یوسف(ع) لمړی ډز

 

لیکوال : أ- علی خان صافي.

لمړی ډز           

یوسف(ع)

   دیوسف(ع) کیسه خو ډیره اوږده ده،په ځینو اړخو کي یي دعالمانو وتفسیرلیکونکو ترمنځ ځني کړکیچونه واختلافات هم وجود لري، خو زه به زیار وباسم چي ډیر لنډیږ پکښي راولم ،اوډیراختلافونه پریږدم، ترڅوچي دامکان په لرلوکي وکولي شم چي  دکیسي جوهرلوستونکوته وړاندي کړم، هغه دا چي :

1 / لنډه پیږندنه:

     یوسف(ع) د یعقوب داسحاق د ابراهیم – په ټولو باندي سلام – زوی ده ،چي په دي ډول سره دې د پیغمبرانو له کورني څخه ګڼل کیږي، او ټول نیکونه یي دتبلیغ خاوندان تیر شوي دي،چي دیوه الله(ج) عبادت او نیکوکارو کولو ته به یي راغوښتل کول اودبوتانو له لمانځني او بدوکاروله کولوڅخه به یي دخلکو مني کول کول.

   دې ده پلاریعقوب(ع)ته پاک الله(ع)دولس-12- زامن ورکړی وه،                    چـي  شـپږ یي : روپیل ،  شمعون ، لاوی ، یهوذا ، ایساخر ، وزابلون ،   دیعقوب(ع) لـه یوې ښـځـي څخه وه.، چي- لیا – نومیده.

   اودوه زامن یي : یوسف (ع) ، و بینیامین ، دې ده له بلي ښځي څخه وه ، چي – راحیل – نومیده.

   او دوه نوریي :  دان ، ونفتالي ، د ـ راحیل ـ له مینزي یا خد متکوني څخه وه .کومه چي راحیل خپل میړه یعقوب(ع) ته ورډالۍ کړي وه.

   اودوه نور یي:  جاد ، واشیر ، د – لیا ـ  له مینزي یا خد متګاري څخه وه ، کومه چي لیا هم خپل میړه ته ور ډالۍ کړي وه.

   دوی ټولو دکنعان په ځمکه کي چي شام یا فلسطین هم ورته ویل کیږي ږوندون کاوه،  او ډیر وختونه به له لوږي او خواري سره لاس په ګریوان وه ، چي تل به – مصر– ته تلل خپل خوراکي او ضروري شیان به یي ورڅخه اخستل او مرستي وکومکونه به یي ورڅخه غوښتل .

    

2 / په قرآن کریم کي کیسې حقیقت دي:

   داچي زموږ لمړنیو پخوا نیو مسلمانانو به درسول الله(ص) په وخت کي هم کیسي ډیري خوښولي، نوله رسول(ص) څخه به یي غوښتل چي ښکلي کیسی ورته وکړي، او هغه به له عبرت څخه ډکي کیسي ورته کولي، او هغوي به ورڅخه ډیر خوند اخست، او په ډیره مینه به یي اوریدلې ،داځکه چي درسول(ص) کیسي دعادي خلکو غوندي کیسي نه دي چي دخیال له انځورونوڅخه راوتلي وي،کومي چي مبا لغي پکښي ډیري او حقیقت پکښي لږ او له واقعیت څخه لري وي.

    کومي کیسي چي په قرآن کریم کي درسول(ص) په ژبه باندی شوی دي،هغه ټولي حقیقت دي ځکه پاک الله (ج)خپل پیغمبرته دجبریل(ع ) په واسطه باندي رالیږلي دي، چي له ډیرو ښواو ښوترینو کیسو څخه ګڼل کیږي، ترڅو چي دهغه ملګري پری وپوهیږي او عبرت ورڅخه واخلي ،که څه هم مخکي په ناپوهیو کي روان وه.( إِنَّا أَنْزَلْنَاهُ قُرْآَنًا عَرَبِيًّا لَعَلَّكُمْ تَعْقِلُونَ (2) نَحْنُ نَقُصُّ عَلَيْكَ أَحْسَنَ الْقَصَصِ بِمَا أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ هَذَا الْقُرْآَنَ وَإِنْ كُنْتَ مِنْ قَبْلِهِ لَمِنَ الْغَافِلِينَ (3))یوسف

 3 / دیوسف(ع)کیسه په قرآن کریم کي ترنوروپیغمبرانوبیله ده: 

    لکه څنګه چي دقرآن کریم کیسي دخلکو له کیسو نه پوره بیلوالي او فرق لري همدارنګه دیوسف(ع)کیسه هم په قرآن کریم کي دنورو پیغمبرانو ترکیسو نه فرق لري، هغه داچي دنوروپیغمبرانوکیسي په قرآن کریم کي په مختلفو سورتونوکي او لنډو او اوږدوآیتونوکي لیدل کیږي، مګر دیوسف(ع) کیسه په یوه سوره کي په پوره وکامل ډول سره راغلي ده چي د – سوره یوسف- نوم ورته ورکول شوي.

