|
نجيبه سارا بياباني
|
ستا د يادونو سره اوښکې په ګرېوان راځي
ډيوه د صبر مې مړه ښکاري چې هجران راځيهلته چې ناست وه مېلمانه ستا د وصال په جرګهنن هغه کور ته بېلتانه څومره خندان راځيګوره ناصحه ډاډګيرنه راته مه راکوهنن زما زړه ته بيا يادونه د جانان راځيدا ماڼېژن د ژوندون ګل په اوربل چېرته يوسمد کمڅو ګل مې د اشنا نشته آرمان راځيډېر مسوليت شو راپغاړه نيمه خوا عمر کېسپرلی مې نده لا تېر شوی چې خزان راځيزه به خبره د بېلتون وړم که رقيب به څارمته راته وايه چې په ما به څه دوران راځيکاڼي هم ژاړي چې په کلي کې مې کور ورک شوینن د سارا په حال ژړا هم د آسمان راځي۱۳۶۳ لمريز کال کارتې سې
|