ه ساده ټکو کې خبرد يوې پيښې د بيا نولو کيسې ته وايي خو دا پېښه بايد نوې په زړه پورې اودخلکو په ژوند پورې اړه ولري. يو خبري مطلب د کيسې په پرتله دا توپير لري چې کېسه ويونکی کيسه له پيله شروع کوي يعنې په کرونولوژيکه توګه ېې بيانوي . او مهم ټکي ېې پای ته ساتلي وی چې تلوسه پيدا کړی¸ خو د خبري کېسې مهم ټکي په لومړى کرښه کې راځي . پاتې خبر د لومړۍ کېسې تشريح کوي .
خبر تل د معکوس هرم يا سرچپه مثلث په ډول وي .
د خبر تعريف: خبر د پېښې د څرګندولو هغه څو کليمې دي چې خلکو ته يو پيغام ورسوي . کېدای شي پيښه رامنځ ته شوي وی او يا په راتلونکي کی رامنځ ته شي .
لکه( په کابل کې چاودنه وشوه . او په راتلونکی مياشت کې به په پاکستان کې ټاکنې وشي ).
د خبربيلګه: ولسمشر حامد کرزى د ١٣٨٩ کال ټاکنو ته دريږی .نوموړی وايي که ېې ټا کنې وګټلې نو دخلکو کلنی عاېد به د نن درې برابره لوړ کړي . داسې نه ښکاري چې نوموړی دې داځل بيا پياوړى سيال ولري.
هر خبر بايد دغه ٦ عناصرولري :
• څه؟
• چېرته؟
• څه وخت؟
• چا؟
• ولې ؟
• څنګه؟
د خبر په سريزه کې بايد يوه يا څو پوښتنې ځواب شي .
تردې مهاله خبريالان په دې سره ويشلي چې په پورتنيو پوښتنو کې دې کومه لومړی، کومه دوهمه او کومه دريمه راشي . خو په دې سره يوه خو له دي چې خبر ددغو پوښتنو له ځوابونو جوړ دی .
بله داچې هر ه پوښتنه دخبر پربېلابېلو وختونو کې، لومړی کيږی . د بيلګې په توګه :
((سپينې ماڼی له اسلام اباد سره مرستې وځنډولې . واشنګټن وايي پاکستان د ترهګری پر وړاندې جګړه کې رغنده ونډه نه اخلي . داهغه تور دی چې پاکستاني چارواکو له وړاندې رد کړې. دا له ٢٠٠١ کال وروسته لومړی ځل دي چې اسلام اباد د لويديځ له دغه ډول ننګونې سره مخامخ کيږی . ))
دلته ځاې دکس په توګه راغلی چې د خبر تر ټولو مهمه برخه ده .
دريمه مهمه برخه داده چې ولې سپينه ماڼی دا کار کوي .
همداسې نورې پوښتنې درواخله .
بله بيلګه :
(( يوه ځان مرګي بريد ٢٠ تنه ووژل او ٤٠ نور ېی ټپيان کړل . دغه بريد د لندن په زړه کې سهار وختي د پوليسو دمرکزي قومندانی مخې ته تر سره شو . پوليس وايي بريد دالقاعدې لخوا شوی دى)).
په دغه خبر کې (څه شی )مهم دی . ځان مرګي بريد شل ووژل.
خبر بايد رښتيا وی او ورکول شوي معلومات ېې بايد د قيق وی، خو پام مو وي چې لنډ او ساده وليکل شي چې د ټولنې ټول وګړي پرې وپوهيږی .
بيلګه: ١٣ تنه په کندهار کی يوه ځان مرګي بريد ووژ ل او لس نور ېې ټپيان کړل .
دا ټولې جملې مستقيمې دي او کېداى شي دوه جملې هم ځينې جوړې کړو .