    په دې کې شک نشته چي یوسف(ع) په خپل پلار باندي تر نورو وروڼو ډیر ګران ونازولي وه، چي دا شي به دنورو وروڼو دخوابدي سبب ګرځیده، او یوسف (ع) ته به یي ورځ په ورځ په زړونوکي کینه وبد ایسیدل را ډیریدل .

    برسیره پردي، یوسف(ع) لاځواني ته نه وه رسیدلي ،خوب یي ولید چي یولس- 11- ستوري او لمرو سپوږمي هغه ته ټنډی په ځمکه لګو ي ، او سجدي روته کوي. 

   دقرآن کریم مفسرون وایي چي یولس ستورو نه مقصد دهغه وروڼه او له لمر وسپوږمي څخه موخه دهغه پلار ومور دي.

    یوسف(ع)سره له دینه چي دالهام وپاکي خاوند وُه ، خو بیاهم ده داخپل خوب خپل پلار ته بیان کړ،او ورته ویي ویل چي اِي زما پلاره ، ما خوب ولید چي یولس ستوري او لمر وسپوږمي ټول ماته سجدې کونکي وي، لکه څنګه چي پاک الله(ج) وایي:( إِذْ قَالَ يُوسُفُ لِأَبِيهِ يَا أَبَتِ إِنِّي رَأَيْتُ أَحَدَ عَشَرَ كَوْكَبًا وَالشَّمْسَ وَالْقَمَرَ رَأَيْتُهُمْ لِي سَاجِدِينَ (4).یوسف

      پلار یي ورته وویل چي اِي بچیه داخوب دخپلو وروڼوته مه وایه،او له ځان سره یي پټ وساته،او که نه هغوي به بیا تالره دامونه ږدي ،او چل به درته جوړوي، او تابه پکښي رابند وي، داځکه چي هغوی به تا ترخپلو ځانو څخه لوړاوپورته وګڼي بل داچي شیطان دانسان ډیر سخت دښمن ده هغوي ته به په زړونوکي ستا بدبیني ورواچوي (قَالَ يَا بُنَيَّ لَا تَقْصُصْ رُؤْيَاكَ عَلَى إِخْوَتِكَ فَيَكِيدُوا لَكَ كَيْدًا إِنَّ الشَّيْطَانَ لِلْإِنْسَانِ عَدُوٌّ مُبِينٌ (5) یوسف

   سره له دې چي یعقوب(ع) ته دیوسف(ع) په ږوندکي دخطر سودا را پیداشوه، چي یوسف(ع) به  له کوم خطر سره مخامخ شي،نوځکه یي  هغه پاک الله(ج) ته ور وسپاره، او ورته ویي ویل چي پاک الله(ج) به دي ساتي، او دخبرو په اړولو او رااړولو- تأ ویل- کي به پوه او علم درکوي،او خپل خیر ونعمت به تالره درکوي، لکه څنګه یي چي  مخکي دیعقوب ګورني او ستانیکونوابراهیم واسحاق ته ورکړی وُه، ستا رب په هرڅه باندي پوه او حکم لرونکي ده. (وَكَذَلِكَ يَجْتَبِيكَ رَبُّكَ وَيُعَلِّمُكَ مِنْ تَأْوِيلِ الْأَحَادِيثِ وَيُتِمُّ نِعْمَتَهُ عَلَيْكَ وَعَلَى آَلِ يَعْقُوبَ كَمَا أَتَمَّهَا عَلَى أَبَوَيْكَ مِنْ قَبْلُ إِبْرَاهِيمَ وَإِسْحَاقَ إِنَّ رَبَّكَ عَلِيمٌ حَكِيمٌ (6)یوسف.   

