دا مهال په ليکه

اوس مهال 18 ميلمانه په ليکه لرو

د افغان ننک ويب پاڼې د شعرونو برخې ته ښه راغلاست!

که غواړی چی ستاسو ښکلی شعرونه په افغان ننک ویب پاڼه کې د پښتو ژبی مینه والوته وړاندی شی نو د بریښنا لیک له لاری یی مونږ ته راواستوی. موږ هر وخت دا هڅه او هاند کړی چې تاسو وطنوالو ته د شعرونو برخه نوره هم ښکلی او پراخه کړو. پدې اړوند موږ ستاسومرستو ته سترګی په لاره یو.                                This email address is being protected from spam bots, you need Javascript enabled to view it

 

كــــــور پاڼه arrow افغاني شعرونه arrow د ښاغلي داود لټون شعرونه arrow څوګ رحم نه کړي
څوګ رحم نه کړي ټوک PDF چاپ ملګري ته ليږل
داود لټون   

زخمي زخمي ،سوری سوری مې خپل ټټر دی

څوګ رحم نه کړي داسي بشر دی

مشران مو وژل کیږي،کشران مو وژل کيږي

سور په وینو زموږ ټول پښتون ټبر دی

څوګ رحم نه کړي داسي بشر دی

ژړا اورو د خلکو،فریاد اورو د خلکو

په  دوزخ باندي تبدیل مو لراو بردی

څوګ رحم نه کړي داسي بشر دی

کورونه مو ورانیږي،اولسونه مهاجر کیږي

معلومیږې چي دښمن مو زورور دی

څوګ رحم نه کړي داسي بشر دی

خندا زموږه ورکه،دنیا زموږه ورکه

د غم په زنده ګی  کې مو خوړین شوي دل جیګردی

څوګ رحم نه کړي داسي بشر دی

یو جهاد مو خلاص کړو،اوس بل جهاد شروع دی

دوه ملیونه مړه شو اوس درو ته پیښ خطر دی

څوګ رحم نه کړي داسي بشر دی

مسلمانې تشه په خولو ده،دیموکراسې تشه په خولو ده

دوی جوړ کړي د پښتون مرګ ته سنګر دی

څوګ رحم نه کړي داسي بشر دی

د جنګونو ستړې شوي ماتمونو ستړې شوي

په هر خوا کې راپسې د غم لښکر دی

څوګ رحم نه کړي داسي بشر دی

دا مشران  زموږه نه دی رهبران زموږه نه دی

دوی  ټول ملیونران شول خو اولس وږې  نهر دی

څوګ رحم نه کړي داسي بشر دی

بي وسې راغله په خلکو، مجبورې راغله په خلکو

نن سبا یې  د بچو خرڅلاوخبر دی

څوګ رحم نه کړي داسي بشر دی

دا مرګونه د خدای بند کړي،دا ویرونه د خدای بند کړي

پر ما لټون باندې یې کړی بد اثر دی

څوګ رحم نه کړې داسې بشر دی

 
وروستني >