دا مهال په ليکه

اوس مهال 12 ميلمانه په ليکه لرو

د افغان ننک ويب پاڼې د شعرونو برخې ته ښه راغلاست!

که غواړی چی ستاسو ښکلی شعرونه په افغان ننک ویب پاڼه کې د پښتو ژبی مینه والوته وړاندی شی نو د بریښنا لیک له لاری یی مونږ ته راواستوی. موږ هر وخت دا هڅه او هاند کړی چې تاسو وطنوالو ته د شعرونو برخه نوره هم ښکلی او پراخه کړو. پدې اړوند موږ ستاسومرستو ته سترګی په لاره یو.                                This email address is being protected from spam bots, you need Javascript enabled to view it

 

كــــــور پاڼه arrow افغاني شعرونه arrow د ښاغلي نورعلي شاه کاروان ش arrow غزل
غزل ټوک PDF چاپ ملګري ته ليږل
نور علي شاه کاروان   

سر به مې بایلي وي خو ننګ مې لا بایللی نه دی
توره مې زنګه نه ده شرنګ مې لا بایللی نه دی
لږ انتظار دی ستا دعرش دمنارو حکم له
وخت غړبوجن یم ګني جنګ مې لا بایللی نه دی
ترینه تاویږم که هر څو مې وزرونه سوزي
زړه دافغان خوی دپتنګ مې لا بایللی نه دی
په سندوسي جامو کې خاندي پسرلي دقدرت
نکهت راخور یمه لونګ مې لا باللی نه دی
شم به وږمه په ترنم دسباوون زیري ته
خو شپه اوږده ښکاري پلنګ مې لا بایللی نه دی
په بیلتانه کې دې پوخته کړم عشقه دادې منم
مشر به یم بې شک خو رنګ مې لا باللی نه دی
نن یې پر شنډو ژبه راښکله چې اخ کاروانه
د وینو غوړپ غواړم قلنګ مې لا بایللی نه دی
نور علي شاه کاروان
متحده عربي امارات ابوظبي

 
وروستني >