تکړه شاعر، هیواد پال او خواخوږي سټې ښاغلي اسدالله زمري سره ادبي مرکه

زموږ د پښتو ادب د پتمنې لارې تکړه شاعر، هیواد پال او خواخوږي سټې ښاغلي اسدالله زمري سره ادبي مرکه
ښاغلی اسدالله زمری د خدای بخښلي حاجي عبدالحمید زوی دی ، پر (۱۳۳۳) لمریز کال د لغمان ولایت په یوه روڼ انده کورنۍ کې زیږیدلی دی . لومړنۍ زده کړې یې د لغمان په ولایت اوبیا د لښکر ګاه په لیسه کې تر سره کړې دي ، لوړې زده کړې یې د کابل پوهنتون د حقوقو اوسیاسي علومو په پوهنځي کې سرته رسولي دې ، او له دغې پوهنځي څخه یې د ماستري دیپلوم تر لاسه کړئ دی .

له زده کړو وروسته، دی په خپل هیواد کې په بیلا بیلو حقوقي ارګانونو کي په ډیره مینه او علاقه سره د خپلو مسلکي کارونو او فعالیتونو سره بوخت وُ . 

ښاغلی اسدالله زمری زموږ په جګړه ځپلي هیواد کې د جهادي ډلو ټپلو د خپل منځي جګړو له کبله لکه نور هیواد وال پر (۱۳۷۲) لمریز کال کې له خواږه هیواد نه وتلو ته اړ شو او په المان کې کډوال شو، اوسمهال دی په جرمني کې د خپلې کورنۍ سره د پردیسی تریخ ژوند تیروي .

له (۱۳۵۶ ) لمریز کال راهیسې شعر لیکي او د هیواد په بیلابیلو خپرونو کې ئې شعرونه خپاره شوي دي .

د ښاغلي اسدالله زمري چاپ شوي اثار دا دي :

- لومړنۍ شعري ټولګه یې د ( اوښکې اوسکروټې) په نامه 

پر ( ۱۳۵۶) لمریز کال کي د چاپ او خپرونې د دولتي کمیټې له خوا په دولتي چاپخونه کې چاپ شوې ده .

- دویمه شعري ټولګه یې (د پتنگ وزر) پر (۱۳۸۷) لمریز کال کې چاپ شوې ده .

- دریم اثر یې (په افغا نستان کې داساسي قوانینو تدوین او د ځینو حقوقي موازینو څرنگوالي ته یوه کتنه) نومیږي ، پر (۱۳۶۸) لمریز کال کې د افغانستان د جمهوري دولت د ملي شورا د ولسي جرګې لخوا د کابل په دولتي چاپخونه کې چاپ شوی دی .

- د شعرونویوه ټولګه یی د (لمبو کلي ) ترعنوان لاندی په دولتی چاپخونه کې تر چاپ دمخه د جهادي ډلو په جنګونو کې د دولتي چاپخونې له نورو اثارو او د وطنوالو د کورنو او هستیو سره يو ځای سو ځیدلی ده .

ښاغلی اسدالله زمری زموږ د هیواد په ادبي او فرهنګي ډګر کې هغه تکړه او با احساسه لیکوال او شاعر دی، چې په شعرونو کې یې د هیواد سیاسي، ټولنیز او کړکیچن حالات او مسایل ، تولنیزې ستونزې ، ناخوالې، نیمګړتیاوې او همداسې د پاک او سپیڅلې مینې او ښکلا راز و نیاز، حسن او جمال د طبیعت د مناظرو ښکلا انساني او هنري پیغامونه په ډیر ښکلي او ظریفانه بڼه انځور شوي دي، چې د شعر او ادب مینه وال یې په لوستلو ترینه خوند او پند اخلي او د خپل زړه دردونه، هیلې او ارمانونه پکې لیدلی شي .

د بیلګې په توګه دا بیتونه ګورو چې وایي :

چې فغان ئې له نامه خیږي افغان دی

چې لمبې ئې تل له زړه خیږي افغان دی

چې پیدا په بده ورځ دی بدې ورځ ته

چې ئې مرګ تل په کاله خیږي افغان دی

او یا وایي :

پرون بل وو پکې سره اورونه هر خوا

نن ئې خړ لوګي جګیږي له ګوګله

د دنیا لمن ئې تنګه ده لوی غم ته

د افغان وطن کړ وران هر چا څو ځله

او یا وایي :

نه ځګېرویو آرام راکړ نه سلګیو

عمر تریخ کړ راته دې خړو لوګیو

شپه او ورځ له سوزه کریکې زما خېږي

غربت وریت کړم تناره کې د خواريو

او یا وایي :

یوه شېبه د یار په غېږه کې خوب

ښه خوږ په سل ځلې مرګونه ارزي

له موسکو شونډو نه یې خیال کې بوسه

د شوکرانو په جامونو ارزي

د تنګې خولې د خندا یو لیدل یې

د ټول جهان په سرو ګلونو ارزي

...

او یا وایي :

جانانه راکړه د سر و شونډو پیمانه په مینه

چې کړمه هیره د غمونو زمانه په مینه

د شونډو جام کې دې د مینې شراب راکړه په خوند

د حسن شمعی چې دې شمه پروانه په مینه

راکړه عسل د خوږو شونډو درنه وګرځمه

راته مې ماته کړه د تریخ ژوند زولانه په مینه

مست مې کړه داسی چې خوښیو کې شم ډوب له شوقه

څو درته واوروم د مینی ترانه په مینه

...

او یا وایي :

پسر لی شو، د ګلونو کاروان را غی

د دنیا د بڼ منلی باغوان راغی

ځمکې لیری کړه بړستن د سپینو واورو

د ویښتیا او پا څیدلو زمان راغی

رنګ او بوی سره سیالي کړي د زړه وړلو

د جنون او زړه بایللو توفان راغی

...

- ښاغلی استاد پوهاند مجاور احمد زیار په خپله یوه لیکنه کې د ده د ادبي او فرهنګي سټې په تړاو داسې وایي :

- (( .... غبرگ زمری له غبرگو ژمنو سره اته دېرش مني او څړمني وشول چې دغه غبرگ زمري (اسداله زمري ) له خپلو غبرگو ژمنو او ارمانونو سره د شعرو ادب ډگر ته رادانگلي، ازما يښتونه او نوښتونه يې سره پکې پرلپسې غاړه غړۍ کړي او تر اوسني بشپړتيايي پړاوه يې رارسولي دي .

په دې پرمختيايي بهير کې زموږ د جهل وجنگ ځپلې ټولنې دغه ژمن وارماني شاعر خپل ټولنيز ارمان و پيغام له هنري ارمان و پيغام سره نغاړلي رانغاړلي، په نورو ټکو، د کره کتنې د زر تلې دوه گونې پلې يې سره ښې ترا انډول کړې او تر ډېره بريده يې له توغ وتوانه بريالی او مخسوری راوتی دی .

په دې لړ کې يې د پښېلو (قافيو) له پښونديو نه د شعر د ازادۍ تازه ازمېښتونه د همداسې يو پر مختللي پړاو يوه جوته پيلامه گڼل کېږي .

د لومړۍ ټولگې ((اوښکې او سکروټې)) نومومول يې د سپينو او تورو اهريمنانو پر وړاندې د يوې نياومنې ژوند جگړې موخه را زبادوي او له همدې لامَله يې اوروينې د شعر په تړمو اوښکو ورپرېولل غواړي !

زه يې سم له لاسه د خپلو خبرو د لاسوند په توگه د گران انجنير صاحب له خوا را چاڼلې نو ښتگر انه بېلگې بس بولم او پنځگرته يې د لازياتو بريو او برياوو هيله کوم .))

