال سترګو ته ودرېد، چې سخت باران په ورېدو شو. د باران جکړ وواهه. اوبو ترې دارې وهلې. پهجامو کې یې یو تار هم وچ پاتې نه وو. کور ته راغی. جامې یې ووېستې. آریان شو چې څه شی واغوندي.د ماښام تروږمۍ لګېدلې وه. وروسته له زیات سوچه د ناچارې ورځې دې ته اړ شو، چې د مېرمنېله جامو ګټه پورته کړي. له دې سره یېد سترګو سپین تک سره واوختېدل. وینې پکې ډنډ شوې. د سوچونو کړۍ یې وشلېده.

ښایسته شېبه غلی وو. دواړه لاسونه یې پر تندي ایښي ول. د عرض پاڼې زړې کاپۍ ته یې سترګې نیولې وې.یوه شېبه خو یې په خیال او تصور کې دعرض پاڼې له برکته ځان د مکروریانو په بلاکونو کې ولید. د خوبونو خیالي جونګړه یې ځان ته جوړه کړه. په آرامه خوب ویده شو. مازیګر مهال یې د بلاکونو ترمنځ په پارکونو کې له وړو بچو سره قدم وواهه. اولادونو یې منډې رامنډېوکړې. خپله یې هم تبه (تبعه) جوړه شوه. خو ډېر ژر له خوبونو او خیالونو رابهر شو. په زړه یې د ناخوالو درغځنه پرته ولیده.له ټنډې یې لاسونه لرې کړل. د بکس خوله یې بنده کړه. پورته شو. بکس یې په خپل ځای کیښود. په خونه کې د خوب په تخت کیناست.له اوږده اسویلي وروسته یې زړه په دې ښه کړ، چې د هیواد د لعنتي جنګ جګړې تر څنګ یې ځان د ګاونډي ملک له سختې ګرمۍ او بد روزګاره ژغورلی، چې مارانو پکې هم ژر ژر پوستکي اچول، په تناره کې اخلی پخلی خو لاپر ځای پرېږده. اخیر ځان خو یې تر دې ځایه رارسولی دی.......

او بیا یې دلته د ژوند د پیلېدو لومړي کلونه سترګو ته ودرېدل، چې څومره خوشاله یې ځان احساساوه. سوچ یې کاوه چې نوره یې توبه کبوله شوېده. له دوزخ او برزخ دواړو راوتی دی. دا دی اولادونه یې په زده کړې بوخت دي. خپله هم کار کوي. مېرمن یې هم له کال، دوه زده کړو وروسته کله  نا کله کار ته ځي، راځي. نورې یې خپلې ستونزې په ختمېدو لېدې. ځان یې نیکمرغه باله. زړه ته یې پرېوته چې دا یې زیاتي نور خپل هېواد دی. متل دی وایي(( چېرې دې ښه هلته دې شپه))......

خو څومره چې وختونه اوړېدل. هومره یې ځان تور اوپردی احساساوه. هومره یوازیتوب ورته زندۍ اچوله. ځان ورته بې وطنه، خیراتخور او سپکه پانده ښکارېده. د دې ځای د بوټو سره، خپل پیوند او جوش خوړلو ته آریان پاتې وو.....

مراد همداسې په زړه خوړنې اخته وو، چې یوځل بیا یې د سوچونو کړکۍ د خپل هیواد په لورې بېرته شوه:

بیا هم وژنه، د وینو ارزاني، د اور لمبې، د هر کلي ګوټ ته هدېرې، سرېاو شنې جنډې، ویر او انګولاوې، تر څنګ یې چور تالان، او په هیڅ شي اسره نه کول..... له دې سره یې ذهن له ځانه سره بوړبوکۍ کړ، او هغه کال ته یې یوړ، چې د ملخو کال په نوم یادیده:

مراد وړوکی وو. دومره وو چې په ښې بدې پوهېده. د اتو نهو کالو به وو. هغه کال بزګرو غنم کرلی وو. ښه باراني کال وو. فصل پرته له تندې پورهباراني اوبه څښلې وې. ښه په مستۍ کې وو. لوېشت لوېشت وږي یې نیولي ول. د وږو دانې لا په پیو کې وې. خو دانه یې پوره کړې وه. خلکزیات خوښ برېښېدل. د هر یوه زړه ټوپونه وهل. کال ورته اباد ښکارېده.....