هر خبر چې ليکۍ له ځانه بايد وپوښتۍ چې موضوع څه ده ؟ ولې مهمه ده ؟ مخينه ( سابقه ) ېې څه ده ؟ په لومړي پراګراف کې ډير مهم حقايق راوړی او واړه جزېېات مه ورکوۍ .بيلګه :
( په کابل کې يوې چاودنې لس تنه ووژل او لس نورېې ټپيان کړل . دغه پيښه دامريکې سفارت ته نژدې شوې ده ).
دافغانستان د سوداگرى وزارت پرخپلې هغې غوښتنې ټېنگار وکړ چې وېلي يي دي په دغه هېواد کې بايد د سوداگرېزو چارو د سمون لپاره د څو خونو پرځاى يو اتاق وي . د يو شمېرافغان سوداگرو له کلک مخالفت سره سره دسوداگرى وزير امېن فرهنگ دا چاره دافغانستان په گټه بولي . ددې کار مخالف سوداگر دا کار دافغانستان د اساسي قانو مخالف گام گڼي چې په اند ېې دا ډول هڅې به د سوداگرو ستونزې زېاتې کړي . خو ځينې نور افغان پانگه وال له دې کاره خوښ دي .
........................................
داسيا پر مختېايي بانک د افغانستان د ګمرکرنو د عصري کولو لپاره ګام پورته کړى . تردې وړاندې هم دافغانستان د ګمرکونو په رغاونه په ميليونونو ډالر لگول شوي . په همدې موخه اسيايي بانک څه باندې يوميليون ډالره مرسته اعلان کړه او په ډاگه ېې کړه چې په دې کار سره به په دغه هېواد کې سوداگري نوره هم وغوړيږي .
.......................
کاناډا دکندهار ولايت د بيا رغا ونې لپاره ١١ ميليونه ډالره مرسته کوي. پر دغو پيسو به په هغه ولايت کې ښونځي ، روغتونونه او سړکونه ورغول شي. په کندهار کې دکاناډايي ځواکونو قومندان جنرال ګرند وويل دا دهغه هېواد بلاعوضه مرسته ده ،چې يوه اندازه به ېې دکليو د پراختېا وزارت لګوي. تردې وړاندې هم کاناډا دکندهار د پنجوايي او ژېړى ولسواليو د بيارغاونې لپاره ٦ ميليونه ډالره مرسته کړې وه .
هيڅکله په خبر کې پوښتنه مه راوړۍ
ژورنا ليزم څه ته وايي ؟
ژور ناليزم د واقيعتونو نړۍ ده . داسې نړۍ چې په افغانستان کې ېې تر سره کول په رښتيا ډير سخت کار دی .د ژورناليزم مسله په ټولې نړۍ کې ډېره پيچلې ده . په هغه هېواد کې چې د خبريالانو تښتول او ګواښل عادي کار وي نو د رښتيا ويل او د واقيعت په ډاګه کول به د سر په قيمت درته تمام شي. په نړۍ کې هر کال په لسګونو خبريالان وژل کيږي ، په سلګونو بنديان او په زرګونو نور ګواښل کيږي چې يو پکې افغا نستان دی.
په دغه هېواد کې دژ ورناليستانو دژ بې بندول ډير ستونزمن کارنه دی.
ژورنا ليزم د دولت د کارونو او چارو د څارنې چاره بلل کيږی . دغه چاره تر ډيره په ټولنه کې په زړه پورې مېنه وال لري .
ژورنالېزم هغه دنده ده چې که سمه وکارول شي ترېنه پاکه او په زړه پورې دنده نشته . دمېز تر شا دنده نه بلکې له تنوع نه ډک مسلک دی او هېڅ کله څوک په کې نه ستړۍ کيږی ، خو دا په دې معنا نه دی چې منډه نه لري .