د ښاغلي زیار صاحب د لیکنې پر لاسوند په رښتیا سره چې زمري صاحب د خپل اوچت قلم په وسیله په خپل شاعرانه کلام کې په هیواد کې د سمسور، نیکمرغه، هوسا او سوکاله ژوند په اړه د ټولنیز شعور، ملي فکر، او اخلاقي اړخونو، د اتحاد، اتفاق، ملي یوالي پیاوړتیا او ټینګښت ته ژوره پاملرنه کړئ ده .

د بیلګې په توګه د ده دا بیتونه ګورو چې وایي :

مسلمان که مې دی سپین د دواړو سترګو

نو هندو مې دې د دوو سترګو تور

د سني او دشیعه توپیر مې نه موند

ټول جهان مې پسې وکوت کور په کور

هزاره، ترکمن، بلوڅ، پښتون اوزبک

پنځه ګوتې؛ د یو لاس دي د سوک زور

پشه یي، نورستاني او قزلباش هم

دي زامن د افغان پلار، افغانې مور

...

او یا وایي :

ا فغانانو چې پرې کړی اتفاق دی

چې ئې سر دی پرې ورکړی تل، نفاق دی

دغه زوړ تړون اوس دی د ماتولو

چې نن وخت د یو کیدو او د وفاق دی

- ښاغلی ببرک ارغند زموږ د هیواد ملي، علمي، ادبي او فرهنګي سټه پیاوړی ژورنالیست، نوښتګر داستان لیکونکی په خپله یوه لیکنه کې د ښاغلي اسدالله زمري په اړه داسې وایي :

- (( .... در شرایطی که سرزمین ما در چنبرۀ سیاه ترین ، مخوف ترین و عقب مانده ترین نیروهای تاریخ قرار گرفته است ؛ در شرایطی که مردم افغانستان انزجار و نفرت خود را علیه عقب مانی و سیاه اندیشی جهادی در سراسرِ کشور بی هراس بیان میدارند و دهانی نیست که مملو از درد و رنج بیکران و نفرتِ مردم از حاکمان مزدور نباشد؛ بر ماست تا با محرومان و درد دیده گان همنوا شویم و زنگهای بیداری را بصدا در بیاوریم . جنایتی که بر فرخنده رفت! جنایاتی که همین اکنون در قراء و قصبات و شهر های کشور بر مردم مظلوم ما جاری است! آیا میشود آرام نشست ؟ آیامیشود سخنی نگفت ؟ بی عدالتی دیگر تاب و توان را از مردم ربوده است . دیگر تقابل و رویا رویی با اندیشه و کردار و سیاستهای علمداران جهل و عقب مانده گی در تار و پود مردم ریشه دوانیده است . دیگر با جادو و طلسم و استخاره نمیشود مردم را به خوشبختی رساند ویا جلو طغیان آنان ر ا گرفت . تاریخ بدیلی دیگر از ما میخواهد، بدیلی که سیمای انسانیت و آزاده گی و واراسته گی را بیان دارد و مردم را بسوی سر زمین خوشبختی و سعادت رهنمود شود .

میدانیم که شعرو هنر کوششی دسته جمعی آدمهاست برای بیان راستیها و زشتیها . و آفرینشگران – که سنگهای زیرین آسیا نیزهستند – رسالتی ِارجمند و بزرگ دارند تا با چراغ معرفت تاریکها را آشکار سازند و در بیداری توده های مردم به ویژه در سرزمینهای تابو زده یی مانند افغانستان کمرهمت ببندند .

ځمه هغه ښار ته چې ظلمت نه وي 

زړونه ویریدلې له وحشت نه وي 

غوڅ چې د چا پزه او غوږ نه کړي څوک 

سوی په اور باندې يې میت نه وي 

یکی از این شاعرانِ متعهد، فرهیخته و اندیشه مند هم جناب اسدالله زمری است که قلم و اندیشه اش در خدمت مردمش قرار دارد . اشعار این شاعر فرزانه ،پر محتوا ، ژرف و شیرین است . میگویند شعر خوب آن است که از دل بر خیزد و بر دل نشیند . اشعار این شاعر فرهیخته بر دل مانشسته است . 

تا جایی که من میدانم از این شاعر ورجاوند تا کنون آثار زیر زینت چاپ یافته اند : 

1- اوشکی او سکروتی - مجموعۀ شعر

2-دلمبو کلی - مجموعۀ شعر

3- دپتنگ وزر - مجموعۀ شعر

4- په افغانستان کی د اساسی قوانینو تدوین او ځینو حقوقی موازینو ځرنګوالی ته یوه کتنه .))

به جناب اسدالله زمری طول عمر و قلم تواناتر آرزو میکنم . 

د ښاغلي ډاکټر ببرک ارغند د لیکنې پر لاسوند په رښتیا سره چې ښاغلي زمري په خپلو شعرونو کې د هیواد پالنې انګازې او د هیوادوالو سره خواخوږي، ټولنیز، سیاسي ، اخلاقي او ملي تصورات ، انساني احساسات او عواطف په ډیر ښکلي انداز سره انځور کړي دي .

د بیلګې په توګه د زمري صاحب دا بیتونه ګورو چې وایي :

سره اوښکه د غم وم چې په مخ د دنیا پریوتم

پرخه د سحر شومه په غرو او صحرا پریوتم

یو سوی فریاد وم له دردمن زړه نه را پورته وم

دود د اوسیلو شومه په مخ د رڼا پریوتم

مات ساز د ماتم وم د ویر کور کې غږیدم غلی

سوز د غمجن زړه شوم په لیمو د ژړا پریوتم

...

او یا وایي :

مدام په خوب او ویښه، ...

یمه لګیا او یو تصویر کاږمه ...

یو بی مثاله تصویر،

چې د هنر او د خلقت یو لوی شاهکار وګرځي،

چې چا تر اوسه لا ایستلی نه وي

د نامرادیو، بد بختیو او غمونو تصویر

د ولږی، فقر، د ژړا او د دردونو تصویر

د بی کوریو تصویر

د جنازو او د هجرت د بی پایانه بهیر

د کړاوونو ،عذابونو او ظلمونو تصویر

په تیارو شپو کې د وحشت او ستمونو تصویر

لاس مې ور اوږد کړ چې قلم را واخلم

زما قلم د شهیدانو د جنډو لرګی وو،

...

چې ورته ومې کتل

دا زما خپل تصویر وو

زما د تن ، زما د ځان ،

زما د ګران او وران وطن

« افغانستان » تصویر وو.

ښاغلی زمری متواضع، زړه سوانده، مهربان، دروند او بې کبره شخصیت دی . دی د خپلو یارانواو دوستانوسره د یومینه ناک انسان په توګه په ډیره پسته او آرامه ژبه غږیږي او د خپلو ملګرو په منځ کې خپل ځای اومقام لري .

د ادب او فرهنګ درنو مینه والو د ښاغلي اسدالله زمري د پوره پیژندګلوي لپاره ما د ده سره یو ادبي مرکه نیولې ده ، هیله ده چې ستاسو ادبي تنده پرې ما ته شي .

زمری صاحب زما سلامونه او نیکې هیلې ومنې . اجازه راکړئ، چې خپلې پوښتنې پیل کړم .

ګران مسعود صاحب مننه، زه هم تاسو او ستاسو په وسیله خپل سلامونه او نیکې هیلې ټولو هیوادوالو او د شعر و ادب مینانو ته وړاندې کوم ، او ستاسو په خدمت کې یم .

- ډیره مننه .

پوښتنه : تاسې کوم وخت په شعر ویلو پیل وکړ، کوم احساس، شوق او مینې دې ته وهڅولئ، چې د خپلې ټولنې لیکوال او شاعر شوئ، او په دې لاره کې مو څنګه خپل استعداد ته پام شو؟

ځواب : ګران او منلی دوست ښاغلی انجنیر عبدالقادر مسعود ، اجازه راکړی تاسې ته د هغو فرهنګي هلوځلو چې د وطن د ادب او هنر د پیژندلو او ودې په لاره کې یې کوئ ، کورودانی ووایم او لا زیاتی بریاوی مو غواړم .

