حج؛ په ربانی عالم کې یوه بې ساری انساني غونډه

حج؛ په ربانی عالم کې یوه بې ساری انساني غونډه

حج  هغه بې ساری  نړیواله  پرتمینه غونډه ده،  چې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د الله تعالی بندګان چې په بېلابېلو ژبو خبرې کوي، د پېلابېلو توکمونو  سره تړاو لري،  په نوموړې غونډه کې د ګډون په موخه  راځي. د رنګ، توکم، ژبې او دنیایی حیثیت  د توپیر سره سره  د وروڼو په څېر په کې ګډون کوي، او په یوه ځای او یوه حیثیت سره  راټولېږي او الله تعالی ته  دعا او زارۍ کوي. په نوموړې غونډه کې  هیڅ څوک تر هیڅ چا لوړوالي او غوروالی نه لري، ټول د الله تعالی پر وړاندې په یوه څېر درېږي، امیر  د غریب سره توپیر نه لري، د ټولو په وړاندې فرصت په یوه ډول چمتو دی، ټول کولای شي، د الله تعالی رضا په لاس راوړي، د الله تعالی پر وړاندې پر یوه وخت او یوه ځای کې سره راټولېږي،  او د یوه رب بندګي کوي او  د یوه رسول  صلی الله علیه وسلم د کړنو سره سم د نوموړې غونډې مناسک پر ځای کوي.

په حقیقت کې حاجی  د بیت العتیق د طواف د پېلېدو سره هم مهاله د الله تعالی د رضا د تر لاسه کولو اعلان کوي. او د طواف په لړ کې الله تعالی ته التجا کوي، تر څو د هغه ذات مغفرت او عفوه تر لاسه کړي، او الله تعالی ته  دعا کوي ، تر څو یې ستونزې هوارې شي.  

همدا راز د صفا او مروی تر منځ سعې هم د الله تعالی امر ته تسلیمېدل دي، او د هغه  پرهیزګارې میرمنې (بی بی هاجر)  د ابراهیم علیه السلام  د میرمن  اقتداء ده، هغه میرمن چې تر مکررو پوښتنو وروسته حضرت ابراهیم علیه السلام ورته وايي، چې  تاسو د الله تعالی په امر په دغه وچه  او سېزنده  دښته کې پرېږدم.    د دغه وچې دښتې په منځ کې د هیڅ ډول وسایلو  او سرپرست پرته د الله تعالی امر ته لبیک وایي  او د خپل زوی  (اسماعیل علیه السلام) سره  هستوګنه کېږي. کوم مهال چې زوی یې د تندې له امله نلېږي او  چیغې وهي، د زوی د تندې د رفع کولو لپاره د صفا او مروی تر منځ  د اوبو د موندلو لپاره منډې ترړې وهي. د هلو ځلو وروسته چې کله د زوی  خوا ته راستنېږي، د الله تعالی په امر ګوري ،چې د اسماعیل علیه السلام د خپړو د وهلو له امله اوبه د ځمکې پر مخ روانې او  خوټېږي. او بې بې هاجر د اوبو د تم کېدو لپاره اوبو ته په عربی خطاب کوي؛ چې  ( زم زم)  او دزم  لفظ په عربی کې د تم شه! او کرار شه! په معنا راغلی دی.  او په یوه مبارک حدیث کې راغلي دي، چې که بې بې هاجر اوبو ته زم زم نه وی ویلي ، ټوله نړۍ به یې ډوب کړې وه، سبحان الله!  دا دی د الله تعالی قدرت چې په هغه وچه او سېزنده دښته کې یې دغه ډول اوبه پیدا کړې.  چې تر  اوسه  په هماغه پیمانه شتون لري.  نو بیا د یوه روایت پر بنسټ په صفا او مروی کې سعې د هماغه پرهیزګارې میرمنې (بې بې هاجرې)  چې د الله تعالی امر ته یې په مخلصانه ډول لبیک ووې، اقتداء ده.