4 /  دیوسف(ع) په کیسه کي عبرتونه :

    دیوسف (ع) په کیسه کي ډیر لوي لوي عبرتونه دعاقلانو له لپاره پراته دي، چي یو له هغونه دانسان بي رحمي ده ، هغه داچي کله د یوسف (ع) وروڼودافیصله وکړله چي یوسف (ع) مړکړي ، نویوله هغو څخه چي – یهوذا – نومیده په دکار باندي موافق نه شو، او هغوي ته یي وویل که چیري تاسو یوسف(ع) وژني نو بیا زه له تاسو سره په دسفرکي دبیدیا لورته به وتل وُنکړم، هغوي وو بیریدل که چیري  - یهوذا – له دوی سره لاړنشي او په کور کي پاتي شي ، امکان لري چي پلاریي د دوی په پلان وبند وبست  باندی خبر شي ،چي دوي دیوسف(ع) دمرګ ټړون کړي دی،نوهغه وه چي یهوذا ته یي وویل چی ته باید هرو مرو له موږ سره لاړشي، هغه ورته وویل چي تاسو ماته دا ژمنه عهد راکړي چي تاسو به یوسف(ع) نه وژني، هغوي وُمنله او دوتلو بند وبست یي جوړ کړو، دوی خپل پلارته راغلل چي اجازت ورڅخه وغواړي او یوسُف (ع) له ځانونو سره واخلي، خو پلاريي  زړه ونازړه وُه ،او د ډاده ګي احساس یي نه کاوه ، هغوي ورته وویل چي اِي پلاره ته ولي په موږ باندي اعتبار نه لري، کوم شي که په هغه کي خطر وي موږ به هغه یوسف(ع) ته وربیان کوواو هغه به ورڅخه لري کوو، پریده چي سبا له موږ سره لاړشي او خپلي لوبي وکړي ، موږ به  دهغه ساتندویان یو.

    پلاريي هغوی ته  وویل دهغه تلل له تاسو سره ما خفه کوي، بیریږم چي هغه به شرمش– لیوه- له تاسو څخه وخوري ، او تاسو به له هغه نه ناخبره یاست، هغوی وویل که چیری زموږ په دي ډیروالي کي هغه له موږ څخه لیوه وخوري ، نوموږ به بیا هــرڅه بایللي وي .(  قَالَ قَائِلٌ مِنْهُمْ لَا تَقْتُلُوا يُوسُفَ وَأَلْقُوهُ فِي غَيَابَةِ الْجُبِّ يَلْتَقِطْهُ بَعْضُ السَّيَّارَةِ إِنْ كُنْتُمْ فَاعِلِينَ (10) قَالُوا يَا أَبَانَا مَا لَكَ لَا تَأْمَنَّا عَلَى يُوسُفَ وَإِنَّا لَهُ لَنَاصِحُونَ (11) أَرْسِلْهُ مَعَنَا غَدًا يَرْتَعْ وَيَلْعَبْ وَإِنَّا لَهُ لَحَافِظُونَ (12) قَالَ إِنِّي لَيَحْزُنُنِي أَنْ تَذْهَبُوا بِهِ وَأَخَافُ أَنْ يَأْكُلَهُ الذِّئْبُ وَأَنْتُمْ عَنْهُ غَافِلُونَ (13) قَالُوا لَئِنْ أَكَلَهُ الذِّئْبُ وَنَحْنُ عُصْبَةٌ إِنَّا إِذًا لَخاسرون(14).یوسف                             

 

 