ستاسې د پوښتنو د ځواب په هکله باید ووایم تر هغه ځایه چې ما د نورو درنو فرهنګي شخصیتونو سره ستاسې مرکې تر نطره تیرې کړئ، ډیر د صلاحیت لرونکو او د ادب او هنر په برخه کې بوختو افرادو ستاسې اکثرو پوښتنو ته تر لازمې څیړنې وروسته مفصل ځوابونه درکړي دي ، زه به د خپلې وسې په اندازه کوښښ وکړم د مطالبو له تکرار پرته خپل نظر ستاسې او د درنو لوستونکو حضور ته مخکې کیږدم .

شعر له یوی خوا د ډیرو ژبو او د هغو له ډلې نه د پښتو ژبې یوه درنه برخه تشکیلوي او انسان له هغه وخته چې په خبرو راځي نو دمورنۍ ژبې له ټولو شتمنیو نه متاثر کیږي او هغه خپلو مغزو ته سپاري ،شعرونه او منطوم کلام ژر او په آسانۍ سره حافظی ته سپارل کیږي اوبیا ویل یې هم د نثر په تناسب اسانه وي؛ ښایي د ماشومانو د ځينو لوبو د منظومو او مسجعو کلامونو علت همدا وي ، چې دا موضوع کیدای شي د انسانانو او زما په هکله هم له شعر سره د لمړنی اشنایي او بلدتیا دلیل او علت وګڼل شي .

په اصل کې له هغه ځایه چې ښکلا د هنر منبع ګڼل شوئ او له ښکلا سره مینه د انسان د طبعیت یو جزء ګنل کیږي ، شعر هم د هغو ښکلو پدیدو په قطار کې راځي چې د انسان د ښکلا خوښونۍ احساس ترې بې تفاوته نه شي تیریدای ؛ له شعر سره زما د مینې د پیل وخت نشم یاد ته راوړلی خو د کلي ،کور او حجرو اغیزه چې شعرونه، سندرې، منطومې قصې او داستانونه پکې له ټولو بندیزونو سره سره دیوې ژوندی او تلپاتې برخې په توګه ویل او اوریدل کیدې ،پرما هم اغیزه ښیندلې ده ،او څه وخت چې مې لیک لوست ته مخه واړوله نو له هغو لومړیو کتابونو نه چې ما په څلورم ټولګي کې ولوستل یو هم د ښاغلی عبدالملک فدا د شعرونو یوه ټولګه وه چې ځینې بیتونه مې ورته تر اوسه هم په حافظه کې پاتې دي . د هغو له جملې نه دا :

چې پری مزی کوي مالدار دا د مزدور وینې دي 

چې ظالمان شوه پری تاجدار دا د مزدور وینې دي

دا د اسمان لمنې سرې چې وي سحر مازیګر 

نه دی شفق که یې هوښیار دا د مزدور وینې دي ...

له دغې مینې نه علاوه له ځینو فرهنګي حلقو او شخصیتونو سره د ناستې ولاړې او د هغوی تر اغیزې لاندې او په طبیعي ډول د ځوانۍ د ښکلي دوران د ولولو او احساساتو تر اغیزې لاندې مې پر (۱۳۵۶ ) لمریز کال کې خپل لومړنی شعر د هغه وخت د سیاسي او ټولنیز استبداد او انحطاط او د وطن د خلکو د دردونکي حالت په عکس العمل کې ولیکه چې ددوستانو د تشویق او ترغیب په نتیجه کې مې دا سلسله جاري وساتله او کله نا کله د شعر د فرشتې د الهام سره همغږی کیږم او څه لیکم .

پوښتنه : یوشمیر لیکوال او شاعران وایي : (.... وييونه، غونډونه او غونډلې (کلمې، فقرې او جملې) او په پای کې همغږي، تول وتال، انځور، اند و واند (خيال و انديشه)، د شعرو شعروالی لومړنی نښې دي ...) تاسې ليد توگه څه ده؟

ځواب : انساني احساسات ،پوهه او قریحه ټاکلي حدود او سرحدونه نه پیژني اوپه ټولو انسانانو کې یو شان نه وي ، نو شعر هم چې زیاتره د انساني احساساتو او عواطفو ښکلی بیان دی هم یو ثابت او د ټولو منل شوی تعریف نه لري، شعر له مختلفو جهتونو،لیدلورو،آندونواو په مختلفو صورتونو او کلماتو تعریف شوئ دی، ستاسې په ګوته شوي عناصر او د شعر د صنعت ټول بدیعي قواعد او قوانین د شعر لپاره ضروري دي خو د ښه شعر لپاره شعریت یعنی د مفاهیمو او مطالبو هنري ا وظریفانه تمثیل اوتصویر،او نوی والی یا نوښت، له زړه ر اختل او په زړونو ناسته او د ټولنی د عمومی احساس انعکاس حتمي ګڼم . زما مقصد د اردو ژبی یو شاعر یوڅه ښه ترسیم کړئ دی چی وایي :

غزل می بندش الفاظ بی نهی کافی + ذرا بی خون جګر چایی یی اثر کی لیی

(د غزل لپاره د الفاظو قطارول کافي نه دي د تاثیر لپاره یې د ځیګر يو څه وینې ته هم ضرورت شته )

زما او د شعر اړیکه داسی ده :

مرورآشنا

لکه اوښکه چې خفه شي له ژړا نه 

یا چې بیله خو شحالۍ شي له خندا نه

یا چې و تښتي له اور ځنې تودو ښه

لکه بیل چې شې څراغ خپلې رڼا نه 

یا چې مات شي د مرغه دواړه وزرونه 

یا چې ژبه د چا پاتې شي وینا نه

یا سړی چې بې خواخوږی شي په غم کې 

نا هیلې چې شي په سخته کې دنیا نه 

یا چې ورکه له ځړوبي نه غوغا شي 

یا چې څوک کاندي جلا جنون سارا نه

یا چې شا ورکړي پتنګ بلې ډیوې ته 

یا بیزار چې شي ګلونه له بورا نه

یا چې مینه له انسانه کډ ه وکړي 

هسې شعر مرور ګر ځي له مانه

ځکه خوند مې د ژوند شپو ورځو کې نه شته

چې بیل شوی یم د بدی ورځ آشنا نه 

پوښتنه : فلسفي شاعر اقبال لاهوري وایي : (.... د شاعر طبعیت په مینه کې اخښل شوې او د مینې او ایمان په اور کې پوخ شوې دی ...) تاسو په شعر کې ښکلا او مینه څنګه ارزوئ؟
ځواب : سره له دې چې په دې جمله کې د ایمان په مفهوم صحیح پوه نه شوم خو نه یوازې د شاعر بلکی د ټولو انسانانو طبعیت په مینه اخښل شوی دی، همدا مینه ده چې د هنر او ځینو نورو فرهنګي هستونو بیخ اوبه کوي په ښکلا پیژندنه او له ښکلا سره په مینه کې د ویل دورانت په وینا د کفر او شرک څه تومنه شته چې په همدې دلیل د ایمان خاوندان ترې بیزاره دي او ورځنې تښتي ، ځکه مینه او ایمان یو دبل سره مترادف احساسات نه دي خو هیڅ انسان حتی د ایمان خاوندان ورځنې بې اغیزې نشي پاتی کیدای او ترې خلاصون نه لري؛ خو غواړم دا موضوع د پښتو د ستر فلسفي شاعر غنی خان په دی خبره تکمیله کړم چې د شاعر په هکله وایي « د ده مثال د داسې یو حیوان دی چې د هغه په وجود څرمن نه وي که بوټي د ازغي څوکه وروړې نو په کریکو ځان وژني او که بوټي آرام ورشي نو د خوشحالۍ نه بیهوشه کیږي . »

ډیر ځله هغه شعرونه چې ګویا بغاوت پکې لږ څپې ووهي، منلي او تلپاتي شعرونه پیژندل شوي دي لکه د خوشحال خان، خیام ، حافظ،غنی خان ، سلیمان لایق او یو شمیر نورو شاعرانو شعرونه .