او په عرفات باندې درېدل په حقیقت کې د الله تعالی پر وحدانیت باندې اعتراف کول دي.  ځکه چې انسان د مال، ثروت، جامې، قدرت، قوت ، قبیله او کورنۍ  لنډه دا چې د هر څه څخه تجرید شوی دالله تعالی پر وړاندې ولاړ وي.  او ټول د یوه ذات پر وحدانیت باندې اعتراف کوي، او د یوه رسول  صلى الله عليه وسلم د کړنو سره سم کړنې تر سره کوي. او د عرفات په میدان کې انسان د محشر د هغې ورځ انخورولی شي، چې د الله تعالی پر وړاندې درېږي، په عرفات کې د ټولو پر وړاندې فرصت په یوه ډول چمتو وي، د ټولو په اړه د الله تعالی له خوا د مغفرت ژمنه صادرېږي، او د الله تعالی غږ را کوزېږي، راشئ زما بندګانو! مغفرت دی، تاسو لره، یقینا چې ستاسې بدۍ په نېکیو بدلېږي . سبحان الله د الله تعالی ژمنه د ټولو لپاره په یوه ډول ده، د امیر او غریب لپاره پکې ټوپیر نه شته.

او د جمراتو رمې( د شیطان ویشتل)؛  هم  په حقیقت کې د شیطان د کړنو او عملونو نه منل ديو او د ټولو سرغړونکو  طاغوتونو سره د مبارزې څرګندونه ده، چې د سر غړونکي شیطان په څېر انسان د تباهۍ کندې ته ټیل وهي.  د الله تعالی د دښمنانو سره د جګړې اعلان دی. او د الله تعالی د دربار څخه رټل شوي شیطان  ته نه تسلیمېدل دي.  د شیطان څخه د برات اعلان دی، د هغو ټولو سر غړونکو طاغوتونو  نه پیروي ده، چې انسان د تباهۍ کندې ته راکاږي. شیطان په تېږو ویشتل په حقیقت کې د حضرت ابراهیم او حضرت محمد صلی الله علیه  و سلم سنت پر ځای کول دي.

او د سر خریل په حقیقت کې د تیرو زمانو څخه راوتل او د بدو کړنو ، د ګناه  او نا سمو کړنو  پریښودل دي، او دیوه نوې عهد پیل او د ګناه او جرم  څخه توبه کول دي،د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سنت سره سم د یوه نوي پړاو پیل دی.

او قرباني هم په حقیقت کې یوه سپېڅلې ښکارنده ده، چې د الله تعالی اطاعت پکې نغښتی دی. کوم مهال چې ابراهیم علیه السلام تر ۸۹ کالو وروسته د یوه  زوی خاوند کېږي، کله چې د الله تعالی امر د یوازني زوي  د ذبحې په اړوند راخي، تر زړه نا زړه توب پرته سمدلاسه د الله امر ته لبیک وايي. او له کومه ځایه چې اسملعیل علیه السلام د نبوت په کور کې روزنه لیدلې ده، په ټوله میړانه د خپل پلار غوښتنې ته لبیک وایي، کله چې الله تعالی د ابراهیم علیه السلام د اطاعت امتحان اخلي، ورته د جنت څخه یو پسه رالېږي، چې د اسماعیل علیه السلام بر ځای یې ذبحه کړي. له هماغه  مهاله او پیښې څخه د قربانۍ فلسفه سرچینه اخلي، چې پکې د مسکینانو لپاره د صدقې ورکول نغښتي دي. او د نفس پاکوالی دی...

حج د ژواندانه یو بشپړ نظام دی، حج د انسانیت لپاره یوه لویه مدرسه او  روزنځای دی، حج ټول عبادتونه رانغاړي، په حج کې لمونځ، دعا، تلاوت، طواف، صدقه، احرام، سعې ... او په حج کې د مسلمانانو یو والی پلی کېږي. په حج کې د انسانیت ټول مفاهیم  لکه: عدالت , مساوات , همكاري , دوستي  .. تحقق مومي. په حج کې هیڅ څوک تر هیڅچا غوره نه دي. په حج کې امیر او غریب سره ورته  دي، یو جامې لري په یوه ځای کې سره راټولېږي. د یوه پادشاه جامې د یوه غریب له جامو سره توپیر نه لري. د پادشاه قرباني د غریب له قربانۍ سره توپیر نه لري، د امیر تېږه وارول د غریب له تېږې وارولو سره توپير نه لري، د پادشاه سعې د غریب له سعې سره توپیر نه لري،  د ټولو طواف یو ډول دی، هیڅ څوک له هیڅ چا څخه ښه نه دی.  دا یو رباني عالم دی، چې انسان یې د دنیایی مفاهیمو څخه تجرید کړی دی، هر څوک په خپله ژبه الله تعالی ته زارۍ او دعا ګانې کوي، تر څو ورته مغفرت وکړي، د خپلو تیروتنو څخه پښېماني کوي، الله تعالی په عرفات کې د ټولو غوښتنې پرځای کوي، د ټولو لپاره د مغفرت فرصت رامنځته کېږي.