وروستۍ ليکني

په ډانګ پیلي سپیني خبرېافغان ولس په ۱۹ پیړۍ ۲۰ پیړۍ او دادی په ۲۱ پیړی کې دنړیوالوسترو ښکیلا کي ځواکونودستراتیژیکي استعماري موخو په خصمانه  لوبو ا و شیطاني چلوټو په جال کې کیوتی او په ټولو پړاوونو کې یې  په خورا  بې رحمی او بې ساري قساوت لکه رودونه ویني بهیدلي اوسنی پړاو یې زړه بوږنوونکی اوټول هیواد کلي اوبانډي دوینو په حمام بدلي شوي دي اودجګړې ښکیلې غاړې پخپله افغانان لکه دسونګ دتوکو په څیر په کې سوځي او زما په اند دا دبشریت  په  تاریخ  کې هغه ستره جګړه ده چې د ځمکې دکرې دلسګونو،لسګونو بیلا بیلو هیوادونود دې وطن د بچیو په ویر اوخونړي ناورین کې په بې رحمۍ برخه ...
زوریدلواو ویرجنو هیواد وا لوته د پام وړڅوټکېدبشریت په تاریخ کې دانسانانو لوی قاتل اووژونکی جنګیزمغول دی چې اصلي نوم یې تموجین دپولاداوکلک په مانا اودواکمنی په مهال جنګیزخان دی چې دشاه جهان اولوی خان په مانادی.دغه خونړي انسان دخپلې واکمنی په ظالمانه پړاو کې دځمکې دکرې ټول ټال ۱۱ یوولس سلنه بشریت له منځه یووړدښځینه اونارینه سرونوڅخه د لوړوکله منارونوپه جوړولوکې یې ساری نه درلود او په دې ډول یې دترهې اوویرې په خپرولوسره دښارونواوبشري مدنیتونوپه چورلټ نړولوکې داسیا،افریقا اواروپا ترلویو وچو پوري وحشیانه یرغلونه تر سره کړهغه دخپلې زوکړې په ټاټوبي په یوه نامالوم مرګ ومړاودهغه دقبر دپاسه په ...
د دووخویندو زړه بوږنوونکي غمیزههو! هغه دوه مبارزې وطنپالې اوزړورې خویندې یادوم چې دخپل دردیدلي،کړیدلي اوجګړه ځپلي ولس دسوکالۍ اوهوسایې په موخه یې خپل پلرني هیواد ته دچوپړملاوې وتړلې دلرغوني اوتاریخي ویاړلي اودپامیردلوړوڅوکوپه څیر دسر هسکي بدخشان د خاش له سمسورې سیمي یې دملي پولیسوپه لیکوکې دندې پیل کړې.څه موده وروسته دمسلکي لوړوزده کړولپاره دترکیې هیواد ته واستول شوې اودشپږمیا شتنۍ مسلکي کورس له اکمال وروسته دتیرې خونړۍ اوویرجنې روژۍ په میا شت کې خپل پلرني ټاټوبي ته راستنې شوې او په دې هیله چې دخپلې خوږې کورنۍ په خوږه غیږه کې به دخپلو وروڼو،خویندو،موراوپلارسره داخترڅوشپې اوورځې په خوښۍ تیرې ...
کب له سره خوسا کیږي دیوه هیواد زعامت اومشرتابه دخپل ولس په برخلیک اود هغود ژوند په نیکمرغۍ اوبد مرغۍ نیغ پر نیغه اغیزه لري که دهیواد دواکمنانوسرونه کدو سرونه نه وي نوباید خپل ځانونه د وړ اوکارنده شخصیتونوپه توګه دتاریخ په پاڼو کې تثبیت اوپه ډاګه کړي ځکه دهغو د هژمونی اوواکمنی مهال تلپاتې نه وي په یو ډول د ډولونودمرګ له حتمي پدیدې سره مخامخ کیږي اود هغوفزیکي موجودیت ته دپای ټکۍ ږدي خودهغومعنوي اړخ مثبت اویا منفي کرکټرمرګ نه لري هغو چې هیواد اوولس ته یې دچوپړ،عدالت اوصداقت تله درنه ده تل درنه اوپه درنښت یادیږي دهغوکارنامې اواندیښني داړوند ولس اوملت لپاره ځلیدونکي مشالونه اوڅراغونه دي اوپر ...
سپیني خبرې او شریرې څیرې کلونه پخوا مې دقومونو اوقبایلودعالي جرګې دمرکزي شورا دمنشي په توګه د ولسي اوجرګه ییزي دندې ویاړ درلود .یوي پراخې ولسي غونډه کې دګډون په موخه دخوست ولایت دصبریو ولسوالۍ اړوند درنه ،مجرب اوپوه سپین ږیري اروښاد متقاعد ډګروال حسین خان صبري ته چې دکابل په کارته نو کې استوګن و،ورغلم. هغه خورا مهربانه،خواخوږی اومهربان شخصیت واو له درنه روغبړوروسته مې په خورا ادب اودرنښت هغه ته دګډون بلنه ورکړه.هغه خدای بښلي ماته تل وراره ویلې او راته کټ،کټ له خندا شین شو. له لږسوچ وروسته یې راته وویل: کومه جرګه ؟ اودڅه لپاره جرګه؟ په ځواب کې مې ورته وویل چې په هیواد کې دسم سمکي ،هراړخیز ...