یوه ورځ د مازیګر او ماښام تر منځ مهال نا ببره اریانوونکې او زړه بګنوونکې پېښه رامنځ ته شوه. د ملخانو باران په ورېدو شو. ملخان نه ول سم لکه وږي ټپوسان چې له مردارو بوټۍ شوکوي، داسې د غنمو په پټیو راپرېوتل. زوږ او بڼهاري یې کروندې په سر واخیستې. په یوه شپه کې یې ټول فصلونه سرکپ او تباه کړل. سهار چې خلک او کلیوالراپاڅېدل. هکي اریان او زیړ زبېښلي ودرېدل. وینې یې په رګونو کې وچې شوې. د غنمو تیار او سمسور فصل ملخانو شپېلولی وو. خواري یې په اوبو لاهو شوې وه. ټولو سر تندی واهه، خو څه یې په لاس نه ورتلل.....

د مراد روح او روان ښایسته غوټه شېبه د تېر مهال دغې خواشینوونکې پېښې له ځانه سره سرګردانه کړی وو. هغه یې ځوراوه. ناڅاپه یې په خونه کې پام ، په کړکۍ کې ایښو ګلدانونو او ګلونو ته واووخت. خواته یې ورغی. یو یو یې له سترګو تیر کړل. یوه نیمه پاڼه ورته زړه ښکاره شوه. هغه یې ترې پرې کړه. د کثافاتو په بالټي کې یې واچوله. بیرته راغی. د خوب د تخت خواکې په څوکۍ کښېناست. له ناستې سره جوخت یېد اند و واند لړۍاوسنۍ تېرې لسیزې ته راغبرګه شوه. تېرې پېښې، تېر د ملخو کال، د هغوی تباهي، د خلکو اخی، او سوي آهونه یې له یاده ووتل. د اوسني ملخانو، نادودو او ناکردو یې واروپار ختا کړ. او یو ځل بیا یې د سوچونو سمڅې ته ننه ایستو:

بیا هم اوسني ملخان. دا لا څه اشا ده؟ څه ډول موشادې دي؟ دوی خو د هغو نورو په نسبت کورټ و سکوټ توپیر لري. هغوی یوازې او یوازې د فصلونو سره سر و کار درلود. هغه یې تباه کول..... خو اوسنيو په هیڅ شي سرپهونه کړه.. دوی غرونه له بیخهونړول. قیمتي تیږي، مرمرینې ډبرې، او کانونه یېپه نورو ملکونو وپلورل. جوړ ې زغروالې شوبلې،ډول ډول جنګي،ترانسپورتي الوتکې او چورلکې یې کباړ کړې، او یا خو یې پرته له کباړه په ګاونډیووپلورلې. د پل او پلچک د زړو اوسپنو، د برېښناد پایو او تارونو خو تپوس مه کوئ. دوی خورا لوي کاروبار لري. د هرشي کاروبار. دوی ډله ډله ژوندي انسانان په خاورومنډي. وروسته له څه مودې یې بیا هډوکي راووباسي، او له پولې اخوا یې په خپلو بېپارانوپلوري. د دې ټولو ترڅنګ ځمکې او خاورېیې ډېرې خوښې دي.. لیوالتیا یې زښته زیاته ده.په دواړو، شخصي او دولتي ځمکو د خیټې اچولو لیوني دي. پارکونه، سړکونه، شخصي کورونه او آن هدیرې لاندې کوي. بیا پکې آسمانڅکې هوټلې او ماڼۍ جوړوي .د دوی خوراک یوازې او یوازې د انسانانو غوښې دي. که د نورو غوښې په لاس ورنشي، نو بیا په خپلو منځو کې ښکرې اچوياو یو د بل وینې څښي .دویهر وخت وینو څښلو ته تږي وي. په کاسو کاسو یې څښي. تل سره شونډکونه ګرځي.خو که وینې او غوښې ور ونه رسیږي، نو بیا یې وینې سترګو ته لارې کوي. سترګۍ یې کیږي. بیا هر څوک چې په لاس ورشي، په هغه خپلې خواوې سړوي. دوی له ویشه په تالان خوښ وي. خو له رڼایي څخه یې بدې راځي. له کرارۍ او سوله ایز ژوند نه کرکه لري. په تورتم او تاریکۍ کې مستیږي. دوی خپل پایښت په تیارو او جګړو کې ویني. ځکه خو تیارو ته لارې هواروي، او په دې لاره کې هیڅ ډول خنډونه نه خوښوي، او نه یې پرېږدي......

