دا مهال په ليکه

اوس مهال 18 ميلمانه په ليکه لرو

د افغان ننک ويب پاڼې د شعرونو برخې ته ښه راغلاست!

که غواړی چی ستاسو ښکلی شعرونه په افغان ننک ویب پاڼه کې د پښتو ژبی مینه والوته وړاندی شی نو د بریښنا لیک له لاری یی مونږ ته راواستوی. موږ هر وخت دا هڅه او هاند کړی چې تاسو وطنوالو ته د شعرونو برخه نوره هم ښکلی او پراخه کړو. پدې اړوند موږ ستاسومرستو ته سترګی په لاره یو.                                This email address is being protected from spam bots, you need Javascript enabled to view it

 

كــــــور پاڼه arrow افغاني شعرونه arrow د ښاغلي داود لټون شعرونه arrow وطندارې پښتنې ستا شعرونه لټوم
وطندارې پښتنې ستا شعرونه لټوم ټوک PDF چاپ ملګري ته ليږل
داود لټون   

ګورم پاڼه په پاڼه زيړ ګلـــــونه لټوم
وطندارې پښتنې ستا شعرونه لټوم
موده کیږې چې اختیار د خاموشي ده
په دغه خاموشی کې د دردونه لټوم
وطندارې پښتنې ستا شعرونه لټوم
چې حال د کله زړه ته رانيږدې شي
په خپل ځان مي سره اورونه بلوم
وطندارې پښتنې ستا شعرونه لټوم
ستا پوهه استعداد د ډيرو زيات دی
سلام سره یو ځای ګلابونه درلیږم
وطندارې پښتنې ستا شعرونه لټوم
د غمونو زنده ګۍ کې خوښي نه شته
پردیس وهلې زړه ته ملهمونه لټوم
وطندارې پښتنې ستا شعرونه لټوم
ستا زړګې کې به د چا مینه اوسیږې
زه د په هر ګل کې تصویرونه لټوم
وطندارې پښتنې ستا شعرونه لټوم
زه په خپله شاعر نه یم ما معاف کړه
خو ستا په لاس لیکلې غزلونه ښکلوم
وطندارې پښتنې ستا شعرونه لټوم
چاپیر شوي رانه ټول پردي پردي دی
د خپلو خلکو ورک یم دیدنونه لټوم
وطندارې پښتنې ستا شعرونه لټوم
زه لټون ملنګ ستا نظمونه غواړمه
کچکول مي په غاړه خیراتونه ټولوم
وطندارې پښتنې ستا شعرونه لټوم

 
< مخکني   وروستني >