که په نورو مسلکونو کې ډوډۍ په ټنډه پيدا کيږی نو په ژورناليزم کې په منډه .دژورنالسيت يوه پښه دکمپيوټر ترشا او بله ېې دپيښې په ډګر او يا په کومه اداره کې. که په نورو کارونو کې زغم بريالۍ خيژي خو د لته به تل بې زغمه وې او صبر په دې مسلک کې ستاسو د ناکامۍ اول ګام دی . هېڅکله په دې تمه او صبر مه کېنۍ چې تا سو ته به خبر راشي او خپور به يې کړۍ.که مو دا کار وکړ نو په دې باز ار کې به ستاسو سيالان تر تاسو مخکې وي .
ژورناليزم د درغل کونکو او سيا ستوالو د مهار کولوا و خلکو ته دهغوى د کار کړنو د روښانولو دنده ده .
داسې دنده چې د ټولنې دعادي وګړو او چارواکو ترمنځ اړيکې ټينګوي .
خو په خواشينۍ سره چې نن سبا يو شمېر خبر يالان او خبري رسنۍ د ژورناليزم له اصولوپه ناخبرۍ داسې فکرکوي چې ګواکې دوی هرڅه چې وغواړي کولى ېې شي . د بيلګې په توګه :
( يو خبريال پوليس ته خپل کارت نه ور ښيي او ورته وايي چې خبريال يم . پوليس خبريال ته وايي چې دغې ..... ادارې ته دده د پريښولو اجازه تر دغه ساعته ... نشته خو هغه داسې فکر کوي چې دده مخه هيڅوک نشي نيولی او په دغه وخت کې تاوتريخوالی رامنځ ته کيږی . په دغه ځاي کې ټوله ملامتي د خبريال ده، چې ځان له قانون پورته ګڼي .) بله بېلګه :
( څه موده وړاندې په ولسي جرګه کې استازو پر يوې موضوع د بحث لپاره له اداري پلاوي وغوښتل چې ، بايد د خبريالانو له سترګو ليرې پردغه موضوع بحث وشي . پلاوي له خبريالانو غوښتنه وکړه چې د خبر يالانو له خونې بهر شي . دجرګې دا کار دافغانستان د اساسي قانون سره برابرو چې پر بنسټ ېې د جرګې يو شمېر غونډې د استازو په غوښتنه سري يا مخفي کيدۍ شي. په خواشينۍ سره چې غير مسلکي ژ ورناليستانو دغه کار غيرقانوني وباله او په خپلو خپرونو کې ېې په ولسي جرګه نېوکې وکړې.
دا کار دخبري رسنيو او نورو ادارو له قوانينو او چارو پوره بې خبري ده چې ژورناليزم نشو ورته ويلي .
ژورناليزم ټولو موجودو قوانينوته درناوى کوي او چېرته چې چارواکي ونه غواړي تاسو نشئ کولئ هغه خپور کړى . ژورناليزم داسې څه نه دي چې هرڅه کولی شي او هرڅه ويلی شي .
ژورناليزم داسې مسلک دی چې بايد کار کونکی ېې لږ تر لږه د ټولو مسلکونو او ادارو په اړوند معلومات ولري چې د مخامخ کېدو سره سم پرې خپل رپوټ برابر کړي .
ژورناليزم که له خپلو اصولو سره سم وکارول شي نو په رښتيا نړۍ ته بدلون ورکوي . په دريمې نړی کې ژورناليزم له ګڼو ننګونو سره لاس او ګريوان دي ، خو په پرمختللو هېوادونو کې ژورناليزم پر حکومت واکمني چلوي او چارواکي ننګوي
په اروپا او امريکا کې ژورناليزم هومره ساده مسلک نه دى لکه چې مونږ ورته په کابل او نورو افغاني ښارونو کې ګورو . دلته په ژروناليزم سوداګري روانه ده. داسې ژورناليزم چې ډيری ليکنې او خبري رپوټونه يې د شخصي ګټو پر بنسټ ولاړ دي . اصول ډير کم زمونږ د ښار په ژورنا لېزم کې په پام کې نيول کيږی .
