پوښتنه :- کله چي کمپیوټر چالانه وم ، مخکي له دې چي خپل اړین پروګرامونه خلاص کړم ، لاندي ډول یو پیغام راځي ، ددې پیغام د نه راتلو لپاره څه باید وکړم ؟
ځواب :- دایوه ډېر ه عامه ستونزه ده ، چي دکمپيوټر اکثریت کارکوونکي ورسره مخامخ کیږي ، ستونزه دوایروس لامله رامنځ ته کیږي .
وایروس نوم : regsvr.exe
ددې کار لپاره لاندي ګامونه اوچت کړئ .
۱:- له سټارټ مېنو څخه د RUN کړکۍ راخلاصه کړئ .
۲:- د Regedit کلیمه ټایپ او بیا له کړکۍ څخه د Ok تڼۍ کښېکاږئ .
۳:- اوس د Ctrl+F تڼیو ته زور ورکړئ ترڅو د لټون لپاره یوه کوچنۍ کړکۍ خلاصه سي . کله چي خلاصه سوه دغه Regsvr.exeکلیمه ورکړئ او د Search تڼۍ ووهئ ترڅو یاد سوی فایل درته ولټوي .
۴:- دشتون په صورت کي یاد سوی فایل له کمپيوټر څخه ړنګ (Delete) کړئ ( البته په یاد ولرئ چي ورته فایلونه له منځه یونه سئ ، بلکې کټ مټ همدغه ستونزمن فایل باید ړنګ سي ).
۵:- اوس دغه لاره ولټوئ .
۶:- ښي اړخ ته به تاسو د Shell په نامه تڼۍ ومومئ ، اول ئې انتخاب او وروسته ئې ړنګه کړئ .
(البته د Shell تڼۍ مخي ته باید د Explorer.exe پروګرام شتون ولري ، لکه لاندي انځور کي چي ئې وینئ .).
اوس به ستونزه حل سوې وي .
ددې لاري څخه ورته وایروسونه له منځه وړلی سئ .