دا مهال په ليکه

اوس مهال 14 ميلمانه او 1 غړي په ليکه لرو

د افغان ننک ويب پاڼې د شعرونو برخې ته ښه راغلاست!

که غواړی چی ستاسو ښکلی شعرونه په افغان ننک ویب پاڼه کې د پښتو ژبی مینه والوته وړاندی شی نو د بریښنا لیک له لاری یی مونږ ته راواستوی. موږ هر وخت دا هڅه او هاند کړی چې تاسو وطنوالو ته د شعرونو برخه نوره هم ښکلی او پراخه کړو. پدې اړوند موږ ستاسومرستو ته سترګی په لاره یو.                                This email address is being protected from spam bots, you need Javascript enabled to view it

 

كــــــور پاڼه arrow افغاني شعرونه arrow داغلي نجيبه سارا بياباني شع arrow سر نشته
سر نشته ټوک PDF چاپ ملګري ته ليږل
نجيبه سارا بياباني   


کاروان لوټېږي ځکه سر نشته

وطن مې وران شو چې رهبر نشته

د ويښ بابا ټبر ويده پراته دي

د ملالۍ غږ لر او بر نشته

دا د کفترو د طوطيانو باغ کې

مردارخور ګرځي سپين وزر نشته

لوړو ژورږ کې به باز ګرځېده

نن هغو تړو کې شاهپر نشته

په ښکلي کور کلي  بانډه کې زما

د مشرغږ نشته حذر نشته

د مشورو او د جرګو وطن کې

د دود دستور هغه افسر نشته

دا د شاهين په کور کې څوک ګډ شوي

چې بچي ژاړي د کور ور نشته

دا د ميرويس او احمد شاه وطن کې

د خوشال توره لکه لمر نشته

سارا وطن خو لوټمارانو لوټ کړ

ځکه چې ستا کلي کې سر نشته

۶ـ ۹ـ۲۰۰۰

ناروې

 
< مخکني   وروستني >