د ژورناليزم اخلاق
اخلاق د ټولنيزو قراردادونو هغه مجموعه ده، چې وګړي يې د ژوند د ورځنيو چارو د نظم او سمبالتيا لپاره پر مراعتولو ژمن وي. كه څه هم دا اصطلاح پراخه مانا لري خو ځينې مهال د يوشمير مسلكونو په برخه كې د ځانګړو پولو او حدودو تر منځ مطرح كيږي لكه سياسي اخلاق، ژورناليستيكي اخلاق، تحقيقى اخلاق او نور.
ژورناليزم د عامه اطلاعاتو او معلوماتو د پروخت تامينولو مسلك دى او څرنګه چې له عامه ژوند سره نږدې اړيكې لري او د ټولنې د اعصابو حيثيت لري نو خامخا د يوشمير اصولو، ظوابطو او اخلاقو په چوكاټ كې راګير چاپيريال لري، تر ډيره حده ژورناليستيكى اخلاق د يوشمير ناليكل شويو قراردادونو مجموعه ده چې په ټوله نړۍ كې نافذ دي او سره ورته ارزښتونه لري.
په ژورناليزم كې واقعيت، حقيقت او آزادي هغه درې مفاهيم دي چې ژورناليست يې په كلكه پام ساتلو ته اړ دى. ټول اطلاعات بايد پر واقعيتونو ولاړ وي، ټول واقعيتونه بايد حقيقت ولري او ټول ژورناليستكي فعاليتونه بايد د يوې مسلكي آزادۍ پر بنياد ترسره شي. په نړۍ كې دولتي او مړسسه يې ژورناليزم ځكه ډير اعتبار نلري چې د يوې سياسي كړۍ لپاره وقف كيږي، له مړسسه يې ژورناليزم څخه هدف د يوه سياسي حزب يا تنظيم لپاره د تبليغاتي دستګاه جوړول دى، البته د دولتي او مړسسه يې ژورناليزم فعاليت ممنوع نه دى بلكې معمول هم دى خو د آزادو ژورناليستيكى مركزونو په تناسب لږ اعتبار لري. تر ټولو معتبر او اعتمادي خبريال هغه دى چې تر ټولو ډيره مسلكي آزادي ولري.
كله كله يوشمير خبريالان د مادي او مالي ګټو لپاره ځان پر ځواكمنو كړيو پلوري، زمونږ په هيواد كې داسې خبريالان هم ليدل شوي چې يوې راډيو يا آژانس ته كار كوي خو پټ د كوم قوماندان، رسمي چارواكي، يا والي په ركاب او دربار كې هم نامعلومې دندې لري، چې د آزادۍ د نه لرلو له امله په ولس كې خپل اعتبار له لاسه وركوي. له زورواكو سره غير مشروع ملګرتيا او دغې ملګرتيا ته وفاداري د اطلاعاتو د بې پرې توب اصل ماتوي. زمونږ ټولنه نوې د اطلاعاتو د جنګ ډګر ته ورننوتلې ده ځكه خو تر هرڅه مخكې د ژورناليست آزادي، مسلكي سپيڅلتيا او اخلاق په خطر كې دي. ما اوريدلي دي چې پخوا به يوشمير ولايتونو كې خبريالانو له زورواكو او چارواكو سره پټ قراردادونه درلودل او اطلاعات يې هغه ډول خپرول چې هغو چارواكو غوښتل، د دې په بدل كې دغو خبريالانو زور و زر ترلاسه كول او آن چې د زورواكو په مرسته يې خپل مخالفين ډبول، كيداى شي داسې څه لا اوس هم وي. له زورواكو سره قراردادونه د ژورناليزم اخلاقي قراردادونه ماتوي او مسلكي شرم رامنځ ته كوي، البته دا په دې مانا نه ده چې ژورناليست دې خامخا د دولت يا كوم چا پر ضد وي نه دا كاملاً غلطه خبره ده ژورناليست يوازې او يوازې د حقيقتونو عكاس دى او بس. دا په تيره بيا د آزادو رسنيو لپاره مهمه ده چې خپل خبريالان له نږدې څخه وڅاري چې د واكمنو تر كنټرول لاندې را نه شي. كه ژورناليست غواړي آزاد وپيژندل شي مسلكي تعهد يې حكم ورته كوي چې د واكمنو او زورمندانو له دم او منتر څخه ځان وساتي. د څو ورځو غيرمشروع ګټه د ټول عمر اعتبار له منځه وړي او آن تر دې چې د ټول مسلك رنګه وربدوي. په هيواد كې لاتر اوسه د ژورناليستانو داسې خپلواكه ټولنه نه ده رامنځته شوې چې د مطبوعاتو د حريم ساتنه وكړاى شي، د يوه ژورناليست مسلكي بداخلاقي د مطبوعاتو پر ټول حريم تيرى دى، ټول ژورناليستان بايد د خپلو ملګرو د ښوئيدلو مخه ونيسي.
