دا مهال په ليکه

اوس مهال 2 ميلمانه په ليکه لرو

د افغان ننک ويب پاڼې د شعرونو برخې ته ښه راغلاست!

که غواړی چی ستاسو ښکلی شعرونه په افغان ننک ویب پاڼه کې د پښتو ژبی مینه والوته وړاندی شی نو د بریښنا لیک له لاری یی مونږ ته راواستوی. موږ هر وخت دا هڅه او هاند کړی چې تاسو وطنوالو ته د شعرونو برخه نوره هم ښکلی او پراخه کړو. پدې اړوند موږ ستاسومرستو ته سترګی په لاره یو.                                This email address is being protected from spam bots, you need Javascript enabled to view it

 

كــــــور پاڼه arrow افغاني شعرونه arrow د ښاغلي داود لټون شعرونه arrow مینه
مینه ټوک PDF چاپ ملګري ته ليږل
داود لټون   

  مینه مې په سترګو او په زړه کړله
ځوانی مي راته بنده خپله خوله کړله
کله به چې یار راته کاته کول
زړه به مي دماغ باندې حمله کړله
یو ښکلي شان نظر د خپل جانان به
 د زړه  کور کې راته جوړه زلزله کړله
تل به مي حیا په محبت کې کړه
یار به رانیږدې شو ترینه مابه فاصله کړله
 تصمیم به مي نیولو چې د میني ورته ووایم
په میدان د دید نو به مي بدله فیصله کړله
 زړه خو مي په مینه  ټول ورکړی و
 نورد طاقت نه وم چې په سربه مي شمله کړله 
نه وم داسې څوګ چې بدل شوي وا ی       
ما چي څه زده کړې په هغه مي عقیده کړله
یار رباندي ګران د زړه له تله و
ځکه مي غوښتنه د مشرانو په ورتله کړله
دا چي زه بد قسمت خوارو غریب ومه 
لاړله لیلا یي  په لوټمار باندي واده  کړله
مینه خرڅوي چې په پیسو باندې
داسې واکدارانو رانه ورکه فرزانه کړله 
تورې تیارې  راغلې په لټون باندې
قسمت راځني بله ډیوه مړه کړله 
  داود لټون

 
< مخکني