که څه هم وینډوز ایکس پي په استدلالي ډول دوینډوز له لړۍ څخه ترټولو ډېر د اطمینان وړ او ثابته نسخه ده ؛ خو په دې سربېره بیا هم کامله نه برېښي .
دوخت په اوږدو کي به تاسو ته جوته سوې وي ، چي ددې نسخې په کارولو سره بیا هم دیو لړ ستونزو سره مخ سوي یاست ؛ دې ډول ستونزو دله منځه وړلو او یاهم کمولو لپاره مورچل ویب پاڼه ترخپل وسه کوښښ کوي ، چي تاسو ته یو لړ مطالب پرلیکه کړي .
د نه ځوابورکونکي پروګرام تړل- لومړی
بعضي وختونه داسي وي چي یو پروګرام دکمپيوټر د ضعف والي او یاهم کوم بل لامل په وجه دتړل کېدو څخه انکار کوي ؛ که داسي واقع سي ، تاسو کولای سئ هغه پروګرام په اجباري توګه د Task Manager په کارولو سره وتړئ .
۱:- په یوه وخت د Ctrl، Alt او Delete تڼۍ له کیبورډ څخه کښېکاږئ ، ترڅو تاسو ته د Windows Task Manager کړکۍ خلاصه کړي .
۲:- د Application ټوپ کلیک کړئ .
۳:- د نه ځواب ورکونکي پروګرام پر نوم کلیک وکړئ .
۴:- د Task Manager له لاندنۍ برخي څخه د End Task تڼۍ ته دموږک په ذریعه زور ورکړئ .
۵:- که ستونزمن پروګرام سم دلاسه ونه تړل سو ، د Program Not Responding په نوم پيغام دیوې کړکۍ په څېر درته ښکاره کوي ، له دې کړکۍ څخه د End Now پر تڼۍ ټک وکړئ .
۶:- که په دې سربېره هم پروګرام ونه تړل سو، او یاهم وینډوزپر ځای ولاړ پاته سو، خپل کمپيوټر ګل (مړ) او بیرته چالانه کړئ .