له دې سره د مراد پام ځان ته راواووخته.د ږیرې سپینو ډکو ته یې پام شو. ځان یې د زړښت،د زينې (اندرپی ) په پاړکو، ښکته روان ولید.د پردېسۍ په دې یوازې او ځان ځاني ژوند کې ورته ځان د ګور په څنډهښکاره شو.او ورسره سم د سترګو په رپ کې د خپل کلي هدیرې ته ورستون شو. قبر په قبر وګرځېد.د خپلې کورنۍ او خپلو کلیوالو قبرونه یې یو په یو له سترګو تېر کړل. د ډېرو خولې یې وازې او له خاورو ډکې ولیدې په زور او جبر له خپلو کورونو ویستل شوي ول. هغه چې پاتې ول. آ وار لړزېدل. په شونډو یې سپېرې خاوې پرتې وې. ژامنې یې نښتې وې.په سر یې خاورې بادولې. د خپلو ګاونډیو ویر یې کاوه. خپله جونګړه ورته د لوټېدو په درشل ښکارېده. زورواکو هم ورته شونډې چیچلې. د هر یوه د کورونو د ولکې او غصب خبرې یې کولې.....له سوچونو راوګرځېد. ځان ته ځیر شو. د زړه په سترګو یې ځان ته وکتل. له ځانه لرې شو. ځان ته څېرمهودرېد. اوتر اوتر یې ځان ته وکتل. په خپلې بې وسۍ یې اوښکې توې کړې. ستونی یې ډډ شو. په هیواد کې یې لویشت ځمکه نه درلوده، چې د خپلو اولادونو لپاره خو یې د سر سیوری پرېایښیوای. بېرته د ځان غم ورسره شو.یخنۍ پسې واخیست. یوه شېبه یې ځان ته پام وو. څه پټ له ځانه سره ګړېده. بېرته یې یخني په کراره شوه. غلې یې وویل:

- که اولادونه یې هلته کوډله نه لري، څه پروا کوي. دلته خو په کرایي کور کې اوسیږي. په نس خو ماړه دي....

یوازېیوه هیله یې په روح او روان کې راوټوکېده، هغه دا چې کاش له مړینې وروسته یې مړیخپلې خاورې ته ورسیږي، او څوک یې مړید بې وطنهاو پردي په نوم ونه رټي.دغه شان اقربا او پاتې شوني یې هلتهپه دې وتوانیږي، که د لویشت قبر خاوند شي. هغه هم په داسې ځای کې چې هډوکي یې له ملخانو خوندي وي.

 

۲۵- ۰۱ - ۲۰۱۶

۰۵ - ۱۱- ۱۳۹۵

د ګرېستېد ښار

   ډنمارک

 

