دا مهال په ليکه

اوس مهال 2 ميلمانه په ليکه لرو
كــــــور پاڼه arrow خبرتياوې راپرونه arrow د افغانستان کیوکوشین کان کراټې ډو سازمان
د افغانستان کیوکوشین کان کراټې ډو سازمان ټوک PDF چاپ ملګري ته ليږل
احسان الله احسان منګل   

د افغانستان د کیوکوشین کان کراټې ريس او د کراټو فدارسیون مرستیال ښاغلی شیهان محمد سیر آزادنی په جاپان کې د کیوکوشین کان کراټې نړیوال سازمان له خوا جوړ شوی سیمنار کې د ګډون په موخه پرون د جاپان پلازمېنه ټوکیو ته ورسید.
 
ښاغلی سیر آزادنی د چنګاښ په ۳۱ مه د کابل هوايی ډګر نه د جاپان به لور سفر وکړ  نوموړی  د نړیوال کیوکوشین کان کراټې سازمان له خوا په رسمی غوښتنه یی د افغانستان په استازیتوب ګډون وکړ.

دغه درې ورځنی  سیمنار په جاپان کې د کيوکېشن کان کراتې نړیوال سازمان په کوربه توب ترسره کیږي او  د سیمنار اجنډا سره سم  ښاغلی آزادنی  هیواد  ته  د زمری په ۶ شپږمه  بیرته راستنیږي. 
 
د افغانستان د کیوکېشن کان کراتې سلاکار او د سهیل ختیځ ولایتونو لپاره مشر ښوواند  ښاغلی محمد الله صابری وايی چې ددې سیمنار اصلی موخه  د همدې لوبې لا پرمختګ ، فنی مهارتونو شریکول ، او د عملی  کارپه برخه کې نوي تخنیکونه تازه کول او په خپلو سیمو کې په مسلسله توګه په عملی توګه کار کول . 

ښاغلي صابری په خپلو خبرو کې وویل چې  دا ډول سیمنارنو ته ډیره اړتیا ده ، نوموړۍ کلنی سیمنار او کېمپ د جاپان له بېلا بېلاو ایالاتو څخه د تجربه کار او فنی ښوونکو تر ځارنې لاندې پرمخ بیول کیږي.  د افغانستان د کیوکوشین کان کراټې ریس ښاغلی آزادنی  په خپل شخصی لګښت نوموړي سیمنار کې ګډون وکړ،  تر څو په جاپان کې د نړیوال کیوکوشین کان کراټې  فنی تخنیکونه په هیواد کې افغان لوبغاړو ته وړاندې کړي.   دا ډول سیمنارونه نه  یوازې په  نړیواله کچه  د لاپرمختک سبب  کیدای شي  بلکه د کیوکیشن کان کراټې لوبه پیاوړی کوی ، ددې ترڅنګ د افغانستان استازیتوب په راتلونکې کې د افغان ځوانانو لپاره په نړیواله کچه د تخنیک او فن په ډګر کې د لا پیاوړتیا لامل ګرڅی .

صابری داهم وویل چې د شیهان آزادنی د جاپان هیواد څخه د بېرته رستنیدو سره سم مونږ په پام کې لرو چې د په افغانستان کې هم په ملی کچه  همدا ډول سیمنار په لار واچوو . نوموړی سیمنار  د زمری میاشتې په ۲۵ پنڅه ویشتمه نېټه د هیواد په لرغوني ښار هرات ولایت کې هیوادوالو ته په لار واچوو.

 

 

 

 

 
< مخکني   وروستني >