خو په احرام تړلو او له جامو څخه په تجرید کې مرګ ، کفن او له دغه نړۍ څخه  په یوه ډول د موږ د ټول  رحلت کول نغښتي دي، ټول په یوه ډول کفن کېږو  او خاورو ته سپارل کېږو، د امیر او غریب کفن توپیر نه لري، په حج کې انسان د خپل پای په فکر کې لوېږي، د اخرت او ازلي نړۍ  په فکر کې لوېږي، او د الله تعالی پر وړاندې د حساب ورکولو په فکر کې لوېږي، او د دغې نړۍ  او ژوند په پای رسېدو باندې  پوهېږي.

هغوی چې خپل خپلوان، کورنۍ او ملګري پرېږدي او  مقدسې خاورې مکې مکرمې ته د تګ شرف حاصلوي، او د محمدي رسالت  د وحې هغه د عظمت څخه ډکې نښې په سترګو ګوري، د ایمان د پیاوړتیا موجب یې ګرځي، او د ناوړه کړنو لاره پرېږدي د الله تعالی لور ته  دانګي او د رسول الله د کړنو  د تقلید  مینه یې په زړونو کې  راژوندې کېږي. نو له دې ځای حج یوه لویه روزنیزه او ښوونیزه مدرسه ده، چې د انسان د ټولو اړخونو په تهذیب  کار کوي، او د انسان ایماني او وجداني اړیکه د الله تعالی سره ټینګوي.

الله تعالی دې ټولو ته د اسلام د  دغه لویې فریضې د اداد کولو زمینه  عنایت کړي. آمین یا رب العالمین!.

الله تعالی دې  د ټولو اختر بختور کړي.

