دا مهال په ليکه

اوس مهال 19 ميلمانه په ليکه لرو
كــــــور پاڼه arrow لنډي کيسې arrow او داغریبه مړه شوه
او داغریبه مړه شوه ټوک PDF چاپ ملګري ته ليږل
رحمت الله رحمت   


“ولي اکا ښه سړی و ، څوک يې نه وو ازار کړي ، دیو وزري او یواځیتوب ژوند ډېر پر تېر شوی و، دبل دګاونډیتوب احتیاجونه یې ډېر لیدلي وو، دوه درې واره تربرو پرخپله مځکه داسي وواهه ، چي مرګ ته یې رسولی و، ډېره مځکه او جایداد تربرو ځني لاندي کړل ، پرهغه پاته به یې هم ګوزاره نه ورسره کېده ، مجبوره شو بازار ته یې کډه وکړه . دیوشناخته سره شریک شو ، څه کاروباریې پرله برابر کړ ، راستمن سړی و ، ژوند یې ژر ښه شو اوس یې نوهلکان هم غټ شوي وو ، په کار هم پوه شوي وو.
وایم هغه دچا خبره “ چي ډوډۍ یې پرتبۍ ښه پخېده “ زامنو ته به یې ویل : نیمه ډوډۍ خورئ نیمه دخدای ﷻ په رضا ورکوئ ، هیڅ شی مونه دي کم او مانده . ښه مېنه او کور ، ښه محله ، ښه دوکان او کاروبار خپله غوا درته ولاړه ده .
وایم : هغه تربرو چي زه یې څو واري ووهلم او دمرګ خوارۍ یې راباندي تېري کړې ، لا درته راشي هم په ښه وضعت او ښه چلند ورسره کوئ ، موږ به یې ددوی په نیت نه ورسره کوو، زرګر چي دپلار مشر زوی و او ټولو خبروته یې غوږ نیولی و او ښه –ښه به یې ویل ، دخبري پر وار یې ویل : هو پلاره تاښې خبري وکړې ، دښه کار نوم لا ښه دی او دبد کار نوم بد دی او دبدو پای خراب دی ، خدای ﷻ موږ ته ښه ژوند راکړی دی او په ښه نظر یې راته کتلي دي .
وایم : بل که موږ ته درېدلي وي ، وي به خو موږ بل ته نه یو درېدلي . هغه زموږ تربرو چي زموږ سره یې ښه ژوند ونه کړ خپلي مځکي خو یې خپلي وې ، زموږ مځکي یې لا هم راڅخه لاندي کړې ، دغه دی نن یې څه حال دی ، خدای ﷻ دبل له احتیاجه نه وایستل ، اوس چي بیا خدای ﷻ داکاختي او وچکالي پر راوستله بیا نو خدای ﷻ ښه له مځکي سره ووهل .
نن غرمه “ زعفران “ راغلی و، چای مي ورته راوغوښتې وایم پرحال یې ژړا روا ده ، چي داقیصې یې راته کړي دي ، زړه مي باندي تور دود سو ، باغونه یې ټول وچ شوي وو ، دپسو دانه نه وه ورپاته ، دکال له سره چي یې پورونه کړي هغه پر باندي وو ، د پوروړو له لاسه يې سترګي نه شوای ښکاره کولای . ویل یې زوی مي یوه میاشت دمخه باوړۍ ته ولوېدی نو رسلامت و ، خو دغه ښی لاس یې دوه ځایه مات شوی و . ویل یې دډاکټر پیسې مي نه درلودې ، سکندې والا هغه لاسونه چي تړي هغه ته مي ورووست ، هغه یې لاس وروتړلی هغه هم سم نه دی جوړ ، هلک ځیني په عذاب شو او خلګ وايي ، چي دابه بیرته ورماتوئ ، کوږ به یې ورتړلی وي ، ده راته ویل ، چي له کوره راتلم یو موټ اوړه هم په جوال کي نه وو، موټر کرایه مي له بل چا پور کړه ، “ زرګر سوړ اسوېلی وکيښ ، له نژدې منګي څخه یې اوبه پرسرپورته کړې “ .
پلار ورته وویل : هو زویه ! پر موږ ښه ولاړه ده ، یواځي چي دخدای ﷻ شکر اداکړو، څوک راڅخه ازار نه شي ، کبر او لويي راڅخه ونه شي .
وایم : هغه بله ورځ چا قیصه راته کوله چي “ګلداد” او ملنګ چي سکه داکا زامن دي پرکوچنیانو یې سره جنګ شوی دی بیا یې نو هلکان سره راوتلي دي ، مرګ له یې سره وهلي دي . یو هلک په سر کي په بېلچه وهل شوی دی ، چي دخبرونه دی ، دوه په “ لرو “ وهل شوي دي هغه هم کاري خوږ دي .
وایم : دانو څه ژوند دی چي یو وار کاختي شي ، بیا بدي شي ، وایم داټول زموږ عملونه دي “ ولي اکا “ دنسوارو دبلی سره ښوراوه ، نیت یې داو چي نسوار وکړي . زرګر دخبري وار پیداکړ او ویې ویل : هو پلاره ! دزعفران قیصه مي درته کوله چي دزوی لاس یې مات شوی و ، هغه هم سکیندې والا کوږ ور تړلی و ، دغه یې حال وچي دموټر دکرایې پیسې یې لانه درلودې ، هغه دوا او ډاکټر خو لا پرېږده ، ما هم ددوی په عمل نه دي ورته کتلي چي یا یې زموږ مځکي لاندي کړې یا یې له موږ سره په کلي کي ظلمونه کول . وایم ده غریب هم پورته نه شوای کتلای ، دی هم په هغو خپلو کارو لکه چي شرمېدی .
بس پلاره ده دغه دغم قیصې راته کولې ، زه به هم یو وار په کار ځني اخته شوم ، دوه واري مي چای ورته راوغوښتې اخیر مي زر روپۍ ورکړې چي داواخله هغه دزوی علاج به په وکړې ، که کلي ته تلې رابه شې یوه ګونۍ اوړه ، څه چای او بوره به هم مادرته ايښي وي هغه به هم درسره یوسې .
ده غریب سر سرتور کړ ، ډېري دعاوي یې وکړې ، ده لا دغه دعاوي کولې چي دکلي د” ملک مدو “ زوی ورپسي راغلی ، سا یې لنډه – لنډه کېده زعفران ته یې وویل : ستا تر راتلو وروسته دي کور والا پر اولاد سخته ناجوړه وه ، بل شی نه وو دغه زموږ دسپاریانو په موټر کي مو راواخیسته دوې ښځي نوري هم ورسره راوختې ، دغه وو چي لنډي مانده ته راورسېدو ، هلته موموټر خراب شو ، سواریان کښته شول هغه ستا کورواله مو په ځولۍ کي راکښته کړه ، دیو پاڼ په سیوري کي مو کښېنووله ، موږ په موټر اخته شو چي ژر به یې جوړ کړو ، لږګړۍ وروسته مو د کوچني ژړا ترغوږ شوه موږ خو ورتلای نه شو ، هخه ښځي ورسره اخته وې یوه ښځه زموږ خواته راتېره شوه او په ژړا يې موږ ته وویل ، چي کوچنی یې پیدا شو او داغریبه مړه شوه .

 
< مخکني   وروستني >