دا مهال په ليکه

اوس مهال 10 ميلمانه په ليکه لرو
كــــــور پاڼه arrow لنډي کيسې arrow چي فکر او سوچ په کار دی
چي فکر او سوچ په کار دی ټوک PDF چاپ ملګري ته ليږل
رحمت الله رحمت   


نن ماښام یې دډوډۍ پروخت دجهانګیر او لاجورد زامنو قیصه کوله ، حاجي صاحب ښه سړی دی چایې نوم په بده خوله نه دی اخیستی ، په کورکلي کي یې دهر چا په غم او ښادۍ ځان خبر کړی دی ، له بې وسه او بې کسه خلګو سره یې تر خپله وسه مرسته کړې ده ، دژوند تودې او ترخې ډېري پرراغلي دي ، تل به یې زامنو ته داویل چي خپله ګوزاره کوي ، دچاپه کار ، کار مه لرئ که مو ښه دچا سره کولای شوای خوښه کنه بد چا ته مه رسوئ .
دژوند یوه ترخه انسان ته ډېره ګرانه پرېوځي که یې څوک په ساړه دماغ اوسم فکر برابره نه کړي وایم ، له کوچنۍ خبري څخه لویه خبره پېښیږي ، که پر بدو واوړي ستاسي په یاد دي هغه بله شپه چي باران شوی وو ، دجهانګیر اکا دکوراوبو بله لار نه درلوده دلاجور پر کور ورتلې ، دلاجور زامنو داوبو لاره وربنده کړه ، چي نور موږ دغه اوبه پردې خوانه پرېږدو ، هغه و چي ددواړو کورو انسانان پرله راووتل پرځای ددې چي په خبره سر خلاص کړي او یو دبل زور راوړي ، په لرګیو او بېلچو یې یو بل سره ووهل . جهانګیر اکا سپين ږیری سړی و، په سر کي ووهل شو ترډاکټره پوري لانه وو رسېدلی چي پر لاري مړ شو ، هغه شپږ اووه سرماتي خو لا پرېږده وایم ، خدای ﷻ مودي یې له حاله وساتي .
“په دغه کال کي دحاجي صاحب کشر زوی دلاس پرېولو اوبه راوړې ، دولت چي دپلار خبروته غوږنیولی و، خپله اوږده خاموشي یې ماته کړه او ویې ویل : هو پلاره ! ددواړو کورونه خراب شو ل ، یو خو قتل و شو ، بل بدي ورپېښه شوه ، دایې لا څه دلاجور زامنو کډه بار کړه ، ښه کور ، ښه محله ، دبازار ښه کاروبار ، داټول ځیني پاته شول ، څوک وايي رېګ ته به تللي وي ، څوک وايي صحرا ته به تللي وي ، داشین ژمی او دا ودوی خوارانو ته ورپېښه . حاجي شاګل اکا چي دښوروا په ګوله پسي دشلومبو غوړپ وکړ ، لږ یې ګوله ترستوني تېره شوه ، ویې ویل : هو ! زویه دغه ګوله مي ترستوني نه تېریږي چي ددوی حال راپه یاد کړم . وایم ، موږ دغه دی په ژمي کي لا شلومبې نه قضا کوو هغه نور نعمتونه خو لا پرېږده .
وایم ددو ی خوارانو به څه حال وي چي ځان له یخه خوندي کړي او وچ اوړه ورسیږي ، پاچهي به یې و بولي ، په دغه لا کله خلاصیږي ، نوري خوارۍ هم ورته ګوري ، دخدای ﷻ عذاب خو لا پرېږده ، مازدیګر ادم لالا په جومات کي ویل : چي د لاجور هغه سپين ږیری ورور او وراره هم حکومت نیولي دي چي ورور دي څه شو . داغریب خو په هیڅ نه وو خبر ، بې ازاره سړی و . دغه یو بچی یې و ، هغه یوه مزدوري ورته کوله ، په دغه یې ګوزاره وه اوس یې نو دوې تورسري (ښځي) په کور کي پاته شوې ، هغه وو درې کلي لاندي دچا په غوږي “ څنګ” کي همسایه وو هغه دچا خبره ده وچود رویه لانده هم سوځي .
په دغه حال کي ددروازې کړپ شو او “ پایند” له بازاره راورسېدی ، ترسلام وروسته پلار او وروڼو ستړمسیا ورته وکړه ، دولت ورته وویل :موږ لږ انتظار وکړ هغه ته وځنډېدې ، بیا مو نو ډوډۍ راواخیستله ، هغه هم دډوډۍ په خوند نه یوپوه شوي دغه دلاجور د زامنو دغم قصه مو کوله .
پایند په جواب کي ورته وویل : دوکان مي پروخت بند کړ ، هلته مي لږ دوايي رااخیستله ، چي پرلاري جمعه ګل لالا راسره ملګری شو ، هغه هم دغه قصه کوله ویل یې دلاجورزامنو چي دشپې کډه بارکړه په هغه شپه خو باران اورېدی ، خټي وې تریوځایه چي تللي وو پرلاري یې موټر چپه شوی و، وايي ، چي دوه درې پکښي مړه او څو نور ټپيان او خوږ دي ، سم یې لا حال نه دی معلوم ، له کوچنۍ خبري څخه داده دوني (دومره ) لویه خبره پېښه شوه ، بس پلاره هغه ستا خبره .
چي فکر او سوچ په کار دی:

 
< مخکني   وروستني >