                                                                                                              عبدالرحمن فرقاني

وروستۍ ليکني

کب له سره خوسا کیږي دیوه هیواد زعامت اومشرتابه دخپل ولس په برخلیک اود هغود ژوند په نیکمرغۍ اوبد مرغۍ نیغ پر نیغه اغیزه لري که دهیواد دواکمنانوسرونه کدو سرونه نه وي نوباید خپل ځانونه د وړ اوکارنده شخصیتونوپه توګه دتاریخ په پاڼو کې تثبیت اوپه ډاګه کړي ځکه دهغو د هژمونی اوواکمنی مهال تلپاتې نه وي په یو ډول د ډولونودمرګ له حتمي پدیدې سره مخامخ کیږي اود هغوفزیکي موجودیت ته دپای ټکۍ ږدي خودهغومعنوي اړخ مثبت اویا منفي کرکټرمرګ نه لري هغو چې هیواد اوولس ته یې دچوپړ،عدالت اوصداقت تله درنه ده تل درنه اوپه درنښت یادیږي دهغوکارنامې اواندیښني داړوند ولس اوملت لپاره ځلیدونکي مشالونه اوڅراغونه دي اوپر ...
سپیني خبرې او شریرې څیرې کلونه پخوا مې دقومونو اوقبایلودعالي جرګې دمرکزي شورا دمنشي په توګه د ولسي اوجرګه ییزي دندې ویاړ درلود .یوي پراخې ولسي غونډه کې دګډون په موخه دخوست ولایت دصبریو ولسوالۍ اړوند درنه ،مجرب اوپوه سپین ږیري اروښاد متقاعد ډګروال حسین خان صبري ته چې دکابل په کارته نو کې استوګن و،ورغلم. هغه خورا مهربانه،خواخوږی اومهربان شخصیت واو له درنه روغبړوروسته مې په خورا ادب اودرنښت هغه ته دګډون بلنه ورکړه.هغه خدای بښلي ماته تل وراره ویلې او راته کټ،کټ له خندا شین شو. له لږسوچ وروسته یې راته وویل: کومه جرګه ؟ اودڅه لپاره جرګه؟ په ځواب کې مې ورته وویل چې په هیواد کې دسم سمکي ،هراړخیز ...
آلله اکبرـ آلله اکبر دخوارملا آذان واورئای دمظلوم اوکړیدلي هیواد خونړي افغانستان درنو،درنوعالمانو،پوهانو،شمله ورومشرانواوباتوروکشرانو،خویندواووروڼواســـــلام علیکم ورحمته الله وبرکاته اما بعد!په کلو اوبانډوکې داخبره عامه اودژبوپه سرده چې دخوار ملا آذان څوک نه اوري.خودغټوږیرواوډبلو پګړیوسمیع الحق ناحق اوفضل الرحمان نارحمان اودهغو په څیردانسانیت اواسلامیت ضد غټ خیټوملایانودمسلمان اوافغان وژنې کفري فتواوې دتورپنجاب له منبرونوصادرې اودادی زموږ دجنتي وطن څخه یې توردوزخ جوړکړی دی ښکلی کابل په وینورنګ اودهیواد په ګوټ،ګوټ کې دوینوویالې بهیږي .په عامواوخاصو ...
وسله وال پوځ اوپه مورچلوکې ډزېدافغانستان وسله وال پوځ ملي اردو،ملي پولیس اوامنیتي ځواکونواولښکرو شمیرټول ټال درې لکه دوه پنځوس زرو۳۵۲۰۰۰تنوته رسیږي اووسله وال پوځ په اوو۷ قول اردوګانوکې تنظیم اوجوړشوی دی .نـنګرهار۲۰۱ لمبرسیلاب قول اردو پکتیا ۲۰۳ تندر قول اردوهرات ۲۰۷ ظفر قول اردوکندهار۲۰۵ اتل قول اردوبلخ ۲۰۹ شاهین قول اردوهلمند۲۱۵ میوند قول اردواودهوایي ځواکونو قول اردواوداوسله وال ځواکونه په زرګونو،زرګونوبلوکونو،ټولیو،کنډکونو،لواګانواوفرقوکې ځای پرځای شوي دي اوداهغه اردوده چې دافغانستان دحرب په تاریخ کې په درجنو،درجنوجنرالان چې زیاتره یې مسلکي نظامي زده کړي نه لري اوپه تنظیمي زور اوسوټي ...
په وینولړلۍ اسلام داسلام آباد دخنجرپه څوکهشیطان آباد اسلام اباد دلوی شیطان په کرغیړنولاسونوداسلام دبدنامی اودمسلمانانودکړولو،وژلواوسپکولوپه موخه رامنځته شوی اودا لامل دی چې لاتراوسه داسلامي قانون اوشریعت پرځای انګلیسي مدني قانون واکمن دی اودتش په نوم داسلام په نامه ډول،ډول ترهګرې،تروریستي ځناورې او وحشي ډلې،ټپلي اوځان مرګي لیوني سپي روزي اودبې وجدانه اوبې ایمانه پاکستاني مفتیانوپه فتوا یې دافغان مسلمان ولس دوژنې اوتباهۍ لپاره ګوماري چې دادی نـن ورځ دروژې دمطهرې اوعبادتي میاشتې په لومړۍ ورځ یې دسپیڅلوخوستیوروژتیانوویني په خورا سترقساوت اوبربریت وبهولې په خدای،رسول اواسلام مین غیرتي خوستیان یې ...
