دا مهال په ليکه

اوس مهال 18 ميلمانه په ليکه لرو

د افغان ننک ويب پاڼې د شعرونو برخې ته ښه راغلاست!

که غواړی چی ستاسو ښکلی شعرونه په افغان ننک ویب پاڼه کې د پښتو ژبی مینه والوته وړاندی شی نو د بریښنا لیک له لاری یی مونږ ته راواستوی. موږ هر وخت دا هڅه او هاند کړی چې تاسو وطنوالو ته د شعرونو برخه نوره هم ښکلی او پراخه کړو. پدې اړوند موږ ستاسومرستو ته سترګی په لاره یو.                                This email address is being protected from spam bots, you need Javascript enabled to view it

 

كــــــور پاڼه arrow افغاني شعرونه arrow دښاغلي بختيارتلاش شعرونه arrow ازاد شعر
ازاد شعر ټوک PDF چاپ ملګري ته ليږل
بختیار تلاش   

نن می دزړه په هغه دنګ منار کی

یو څو درزونه ولید

لکه چه بیادی پری ډیر ظلم کړی

هریو آرمان او هر امید دی زما

لکه چنګیز غوندی په توره والی (وهلی )

خیر زه خبر نه ومه

چه می دژوند هره لحظه

داسی ټکری لری

بیا به په خپله مینه ویاړ ونه کړم

نور به په خپل ژوند افتخار ونه کړم

دا به هم هیر کړمه چی

ماهم یو وخت چاسره مینه کړی

دیوچا  زه جانان وم

پر یو چا زه ډیرګران وم 

خو

اوس

هغه وختونه لاړل

بس اوس یواځی یمه

ګرانی اوس هره لمحه

دخپل زړګی درزا می

په خپل غوږونو اورم

چی تل فریاد کوی

په دی خبره باندی

له خپل زړګی سره په جنګ شمه

ما به وی صبر وکړه

چپ شه یاره

یوه لار شته دی کنه

هغه وی کومه لاره

ورته می وویل چی

د زندګی د پریښودلو لاره !

جلال اباد ښار

 
< مخکني   وروستني >