وروستۍ ليکني

په ډانګ پیلي سپیني خبرېافغان ولس په ۱۹ پیړۍ ۲۰ پیړۍ او دادی په ۲۱ پیړی کې دنړیوالوسترو ښکیلا کي ځواکونودستراتیژیکي استعماري موخو په خصمانه  لوبو ا و شیطاني چلوټو په جال کې کیوتی او په ټولو پړاوونو کې یې  په خورا  بې رحمی او بې ساري قساوت لکه رودونه ویني بهیدلي اوسنی پړاو یې زړه بوږنوونکی اوټول هیواد کلي اوبانډي دوینو په حمام بدلي شوي دي اودجګړې ښکیلې غاړې پخپله افغانان لکه دسونګ دتوکو په څیر په کې سوځي او زما په اند دا دبشریت  په  تاریخ  کې هغه ستره جګړه ده چې د ځمکې دکرې دلسګونو،لسګونو بیلا بیلو هیوادونود دې وطن د بچیو په ویر اوخونړي ناورین کې په بې رحمۍ برخه ...
زوریدلواو ویرجنو هیواد وا لوته د پام وړڅوټکېدبشریت په تاریخ کې دانسانانو لوی قاتل اووژونکی جنګیزمغول دی چې اصلي نوم یې تموجین دپولاداوکلک په مانا اودواکمنی په مهال جنګیزخان دی چې دشاه جهان اولوی خان په مانادی.دغه خونړي انسان دخپلې واکمنی په ظالمانه پړاو کې دځمکې دکرې ټول ټال ۱۱ یوولس سلنه بشریت له منځه یووړدښځینه اونارینه سرونوڅخه د لوړوکله منارونوپه جوړولوکې یې ساری نه درلود او په دې ډول یې دترهې اوویرې په خپرولوسره دښارونواوبشري مدنیتونوپه چورلټ نړولوکې داسیا،افریقا اواروپا ترلویو وچو پوري وحشیانه یرغلونه تر سره کړهغه دخپلې زوکړې په ټاټوبي په یوه نامالوم مرګ ومړاودهغه دقبر دپاسه په ...
د دووخویندو زړه بوږنوونکي غمیزههو! هغه دوه مبارزې وطنپالې اوزړورې خویندې یادوم چې دخپل دردیدلي،کړیدلي اوجګړه ځپلي ولس دسوکالۍ اوهوسایې په موخه یې خپل پلرني هیواد ته دچوپړملاوې وتړلې دلرغوني اوتاریخي ویاړلي اودپامیردلوړوڅوکوپه څیر دسر هسکي بدخشان د خاش له سمسورې سیمي یې دملي پولیسوپه لیکوکې دندې پیل کړې.څه موده وروسته دمسلکي لوړوزده کړولپاره دترکیې هیواد ته واستول شوې اودشپږمیا شتنۍ مسلکي کورس له اکمال وروسته دتیرې خونړۍ اوویرجنې روژۍ په میا شت کې خپل پلرني ټاټوبي ته راستنې شوې او په دې هیله چې دخپلې خوږې کورنۍ په خوږه غیږه کې به دخپلو وروڼو،خویندو،موراوپلارسره داخترڅوشپې اوورځې په خوښۍ تیرې ...
کب له سره خوسا کیږي دیوه هیواد زعامت اومشرتابه دخپل ولس په برخلیک اود هغود ژوند په نیکمرغۍ اوبد مرغۍ نیغ پر نیغه اغیزه لري که دهیواد دواکمنانوسرونه کدو سرونه نه وي نوباید خپل ځانونه د وړ اوکارنده شخصیتونوپه توګه دتاریخ په پاڼو کې تثبیت اوپه ډاګه کړي ځکه دهغو د هژمونی اوواکمنی مهال تلپاتې نه وي په یو ډول د ډولونودمرګ له حتمي پدیدې سره مخامخ کیږي اود هغوفزیکي موجودیت ته دپای ټکۍ ږدي خودهغومعنوي اړخ مثبت اویا منفي کرکټرمرګ نه لري هغو چې هیواد اوولس ته یې دچوپړ،عدالت اوصداقت تله درنه ده تل درنه اوپه درنښت یادیږي دهغوکارنامې اواندیښني داړوند ولس اوملت لپاره ځلیدونکي مشالونه اوڅراغونه دي اوپر ...
سپیني خبرې او شریرې څیرې کلونه پخوا مې دقومونو اوقبایلودعالي جرګې دمرکزي شورا دمنشي په توګه د ولسي اوجرګه ییزي دندې ویاړ درلود .یوي پراخې ولسي غونډه کې دګډون په موخه دخوست ولایت دصبریو ولسوالۍ اړوند درنه ،مجرب اوپوه سپین ږیري اروښاد متقاعد ډګروال حسین خان صبري ته چې دکابل په کارته نو کې استوګن و،ورغلم. هغه خورا مهربانه،خواخوږی اومهربان شخصیت واو له درنه روغبړوروسته مې په خورا ادب اودرنښت هغه ته دګډون بلنه ورکړه.هغه خدای بښلي ماته تل وراره ویلې او راته کټ،کټ له خندا شین شو. له لږسوچ وروسته یې راته وویل: کومه جرګه ؟ اودڅه لپاره جرګه؟ په ځواب کې مې ورته وویل چې په هیواد کې دسم سمکي ،هراړخیز ...