  دلرو اوبرو پښتنودغیرت اونـنګ شیبې رښتیا یې ویلي چې اوبه په ډانګ نه بیلیږي اوګډ پښتون په ډیورنډ نه بیلیږي.هغه تش په نوم مکار اوتصنعي ډیورند چې دادی دګردې اروپا د۵۱۰ میلیوني وګړودمتحد اویوموټي باوري اوځواکمن سازمان یا په بله ژبه داروپا داتحادیې پارلمان مرستیال مشروتلي اوپیاوړي دپلومات ښاغلي رشارډ چارنیکي داکرښه مصنوعي اوغیرطبیعي کرښه بللي اوداروپا یي ټولنې په میاشتنۍ کې یې په زغرده اوډاګه دهغه ابطا ل اعلان کړاوپه څرګندومستدلواو منطقي ټکو کې یې دهغه جدي ارزونه غوښتي او ویلي یې دي چې د دې کرښې اوسیمي څخه دنړیوالې ترهګری او تروریزم مرکزجوړشوی او د دې وخت رارسیدلی چې د ډیورند کرښې ته بیا ...
افغانستان به څنګه جوړشي؟ دتاریخ داوږده بهیراودپیړیو،پیړیوپه بیلا،بیلوپیړیوکې زموږګران اولرغونۍ هیواد اریانا،خراسان اومعاصر افغانستان دخونړیوبلوسو،وحشیانه یرغلونواوتاړاکونوسره مخامخ شوی اود دي خاورې تاریخ اوجغرافیه په سرو وینوخړوب شوي ده.دعروس البلاد،ام البلاد،اشرف البلاد اوفرهنګ البلاد ښارونه دبرمیال لرغوني مدنیت اثاراوبې سارې فرهنګي پنځونې دچپاولګرواویرغلګروپه تورولښکرو وران ویجاړشوي اولوټ شوي دي اودخپل شتون په اوږده واټن اوتاریخي پړاوونو کې یې بشپړامن اوسوکالي نه ده په برخه شوي ان چې زبون اونامرده بشریت ضد دوښمن پخپله استعماري خونړۍ توره دافغان بدن دوه ټوټې ...
دنوید مختار(مردار) څارګردسفرپایلې کابل ته دپاکستان دپوځي استخباراتوای،اس،ای دریس نوید مردارله سفرڅخه دوه ورځې وروسته بیا دتورپنجاب تورولیونیوسپیودتاریخي اولوی کندهاردسپین بولدک په چم ګاونډ دوه کیلومتری کې دلقمان اونظر پردووکلود داړلواوبلوسلوکرغیړن یرغل کړی چې بې له ځنډه دهیواد دغیورواووطنپالومبارزوځواکونواوجسوروزمریودغاښ ماتوونکي اوریزمریزکوونکي ځواب اوغوڅ ګوزار سره مخامخ شوي دجګړي په تاوده ډګر کې لکه ګیدړان اوشغالان له خپلودووپوځي ټانکونوتښتیدلي چې دافغان زمریوپه خرپ کې داورلوخړه اودتوروپنجابیانودتوروڅیروته ورته تور لوګي اوتوري،شنې لوخړې ترې پورته اودتورولوګویوتورو څپو دپنجابیانودتورانجام ...
دزړه له تله په مینه اوسپیڅلي احساس له ټولودرنو،قدرمنو،پتمنواو ویاړلویارانو،دوستانو اوملګروڅخه منـندوی اولاس په دوعا یم چې د ډنمارک،ناروې اوسویډن په لور ، اسکاندیناوي ښکلو اوښیرازه هیوادونوپه لورد خاطروډک سفر په اړه یې راته لاسونه لپه کړي اودوستانه مینه ناککومینټونه یې کښلي بیا ،بیا منـنه ،خوښنه او ورسره جوخت تاسوته سوکاله،خوشاله،برمیاله اوسوبمن ژوندغواړم {pdf=http://afghannang.com/pdf/norway-akbari.pdf|100%|950|http://afghannang.com/pdf/norway-akbari.pdf}
سرخلاصۍ لیک ښاغلی دونالد ترومپ ! ښې چارې. وایې په یوه کلیواله سیمه کې په کروندو شنه غنم ولاړ اوپټې له شنو سابواوترکاریوډک و.چې ناڅاپه پاس په هسک کې توري وریځې راپیدا اودتالندې بریښنا په قمچینوداسمان غورهاری پیل اوپه شیبه کې په ښیرازه کروندودتورو وریځوڅخه سخته ږلۍ په اوریدوشوه.کروندګرولاسونه لپه نیولي دشنوغنموشنوسابواوترکاریوله غمه لړزیدل.دکلي ملاصیب ترکلیوالوزیات خپل ځان خدای (ج) ته نیږدې باله اودګوتې په ښورولو یې په چوف اوپوف پیل وکړاودږلۍ په لورخپله ګوته ښوروي.ږلۍ لاسخته اوغټه شوه .کلیوالوملاته په زغرده وویل : چې بې ځایه ګوته دې مه څنډه ږلۍ دې لاسخته اوغټه کړه. ستاسودریځ ،غورزې پرزې که دې ...