آلله اکبرـ آلله اکبر دخوارملا آذان واورئای دمظلوم اوکړیدلي هیواد خونړي افغانستان درنو،درنوعالمانو،پوهانو،شمله ورومشرانواوباتوروکشرانو،خویندواووروڼواســـــلام علیکم ورحمته الله وبرکاته اما بعد!په کلو اوبانډوکې داخبره عامه اودژبوپه سرده چې دخوار ملا آذان څوک نه اوري.خودغټوږیرواوډبلو پګړیوسمیع الحق ناحق اوفضل الرحمان نارحمان اودهغو په څیردانسانیت اواسلامیت ضد غټ خیټوملایانودمسلمان اوافغان وژنې کفري فتواوې دتورپنجاب له منبرونوصادرې اودادی زموږ دجنتي وطن څخه یې توردوزخ جوړکړی دی ښکلی کابل په وینورنګ اودهیواد په ګوټ،ګوټ کې دوینوویالې بهیږي .په عامواوخاصو ...
وسله وال پوځ اوپه مورچلوکې ډزېدافغانستان وسله وال پوځ ملي اردو،ملي پولیس اوامنیتي ځواکونواولښکرو شمیرټول ټال درې لکه دوه پنځوس زرو۳۵۲۰۰۰تنوته رسیږي اووسله وال پوځ په اوو۷ قول اردوګانوکې تنظیم اوجوړشوی دی .نـنګرهار۲۰۱ لمبرسیلاب قول اردو پکتیا ۲۰۳ تندر قول اردوهرات ۲۰۷ ظفر قول اردوکندهار۲۰۵ اتل قول اردوبلخ ۲۰۹ شاهین قول اردوهلمند۲۱۵ میوند قول اردواودهوایي ځواکونو قول اردواوداوسله وال ځواکونه په زرګونو،زرګونوبلوکونو،ټولیو،کنډکونو،لواګانواوفرقوکې ځای پرځای شوي دي اوداهغه اردوده چې دافغانستان دحرب په تاریخ کې په درجنو،درجنوجنرالان چې زیاتره یې مسلکي نظامي زده کړي نه لري اوپه تنظیمي زور اوسوټي ...
په وینولړلۍ اسلام داسلام آباد دخنجرپه څوکهشیطان آباد اسلام اباد دلوی شیطان په کرغیړنولاسونوداسلام دبدنامی اودمسلمانانودکړولو،وژلواوسپکولوپه موخه رامنځته شوی اودا لامل دی چې لاتراوسه داسلامي قانون اوشریعت پرځای انګلیسي مدني قانون واکمن دی اودتش په نوم داسلام په نامه ډول،ډول ترهګرې،تروریستي ځناورې او وحشي ډلې،ټپلي اوځان مرګي لیوني سپي روزي اودبې وجدانه اوبې ایمانه پاکستاني مفتیانوپه فتوا یې دافغان مسلمان ولس دوژنې اوتباهۍ لپاره ګوماري چې دادی نـن ورځ دروژې دمطهرې اوعبادتي میاشتې په لومړۍ ورځ یې دسپیڅلوخوستیوروژتیانوویني په خورا سترقساوت اوبربریت وبهولې په خدای،رسول اواسلام مین غیرتي خوستیان یې ...
  دلرو اوبرو پښتنودغیرت اونـنګ شیبې رښتیا یې ویلي چې اوبه په ډانګ نه بیلیږي اوګډ پښتون په ډیورنډ نه بیلیږي.هغه تش په نوم مکار اوتصنعي ډیورند چې دادی دګردې اروپا د۵۱۰ میلیوني وګړودمتحد اویوموټي باوري اوځواکمن سازمان یا په بله ژبه داروپا داتحادیې پارلمان مرستیال مشروتلي اوپیاوړي دپلومات ښاغلي رشارډ چارنیکي داکرښه مصنوعي اوغیرطبیعي کرښه بللي اوداروپا یي ټولنې په میاشتنۍ کې یې په زغرده اوډاګه دهغه ابطا ل اعلان کړاوپه څرګندومستدلواو منطقي ټکو کې یې دهغه جدي ارزونه غوښتي او ویلي یې دي چې د دې کرښې اوسیمي څخه دنړیوالې ترهګری او تروریزم مرکزجوړشوی او د دې وخت رارسیدلی چې د ډیورند کرښې ته بیا ...
افغانستان به څنګه جوړشي؟ دتاریخ داوږده بهیراودپیړیو،پیړیوپه بیلا،بیلوپیړیوکې زموږګران اولرغونۍ هیواد اریانا،خراسان اومعاصر افغانستان دخونړیوبلوسو،وحشیانه یرغلونواوتاړاکونوسره مخامخ شوی اود دي خاورې تاریخ اوجغرافیه په سرو وینوخړوب شوي ده.دعروس البلاد،ام البلاد،اشرف البلاد اوفرهنګ البلاد ښارونه دبرمیال لرغوني مدنیت اثاراوبې سارې فرهنګي پنځونې دچپاولګرواویرغلګروپه تورولښکرو وران ویجاړشوي اولوټ شوي دي اودخپل شتون په اوږده واټن اوتاریخي پړاوونو کې یې بشپړامن اوسوکالي نه ده په برخه شوي ان چې زبون اونامرده بشریت ضد دوښمن پخپله استعماري خونړۍ توره دافغان بدن دوه ټوټې ...