مطبوعات ولي د سياسي واك څلورم ركن ګڼل كيږي؟ ددې لپاره چې وګړي هماغومره چې د قانون، پوليسو او حكومت په وړاندې د مسئوليت احساس كوي د مطبوعاتو پر وړاندې يې هم كوي. ټولنيزه رسوايې تر ټولو لويه جزا ده، د جنايت په صورت كې ټولنيزه رسوايې مطبوعات رامنځ ته كوي ځكه خو د مطبوعاتو ځواك جدي ګڼل كيږي حكومتونه سم كار كوي ددي لپاره چې مطبوعات يې رسوا نه كړي، وزيران، واليان او رئيسان د خلكو خدمت كوي ددې لپاره چې له ژورناليستانو ويريږي، ژورناليست وسله نه لري خو د عامه رسوايې وسيله ورسره ده، خاين واكمن د خپل خيانت د پټولو لپاره ژورناليستان په بيه اخلي او له مسلكي پلوه د كمزوريو اخلاقو خاوند ژورناليستان خپل مسلك په بيه پلوري. ددې په نتيجه كې د خيانت يا خدمت په هكله واقعيتونه او حقايق پټ پاتې كيږي چې په پايله كې د مسئوليت احساس له منځه ځي او په ټولنه كې فساد عموميت پيدا كوي.
د پوهې ترڅنګ آزادي او اخلاق د ژورناليست ښه صفتونه دي او دا درې واړه د يوه خبريال په ټولنيز ارزښت، اهميت او كاري ونډې مخامخ اغيز لري. خبري اعتبار د ژورناليست په شخصيت، صداقت، آزادۍ او مسلكي اعتبار پورې تړلى دى. خلك وايې له پيښې څخه خبر شوم، زه يې ځكه رښتيا بولم چې فلان ژورناليست يا آژانس نه مې واوريده، دا د خبري آژانسونو او خبريالانو دنده ده چې د خلكو دغه اعتماد وساتي.