د نن ورځې او په خپل وطن او خلکو میین شاعر ته هم خپل د وطن طبعیت ، اقلیم خلک او هر څه ښکلي ښکاري ،خو د یوه شاعر او «نه شاعر» تر منځ تو پیر په دې کې دی چې شاعر د یوه ډیرحساس مو جود په توګه د هر څه څخه متاثر کیږي او په مقابل کې عکس العمل ښئي ؛ دشاعر رسالت به په دې کې وي چې نه یوازی د ښو او ښکلا او همدارنګه د بدو غیر فعال او بیطرف تماشاچي ونه اوسي . د ستایلو تر خوا د بدو غندل د یوه شاعر لپاره حتمي کار او د هغه د ادبي تعهد یو جزء دی . ما دا خبره په دې شعر کې داسې رانغښتی ده :

مینه اوکرکه

دژوندانه د ترخو زهرو....

له سرو وینو ډک دی!

دزمانی دکړاوونو په منګلو کښې ښکیل،

چی د دی سوی ګوګل تنګ محیط ئې لا ښکیکاږی

ورته حیران یمه زه

چی دی یوه موټی دغوښو اورګونو ټوټی،

ټولی نړۍ نه لا درنه او ستره

له ښو او ښکلو سره،

او له بدیو ځینی

څنګه دا ستره مینه؟

څنګه دا لویه کرکه؟

سره یوکړی او ځای کړی ئې ده خپل زړګي کې؛

پدی وړوکی ځای کې.

ورته حیران یمه زه؛

ورته حیرانه نړی ...

پوښتنه : ویل کیږي : اوسنی شعر د انځورونوشعر دی . تاسې د عیني او ذهني انځورونو په اړه څه لید لرئ، او دا راته وویاست، چې دا انځورونه د شاعر په شاعرۍ څه اغیز لري؟

ځواب : انسانانو د خپلو اندونو ، انګیرنو او معتقداتو د ښکاره کولو لپاره تل هنر او ادب ته مخه کړئ او د دې کار لپاره یې له انځورونو او سمبولونو څخه کار اخیستی دی او هغه یې څه په مادي شکل او څه هم په غیر مادي اشکالو کارولي دي . دا له نورو علتونو نه سربیره په دې علت هم شوي چې سیمبول که یوه کلمه اوحرکت وي او یا یو شکل ، یو مفهوم د هغې له څرګندې او مستقیمې معني نه یو څه زیات افاده کوي .

انځورونه او سیمبولونه که عیني وي یا ذهني، طبیعي وي یا سنتي او قراردادي، ادبي او هنري هستونو او د هغو له جملې نه شعر ته عمق او که ئې دقیقه ووایو شعریت ورکوي او دا د هغه د ښکلا سبب ګرځي .

پوښتنه : تاسې په شعر کې تشبیه، حقیقت اومجاز، اغراق او مبالغه، استعاره او کنایه، څه ډول څیړئ؟

ځواب : دا ټول د بیان د فن هغه ضروري عناصر دي چې یو ه کلام ته ښکلا ور بخښی او له هغه څخه شعر جوړوی .

پوښتنه : په دې کې شک نه شته چې استاد پوهاند مجاوراحمدزیار د ازاد او سپین شعر د غورځنګ د یو ټولمنلي بنسټوال په توګه د غزل لمن هم د خپلو علمي اوادبي څیړنو له مخې ډیره پراخه کړئ ده، د غزل مسرې یې له دوه څپیزو څخه تر اته ویشت څپیزو پورې غزولي دي . تاسې د دې نوښت په اړه څه لید لرئ؟

ځواب : زه د استاد زیار په اثارو او هڅونو د کره کتنې اجازه ځانته نه ورکوم هغه ته د اوږد عمر او لا زیاتو بریو هیله کوم خو هر هغه نوښت چې دوطن د ادب د ودې او پیاوړتیا په مقصد د ادب با صلاحیته مخکښانو او استادانو لخوا تر سره او ومنل شي، زه یې ملاتړ کوم .

پوښتنه : په لره او بره پښتونخوا کې آزاد پاړکي چې سپین شعرونه او بې قافیې شعرونه هم ورته وایي او ځینې کسان یې ((نوي شعرونه)) هم بولي، د لومړي ځل لپاره څه وخت او د چا له خوا په پښتو ادب کې لاره موندلې ده ؟

ځواب : اول خو راځئ چې دا د لر او بر تقسیم چې دقیق نه دی نور لیری وغورځوو ،په پوښتنه کې د مطرح خبرې سپینول د یوې پراخې څیړنې په نتیجه کې کیدای شي خو ځینې د ارواښادعلامه عبدالحی حبیبي (د کورقاصده راته وایه ) شعر چې پر (۱۳۱۵) لمریز کال کې د هغه د تبعید په وخت کې په طلوع افغان کې خپور شوی دی ، ځینې د ارواښاداستاد عبدالرحمن پژواک پر ( ۱۹۳۸) زیږدیز کال کې لیکل شوی درامه (کلمه داره روپی) ځینې د ایوب صابر د (زما تصویر) او ځینې د عبدالعظیم ساپي د (دا پښتو د پښتونخواد پښتنوده) شعر چې پر (۱۳۳۱) لمریز کال کې د نیلاب په جریده کې خپور شوی لومړنی ازاد ،سپین ‎، نوی شعر ګڼي .

پوښتنه : فلسفه، تصوف اوعرفان په شاعرۍ کې څرنګه څیړئ؟ ستاسې په نظر په دغو دری برخو کې کومو شاعرانوخپل ذوق زیات آزمویلی دی او پاملرنه یې ورته کړې ده؟

ځواب : کله چې په پښتو کې د عرفان او فلسفې خبره کیږي ستر وطنپال، فلسفي، عرفاني ، هنري او رزمي شخصیت حضرت بایزید روښان زما سترګو ته دریږي . دا روښانه خبره ده چې دروښاني نهضت د پیل تر وخته په پښتنو کې عمدتاً په فارسي ژبه لیک او لوست کیده ، دی د پښتو رسم الخط هستوونکی، د زیات شمیر کتابونو مولف ، د موسیقي د یو شمیر الاتو بشپړونکی ،د پښتو د موسیقي د یو شمیر مقامونو جوړونکی ، د ښځو اونارینه و د حقوقو د برابروالي باني او د ظلم او استبداد او د پردیو د سلطې پر خلاف د پښتنو د مقاومت او مبارزې لارښود وُ، چې فلسفې او تصوف ته یې افغاني یعنې مبارز خصلت ور وباخښه ،چې په خواشینۍ سره پښتنو د هغه د قدر دانۍ او احترام حق لږ ادا کړئ دی .

وايي چې شعر د فلسفې او علم خلاف ځانګړو او فردي چارو ته پام کوي ،له شعر نه د فلسفې د توضیح او تحلیل لپاره کار اخیستل سره له دې چې څه مشکل بریښي خو دا کار له ډیرو پخوا زمانو نه تر سره شوئ او ډیر فلسفي افکار په شعر ویل شوي خو عمدتاً فلسفي مسایل زیاتره په نثر لیکل او بیان شوي دي خو تصوف او عرفان بیا زیات په شعر . د هیګل خبره چې شعر له ټولو مادي شرایطو نه ځان آزادوي او په دې ډول د نورو هنرونو په پر تله د روح (چې د عرفان ستره برخه جوړوي) د بیانولو وسیله ګرځي .

