|
دوینډوز دعمومي ستونزو حل لاري (2) |
|
|
|
|
تېمورشاه يوسفزی
|
دنه حذفېدونکي فایل حذفولبعضي اوقات فایلونه خیرن او ککړ په وایروسونو سي ، چي وینډوز ایکس پي ئې له حذفولو څخه مخنیوی کوي ؛ او یو پيغام چي په ترڅ کي ئې لیکل سوي وي ( دغه فایل چي تاسو ئې حذفول غواړئ اوسمهال داستفادې لپاره تري کاراخیستل کیږي ) ښکاره کوي ؛ که څه هم تاسو خپل کمپيوټر ګل او بیا ئې چالانه هم کړئ ، دحذفولو په وخت کي به ورته پيغام درته ښکاره کړي .ددې لپاره چي وینډوز اړ باسئ چي دغه ډول فایلونه حذف کړای سي ، دغه لاندي ګامونه اوچت کړئ .دعمومي فایلونو دحذفولو لپاره :۱:- ټول هغه فایلونه ، پروګرامونه او پوښۍ وتړئ ، چي اوسمهال دکمپيوټر پرصفحه خلاص لیدل کیږي .۲:- خپل کمپيوټر ګل او بیرته چالانه کړئ .۳:- وینډوز ته ستون او دفایل دحذفولو کوښښ وکړئ .۴:- که بیا هم یادسوی فایل حذف (Delete) نه سو ، خپل کمپيوټر ګل کړئ .۵:- خپل کمپيوټر چالانه او سم دلاسه له کیبورډ څخه د F8 تڼۍ څو ځله کښېکاږئ ترڅو تاسو ته دWindows Advanced Options مېنوراښکاره سي .۶:- د کیبورډ څخه د پورته او کښته علایم دارو تڼیو (Arrow Keys) په کارولو سره Safe Mode انتخاب او دEnter تڼۍ ته زور ورکړئ .۷:- بله صفحه کي تاسو ته دغه پيغام ( Please select the Operating System to start) ښکاره کوي ؛ که تاسو خپل سولګر (کمپیوټر) باندي یو وینډوز انسټال کړی وي، نو د Enter تڼۍ ووهئ ؛ که له یو څخه زیات وینډوزونه او یاهم چلیزسیستمونه (Operating Systems) انسټال سوي وه ، نو اړیاست چي د علایم دارو تڼیو په کارولو سره وینډوز ایکس پي انتخاب او د Enter تڼۍ ووهئ .۸:- وینډوز څو سافټ ویرونه لوډوي (Load) ، چي یوه او یاهم دوې دقیقې وخت نیسي ، داستاسو په سیستم پوري ارتباط پیداکوي ، چي دوینډوز څه ډول نسخې موپه کمپيوټر انسټال کړي دي ، لږ وروسته تاسو ته د ننوتلو یوه کړکۍ ښکاره کوي ، هوري خپل یوزر او ورسره که پسورډ ولري ، ټایپ اوبیا د Enter تڼۍ ووهئ .۹:- د Safe Mode یو پيغام تاسو ته ښکاره کیږي ، چي پري لیکل سوي وي ، اوسمهال ستاسو سیستم دSafe Mode وینډوز په حالت کي چالانه دئ ، دمخته تګ لپاره د Yes تڼۍ باندي کلیک وکړئ .۱۰:- تاسو د Safe Mode سبک څخه هم د عام وینډوز په څېر کاراخیستلی سئ ، اوس هغه نه حذفېدونکی فایل انتخاب او د حذفېدو کوښښ ئې وکړئ .۱۱:- که تاسو په دې کاربریالي سواست ، خپل کمپيوټر ګل او عام وینډوز ته ستون سئ ؛ که بیاهم ستاسو دغه کوښښونه بریالي ونه ختل ، دهغه کس څخه چي دوینډوز په هکله ډېره تجربه لري مرسته وغواړئ .
|