د ژورناليزم اخلاق هغه بحث دى، چې د پرمختلليو ټولنو په پوهنځيو كې بحث پرې كيږي. او تر ډيره بريده فرهنګي مركزونه د ژورناليستانو اتحاديې او آژانسونه هڅه كوي د دغو اخلاقو د تاْمين لپاره موازين، مقررات او حتى قوانين وضع كړي. په ګڼو هيوادونو كې د پټې كمرې، پټ مايك كارول او د پټو خبرو رسوا كول جرم ګڼل كيږي د ژيړ ژورناليزم اصطلاح هم كله كله هغه مهـال كارول كيږي چې كوم ژورناليست متداول اخلاق تر پښو لاندې كړي. ژورناليستيكي اخلاق هيڅكله د بيان د آزادۍ او د اطلاعاتو د بشپړ خپراوي مخه نه نيسي بلكې د ژورناليزم اخلاق د اطلاعاتي خونديتوب يا مصړنيت لپاره يو ښه تضمين دى. ټولنپوهان وايې: اخلاق په محكمو كې نه بلكې په وجدانونو كې تلل كيږي له همدې امله تل پر اخلاقو د بحث پر مهال د ضمير يا وجدان نوم هم ډير ياديږي له دې ځايه ده چې د ژورناليست د مسلكي اخلاقو په هكله د بحث پر وخت ښايې د قضاوت د همدې معنوي دستګاه يعنې وجدان اهميت هير نه شي تر ټولو بريالى او مهذب ژورناليست هغه دى چې د خپل كار پر مهال د حقايقو د څرګندولو لپاره بشپړ مسلكي آزادي او وجداني آرامۍ ته پام وساتي. د ژورناليست خپلواكي او استقلاليت د ټولنې د فكري استقلال لپاره لار هواروي او يو ښه وړانديز به دا وي چې په افغانستان كې كومه پياوړې مسلكي ټولنه د ژورناليزم اخلاق تدوين كړي او د هغو د تاْمين پروسه وڅاري. ژورناليزم يوازې د معاش او مالي ګټې مسلك نه دى بلكې د يو ستر ټولنيز ارزښت په وړاندې تعهد او مسئوليت ګڼل كيږي ددې لپاره چې په افغانستان كې د ژورناليزم د اصولو، اخلاقو او خونديتوب لپاره معيارونه رامنځ ته شي ښايي ددغه بحث په برخه كې لاندې وړانديزونه مطرح كړو:
تر هرڅه مخكې فردي مسئوليت ډير د پام وړ دى، هر ژورناليست ته ښايي د خپل مسلكي اصالت او ژمنې ساتل په پام كې ولري، آزادي او حقيقت پالنه د داسې مسلكي اصالت بنسټ دى، راتلونكى اعتبار د بشپړې خپلواكۍ ساتلو او بې پرې توب محصول دى ناپلوي او بې پرې توب، د ځواكمنو له اغيز څخه ځان ساتل او حقايقو ته پام ساتنه د خبريال ټولنيز منښت زياتوي.
په دوهم ګام كې ښايي د هيواد په كچه داسې معتبره، مسلكي او باصلاحيته ټولنه رامنځ ته شي چې د ژورناليستانو صنفي مسئوليتونه، صلاحيتونه او حقونه خوندي كړي. موږ ډير ځله ليدلي دي چې كوم ژورناليست ته د ستونزو د پيښيدو پر مهال د ژورناليستانو بيلا بيلو ټولنو د اعتراض غږونه اوچت كړي دي خو په عادي شرايطو كې چوپ پاتې شوي دي. هيڅ ارګان د ژورناليستكي چار چلن، اخلاقو او بې پرې توب لپاره لوايح او مقررات نه دي جوړ كړي، د مطبوعاتو قوانين، چې د دولت له خوا جوړيږي، داسې مسايل نه شي څارلى بلكې دا په خپله د صنفي ټولنو دنده ده چې د خپلو مسلكي غړيو لپاره مقررات جوړ كړي.
په دريم ګام كې هر آژانس، راډيو او خبري مركز په كلكه ښايې خپل خبريال وڅاري، چې له چا سره پټ او ناقانونه روابط ټينګ نه كړي، دا ځكه چې د خبريال پټې معاملې د اړوند خبري ارګان اعتبار او حيثيت ته تاوان پيښوي.
په څلورم ګام كې دولت، ګوندونه او نور ځواكمن ارګانونه د ټولنيزې ښيګڼې او عامه ګټو لپاره نه ښايي له ژورناليستانو سره تورې اړيكې ولري، ګواښ، تطميع، بډې او هر راز غيرقانوني ارتباط هم ټولنيز بنسټونه (د دولت په شمول) او هم خبري رسنۍ له رسوايي سره مخامخ كولاى شي.
د داسې ورځې په هيله چې د ژورناليستكې اخلاقو يوه كامله مجموعه خپره شي او افغان ژورناليستان يې د خپل كار پر مهال په پام كې وساتي.
پاى
په مينه