د پیر روښان او د هغه د مکتب له پیروانو ،رحمان بابا ،خوشحال خټک نه چې راتیر شو نو هغه څوک چې یې په عرفان او تصوف مشخصه شاعري کړئ خدای بخښلی امیر حمزه شینواری ، ستر فلسفي شاعر غني خان او ښاغلی مجروح دی خو دا نه شو ویلای چې ګواکې نورو شاعرانو په دې بر خه کې څه نه دي کړي ،بر عکس د زیاتو شاعرانو په شعرونو کې د تصوف او عرفان او له متاثر شوې فلسفې څخه منعکس شوي مسایل او مطالب شته .

پوښتنه : زموږ یو شمیر لیکوال په دې ګروهه دي، چې د شعر په پرتله باید نثر ته زیاته پاملرنه وشي . تاسې په دې اړه څه لید لرئ او دا راته وایاست خوشال خان خټک لکه څنګه چې پښتوشعر او نظم ښکلې او رنګین کړ، همدغسې په نثر کې هم دیوه داسې هنري نوښت بنسټ کیښود چې اوسنی پښتو ادب پرې ویاړي . که تاسې يې له څومره ييز او څرنگيز پلوه پرهنري او ادبي نوښتونو يوه لنډه رڼا واچوئ .

ځواب : دخوشحال خټک موقف او ځای د هیواد په تاریخي ، سیاسي ، حماسي او ادبي برخو کې بیخي ځانګړی دی .

د خوشحال خټک د هنري ، ادبي او علمي نو ښتونو څیړل د یوې مصاحبې له حوصلې نه ډیر او چت دی خو په لنډه توګه ویلای شم چې خوشحال خټک که د پښتو په اخلاقو او کلتور څه لیکلي ، یا یې دبزم او یا د رزم خوا ته مخه کړئ او یا یې په علمي او څیړنیزو چارو پلټنه کړئ د مضمون او محتوا او د شکل، ښکلا او هنرې کیفیت له پلوه یې بیخي استثنایي ځای خپل کړئ دی ؛ د خوشحال خټک سبک دومره پیاوړی وُ چې د ډیرو معاصرو شاعرانو په شعرونو کې یې اغیزه په پوره وضاحت لیدلای شو . په دستار نامه ،فضل نامه، بازنامه ، طب نامه ، او د شعر په مختلفو فورمونو کې د هغه ادبي ترکیبونه او بدیعي صنایع له اندازې زیاتې ښکلې دي . د پښتو د سوچه کلماتو له خوندي کولونه چې تیر شو د هغه په ټولو اشعارو او لیکنو کې د پښتني روح او ځانګړنو ډیرې بې مثاله نمونې لیدل کیدای شي چې یوازې خوشحال خټک ته منحصرې دي او بل څوک يې د سیالۍ نه دي پیدا شوي .

خو نن د شعر او د نثر زیاتو او کمو لیکلو په هکله موضوع د خوشحال خټک له ادبي او هنري کړنو څخه بیخي بیله موضوع ده . شعر د عاطفي احساساتو د غلیان پایله ده او دا چې د شعر فرشته دچا په اوږو لاس ږدي او د شعر ویلو ته یې اړ باسي معلومه نه ده ؛ دا سړی ممکن یو نا لوستی او یا کم لوستی انسان وي او ډیر ښه او ښکلی شعر ووايې ؛ خو د نثر خبره بیا داسې نه ده ، تحقیقي او علمي لیکنې وي او یا که هنري او ادبي او یا نورې ، د لیکلو د موضوع په هکله لازمه پوهه او معلومات غواړي او هم باید په لیکوال کې د لیکلو قریحه موجوده وي . خو هغه څوک چې لازم او ضروري صفات او ممیزات ولري کولای شي چې نثر ولیکي خو دا کار څوک پر چا تحمیلولای نه شي . دا هم باید له پامه ونه غورځوو چې د ښه شعر د لیکلو لپاره د شعر د صنعت پر اصولو پوهیدل او د لازمو علمي معلوماتو درلودل هم ضروري دي .

د شعر د زیاتوالی یو علت ښایی دا وي چی شعر تر نثره مسوولیت ته کمه غاړه ږدي خو له بده مرغه « نه شعرونه » یو څه زیات شوي دي او دا کار لکه چې ځینو موسیقي ته د ابتذال نیزې ورسیخې کړي شعر هم بې حیثیته کوي .

ښه به وي چې د دې وضعې د له منځنه وړلو له پاره د کره کتنې او انتقاد برخې ته وده ورکړل شي .

پوښتنه : ستاسې په اند د یو شاعراو لیکوال ښکلایز او بې ساري تصویرونه، مسته مینه، عاطفي انځورونه، منطقي تفکر، ژوره اندیښنه اوعقلاني خوځون د زوریدلو انسانانو اوهیوادوالو په راویښولو او راپارولو کې څه اغیز ښیندلای شي؟

ځواب : مبارز شعر چې د ټولنیز و ناخوالو په مقابل کې د عکس العمل کریکه ده اصلي او اساسي هدف یې هماغه دی چې تاسې په خپله پوښتنه کې مطرح کړئ ، مشهور لیکوال ماستر عبدالکریم د استعمار ګرو پر ضد او د ولس د راویښولو په موخه ویل شوی د حماسي اشعارو څښتن ته د عسکر او سر تیري نوم ورکوي ؛ خو له شعر نه د انقلاب کولو توقع درلودل به ډیر پرځای نه وي .

ټول هغه څه چې تاسو په خپله پوښتنه کې یاد کړل د یوه ښه شعر د هدف اجزا دي، خو له هغه نه برسیره د وخت ، ځای او حالت په نظر کې نیول او د شعر معقوله او پر ځای استفاده کیدای شي په دې برخه کې موثره وي ؛که چیرې د ملالۍ لنډۍ په یوه حجره کې ویل شوې وای اوس به د تاریخ جزء نه وه ، ځینې وختونه یو لنډ شعر تر یوې اوږدې مقالې او وینا زیات پارونکي او هڅوونکي وي .

شعر د مغلقو سیاسي اصطلاحاتو او ترمینولوژي په ورنی کې پیچل هغه له شعریت نه اوشعر ته ډیر زیات پیچلتیا ورکول هغه د پرګنو د درک له سطحی نه باسي ،هغه شعر چې د خلکو په ژبه وویل شي (خو شعریت هم ولري) او د ځوریدلو انسانانو په غوږونو او مغزو په اسانۍ ورننوځي کیدای شي دا دنده په سمه توګه تر سره کړي، له ښه مرغه زمونږ په ټولنه کې مبارز شعر چې له خوشحال خان نه وروسته د خپلواکۍ غوښتنې له نهضت سره پیل شوي وُ په دې وروستیو دوه درې لسیزو کې د پاملرنې وړ وده کړې ده او خپله دنده یې په دې برخه کې په ښه توګه تر سره کړې ده ، ، سر بیره پر دې شعر د پاڅون او مقاومت او یا د مبارزې د روحیی او د هغې د پیاوړتیا لپاره هم غوره رول لوبولی شي خو په پوښتنه کې مطرح شوی مقصد یوازې د شعر په وسیله نشي تر سره کیدای او نور عوامل هم ورته ضرور دي .

پوښتنه : یوشمیر لیکوال او شاعران په دې ګروهه دي : (....چې د ښه شعر ځانګړتیا ښه تصویر نه بلکې د هغه ښه ژبني بیان دی ...) تاسې په دې اړه څه لید لرئ؟

ځواب : زه هم د کاظم خان شيدا سره همغږی یم چې د شعر مضمون ته په زیات اهمیت قايل وُ ا و ویل یې چې :

مضمون د شعر لکه پيکر وي
رنگين الفاظ يې رخت و زېور وي
ورته ضرور دي دا دواړه څيزه
پيکر که هر څو دلرباتر وي

تصویر او ښه ژبنی بیان د ښه شعر لپاره دواړه حتمي دي خو زه د مضمون نوی والی او د یوه پیغام درلودل هم ضروري ګڼم .