آلله اکبرـ آلله اکبر دخوارملا آذان واورئای دمظلوم اوکړیدلي هیواد خونړي افغانستان درنو،درنوعالمانو،پوهانو،شمله ورومشرانواوباتوروکشرانو،خویندواووروڼواســـــلام علیکم ورحمته الله وبرکاته اما بعد!په کلو اوبانډوکې داخبره عامه اودژبوپه سرده چې دخوار ملا آذان څوک نه اوري.خودغټوږیرواوډبلو پګړیوسمیع الحق ناحق اوفضل الرحمان نارحمان اودهغو په څیردانسانیت اواسلامیت ضد غټ خیټوملایانودمسلمان اوافغان وژنې کفري فتواوې دتورپنجاب له منبرونوصادرې اودادی زموږ دجنتي وطن څخه یې توردوزخ جوړکړی دی ښکلی کابل په وینورنګ اودهیواد په ګوټ،ګوټ کې دوینوویالې بهیږي .په عامواوخاصو ...
وسله وال پوځ اوپه مورچلوکې ډزېدافغانستان وسله وال پوځ ملي اردو،ملي پولیس اوامنیتي ځواکونواولښکرو شمیرټول ټال درې لکه دوه پنځوس زرو۳۵۲۰۰۰تنوته رسیږي اووسله وال پوځ په اوو۷ قول اردوګانوکې تنظیم اوجوړشوی دی .نـنګرهار۲۰۱ لمبرسیلاب قول اردو پکتیا ۲۰۳ تندر قول اردوهرات ۲۰۷ ظفر قول اردوکندهار۲۰۵ اتل قول اردوبلخ ۲۰۹ شاهین قول اردوهلمند۲۱۵ میوند قول اردواودهوایي ځواکونو قول اردواوداوسله وال ځواکونه په زرګونو،زرګونوبلوکونو،ټولیو،کنډکونو،لواګانواوفرقوکې ځای پرځای شوي دي اوداهغه اردوده چې دافغانستان دحرب په تاریخ کې په درجنو،درجنوجنرالان چې زیاتره یې مسلکي نظامي زده کړي نه لري اوپه تنظیمي زور اوسوټي ...
په وینولړلۍ اسلام داسلام آباد دخنجرپه څوکهشیطان آباد اسلام اباد دلوی شیطان په کرغیړنولاسونوداسلام دبدنامی اودمسلمانانودکړولو،وژلواوسپکولوپه موخه رامنځته شوی اودا لامل دی چې لاتراوسه داسلامي قانون اوشریعت پرځای انګلیسي مدني قانون واکمن دی اودتش په نوم داسلام په نامه ډول،ډول ترهګرې،تروریستي ځناورې او وحشي ډلې،ټپلي اوځان مرګي لیوني سپي روزي اودبې وجدانه اوبې ایمانه پاکستاني مفتیانوپه فتوا یې دافغان مسلمان ولس دوژنې اوتباهۍ لپاره ګوماري چې دادی نـن ورځ دروژې دمطهرې اوعبادتي میاشتې په لومړۍ ورځ یې دسپیڅلوخوستیوروژتیانوویني په خورا سترقساوت اوبربریت وبهولې په خدای،رسول اواسلام مین غیرتي خوستیان یې ...
  دلرو اوبرو پښتنودغیرت اونـنګ شیبې رښتیا یې ویلي چې اوبه په ډانګ نه بیلیږي اوګډ پښتون په ډیورنډ نه بیلیږي.هغه تش په نوم مکار اوتصنعي ډیورند چې دادی دګردې اروپا د۵۱۰ میلیوني وګړودمتحد اویوموټي باوري اوځواکمن سازمان یا په بله ژبه داروپا داتحادیې پارلمان مرستیال مشروتلي اوپیاوړي دپلومات ښاغلي رشارډ چارنیکي داکرښه مصنوعي اوغیرطبیعي کرښه بللي اوداروپا یي ټولنې په میاشتنۍ کې یې په زغرده اوډاګه دهغه ابطا ل اعلان کړاوپه څرګندومستدلواو منطقي ټکو کې یې دهغه جدي ارزونه غوښتي او ویلي یې دي چې د دې کرښې اوسیمي څخه دنړیوالې ترهګری او تروریزم مرکزجوړشوی او د دې وخت رارسیدلی چې د ډیورند کرښې ته بیا ...
افغانستان به څنګه جوړشي؟ دتاریخ داوږده بهیراودپیړیو،پیړیوپه بیلا،بیلوپیړیوکې زموږګران اولرغونۍ هیواد اریانا،خراسان اومعاصر افغانستان دخونړیوبلوسو،وحشیانه یرغلونواوتاړاکونوسره مخامخ شوی اود دي خاورې تاریخ اوجغرافیه په سرو وینوخړوب شوي ده.دعروس البلاد،ام البلاد،اشرف البلاد اوفرهنګ البلاد ښارونه دبرمیال لرغوني مدنیت اثاراوبې سارې فرهنګي پنځونې دچپاولګرواویرغلګروپه تورولښکرو وران ویجاړشوي اولوټ شوي دي اودخپل شتون په اوږده واټن اوتاریخي پړاوونو کې یې بشپړامن اوسوکالي نه ده په برخه شوي ان چې زبون اونامرده بشریت ضد دوښمن پخپله استعماري خونړۍ توره دافغان بدن دوه ټوټې ...