بې له تصویره او ښه ژبني بیان نه، یوه لیکنه شعر نه دی . خو هره لیکنه (شعر وي او نثر) نه ښایي چې یوازې د شاعرانو او لیکوالو له پاره و لیکل شي، هغه لیکنه او هغه ژبه ژوندی پاتې کیږي چې خلک پرې وپوهیږي او وږغیږي ، زه په خپله له بده مرغه د ځینو درنو لیکوالو او شاعرانو په پښتو نه پوهیږم .

پوښتنه : تاسې په شعر کې تاریخي اسطورې چې د یو ملت د افسانوي ژوند مفاهیم څرګندوي څه ډول ارزوئ؟ او دا راته وویاست چې د کومو شاعرانو په شعرونو کې د انساني او فطري اساتیرو مفاهیم خپل ځانګړې ځای او مقام لري؟

ځواب : اسطوره یا لرغوني روایات چې د انسان د ناخود آګاه تلپاتې انعکاس دی ، د ورستیو شاعرانو او د دې برخې د عالمانو له پاره د مطالبو د اظهار له پاره یو سیمبولیک بیان دی او شاعرانو له دې وسیلې یا طریقی نه ښه ګټه اخیستې ده . دې پوښتنې ته نورو درنو ادیبانو چې تاسې ورسره مرکه درلوده په تفصیل دقیق ځوابونه ورکړي خو زه په لنډه توګه وایم چې :

انسان خپله یوه اسطوره دی هرچا چې انسان ته شعر لیکلی او یا يې انسان ته د یوه مطلب د شاعرانه افادې له پاره له دې ښکلي بیان څخه کار اخیستئ ، خپل شعر ته يې ښکلا ورکړئ او د خپل ځان او شعر د اسطوره کیدو له پاره يې هڅه کړئ ده؛ دا کار ټول شاعران کوي خو د هغو شاعرانو چې انساني او فطري اساتیر يې په شعر کې ځانکړی ځای او مقام لري یوازې د نومونو په ‌ذکر نه شي افاده کیدلای د دې کار له پاره باید د هر یوه شاعر هستونې په مشخصه توګه د همدې موضوع په اړوند و څیړل شي . خو که خبره ساده کړو کیدای شي منظوم داستانونه د دې ډول شعرونو یوه ابتدایي بیلګه وګڼو .

پوښتنه : ستاسې په شعر کې کوم ډول خیالي انځورونه، عاطفي فکتورونو، ملي او وطني پیغامونو او تعهدونو، هنري ځانګړتیاوې او د نویو ترکیبونو، ښکلایزو څپې او جوړښت زیاتره انعکاس موندلې دی؟

ځواب : هر انسان د خپل چاپیریال نه متاثر کیږي ، ما چې څه له خپل رنځیدلي وطن او دردیدلو خلکو نه اخیستي، لیدلي او احساس کړي هغه مې منعکس کړي دي، پریږده چې درانه لوستونکي زما د لیکنو په هکله په پوښتنه کې یاد شوي مسایل وڅیړي .

پوښتنه : یو شمیر شاعران د خپلو ټولنیزو عقایدو پر بنسټ په خپلو شعرونو کې د ټولنیزو پیغامونو لپاره د رومانتيکو انځورونو اوسیمبولونو په مټ د هومانېزم هاندوهڅې کوي . تاسې لید په دې اړه څه دئ؟

ځواب : په دې کار کې هیڅ کومه غلطي او یا نقص نه وینم .

پوښتنه : په پښتو ادبیاتو کې دوديز منظوم ځېلونه (غزل، پاړکي ، بوللې، څلوریزې، دو ييزې ...) او بيا نومهالی ( آزاد ، سپين او ناپېيلی يا منثورشعر) څه توپیر لري؟ که يوه ځغلنده رڼا پرې واچوئ!

ځواب : زه له ښاغلی سلیمان لایق سره همغږی یم چې وایې :« د شعر هر نوی نسل د زاړه نسل زوی دی، ر ښتیانی شعر د دود او ابتکار یو ترکیب دی . په ولاړو ټولنو کې عنعنه پر شعر باندې مسلطه وي خو په خوځنده ټولنه کې ابتکار د شعر واکمن وي : د نوي شعر په پلمه د زاړه شعر له تجربو څخه مخ اړول یوه ګمراهی ده » د نوي شعر توپیر یوازې په شکل او فورم کې دی چې کیداې شي د یاد شوو ډولونو په قطار کې ودرول شي .

کیدای شي یو شعر په نوي شکل او فورم لیکل شوې وي خو که یې مضمون او محتوا تکراري او زړه وه، نو نوی شعر ورته ویلای نه شو .

پوښتنه : سربيره پر دې چې په لره او بره پښتونخوا کې يو شمير درنو او پخو ليکوالو او شاعرانو پر ځينو تقليدي شاعرانو خپلې څيړنې کړي دي خو بيا هم زمونږ په ټولنه کې يو شمير شاعران وينو ، چې د تقليد په پله روان دي تاسې د يو شاعر او ادبي سټې په توګه دا نيمګړتياوې څرنګه څيړئ، او د دغو نيمګړتياوو په اړه ځوانو شاعرانو ته کوم وړانديز او لارښوونې لرئ؟

ځواب : د نورو شاعرانو او لیکوالو د اثارو مطالعه او له هغوی نه د افاقي معلوماتو، د لغاتو د ذخیری او ذهني زیرمې په توګه کار اخیستل یوه ضروري او حتمي موضوع ده، چې هر سړی ورته اړتیا لري او همدارنګه په شاعرۍ کې ځانته د یوه مستقل سبک ایجادول د ټولو له وسعې پوره نه ده نو کله چې څوک د نورو اشعار ولولې په طبیعي توګه یې تر اغیږې لاندې راځي ، په هماغه سبک او شیوه د شعر لیکل کوم عیب نه دی خو د بل چا د شعر کاپی ، د کلماتو په وړاندی وروسته کولو ، د مضمون کاپي کول ، د تیاری قافیې ، ردیف او روی نه ګټه اخیستل ‎، د نورو د اشعارو استقبال ، ځواب او تضمین د شاعر د ابتکار توان وژني اوحتی شعر یې له شعریت نه باسي، دا کار د دې باعث شو چی حتی نوموتو شاعرانوته هم د «دزد سخنوران » لقب ورکړل شي .

شاعر د شعر ویلو په وخت کې کله داسې د الهام تر اغیزې لاندې راځي چې وروسته خپل شعر له سره ولولی ممکن ورته دا سوال پیدا شي چې دا د چا لیکنه ده لکه حمزه صاحب چې وایي :

چی خپل غزل له چانه واورم حمزه وایم چی چا هسی وینا کړی ده

نو بهتره به وي چې له نورو نه یې زده کړو خو خپل شعر خپل په قلم او سیاهی ولیکو .

پوښتنه : تاسې د ادبي نقد او کره کتنې او د ادبي او فرهنګي مرکزونو د جوړولو په اړه په هېواد کې د ننه او بهر، چې د نورو ادبي څانگوالو تر څنگ واکیالي (باصلاحيته) څانگپوه کره کتونکي غړيتوب و لري، څه لید لرئ؟

ځواب : دا کار حیاتي بولم ، خو راځۍ چې لکه شعر لیکل کره کتنه هم عامه کړو.

پوښتنه : یو شمیر شاعرانو او لیکوالو د خپلو څیړنیزو اونوښتګرو کارونو او فعالیتونو لپاره د بهرنیو لیکوالو آثار او شعرونه ژباړلي دي . ستاسې پر اند د بهرنیو آثارو ژباړه او یا زموږ د آثارو ژباړه په نورو ژبو کې د پښتو ادب و فرهنگ د ودې او پرمختګ لپاره څه اغیز ښندلای شي؟ او دا راته وویاست چې تاسې پکې ونډه اخېستې ده او که نه؟

ځواب : د ادبي او فرهنګي راکړې ورکړې مساٌله نه یوازې د ملتونو تر منځ بلکه د افرادو تر منځ هم د افغاني ادب او فرهنګ د ودې لپاره ډیره اغیزمنه او ضروري ده ، له یوې خوا د دې تبادلې په نتیجه کې نړیوالو ته زمونږ فرهنګ ورمعرفي کیږي او له بلې خوا د نورو له ادبي او فرهنګي هستونو سره زمونږ د لیکوالو او شاعرانو پیژندګلوي او له هغوی نه ګټه اخیستنه زمونږ د ادبیاتو او فرهنګ په غنا کې موثره ونډه درلودی شي .

اوس چې له ډیرو خواوو له فرهنګی یرغل سره لاس او ګریوان یو،د یوې معیاري پښتو د رامنځته کولو پر ځای د سوچه کولو او د نویو اصطلاحاتو د جوړولو پسی ډیر ګرځیدل او د ژبی مغلقول به مو خدای مکړه خوږه پښتو د دی یرغل په مقابل له ماتې او ورکیدو سره مخامخ کړي .

په خواشینی سره چې ما تر اوسه د ژباړی په برخه کی ځان نه دی ازمویلی .

پوښتنه : تاسې د هیواد په اوسنیو سیاسي، تاریخي او کړکیچن اکر بکر (حال احوال) کې د ننه او بهر د شعر او لیکوالۍ اکر (وضیعت) څرنګه څیړئ، شاعرانو او لیکوالو ته په دې اړه څه وړاندیزونه لرئ؟

ځواب : زمونږ هیواد له ډیرې پخوا نه د یوه وروسته پاتې ساتل شوي هیواد او په دې وروستیو کې د خونړۍ جنګ او د پردیو د سلطې په تورو پنجو کې ښکیل دی ، نو زمونږ لیکوالۍ او شاعرۍ هم له همدې وضعې نه متاثره ده .

ما په اینتر نیت کې یوه لیکنه ولوستله چې ډیره مې خوښه شوه او غواړم چې له تاسو سره يې شریکه کړم وايي چې یو ځای اور واخیست، یوې کوچنۍ مر غۍ په مښوکه کې اوبه راوړلې او پر اور يې اچولې ، چا ترې پوښتنه وکړه چې ستا دا یو څاڅکی اوبه پر دې ستر اور څه تاثیر ښیندلی شي؟ هغې ورته وویل چې هلته مې ملګری بند پاتې دی، زه غواړم چې کله له ما نه پوښتنه کیږي چې په هغه وخت کې چې د ملګری په اور کې بند پاتې وُ تا يې د خلاصون د پاره څه وکړل؟ د بې ځوابۍ له کبله خجالته نه شم .

اوس چې زمونږ وطن او وطنوال په اور کې سوځي هر اقدام که ډیر کوچنی هم وي، مونږ د بې ځوابۍ له خجالت نه باسي .

په شعرونو او لیکنو کې د وضعې عیني انعکاس ، د جنګ ناولی توب او دسولې ضرورت، اهمیت ا و ارزښت منعکسول ،او د بدو او مردودو پدیدو رټل د فرهنګي او ادبي ناستو غونډو، ټولنو جوړول او د سولې لپاره هر ډول ګام اخیستل کیدای شي په دې اړه خپل موثریت وښئي .

پوښتنه : ستاسو پیغام د یو شاعر او لیکوال په توګه هغه ځوانانو ته، چې په هیواد کې د ننه او بهر پر ادبي او فرهنګي فعالیتونو سره بوخت دي څه دی؟

ځواب : د وطن خدمت هغه مقدسه او ستره دنده ده چې هڅوک نه شي ترې منکریدای . افغاني کلتور او ادب ته خدمت د دې سترې دندې یوه برخه ده . زمونږ ځینې ځوانان ډیر پاخه شاعران او لیکوالان دي ، د ملي یوالي د ټینګولو او د ولسونو او پرګنو تر منځ د بدبیني او کینې د راپارولو پر ضد د یو شمیر پوهو او د عالي احساس او درک درلودونکو ځوانانو هڅې او همدارنګه د اینترنیت د جال نه په ګټه اخیستلو سره د وطن د ادب او هنر په خپرولو او پیژندنه بوخت دي .

زه ټولو درنو او د وطن په درد دردیدلو ځوانانو ته په دې د قدر وړ کار کې د لا زیاتو بریالیتوبونو هیله من یم .

په ډیر درنښت او ادبي مینه : انجنیرعبدالقادرمسعود

وروستۍ ليکني

په ډانګ پیلي سپیني خبرېافغان ولس په ۱۹ پیړۍ ۲۰ پیړۍ او دادی په ۲۱ پیړی کې دنړیوالوسترو ښکیلا کي ځواکونودستراتیژیکي استعماري موخو په خصمانه  لوبو ا و شیطاني چلوټو په جال کې کیوتی او په ټولو پړاوونو کې یې  په خورا  بې رحمی او بې ساري قساوت لکه رودونه ویني بهیدلي اوسنی پړاو یې زړه بوږنوونکی اوټول هیواد کلي اوبانډي دوینو په حمام بدلي شوي دي اودجګړې ښکیلې غاړې پخپله افغانان لکه دسونګ دتوکو په څیر په کې سوځي او زما په اند دا دبشریت  په  تاریخ  کې هغه ستره جګړه ده چې د ځمکې دکرې دلسګونو،لسګونو بیلا بیلو هیوادونود دې وطن د بچیو په ویر اوخونړي ناورین کې په بې رحمۍ برخه ...
زوریدلواو ویرجنو هیواد وا لوته د پام وړڅوټکېدبشریت په تاریخ کې دانسانانو لوی قاتل اووژونکی جنګیزمغول دی چې اصلي نوم یې تموجین دپولاداوکلک په مانا اودواکمنی په مهال جنګیزخان دی چې دشاه جهان اولوی خان په مانادی.دغه خونړي انسان دخپلې واکمنی په ظالمانه پړاو کې دځمکې دکرې ټول ټال ۱۱ یوولس سلنه بشریت له منځه یووړدښځینه اونارینه سرونوڅخه د لوړوکله منارونوپه جوړولوکې یې ساری نه درلود او په دې ډول یې دترهې اوویرې په خپرولوسره دښارونواوبشري مدنیتونوپه چورلټ نړولوکې داسیا،افریقا اواروپا ترلویو وچو پوري وحشیانه یرغلونه تر سره کړهغه دخپلې زوکړې په ټاټوبي په یوه نامالوم مرګ ومړاودهغه دقبر دپاسه په ...
د دووخویندو زړه بوږنوونکي غمیزههو! هغه دوه مبارزې وطنپالې اوزړورې خویندې یادوم چې دخپل دردیدلي،کړیدلي اوجګړه ځپلي ولس دسوکالۍ اوهوسایې په موخه یې خپل پلرني هیواد ته دچوپړملاوې وتړلې دلرغوني اوتاریخي ویاړلي اودپامیردلوړوڅوکوپه څیر دسر هسکي بدخشان د خاش له سمسورې سیمي یې دملي پولیسوپه لیکوکې دندې پیل کړې.څه موده وروسته دمسلکي لوړوزده کړولپاره دترکیې هیواد ته واستول شوې اودشپږمیا شتنۍ مسلکي کورس له اکمال وروسته دتیرې خونړۍ اوویرجنې روژۍ په میا شت کې خپل پلرني ټاټوبي ته راستنې شوې او په دې هیله چې دخپلې خوږې کورنۍ په خوږه غیږه کې به دخپلو وروڼو،خویندو،موراوپلارسره داخترڅوشپې اوورځې په خوښۍ تیرې ...
کب له سره خوسا کیږي دیوه هیواد زعامت اومشرتابه دخپل ولس په برخلیک اود هغود ژوند په نیکمرغۍ اوبد مرغۍ نیغ پر نیغه اغیزه لري که دهیواد دواکمنانوسرونه کدو سرونه نه وي نوباید خپل ځانونه د وړ اوکارنده شخصیتونوپه توګه دتاریخ په پاڼو کې تثبیت اوپه ډاګه کړي ځکه دهغو د هژمونی اوواکمنی مهال تلپاتې نه وي په یو ډول د ډولونودمرګ له حتمي پدیدې سره مخامخ کیږي اود هغوفزیکي موجودیت ته دپای ټکۍ ږدي خودهغومعنوي اړخ مثبت اویا منفي کرکټرمرګ نه لري هغو چې هیواد اوولس ته یې دچوپړ،عدالت اوصداقت تله درنه ده تل درنه اوپه درنښت یادیږي دهغوکارنامې اواندیښني داړوند ولس اوملت لپاره ځلیدونکي مشالونه اوڅراغونه دي اوپر ...
سپیني خبرې او شریرې څیرې کلونه پخوا مې دقومونو اوقبایلودعالي جرګې دمرکزي شورا دمنشي په توګه د ولسي اوجرګه ییزي دندې ویاړ درلود .یوي پراخې ولسي غونډه کې دګډون په موخه دخوست ولایت دصبریو ولسوالۍ اړوند درنه ،مجرب اوپوه سپین ږیري اروښاد متقاعد ډګروال حسین خان صبري ته چې دکابل په کارته نو کې استوګن و،ورغلم. هغه خورا مهربانه،خواخوږی اومهربان شخصیت واو له درنه روغبړوروسته مې په خورا ادب اودرنښت هغه ته دګډون بلنه ورکړه.هغه خدای بښلي ماته تل وراره ویلې او راته کټ،کټ له خندا شین شو. له لږسوچ وروسته یې راته وویل: کومه جرګه ؟ اودڅه لپاره جرګه؟ په ځواب کې مې ورته وویل چې په هیواد کې دسم سمکي ،هراړخیز ...
آلله اکبرـ آلله اکبر دخوارملا آذان واورئای دمظلوم اوکړیدلي هیواد خونړي افغانستان درنو،درنوعالمانو،پوهانو،شمله ورومشرانواوباتوروکشرانو،خویندواووروڼواســـــلام علیکم ورحمته الله وبرکاته اما بعد!په کلو اوبانډوکې داخبره عامه اودژبوپه سرده چې دخوار ملا آذان څوک نه اوري.خودغټوږیرواوډبلو پګړیوسمیع الحق ناحق اوفضل الرحمان نارحمان اودهغو په څیردانسانیت اواسلامیت ضد غټ خیټوملایانودمسلمان اوافغان وژنې کفري فتواوې دتورپنجاب له منبرونوصادرې اودادی زموږ دجنتي وطن څخه یې توردوزخ جوړکړی دی ښکلی کابل په وینورنګ اودهیواد په ګوټ،ګوټ کې دوینوویالې بهیږي .په عامواوخاصو ...
وسله وال پوځ اوپه مورچلوکې ډزېدافغانستان وسله وال پوځ ملي اردو،ملي پولیس اوامنیتي ځواکونواولښکرو شمیرټول ټال درې لکه دوه پنځوس زرو۳۵۲۰۰۰تنوته رسیږي اووسله وال پوځ په اوو۷ قول اردوګانوکې تنظیم اوجوړشوی دی .نـنګرهار۲۰۱ لمبرسیلاب قول اردو پکتیا ۲۰۳ تندر قول اردوهرات ۲۰۷ ظفر قول اردوکندهار۲۰۵ اتل قول اردوبلخ ۲۰۹ شاهین قول اردوهلمند۲۱۵ میوند قول اردواودهوایي ځواکونو قول اردواوداوسله وال ځواکونه په زرګونو،زرګونوبلوکونو،ټولیو،کنډکونو،لواګانواوفرقوکې ځای پرځای شوي دي اوداهغه اردوده چې دافغانستان دحرب په تاریخ کې په درجنو،درجنوجنرالان چې زیاتره یې مسلکي نظامي زده کړي نه لري اوپه تنظیمي زور اوسوټي ...
په وینولړلۍ اسلام داسلام آباد دخنجرپه څوکهشیطان آباد اسلام اباد دلوی شیطان په کرغیړنولاسونوداسلام دبدنامی اودمسلمانانودکړولو،وژلواوسپکولوپه موخه رامنځته شوی اودا لامل دی چې لاتراوسه داسلامي قانون اوشریعت پرځای انګلیسي مدني قانون واکمن دی اودتش په نوم داسلام په نامه ډول،ډول ترهګرې،تروریستي ځناورې او وحشي ډلې،ټپلي اوځان مرګي لیوني سپي روزي اودبې وجدانه اوبې ایمانه پاکستاني مفتیانوپه فتوا یې دافغان مسلمان ولس دوژنې اوتباهۍ لپاره ګوماري چې دادی نـن ورځ دروژې دمطهرې اوعبادتي میاشتې په لومړۍ ورځ یې دسپیڅلوخوستیوروژتیانوویني په خورا سترقساوت اوبربریت وبهولې په خدای،رسول اواسلام مین غیرتي خوستیان یې ...
  دلرو اوبرو پښتنودغیرت اونـنګ شیبې رښتیا یې ویلي چې اوبه په ډانګ نه بیلیږي اوګډ پښتون په ډیورنډ نه بیلیږي.هغه تش په نوم مکار اوتصنعي ډیورند چې دادی دګردې اروپا د۵۱۰ میلیوني وګړودمتحد اویوموټي باوري اوځواکمن سازمان یا په بله ژبه داروپا داتحادیې پارلمان مرستیال مشروتلي اوپیاوړي دپلومات ښاغلي رشارډ چارنیکي داکرښه مصنوعي اوغیرطبیعي کرښه بللي اوداروپا یي ټولنې په میاشتنۍ کې یې په زغرده اوډاګه دهغه ابطا ل اعلان کړاوپه څرګندومستدلواو منطقي ټکو کې یې دهغه جدي ارزونه غوښتي او ویلي یې دي چې د دې کرښې اوسیمي څخه دنړیوالې ترهګری او تروریزم مرکزجوړشوی او د دې وخت رارسیدلی چې د ډیورند کرښې ته بیا ...
افغانستان به څنګه جوړشي؟ دتاریخ داوږده بهیراودپیړیو،پیړیوپه بیلا،بیلوپیړیوکې زموږګران اولرغونۍ هیواد اریانا،خراسان اومعاصر افغانستان دخونړیوبلوسو،وحشیانه یرغلونواوتاړاکونوسره مخامخ شوی اود دي خاورې تاریخ اوجغرافیه په سرو وینوخړوب شوي ده.دعروس البلاد،ام البلاد،اشرف البلاد اوفرهنګ البلاد ښارونه دبرمیال لرغوني مدنیت اثاراوبې سارې فرهنګي پنځونې دچپاولګرواویرغلګروپه تورولښکرو وران ویجاړشوي اولوټ شوي دي اودخپل شتون په اوږده واټن اوتاریخي پړاوونو کې یې بشپړامن اوسوکالي نه ده په برخه شوي ان چې زبون اونامرده بشریت ضد دوښمن پخپله استعماري خونړۍ توره دافغان بدن دوه ټوټې ...